سعید ګولکار یو ایرانی سیاسي څېړونکی او د پوهنتون استاد دی چې د ایران سیاست، سیاسي ځپنې او استبدادي نظامونه څېړي. هغه خپله دکتورا د سیاسي علومو په برخه کې له تهران پوهنتونه ترلاسه کړې او دا مهال د امریکا د ټینیسي ایالت د چاتانوګا پوهنتون کې د سیاسي علومو د استاد په توګه دنده لري. ښاغلي ګولکار د څو مهمو علمي کتابونو لیکوال دی، چې تر ټولو مشهور یې Captive Society او Political Repression in Iran دي.
ژباړه: د جیوافغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز
منبع: د فارن پالیسي مجله
په دې وروستیو اونیو کې د ایران په ښارونو کې د لاریونونو له امله ډېرو څارونکو یو ځل بیا دا پوښتنه تکرار کړه: ایا اسلامي جمهوریت بالاخره د نسکورېدو په درشل ولاړ دی؟ لوړ نرخونه، د ملي اسعارو ارزښت کمېدنه، د کارګرانو اعتصابونه او د دیني واک پر وړاندې ښکاره سرغړونو د بې ثباتۍ یوه داسې کچه رامنځته کړه چې ښايي د نړۍ ډېری حکومتونه یې له پښو غورځولي وای، خو سره له دې چې د وروستۍ څپې په ګډون په ایران کې په پرلهپسې ډول پراخ ولسي اعتراضونه شوي؛ خو تر اوسه دا اعتراضونه سیاسي درز یا په واکمنۍ کې بدلون نه دی رامنځته کړی. ستونزه دا نه ده چې په پراخه کچه مخالفت نه شته؛ برعکس، په روانه میاشت کې زرګونه معترضین وژل شوي دي.
دا ویل چې رژیم په پراخه کچه ناولسي دی، په تهران کې د ځواک د جوړښت په تړاو ناسم پوهاوی دی. اصلي پوښتنه دا نه ده چې ایا ایرانیان بدلون غواړي که نه؛ بلکې دا ده چې ولې په دوامداره توګه ولسي پاڅونونو تر اوسه د رژیم دننه درز نه دی رامنځته کړی. د دې پوښتنې ځواب دا دی چې اسلامي جمهوریت له پیله همداسې جوړ شوی و، چې د اوږدمهاله بېقراریو او فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي.
دمګړۍ د ایران اسلامي جمهوریت د یو دیني ـ امنیتي رژیم په توګه فعالیت کوي، چې د آیتالله علي خامنهيي او د هغه د کورنۍ پر محور راڅرخي. واک په مرکزي حلقو کې تنظیم شوی، چې په خامنهيي او د هغه پر نږدې کورنۍ راټول دی. واک تر ډېره شخصي دی او سیاسي بقا تر ډېره د رسمي بنسټونو پر ځای له رهبر او د هغه له زامنو سره پر نږدیوالي تکیه دی.
د خامنهيي مشري تر ډېره له سختدریځۍ، ډیسپلین او له شخصي رسالت سره تړل شوی دی. دی ځان یوازې د یو سیاسي مشر په توګه نه، بلکې د یوې الهي دندې د ساتونکي په توګه ګڼي او له همدې امله، دی فکر کوي چې د اسلامي جمهوریت د بقا دنده ورسپارل شوې ده. همدا باور بیا د کړکېچونو پر مهال د تردد او جوړجاړي لپاره ډېر کم ځای پرېږدي. له ۱۹۸۹ کال راهیسې، چې کله دی د رهبر مقام ته رسېدلی دی، په پرلهپسې ډول یې د نظام بڼه په یوه داسې دیني ـ امنیتي دولت بدل کړی دی چې د ولسي رضایت پر ځای زور او جبر ته لومړیتوب ورکوي او پر یو منظم، ایډیالوژیک او ژمن ځپونکي جوړښت تکیه لري. همدا جوړښتي واقعیت—نه عامه افکار—نن په ایران کې د سیاسي بدلون کرښې ټاکي او د داسې مشر انځور وړاندې کوي چې د رژیم د بقا دنده یې یوه سپېڅلې دنده ده، نه دا چې د معاملې جوګه کوم سیاسي انتخاب وي.
د دې مرکزي کمربند شاوخوا، د رهبر دفتر (یعنې د رهبرۍ بیت یا خونه) ده، چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې تر ټولو ځواکمنه خو تر ټولو د خلکو له نظرونو پټه اداره ده. د خامنهيي د رهبرۍ خونه یا بیت په عملي ډول د رژیم اصلي اجرائیوي واک لري. په تېرو درېیو لسیزو کې، دا دفتر پر یو پراخ، پټ او موازي دولت بدل شوی چې د اساسي قانون، پارلمان او ولسمشرۍ له جوړښتونو پورته دی.
دا دفتر د زرګونو ژمنو روحانیونو، امنیتي چارواکو او ایډیالوژیکي تېکنوکراتانو له خوا پرمخ وړل کېږي او په پوځي، استخباراتي، اقتصادي، قضایي او کلتوري برخو کې د پرېکړو پر بهیر مستقیم اغېز لري. خامنهيي د بېطرفه قوانینو یا بنسټیزو توازنونو له لارې حکومت نه کوي؛ بلکې د باور وړ اشخاص د دولت په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای کوي. بیت همدارنګه هغه اصلي لاره ده چې د خامنهيي کورنۍ—په ځانګړي ډول د هغه زامن—له هغې لارې خپل نفوذ پلي کوي او له همدې امله دا دفتر په بنسټیزه توګه د واک او د خامنهيي د کورنۍ د واک مرکز ګرځېدلی دی. بیت یوازې د خامنهيي د واک غځونه نه ده؛ بلکې دا هغه میکانېزم دی چې د هغه واکمنۍ د دوام، د شاکونو د زغملو او له دوامداره ښکاره حضور پرته د نظام چلولو وړتیا ور بښي.
د رهبرۍ بیت شاوخوا یوه پراخه روحاني شبکه ده چې نظام ته مذهبي مشروعیت ورکوي. د دیني مدرسو، د جمعې د لمانځه د امامانو، د ولایتونو استازو او له رژیم سره د همغږو روحانيونو له لارې، د خامنهيي واک د الهي تائید په بڼه وړاندې کېږي. دی یوازې د یوه سیاسي مشر په توګه نه؛ بلکې د «امامِ غایب» د استازي په توګه انځورېږي. دا ډول الهي چوکاټ اطاعت په یو دیني مکلفیت بدلوي او سرکوبي د سیاسي انتخاب پر ځای د اخلاقي اړتیا په توګه تعریفوي. د خبرګانو مجلس (Assembly of Experts) او د نگهبان شورا (Guardian Council) په څېر روحاني بنسټونه دا سپېڅلی مشروعیت نور هم پیاوړی کوي او په ضمن کې د دیني جوړښت دننه مخالفتونه هم په فعاله توګه مهاروي.
دا پورته بیان شوې حلقې له امنیتي جوړښتونو سره د تړلو لوړپوړو روحانيونو لهخوا په ښکاره توګه بیان شوې دي. د بېلګې په توګه، حجتالاسلام علي سعیدي، چې د وسلهوالو ځواکونو د ایډیالوژیک ـ سیاسي دفتر مشري کوي، ویلي دي چې د اسلامي حکومت دفاع د زرګونو کسانو وژل توجیه کولی شي او د اسلامي دولت ساتنه په ټولو مکلفیتونو کې تر ټولو مهم هدف دی. د همدې چوکاټ دننه، روحاني بنسټونه د لاریونوالو د «محارب» (د خدای د دښمنانو) په توګه نومولي دي. دا بیا یو داسې نوم دی چې ځپنې او سرکوبۍ ته مذهبي سپېڅلتیا وربښي او د مخالفینو پر وړاندې د سخت تاوتریخوالي او ان وحشتناکو کړنو ته مشروعیت ورکوي. همدا نومونه او کټګورۍ—نه عامه افکار—نن په ایران کې د انقلابي بدلون پولې ټاکي.
له روحاني کړۍ وروسته، د اسلامي انقلاب ساتونکی ځواک یا سپاه پاسداران او پراخ امنیتي جوړښتونه دي، چې د رژیم د جبر پوښ جوړوي. سپاه پاسداران د اسلامي جمهوریت د دفاع لپاره رامنځته شوې او له ۱۹۷۹ کال راهیسې یې اصلي دنده د رژیم ساتنه ده: د کودتاوو مخنیوی، د مخالفینو ځپل او د رهبر خوندي کول. د وخت په تېرېدو، دا ځواک د یو استبدادي ګارد بڼه خپله کړې او له پوځي ماموریتونو ور هاخوا، په یو څو څانګیز امنیتي سازمان بدل شوی دی چې استخباراتي برخې، بیرونمرزي واحدونه او د بسیج ملیشې پکې شاملې دي. دا نو بیا هغه جوړښتونه دي چې په ژوره توګه یې په ټولنه کې ریښې غځولې دي.
د سپاه پاسدارانو جوړښت د ولایتمحوره، غیر مرکزي قومندې له لارې د بې قراریو د مهارولو لپاره طرحه شوی، چې سپاه، بسیج او محلي امنیتي ځواکونه پکې یوځای کار کوي. بسیج چې په څېرمو سیمو، ښوونځیو او کاري ځایونو کې دفترونه لري، د څار، بسیج او جبر یوه شبکه ده. دا شبکه د ځپنې او سرکوبۍ له لارې د ولس غوسه کراروي او رژیم له ټولنیز فشاره خوندي ساتي. په کور دننه، سپاه د پراخو شبکو او دولتي ملاتړو شرکتونو له لارې، په اقتصادي او سیاسي ډګر کې ژورې ریښې لري، مهم سکتورونه یې تر کنټرول لاندې دي او پر مټ یې مالي خپلواکي ترلاسه کوي. خو دا ټول د خامنهيي د مستقیم امر له مخې ترسره شوي دي، څو سپاه تر خپل نفوذ لاندې راولي. همدا لامل دی چې سپاه پاسداران له رهبر او رهبري بیت سره ټینګې اړیکې لري او بقا یې د خامنهيي له نظام سره تړاو لري.
دا درې پوړونه یا کړۍ، د خامنهيي شاوخوا راچاپېره دي او په ګډه د رژیم او د رژیم د بقا وسیلې جوړوي. که د انسان د بدن استعاره وکاروو، نو خامنهيي د سر حیثیت لري، په داسې حال کې چې د رهبرۍ بېت د تنې رول لوبوي او ټول نظام همغږی کوي او کنټرولوي یې. د رژیم دوه لاسونه سپاه پاسداران او روحاني شبکه دي. همدا دواړه واک پلی کوي او نظام ته مذهبي مشروعیت وربښي. د دوی لاندې حکومت او عامه ادارې دي، چې له نظامه ملاتړ کوي خو د نظام لارښوونه نه کوي. وزارتونه، ښاروالۍ او د خدماتو وړاندې کوونکي بنسټونه د ورځینۍ حکومتولۍ چارې پر مخ وړي او اداري تسلسل ساتي. دا بهرنی پوښ د خلکو ناخوښي زغمي او د عادي دولتي فعالیت بڼه ژوندۍ ساتي، خو په حقیقت کې ډېر کم واک لري. بیوروکراسي ټولنه اداره کوي، خو پر رژیم حکومت نه کوي.
دا جوړښت په جدي توګه د دې امکان کموي چې ولسي ناخوښي دې د واکمنو کړیو ترمنځ کوم درز رامنځته کړي. یو داسې درز چې د استبدادي نظامونو د نړېدو لپاره اړین وي. اعتراضونه د امنیتي ځواکونو لهخوا مهارېږي، د روحانيونو له لارې توجیه کېږي، د رهبر د دفتر تر کنټرول لاندې د تبلیغاتي دستګاه په وسیله پټه ساتل کېږي او د بیوروکراسۍ د ورځینیو کړنو له لارې جذبېږي. واک متمرکز، خوندي او د هغو بنسټونو لهخوا ساتل کېږي چې خپله بقا یې د مرکزي هستې له ساتنې سره تړل شوې ده.
د دې معمارۍ په تړاو پوهاوی ډېر مهم دی. اسلامي جمهوریت له دې امله پیاوړی نه دی چې مشروعیت یا ولسي رضایت لري؛ بلکې له دې کبله پیاوړی دی چې په قصدي ډول داسې اوبدل شوی چې فشارونه منحرف کړي، واک متمرکز کړي او د خپل قدرت اصلي مرکز له ټولنې او ان له خپلو بنسټونو خوندي وساتي. د ایران د سیاسي راتلونکي په تړاو هره جدي ارزونه باید له همدې جوړښته پیل شي، نه له هغو انګېرنو چې د انقلابي تشبیهاتو یا د حتمي نړېدو له تمو راپورته کېږي.

