موږ ولې څلورمې سیاسي نظریې ته اړتیا لرو؟ – الېکساندر ډوګېن

الېکساندر ډوګېن
الېکساندر ډوګېن د روسیې سیاسي فیلسوف او د نیوـیورېشیا تیوریسن دی. ښاغلی ډوګېن د «څلورمې سیاسي نظريې» له مفکورې سره تړل شوی او د لوېدیځ د لېبرالیزم او اتلانټیزم سخت منتقد دی. که څه هم نوموړی د کرملین رسمي سلاکار نه دی، خو ډېری یې د روسیې د بهرنۍ تګلارې پر بحثونو اغېزناک بولي، او په لویدیځ کې د ده نظریات ډېر وخت د «ښي لوري» یا «نوي فاشیزم» په چوکاټ کې ارزول کېږي.
ژباړه: د جیوافغانیکا د ژباړې ډله
نن ورځ موږ نه يوازې د نړیوال ځواک د توازن په سطحه د جيوپوليټيکي بدلونونو (له یو قطبي نظم څخه څوقطبي نظم ته د لېږد) شاهدان يو، بلکې له ژورو نظري بدلونونو سره هم مخامخ يو. په منځني ختيځ کې وینو چې، له یوې خوا، د امريکا، اسرایيلو او اروپايي ټولنې رول لا هم ډېر مهم پاتې شوی؛ او له بلې خوا، د چين او روسيې حضور د سيمې په سياسي معادلو کې نوې بدلونونه راولي. همدارنګه څرګندېږي چې بېلابېل اسلامي هېوادونه، او د اسلام دننه مختلف فکري او سياسي جريانونه، کله د یو بل متحدين او کله بيا په سیالانو بدلېږي. له همدې امله، د جيوپوليټيک تر شا نظرياتي او ځینې مهال مذهبي اړخونه فعاله ونډه لري؛ او نور نه شو کولای ستونزې يوازې د ملي دولتونو ترمنځ د سيالۍ او يا هم د ختيځ او لوېديځ ترمنځ د نظري تقابل له زاويې کمې کړو. موږ نوو مفهومي وسایلو ته اړتیا لرو؛ داسې وسایلو ته چې موږ ته په جيوپوليټيکي نقشه کې د نظرياتي بنسټونو، مقامونو او موخو بشپړه پوهه راکړي. بې له شکه، نړۍ — او په ځانګړي ډول منځنی ختيځ — يو نوي نقشوي وېش ته اړتیا لري، ځکه چې دلته مهم سياسي او فکري جريانونه له سره تعريف شوي.
له یوقطبیتوب څخه څوقطبیتوب ته لېږد، په ځانګړي ډول د امريکا لپاره، سخت او دردناک بهیر دی. ځکه اوس دا يوه منل شوې او نهانکارېدونکې څپه ګرځېدلې چې د يوقطبي نړیوال نظم مرکزي قطب ته یې د پای ټکی ايښی. نيکونز (Neocons) هغه سياسي ځواک و چې هڅه يې کوله له سړې جګړې وروسته د نړیوال نظم بنسټ د امريکا پر مطلقې اجارهدارۍ ټينګه کړي او دا حاکمیت پر نړۍ وتپي. دغه هڅه له ۱۹۹۱ کال څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې نږدې د «يوقطبي شېبې» (د چارلس کراوتهامر اصطلاح) تر کچې ورسېده. د نيوکنسروېټيزم نظریه، ظاهراً، د لېبرالیزم پر بنسټ ولاړه وه:لېبراله دیموکراسي، بشري حقونه، پارلماني نظام او سیکولرېزم؛ خو تر دې هاخوا، پکې څو بنسټيز عناصر هم شامل وو: له اسراییلو بېقیده او شرطه ملاتړ، د اسلام او پخوانۍ پیاوړې روسیې پر وړاندې ځانګړې دښمني، او پر نړۍ د امريکا د بېساري حاکمیت تصور. د کلنټن او بوش ادارې په بېلابېلو کچو د همدې بهیر تر نفوذ لاندې وې. له ۹/۱۱ وروسته، هغوی داسې احساس کاوه چې اوس د دوی د نظريې د بشپړ تطبیق شیبه رسېدلې ده؛ همدې برداشت د افغانستان او عراق پر ضد د پوځي مداخلې پرېکړو ته لاره هواره کړه. په همدې پړاو کې د «ستر منځني ختيځ» پروژه پيل شوه؛ داسې یوه پروژه چې په شعار کې یې د ژورو ډیموکراتیکو ارزښتونو د خپرولو دعوه درلوده، خو په عمل کې یې مانا د سياسي نظامونو زوروره نړونه، د قدرت د توازن ګډوډول، د سرحدونو بياتعريف، او نور ژور جوړښتي بدلونونه وو. د اسراییلو د ستر رول پراخېدل او د کردي دولت د رامنځته کېدو امکان له وړاندې ترسیم شوی و. په لنډه توګه، هماغه پړاو چې موږ د ۲۰۰۰م لسیزې په لومړیو کې پکې ولاړ وو، داسې انځورېده: له سياسي او جغرافیایي پلوه يوقطبی نظم او اتلانټیزم، او له نظري پلوه د ختیځ پر زړه د تهاجمي لېبرالیزم پراخ یرغل.
اوباما هڅه وکړه چې د نيوکونز له کرښو څخه په بشپړه توګه انحراف ونه کړي، بلکې په هماغه لاره کې يو ډول اعتدال، نرمښت او مهار رامنځته کړي. سره له دې، ده هم په بنسټيزه کچه د همدې نظریاتي چوکاټ دننه حرکت وکړ. په خپلو سياسي ويناوو کې يې د څو اړخیزتوب (Multilateralism)خبرې کولې، خو دا په واقعيت کې د يوقطبیتوب هغه بڼه وه چې يوازې یې له ښکاره توندلارۍ څخه رنګ ايستل شوی و. د همدې سیاست يو مهم محصول عربي پسرلی و؛ داسې بهير چې په شمالي افریقا کې یې بېثباتي زیاته کړه او له لیبیا تر یمن، عراق او سوریې پورې یې سیاسي ګډوډي خپره کړه. حتی مصر او ترکیه هم د پوځي واکمنۍ د ټينګښت يا هڅو تر سیوري لاندې راغلل. په اصل کې، اوباما د امریکا د بهرنۍ تګلارې لوری بدل نه کړ؛ یوازې یې د هغې سرعت او شدت کم کړ. له نظري پلوه دا تګلاره له تېر پړاو سره نږدې یو شان وه، خو توپير دا و چې د لوېديځمحوره لېبرالیزم بڼه د نيوکونز د دورې په پرتله لږه تهاجمي ښکاره کېده. د اسراییلو ملاتړ، که څه هم د پخوا په څېر ښکاره او پراخ نه و، خو بیا هم په دوامداره ډول موجود پاتې شو.
د کوچني جورج بوش له واکمنۍ څخه د اوباما تر دورې پورې، یو ډېر مهم جيوپوليټيکي بدلون رامنځته شو: د ولادیمیر پوتین تر مشرتابه لاندې د روسیې بېرته راګرځېدل. دا بدلون د يوقطبي نړیوال نظام لپاره يو جدي او پرېکنده ننګونه بلل کېده. اټومي روسیه، چې خپله ځمکنۍ بشپړتیا یې خوندي ساتلې وه، په نړیوالو سياسي معادلو کې يو ځانګړی موقعيت خپل کړ. د جورجيا جګړه، د اوکراین کړکېچ، د کریميا الحاق، او په سوریه کې د روسیې پوځي حضور — دا ټول هغه وروستي او ټاکونکي ګامونه وو چې نړیوال اهمیت يې درلود. پوتین هڅه کوله ځان داسې معرفي کړي لکه نړۍ چې له وړاندې څوقطبه وي، او د مسکو د عملي سياست له امله به دا څوقطبیتوب نور هم بشپړ او رسمي شي. همدغه دریځ ډېر څه بدل کړل. له جيوپوليټيکي او نظرياتي پلوه، دې بدلون د ایران هغه مبارزه لا پیاوړې کړه چې موخه یې د لوېدیځ له تسلطه ځان خلاصون و. ترکيې، د امریکا د فشار پر وړاندې د مقاومت او د يو خپلواک کردي دولت د رامنځته کېدو د مخنيوي لپاره، له روسيې سره خپلې اړيکې نږدې کړې. په سوریه کې د اسد لپاره د روسیې پوځي حضور پرېکنده او حياتي تمام شو، او بغداد ته د امریکا پر ځای د روسيې سياست يو محسوس بديل وړاندې شو.
چین هم په همدې پړاو کې، د یو کمربند – یوې لارې (Belt and Road) نوښت له لارې، ځان د یو ځواکمن سیمهییز لوبغاړي په توګه نړۍ ته وروپېژاند. د پوتین د پیاوړې پالیسۍ له څرګندېدو سره سم، د منځني ختیځ ډېری مهمو هېوادونو خپلې تګلارې له نوې څوقطبي نړۍ له چوکاټ سره عیارې کړې. دا لېږد، په بنسټيز ډول، د امریکا، اروپايي ټولنې او د لوېديځ د نیابتي متحدینو — یعنې سعودي عربستان او قطر — پر زیان تمام شو؛ هغو متحدینو چې د ریاض او دوحې تر ملاتړ لاندې یې سلفي وسلهوال (په ځانګړي ډول داعش) تمویلول. د روسیې، ترکیې او ایران نوي ایتلاف دغو ډلو ته نهجبرانېدونکی زیان واړاوه. ان اسراییل هم، تر یو حده، شاتګ ته اړ شو؛ او په ځانګړي ډول د «لوي کردستان» پروژه، او تر عمومي کچې د «لوي منځني ختیځ» پروژه، له سیاسي اجنډاوو ولوېدې او ورو ورو متروکې شوې.
همدا هماغه پړاو و چې ټرمپ واک ته ورسېد. د سپینې ماڼۍ پر لور د هغه سیاسي بیان، د خپلو ټولو پخوانیو ولسمشرانو په پرتله، بنسټیز او بېساری و. له جیوپولیټیکي پلوه، ټرمپ ځان د جګړې ضد سیاستوال معرفي کاوه، او تر دې دمه یې کومه نوې جګړه نه ده پیل کړې. دا دریځ، په ښکاره توګه، د کلنټن، بوش او ان د «وینې تویونکي کوترې» په نوم یادېدونکي اوباما له سیاستونو سره په ټکر کې و. له نظري اړخه، ټرمپ پر لېبرالیزم او نړیوالتوب (Globalization) سختې نیوکې کولې. همدا لامل و چې ۲۰۱۶ کال یو ډېر مهم او پرېکنده کال و.
په همدې کال کې يوقطبیتوب، اتلانټیزم او نړیوال لېبرالیزم خپلې ژورې نیمګړتیاوې او کمزورۍ بربنډې کړې؛ داسې کمزورۍ چې د هغوی د زوال نښې یې څرګندې کړې، او له بلې خوا څوقطبیتوب ورو ـ ورو خپل واقعي شکل اخیستل پیل کړل. که څه هم څرګنده ده چې ټرمپ ونه شو کولای له هغو امریکایانو سره، چې هغه یې واک ته رسولی و، خپلې ټولې ټاکنیزې ژمنې په بشپړه توګه پوره کړي؛ خو د هغه سیاست نه افراطي نړیوالپال و، نه یوقطبي، او نه هم لېبرال. د ټرمپ سیاست په اصل کې د هغې لارې دوام نه و چې د ووډرو ویلسن له وخته د امریکا د پخوانیو واکمنو لهخوا پيل شوی و.
سره له دې، امریکا لا هم په منځني ختیځ کې حضور لري، او له اسراییلو یې ملاتړ لا زیات شوی دی. د اسلام پر وړاندې دښمني هم په بېلابېلو بڼو دوام لري. خو د دې ټولو ترڅنګ، یو بل نوی عنصر راڅرګند شو: داسې ښکاري چې امریکا — که څه هم د خپلې خوښې خلاف — تر یوې کچې له مطلقې اجارهدارۍ شا ته شوې او د پوتین تر مشرتابه لاندې د روسیې، د هغې د متحدینو، او د چین د چټک پرمختګ له امله رامنځته شوې څوقطبي نړیواله وضعه (Status Quo) منلې ده.
په دې جيوپوليټيکي او نظري بدلون کې روسيې ډېر مهم او ارزښتناک رول لوبولی دی. د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، د «يوقطبي شېبې» په پړاو کې يوازې لېبرالیزم د یوې نړیوالې مفکورې په توګه وړاندې شو، او تر ننه د لوېديځ د فکري جوړښت بنياد همدا لېبرالیزم دی. له همدې امله، په يوقطبي نړۍ کې لېبرالیزم پر ټوله نړیواله فضا مسلط پاتې شو. خو که نړۍ په رښتيا د څوقطبیتوب پر لور روانه وي، نو له نظري پلوه بايد بديلې مفکورې هم راڅرګندې شي. له همدې ځایه يوه بنسټيزه پوښتنه راولاړېږي:
له نظرياتي اړخه موږ چېرته ولاړ يو؟
په سياسي مدرنيته کې، چې لوېديځ پکې انحصاري واک درلود، د لېبرالیزم پر وړاندې يوازې دوه بديلونه موجود وو: کمونیزم او ناسیونالیزم (فاشیزم). دواړه د شلمې پېړۍ په بهیر کې واک ته ورسېدل، خو پای يې په دې تمام شو چې د لېبرالیزم تر سیوري لاندې د نړیوالې يوقطبي دورې په چوکاټ کې ماتې وخوري. که لېبرالیزم نه يوازې په نالوېديځو سيمو، بلکې ان د امريکا دننه هم د زوال پر لور روان شي، نو يو ستر فکري ـ نظرياتي تشه به رامنځته شي. طبعاً هڅه به وشي چې دا تشه د لوېديځ د پخوانیو مدرنیستي نظریو له لارې ډکه شي، يعنې د هماغو دوو تثبیت شويو لارو — کمونیزم او فاشیزم — په بڼو کې. خو نه يوازې دا چې دا نظریې نور فکري جذابيت نه لري، بلکې په معاصر نړیوال نظم کې یې بيا منل کېدل هم ناممکن ښکاري. له همدې امله، موږ له يوې ډېرې حساسې او پېچلې مرحلې سره مخ یو: د مدرنیته له درېیو کلاسیکو نظریو (یعنې لیبرالیزم، کمونیزم او فاشیزم) څخه یوه هم نه شي کولی زموږ لپاره د عملي بدیل په توګه مطرح شي. دا هم روښانه ده چې، له چين او لوېديځو هېوادونو پرته، روسيه، ايران، ترکيه، عربي هېوادونه او هغه ټول ځواکونه چې په منځني ختيځ کې فعاله ونډه لري، نه لېبرال دي، نه کمونيسټان او نه هم فاشيستان. له همدې امله، د دې نظرياتي تشې ډکول اسانه کار نه دی.
دلته يوه بنسټيزه پوښتنه راپورته کېږي: که یو څوک په یو وخت کې نه کمونيسټ وي او نه فاشيست، نو څنګه کولای شي په همدې حال کې غیرلېبرال پاتې شي؟ په عملي ډګر کې موږ د ايران سياسي نظام، د پوتین استبدادي واکمني، او د اردوغان واقعګرا سیاست وینو؛ خو دا ټول — د ایران له استثنا پرته — تر ډېره د عیني سیاسي شرایطو محصول دي، نه منسجم او بشپړ نظرياتي بدیلونه. لېبرالیزم، که څه هم د شاتګ او کمزورۍ له پړاوه تېرېږي، خو بيا هم يو بشپړ او منظم نظریاتي سیستم دی. آن د زوال او محدوديتونو تر سیوري لاندې، دا لا هم یو ځواکمن فکري چوکاټ ګڼل کېږي. که د لېبرالیزم پر وړاندې يوازې موقتي، سطحي او له فکري ژورتیا بېبرخې عملي ايتلافونه را منځته شي، نو دا به د څوقطبي نظم لپاره زیانمن وي، او ښايي زموږ لویه بریا، په پای کې، يو ځل بيا د لېبرالیزم په بریا بدله شي. واقعګرا ايتلافونه عموماً پر ملي ګټو تکيه کوي؛ همدا لامل دی چې دا ډول ايتلافونه ذاتاً ناپایدار وي. پر دې ډول لنډمهالو او متغیرو بنسټونو نه شي کېدای چې يو دوامدار او ټينګ نړیوال نظم جوړ شي.
له دغو نږدې او رڼو شواهدو داسې ښکاري چې موږ یوې نوې سياسي نظريې ته اړتیا لرو؛ داسې نظريې ته چې د تاريخ له غوښتنو، د څوقطبي نړۍ له واقعي وضعیت، او د راټوکېدونکو نويو نړیوالو اړیکو له چوکاټ سره بشپړ سمون ولري. دا نظريه باید په ځانګړي ډول څلورمه سیاسي نظريه وي. ځکه لومړۍ سیاسي نظريه لېبرالیزم دی، چې له هغې څخه د خلاصون هڅې روانې دي. دویمه سیاسي نظريه کمونیزم او درېیمه فاشیزم دي — هغه دواړه چې، د څرګندو او مستندو دلایلو پر بنسټ، نور د منلو وړ نه دي. له همدې امله، موږ په جدي توګه یوې څلورمې سیاسي نظريې ته اړتیا لرو.
ستونزه دا ده چې د معاصرې لوېدیځې سیاسي مفکورې په چوکاټ کې، داسې نوې نظریه نه لرو. یوازینی منطقي ځواب دا دی چې موږ باید خپله داسې یوه نظریه رامنځته کړو؛ داسې نظریه چې د څوقطبي نړۍ د جوړښت په ټينګښت کې ګډ رول ولوبوي او د ټولو ملتونو تاریخي، مذهبي، کلتوري او تمدني توپيرونه ومني. دا نظریه نه شي کولای لوېدیځمحوره وي او نه هم په دودیز ډول «مدرنه». او ښايي غوره دا وي چې همداسې پاتې شي. موږ کولای شو پر غیرلوېدیځو نمونو تمرکز وکړو: يا پر هغو چې له مدرنیته وړاندې دي (دودیز)، او يا پر هغو چې د مدرنیته له مرحلې وروسته راټوکېدلي (پوسټمدرن). د اسلام په چوکاټ کې دا کار نسبي اسانتیا لري، او ایراني نظریه له وړاندې د دې يوه چمتو سیاسي بېلګه ده چې د شیعه مسلمانانو لپاره د څلورمې سیاسي نظريې په توګه منل کېدای شي. د روسیې لپاره هم ورته اړتیا شته: د روسیې څلورمه سیاسي نظریه پر ارتودوکس مسیحیت، بیزانسي میراث او یورېشیايي دودونو ولاړه ده. په اصل کې، دا هماغه پروژه ده چې زه پرې له شاوخوا دېرشو کلونو راهیسې کار کوم. خو دا اړتیا یوازې د ترکیې، عراق، سوریې، لبنان او عربي هېوادونو پورې محدوده نه ده. په څوقطبي نړۍ کې، هر هېواد او هر دولت — آن هر انسان او هر مذهب — باید د خپل هویت د تایید او د لېبرالیزم او نړیوالتوب پر وړاندې د مقاومت لپاره خپله ځانګړې لاره ومومي. دا دواړه، په حقیقت کې، د لوېدیځ د اجارهدارۍ دوه بڼې دي. که څه هم اوس کمزورې، رېږدېدلې او ناپایدارې ښکاري، خو لا هم پر ځای موجودې دي.
له همدې امله، څلورمه سیاسي نظریه باید آفاقي او یو شان نه وي. په دې نظریه کې باید د اختلافاتو لپاره ځای موجود وي، خو د څو بنسټیزو اصولو تر سیوري لاندې. دا نظریه باید په خپل طبیعت کې جمعي او څومرکزي وي، ځکه دا ځانګړتیاوې د هرې نوې سیاسي نظریې لپاره حیاتي ارزښت لري. دا یو سخت او دروند فکري کار دی؛ دا یو داسې کار نه دی چې یو کس یې په یوازې ځان ترسره کړي. دا د ټولو بشري تمدنونو د غوره فکري ذهنونو ګډ مشارکت ته اړتیا لري—هغه کسان چې پر خپلو دودونو، هویت، تېر تاریخ او راتلونکې ویاړي.