ولې طالبانو له پاکستان سره سوداګري ودروله؟ – احمد بلال خلیل

احمد بلال خلیل
احمد بلال خلیل له قائداعظم پوهنتونه د نړیوالو اړیکو په برخه کې ایمفېل کړی او دا مهال د بارسلونا د نړیوالو مطالعاتو په انستیتیوت کې خپله دویمه ماسټري کوي. نوموړی د «افغانستان او چین؛ دوهاړخیزې اړیکې (۱۹۵۵–۲۰۱۵)» کتاب لیکوال دی او د «افغانستان په تېره یوه نیمه لسیزه کې» د یو تحلیلي او څېړنیز راپور مخکښ څېړونکی پاتې شوی. ښاغلي خلیل نږدې پنځه کاله په افغانستان کې له یو شمېر څېړنیزو مرکزونو او د ملګرو ملتونو له ادارو سره د څېړونکي په توګه کار کړی دی.
لیکوال: احمد بلال خلیل
سرچینه؛ د ډيپلومات مجله
ژباړه: د جیو افغانیکا د ژباړې ډله
د نومبر په ۱۲مه، د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر یو توند بیان صادر کړ چې پکې یې افغان سوداګر دې ته هڅولي چې د پاکستان پر ځای بدیلې لارې ومومي، څو سوداګرۍ له “ځنډ او خنډ” سره مخ نه شي. هغه تر دې هم وړاندې ولاړ او سوداګرو ته یې مشوره ورکړه چې خپل واردات دې د پاکستان پر ځای له نورو هېوادونو ترسره کړي. تر ټولو مهمه دا چې ملا برادر په څرګنده توګه خبرداری ورکړ چې درې میاشتې وروسته به طالبان له هغو افغان سوداګرو سره هېڅ ډول مرسته ونه کړي چې په پاکستان متکي پاتې کېږي او هلته له ستونزو سره مخ کېږي.
په پاکستان کې غبرګون مختلف و. د پاکستان دفاع وزیر د سوداګرۍ او ټرانزیټ درېدنه “راحت” وبلله چې ګواکې پاکستان ته به ګټه ورسوي. برعکس، د سوداګرو ټولنې او تجارتي حلقې – په ځانګړي ډول په خیبرپښتونخوا کې – حکومت نه غوښتنه کوي چې لارې بېرته پرانیزي او خبرداری ورکوي چې تړلې سوداګري به سخت اقتصادي زیانونه ولري.
ټرانزیټي سوداګري د اکتوبر له ۱۱مې راهیسې بنده ده. پاکستاني چارواکو بیا بیا ټینګار کړی چې سوداګري او امنیت یو ځای نه شي کېدای. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تازه څرګنده کړې چې ټرانزیټ به هغه وخت بېرته پیل کېږي چې طالبان د تحریک طالبان پاکستان پر ضد قاطع اقدام وکړي.
دا لومړی ځل نه دی چې له پاکستان سره دوه اړخیزو ترینګلتیاوو د افغانستان د ټرانزیټي لارو مخه نیولې. د ۱۹۴۹ او ۱۹۶۲ ترمنځ، افغانستان او پاکستان د درې لویو دیپلوماتیکو کړکېچونو له پړاوونو تېر شول، چې هر ځل یې د افغانستان ټرانزیټي سوداګري ودروله.
لومړی کړکېچ (۱۹۴۹-۱۹۵۰) د ډېورنډ کرښې د څو میاشتو بندښت لامل شو. د افغانستان مالونه ځنډېدل، زیانمن کېدل، یا په بشپړه توګه ورک کېدل او پاکستان د درې میاشتو لپاره د افغانستان د تېلو واردات ودرول. په ځواب کې، کابل شمال ته مخه کړه او په ۱۹۵۰ کال کې یې له شوروي اتحاد سره د بدیل او ټرانزیټ تړون لاسلیک کړ، چې تخنیکي مرسته یې ورکوله او تر ټولو مهمه دا چې د شوروي خاورې له لارې یې وړیا ټرانزیټ چمتو کاوه. سره له دې چې افغانستان شوروي ته متوجه شو، پاکستان وروسته لاره اسانه کړه او د افغانستان نږدې ۸۰ سلنه واردات او صادرات بیا هم له پاکستانه کېدل.
دویم کړکېچ په ۱۹۵۵ کې و چې لاره پنځه میاشتې بنده وه. کابل د شوروي ملاتړ وغوښت او هڅه یې وکړه چې د امریکا په مرسته د ایران د چابهار بندر له لارې نوې لاره پرانیزي، خو بریالۍ نه شوه. وروسته پاکستان وړاندیز وکړ چې دواړه هېوادونه یو ډول کنفډراسیون جوړ کړي څو افغانستان ته د سمندر لاسرسی حل شي، خو دا طرحه د ایوب خان له راتګ سره ناکامه شوه.
درېیم او تر ټولو اوږد کړکېچ (۱۹۶۱-۱۹۶۳) د ۲۲ میاشتو لپاره سرحد بند وساته. په دې موده کې افغانستان له شوروي اتحاد او ایران سره نوي ټرانزیټ تړونونه لاسلیک کړل. تر ۱۹۷۵ پورې، د افغانستان نږدې ۷۰ سلنه ټرانزیټ له شوروي او یوازې ۲۰ سلنه له پاکستانه کېده. د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۹ ترمنځ افغانستان ۱۱۱ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل – چې له دې شمېر څخه ۱۰۰ یې د دویم کړکېچ وروسته او له نیمایي ډېر یې د درېیم کړکېچ پر مهال لاسلیک شوي – چې دا د یوې څرګندې نمونې ښکارندويي کوي: هر ځل چې له پاکستان سره لوی کړکېچ رامنځته شوی، افغانستان خپلې سوداګریزې لارې له پاکستانه لرې کړې دي.
نو د پاکستان او افغانستان د اوسني سوداګریز سقوط بهیر د یوې اوږدې تاریخي لارې تسلسل دی، نه ناڅاپي او بېسابقه پېښه.
د سوداګرۍ د درېدنې اغېزې په یو وخت کې افغانستان درې برخو ته زیان رسوي: واردات، صادرات او د پاکستان له لارې ټرانزیټ. په لنډ او منځني مهال کې به افغانستان تر پاکستان ډېر زیان وګالي. د افغانستان د احصایې ملي ادارې د ۲۰۲۵ کال د لومړیو درېیو ربعو راپور له مخې، افغانستان له پاکستان څخه د ۱.۲۴۱ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي، چې د ټولو وارداتو ۱۲.۸ سلنه جوړوي. په همدې موده کې، افغانستان پاکستان ته ۴۳۲.۷ میلیون ډالر صادرات کړي، چې د ټول صادراتو ۳۸.۳ سلنه جوړوي.
د افغانستان اصلي صادرات پاکستان ته تازه او وچې مېوې، سبزیجات، پنبه او سکاره دي. پنبه (۶۳.۹ میلیون ډالر) او سکاره (۹۰.۴ میلیون ډالر)چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو درېیو ربعو کې د پاکستان پر لور د افغانستان د ټولو صادراتو ۳۵.۶ سلنه جوړوي. په مقابل کې، د افغانستان واردات له پاکستانه زیاتره وریجې، درمل، سیمنټ، مېوې او ساختماني مواد دي. وریجې (۲۰۳.۷ میلیون ډالر)، سیمنټ (۱۴۳.۲ میلیون ډالر)، او درمل (۱۰۹.۵ میلیون ډالر) په ګډه د افغانستان پر لور د پاکستان د ټولو صادراتو ۳۶.۷ سلنه جوړوي. افغانستان د تېلو، برېښنا، ګازو، غنمو او اوړو په برخه کې پر پاکستان متکي نه دی. دا هغه دلیل دی چې ولې په افغانستان کې بیې زیاتره ثابتې دي، پرته له هغو توکو چې ډېری یې له پاکستانه راځي لکه سیمنټ.
له ۲۰۱۵ کال راهیسې، افغانستان خپل غنم او اوړه د پاکستان پر ځای له منځنۍ اسیا ترلاسه کوي، لکه قزاقستان او ازبکستان. د یو راپور له مخې، افغانستان په ۲۰۱۵ کې له پاکستانه د ۳۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت اوړه اخیستل؛ خو په ۲۰۲۴ کې دا اندازه تقریباً صفر ته راکمه شوې. د ۲۰۲۵ د لومړیو درېیو ربعو له احصایو سره سم، افغانستان ۵۷۲.۶ میلیون ډالرو په ارزښت اوړه وارد کړي چې له دې څخه ۹۸ سلنه یوازې له دوو هېوادونو – ازبکستان او قزاقستان – څخه راوړل شوي. ازبکستان ۶۱ سلنه (شاوخوا ۳۴۷.۶ میلیون ډالر) او قزاقستان ۳۸ سلنه (نږدې ۲۱۷.۵ میلیون ډالر) برابر کړي. دا ښيي چې افغانستان د پاکستان اوړو ته تقریباً بشپړ بدیل پیدا کړی دی.
که سوداګري درې میاشتې بنده پاتې شي اټکل کېږي چې پاکستان به ۱۵۰–۱۶۹ میلیون ډالر زیان وويني. خو د اوږدې مودې بندښت په صورت کې به دا زیانونه ډېر شي – په ځانګړي ډول د خیبرپښتونخوا په کارګر، ترانسپورټي او صنعتي سکتورونو کې چې تر ۹۰ سلنې پورې یې افغان بازارونو پورې تړلي دي. د خیبرپښتونخوا او بلوچستان امنیتي او سیاسي وضعیت ته په کتو او د پښتني او بلوڅ ملتپالو خوځښتونو د بیا پورته کېدو له امله، د سوداګرۍ درېدنه پر اسلاماباد یو بل فشار هم زیاتوي او اړ کوي یې چې یا ټرانزیټ بېرته پیل کړي، یا خپلو توکو ته نوي بازارونه پیدا کړي او یا د سیمه ییزې نارضايتۍ له عواقبو سره مخ شي.
افغانستان به اوس اړ شي چې د خپلو وارداتو او صادراتو لپاره نوي بازارونه ولټوي. سربېره پردې، هغه تګلارې چې غواړي افغانستان په سیمهییزه لېږدونکې څلورلارې بدل کړي، د پاکستان له همکارۍ پرته به ستونزمنه وي. CASA-1000،TAPI او نورو سیمهییزو پروژو پایښت تر ډېره د پاکستان له لارې پر ټرانزیټ ولاړ دی. د پاکستان له همکارۍ پرته، دا پروژې د لا زیاتو ځنډونو له خطر سره مخ کېږي.
ځینې هغه عوامل چې طالبان غواړي د پاکستان بدیلي لارې پېداکړي:
لومړی، د اکتوبر په ۱۱مه سوداګري هغه مهال بنده شوه کله چې طالبانو د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون په غبرګون کې د پاکستان په سرحدي پوستو بریدونه وکړل. د طالبانو اعلان هغه وخت وشو چې سوداګري له یوې میاشتې راهیسې لا درېدلې وه. له ۲۰۲۱ راهیسې سرحد څو څو ځله د لنډ وخت لپاره تړل شوی او سوداګري پرې اغېزمنه شوې.
دویم، لکه د پخوانیو افغان حکومتونو په څېر، طالبان باور لري چې پاکستان ټرانزیټ د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کاروي. دا احساس د ملا برادر په وروستیو خبرو کې په بشپړه توګه څرګند و. د همدې لپاره طالبان هڅه کوي خپل جوړښتي انحصار له پاکستانه کم کړي.
درېیم، د اکتوبر په ۳۰مه متحده ایالاتو د ایران د چابهار بندر لپاره شپږ میاشتنی بندیزي معافیت بېرته فعال کړ، کوم چې یې له ۲۰۱۸ راهیسې د افغانستان د بیا رغاونې د ملاتړ لپاره ورکوه. امریکا په لنډ ډول دا معافیت د ۲۰۲۵ په سپتمبر کې لغوه کړی و، خو د دې بیا فعالېدو سره کابل ته دا لېوالتیا پیدا شوې چې خپل مالونه د چابهار له لارې ولیږي، هغه لاره چې پاکستان پرې نه راځي.
څلورم، طالبان له پاکستانه د سرغړونې او نه“تسلیمېدو” له لارې هڅه کوي چې خپل کورنی مشروعیت پیاوړی کړي. طالبان هڅه کوي ځان د ملي حاکمیت د مدافع په توګه وښيي، څو په کور دننه د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي. دا دریځ له سیاسي او سمبولیکو اړخونو دواړو ګټه اخلي.
وروستی، د طالبانو دا ګام د یوې اوږدمهالې ستراتیژۍ پر ځای ښايي یوازې د پاکستان د اوسني سخت دریځ پر وړاندې لنډمهاله غبرګون وي. دا چې دا بدلون به دایمي شي که نه، تر ډېره به د کابل ـ اسلاماباد د اړیکو پر بهیر پورې اړه ولري. څومره چې د پاکستان چلند بېانعطافه او سخت پاتې کېږي، هومره ډېر احتمال شته چې افغانستان به د بدیلو لارو لټون چټک کړي او خپله ټول سیمهییزه سوداګریزه تګلاره به ورو ورو بدله کړي.