احمدالله ارچیوال په ۲۰۰۴ کال کې له پېښور پوهنتونه په ژورنالېزم او په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له نیوسکول پوهنتونه د نړیوالو چارو په برخه کې ماسټرۍ ترلاسه کړي. دا راز، نوموړی «د خدایې خدمتګار کلتوري اغېزې» او «ولسي مبارزې (عدم تشدد)» کتابونو لیکوال هم دی. ښاغلی ارچیوال له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د امریکا د سولې په انستیتوت، یوناما، د افغانستان ټاکنو کمیسیون کې د عامه پوهاوي د رییس او کارډان پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د استاد په توګه دندې ترسره کړي دي.
کتاب: افغانستان- د بېلابېلو افکارو د مبارزې ډګر: د شوروي یرغل او د یو نوي افغانستان جوړېدنه
لیکواله: الېزابیت لېک
کتابکتنه: احمدالله ارچیوال
دا کتاب د خلق او پرچم له واکمنیو نیولې، او په ټوله کې له ۱۹۷۰مې لسیزې نیولې د ۲۰۲۱ کال د جمهوریت تر سقوطه، د افغانستان د پېښو تاریخ وړاندې کوي. په دې کتاب کې په افغانستان کې د سیاسي خوځښتونو پیلامې، د ولسمشر داود خان پر وړاندې د خلقيانو کودتا، پېښور ته د جهادي مشرانو تګ او هلته د جهادي احزابو جوړېدنه، له افغانستان سره د شورويانو اړیکې، او پر افغانستان د شورويانو یرغل څېړل شوي دي. همدارنګه په دې کتاب کې دا هم څېړل شوي چې پاکستان او ایران څه ډول د افغانستان له حالاتو د خپلو رژیمونو د پیاوړتیا لپاره ګټه پورته کړه.
د پاکستان دولت، او په ځانګړي ډول د ضیاالحق رژیم، له دغه یرغل څخه په کور دننه د خپل دریځ د پیاوړتیا، د توکمیزو بېلتون غوښتونکو خوځښتونو د ځپلو، او د امریکا له اقتصادي بندیزونو د راوتلو لپاره استفاده وکړه. کتاب د همدې دورې په ترڅ کې له افغانستان سره د امریکا ښکېلتیا، د ایران لهخوا د افغانستان په جګړه کې د خپلو ګټو تعقیبول، او د عربانو، شوروي، او د افغانستان د نورو ښکېلو اړخونو د رول تاریخ بیانوي.
کتاب په ډېر تفصیل سره، د خلق او پرچم ترمنځ د اختلافاتو ترڅنګ، د مجاهدینو د ډلو ترمنځ اختلافات هم بحثوي. د کتاب له مخې، خلقيانو او پرچميانو د انقلاب شعارونه ورکول، خو هغوی پخپله ان په دې نه پوهېدل چې څه غواړي. بلخوا، د مجاهدینو مشرانو هم داسې شعارونه بدرګه کول او داسې تیورۍ یې وړاندې کولې، چې پخپله هم پرې نه پوهېدل، او نه یې دا درک درلود چې خپلې تیورۍ او شعارونه به څرنګه په عمل کې پلي کوي.
خلقيانو او پرچميانو د خپلو واکمنیو پر مهال، د فېوډالانو او د انقلاب ضد عناصرو تر نوم لاندې، د خپل نظام مخالفین او ان عادي افغانان سخت وځپل. هغوی په بېړه داسې کړنې ترسره کړې چې په ښکاره یې د افغانانو مذهبي احساسات وځپل او خلک یې دې ته اړ کړل چې د دین د دفاع تر نامه لاندې د هغوی پر وړاندې ودرېږي. له بلې خوا، د خلقي او پرچمي مشرانو ترمنځ د خپلو انقلابي موخو په اړه ناپوهي، خپلمنځي اختلافات، او د خبرو او عمل ترمنځ ژور تناقضونه موجود وو.
نورمحمد ترهکي د خپلو انقلابي کړنو په ترڅ کې په پرلهپسې ډول د ځمکو د اصلاحاتو هڅه وکړه او په بېمخینې توګه یې په ډېر لنډ وخت کې د ځمکو د اصلاحاتو اعلان وکړ، خو د دې اصلاحاتو د پلي کولو او د راتلونکې په اړه د ترهکي حکومت کومه روښانه تګلاره نه لرله. په دومره شدت سره د دغو اصلاحاتو پلي کېدل، ان په شوروي اتحاد کې هم نه و لیدل شوي. د خلق او پرچم ګوندونو د دغو اصلاحاتو په اړه بېلابېلې او مخالفې لارې تعقیبولې. د کتاب له مخې، ترهکي دغه اصلاحات پلي کړل، خو حفیظالله امین او ببرک کارمل وروسته دا اصلاحات لغوه کړل او یا یې پکې بنسټیز بدلونونه راوستل.
خلقي او پرچمي مشرانو دومره سخت کمونیستي شعارونه ورکول، چې ځینې وختونه دا شعارونه ان د شوروي کمونیستانو ته هم بېمعنا ښکارېدل. د ګورباچوف او ببرک کارمل ترمنځ یوه غونډه د دې خبرې ښه بېلګه ده. واک ته له رسېدو وروسته، ګورباچوف په شوروي کې یو لړ اصلاحات پیل کړل او غوښتل یې داسې شرایط رامنځته کړي چې له افغانستانه د شوروي ځواکونو وتلو ته لاره هواره شي.
د کتاب لیکواله روایت کوي چې ګورباچوف د افغانستان د هغه وخت له ولسمشر ببرک کارمله وغوښتل چې د شوروي ځواکونو د وتلو لپاره یو عملي پلان وړاندې کړي. برعکس، کارمل ګورباچوف ته د کمونیستي انقلاب د بریا شعارونه ورکول او غوښتنه یې وکړه چې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو ماموریت دوام ومومي. د روایت له مخې، ګورباچوف کارمل ته وویل چې د انقلاب پروا مه کوئ، بلکې د خپل حکومت لمن پراخه کړئ او له مخالفینو سره د جوړجاړي هڅه وکړئ. همدا لامل شو چې ګورباچوف د کارمل د وړتیا په اړه شکمن شو او ډاکټر نجیبالله یې د هغه ځایناستی وټاکه.
په همدې وخت کې، په پېښور کې مېشت مجاهدین هم له تناقضاتو خالي نه وو. د هغوی خبرې او عملونه له یو بل سره په ټکر کې وې. هغوی یوازې شعارونه ورکول او د افغانستان د راتلونکې لپاره یې کوم روښانه پلان او پروګرام نه درلود. له لومړۍ ورځې راهیسې د یادو ډلو ترمنځ سخت اختلافات موجود وو. له هماغه پیله، کله چې هغوی د داود خان پر وړاندې له پېښوره د افغانستان په ځینو ولایتونو کې پاڅونونه پیل کړل، یو له بل سره یې شخړې پیل شوې.
کتاب په پېښور کې د جهادي ډلو د وېشل کېدو، د دغو ډلو د جوړېدو، او په ځانګړي ډول د حکمتیار او مسعود، یا د حزب او جمعیت ترمنځ د اختلافاتو د راټوکېدو لاملونو ته اشاره کوي. په پېښور کې مېشت وسلهوال ګوندونه په منځلارو او سختدریځو وېشل شوي وو، خو سختدریځو هم یو له بل سره بېلابېل او متضاد دریځونه درلودل. حزب یو ډول فکر درلود او رباني بل ډول افکار. کتاب د حزب او جمعیت ترمنځ د اختلافاتو کیسه هم بیانوي.
د کتاب له مخې، د حکمتیار، مسعود او رباني ترمنځ اصلي لانجه هغه مهال پیل شوه چې په ۱۹۷۵ کال کې هغوی په ګډه د داود خان پر وړاندې په ځینو ولایتونو کې ناکام عملیات ترسره کړل. په هماغه وخت کې رباني د سعودي مرستو د جلبولو لپاره سعودي عربستان ته تللی و، خو حکمتیار او مسعود په پېښور کې پاتې وو. حکمتیار ادعا کوله چې رباني د سعودي له لارې د دغو عملیاتو خبر د داود خان رژیم ته ورکړی و. رباني او مسعود بیا حکمتیار د داود خان له رژیم سره په لاس لرلو او د عملیاتو د ناکامۍ په تورنولو متهماوه.
د دې اختلاف لومړنی قرباني انجینر جان محمد و. رباني او مسعود، حکمتیار او د هغه نږدې ملګري د جان محمد په وژلو تورنوي. داسې هم ویل کېږي چې جان محمد د شکنجې لاندې د دې قضیې او د مسعود د همکارۍ په اړه اعتراف کړی و. له دې وروسته مسعود له پاکستانه بېرته افغانستان ته وتښتېد، او همدا د حکمتیار، رباني او مسعود ترمنځ د ژورو اختلافاتو د پیل ټکی شو، چې په پایله کې هر یوه جلا جلا ګوندونه جوړ کړل.
کتاب د پېښور مېشتو مجاهدینو د ګوندونو د جوړېدو تاریخ، په ایران کې د مېشتو شیعه ډلو وضعیت، او په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې هم څېړي. همدارنګه دا هم تشریح کوي چې پاکستان څنګه کډوال اړ کول چې د هرې چارې لپاره د اووه ګوندونو دربارونو ته مراجعه وکړي.
کتاب په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول، او په ځانګړي ډول د جنیوا مذاکراتو ته تفصیلي اشاره کوي. د کتاب له مخې، د جنیوا مذاکراتو ستره نیمګړتیا دا وه چې له مذاکراتو وروسته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دریځ مبهم پاتې شو، او هغه موارد چې په تړون کې شامل وو، د عملي کېدو لپاره یې نړیواله اراده موجوده نه وه. لیکواله پر افغانستان د شوروي یرغل او ورپسې کورنۍ جګړه د نړیوال سیستم ناکامي بولي.
دا یو تاریخي کتاب دی چې لیکواله یې تر ډېره په تاریخي اسنادو تکیه کړې ده، که څه هم ځینې حوالې یې یو اړخیزې دي. د بېلګې په ډول کېرې د حزب اسلامي د هجرت مجلې په حواله د ۱۹۷۹ کال د مارچ میاشت کې د خلکو د پنځه ورځني پاڅون په تړاو لیکلي، چې د حوت په نوم په دې پاڅون کې پنځه ویشت زره تنه وژل شوي. په داسې حال کې چې د افغانستان د دفاع پخواني وزیر شهنواز تڼي، چې هغه وخت د افغانستان په کمانډو ځواک کې یې دنده درلودله او له کابله د نورو کمانډویانو سره یو ځای د دغه پاڅون د ځپلو لپاره هرات ته استول شوی و، په یو تلویزیوني مرکه کې دغه شمېر یواځې څو سوه تنه ښودلی دی. د افغانستان د روانې جګړې ځینې لوبغاړي لا هم ژوندي دي، او ښه به دا وای چې د تاریخي اسنادو ترڅنګ له دغو اشخاصو سره مرکې هم شوې وای. خو په ټوله کې، دا کتاب د افغانستان د تېرو شاوخوا پنځهڅلوېښتو کلونو یو مهم تاریخي سند بلل کېږي.


