LOADING CLOSE

سید جمال الدین افغان؛ هندیانو ته د ویدي فرهنګ بډایه میراث وریادوي – انور معظم

انور معظم

پروفیسور انور معظّم په ۱۹۳۰ کال کې په حېدرآباد (هندوستان) کې زېږېدلی. په ۱۹۶۳ کال کې یې د جمال الدین افغاني مذهبي نظریاتو په اړه د دکتورا رساله ولیکله او وروسته یې د سید په تړاو په انګریزۍ کې یو کتاب ولیکه چې بیا اردو او ترکي ژبو ته هم ترجمه شو. 

ژباړه: د جیوافغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز

ایا د «هندوتوا» له اوسنیو مشرانو څوک له دې خبر دي چې د لرغوني هند د هندوانو فکري، فلسفي او ساینسي میراث څومره غني او ژور وو؟ زه فکر نه کوم چې دوی دې له « هندوتوا» څخه وړاندې له تاریخه خبر وي. دا کار ښه نه دی.

که د دوی له مشرانو څوک غواړي چې د هند له کلتوري میراثه لږ هم خبر شي، نو زه به دوی ته د هغه چا خبرې ور په یادې کړم چې دوی ترې تر ټولو ډېره کرکه لري. هغه مسلمان چې د اسلامي یووالي مدافع و.

سيد جمال الدین افغان (۱۸۳۸–۱۸۹۷)  د ایران، مصر، روسیې، فرانسې، انګلستان، افغانستان او هند په څېر بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کول، څو وڅېړي چې ایا د عصري پوهې پر بنسټ د مسلمانانو هېوادونه یو فدراسیون جوړولی شي او ایا په ګډه د اروپايي، په تېره بیا د برېتانوي استعمار پر وړاندې درېدلای شي؟

افغاني سید د ختیځ د یوه ویاند په څېر ښکاري، نه دا چې یوازې یو مذهبي سیاستوال وي چې د لوېدیځو یرغلونو پر وړاندې مبارزه کوي.

افغاني سید وروسته، په خپلې اونیزه «العروه الوثقى» کې (چې په ۱۸۸۵–۱۸۸۶ کلونو کې په پاریس کې په عربي او فرانسوي ژبو خپرېده) دا روښانه کړه چې د ده اصلي موخه د ختیځ د ازادۍ لپاره مبارزه ده. دی د مسلمانانو له هېوادونو ځکه دفاع کوي چې د ختیځ لویه برخه همدوی جوړوي.

د لوېدیځ ځواکمنو هېوادونو، په ځانګړې توګه برېتانیې، دی د لوېدیځ مخالف پان‌اسلامیزم ترویجوونکی وباله.

افغاني د سید احمد خان هم‌مهاله و او د هغه د هغې تګلارې سخت منتقد هم و چې له مخې یې غوښتل، هندي مسلمانان برېتانوي واکمنۍ ته وفادار پاتې شي.‌

کله چې افغاني سید هند ته راغی (۱۸۷۹–۱۸۸۲)، نو په لومړیو کې د یوې څه مودې لپاره په حیدراباد کې پاتې شو. دلته یې د مسلمانانو د سیاسي، ټولنیزو، تعلیمي او مذهبي موضوعاتو په تړاو ګڼې مقالې ولیکلې.

دغه مهال د افغاني‌سید تر ټولو مهم هغه درناوی دی چې د هند د کلتوري، فلسفي او ساینسي میراث په اړه یې وښود.

دا دریځ د سید په هغې وینا کې په ښه توګه څرګندیږي چې د کلکتې په «مدرسه علیا» کې یې د ۱۸۸۲ کال د نومبر پر اتمه وکړه. که څه هم د ښوونځي مدیر – چې د سید بلونکی و – په خپله په دې جلسه کې برخه وانخیستله. (شاید وروسته پښېمانه شوی وي او نه به یې غوښتل چې ځان له یو برېتانوي ضد شخصیت سره وتړي.) افغاني د مدیر په دې کړنه ناخوښي وښوده، خو بیا یې هم غوښتل له هغو ګڼو ځوانانو سره خبرې وکړي چې د ده خبرو اورېدلو ته ورغلي وو.

ده وویل: زه خوشحاله یم چې د داسې ځمکې د زامنو مخونه وینم چې بشریت ترې نړۍ ته خپور شوی دی.  تاسو له یوې داسې خاورې سره تړاو لرئ چې په لومړي ځل په کې د معدل النهار داېره او منقطه البروج (فلکي برج) اندازه شول.  دا هغه مهال وشول چې هندوانو په هندسه برلاسي درلوده؛ نو له همدې ځایه ویلای شو چې ریاضیات او هندسه همدلته وزېږېدل. له همدې ځمکې دا علوم عربي هېوادونو ته ورسېدل او له هغه ځایه یې بیا اروپا ته لاره وموندله. نن همدا ځوانان، چې د همدې مور ماشومان دي، اړ دي چې ټول قانون او معارف له اروپا زده کړي. که چېرې سم فکر وشي؛ نو د اروپا د قوانینو بنسټ — «یعنې رومي قانون» — له ویدونو او شاسترو اخیستل شوی دی. یونانیان د شعر، ادب او فکر په برخه کې د همدې هندوستان شاګردان وو. فیثاغورث، چې علوم یې خپاره کړل او د ده خبرو ته د «بې دلیله ریښتیا» په سترګه کتل کېږي، هم د همدې دود زده کوونکی و. خو هندوستان هماغه هندوستان دی، هوا یې هماغه ده او تاسو ځوانان د همدې مور اولاد یاست.

افغاني زیاته کړه:

زه خوښ یم چې د هند ځوانان له اوږده خوبه پاڅېدلي او خپلې موروثې شتمنۍ ته ستنېږي او له هغو ونو مېوه ترلاسه کوي چې تخم یې د دوی پلرونو ښندلی و.

ده په دا ډول خپل اورېدونکي مخاطب کړل چې «هندي» وو، نه دا چې یوازې «مسلمان» وي.

ده قصداً د مسلمانو سلاطینو او مغولو یادونه ونه کړه؛ بلکې له اسلام څخه د وړاندې دورې علمي ـ فلسفي ویاړونه یې راژوندي کړل.

ده غوښتل چې هندي ځوانان دې نه ناهیلي کېږي: هغه پوهه چې نن پرې لوېدیځ ویاړي، د دوی خپل میراث دی او اوس یې ورته بېرته ورګرځوي. دلته «د ختیځ افغان» د لوېدیځ علمي برلاسي ننګوي.

په مصر کې هم ده د فرعوني تمدن پر عظمت ټینګار وکړ او هغه یې د لوېدیځ پر وړاندې دراوه. که څه هم ده په ښکاره دا هر څه ونه ویل، خو مطلب یې همدا و: که خلک خپلې تېروتنې وپېژني، نو د بهرنیو واکمنیو پر وړاندې به د مبارزې جرئت پیدا کړي.

Visited 27 times, 1 visit(s) today

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!