د پښتون ژغورنې غورځنګ؛ یو جیوپولیتیک ضدی خوځښت – داوود محمدي

داوود محمدي
داوود محمدي د طرزي څېړنیز بنسټ مرستیال دی. نوموړی د افغانستان د سولې بهیر، سیمهییزې همکارۍ، او جیوپولیټیکي مسایلو کې تخصص لري. محمدي د پاکستان له عبدالولي خان پوهنتونه په سیاسي علومو کې لېسانس او د هند له جنوبي آسیا پوهنتونه د نړیوالو اړیکو په برخه کې ماسټري لري.
په نړیوالو اړیکو کې جیوپولیټکس هغه څانګه ده چې د هېوادونو جغرافیایي موقعیت، طبیعي سرچینې، نفوس او امنیتي وضعیت ته په کتو نړیوالې اړیکې، ستراتیژیکې پرېکړې او نړیوال سیسټم تحلیلوي. دا څېړي چې دولتونه څرنګه خپلې سیاسي، اقتصادي او پوځي تګلارې د ځمکې، سمندرونو او طبیعي شتمنیو د کنټرول لپاره جوړوي، او څنګه د نړیوالو شخړو او همکاريو په ډګر کې خپل هدفونه تعقیبوي.
خو جیوپولیتیکي سیاستونه هېڅکله هم له انتقاد او ټکره خوندي پاتې شوي نه دي. د همدې جیوپولیتیکي سیاستونو پر وړاندې ډېری وخت داسې حرکتونه راټوکېږي چې د جیوپولیتیک د مسلطو سیاستونو پر ضد د مقاومت په توګه دریږي. په ځانګړې توګه هغه مهال چې استعماري قدرتونه، دولتونه او اشرافي ډلې د خلکو پر طبیعي سرچینو مسلط شي او د هغوی د استازیتوب حق تر پښو لاندې کړي.
دا ډول جیوپولیتیکي ضدي حرکتونه معمولاً د هغو خلکو لهخوا رهبري کېږي چې د جیوپولیتیکو سیاستونو له امله محروم او متضرر شوي وي.
یو له جیوپولټیک ضدو حرکتونو څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) دی، چې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د جګړېځپلو او محرومو قبایلي سیمو د ځوانانو لهخوا رامنځته شو، او ډېر ژر یې د ټولې پښتنې سیمې د زرګونو ځوانانو او مشرانو ملاتړ ترلاسه کړ.
دا غورځنګ د جګړې، جبري تښتونو، ځمکنیو ماینونو، توکمي تبعیض، پر پښتنو سیمو د ډرون بریدونو، او د خلکو د داخلي بېځایه کېدو له هغو ترخو تجربو راپورته شو، چې پښتنۍ سیمې یې له لسیزو راهیسې ویجاړې کړې دي. هو هماغه سیمې چې په تاریخي توګه د لویو قدرتونو د جیوسټراټیژیکو سیالیو قرباني شوې دي.
PTM هغه حرکت دی چې د نظامي جیوپولټیک د هغو قربانیانو لهخوا رهبري کېږي، چې کورنۍ، هستوګنې، کاروبارونه او خپل ټول ژوند یې په اصطلاح د “ترهګرۍ پر وړاندې جګړه” کې له لاسه ورکړي دي. د دې غورځنګ مرکزي برخه د ډیورنډ کرښې د پاکستان تر کنټرول لاندې د قبایلي سیمو اوسېدونکي جوړوي.
د دودیزو سیاسي ګوندونو برعکس، دا غورځنګ د پاکستان په دولتي ادارو او قدرت کې د سهم غوښتونکي نه دي، بلکې له خپلو سیمو د پاکستان پوځي حضور او جوړو شویو ترهګرو ډلو ایستل غواړي. د دوی غوښتنې امنیت، پر خپله خاوره خپل اختیار او د پښتنو ټولنو پیوستون دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په عملي مبارزه کې د پاکستان دولت او د هغه نظامي اسټېبلشمنټ دواړه ننګولي، او پر پښتون مېشتو سیمو د دوی روان استثمار او نوی استعمار ردوي. په دې مقاله کې پی ټي ایم د جیوپولټیک ضد تحریکونو د یوې نمونې په توګه څېړل کېږي. د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۱مه د “پښتنو قامي جرګې” جوړېدل د دې غورځنګ د پوخوالي او یوې سېمبولیکي لاستهراوړنې په توګه هم څېړو، چې له امله یې وروسته د پاکستان دولت پر دې غورځنګ بندیز ولګوه.
په پاکستان کې د پښتنو د حیثیت د بیا اعادې، د دوی د سیمو غیرنظامي کولو، د ځمکنیو ماینونو پاکولو، د مدني آزادیو ترلاسه کولو او د پښتنو د ریښتیني استازیتوب لپاره د پی ټي ایم غوښتنې هغه بومي غوښتنې دي چې د دودیزو سیاسي ګوندونو پر ځای د ولس له منځه راپورته شویو ځوانانو د غیرپارلماني او مزاحمتي مبارزې په بڼه مطرح کړې دي.
تیوریکي اړخ؛ جیوپولیتیک ضدي مزاحمتي غورځنګونه
انټيجیوپولیتیکس هغه سیاست او مبارزه ده چې د نړۍ د زورورو هېوادونو او واکمنو استبدادي سیاستونو پر ضد ولاړه وي. دا یو ولسي خوځښت وي چې د ټولنې له بطنه راټوکېږي او د مدني ټولنو ملاتړ ورسره وي. دغه ډول تحریکونه عموماً د ځانګړې جغرافیایي پولو پورې محدود نه پاتې کېږي، بلکې د خپلو برحقه غوښتنو د ماهیت له امله د نړۍ د فکري ټولنو، مدني او ټولنیزو سازمانونو او بشري حقونو د فعالانو پاملرنه او ملاتړ هم ترلاسه کوي.
دا خوځښتونه د هغو تپل شویو کورنیو او بهرنیو جیوپولیتیکي سیاستونو، ظالمانه قوانینو، د اقتصادي او طبیعي سرچینو د قبضې او د ناسم استازیتوب پر وړاندې دریږي. دوی د واک یا قدرت د ترلاسه کولو هڅه نه کوي، بلکې هدف یې د ظالمانه سیاستونو او رقابتونو مخنیوی او سمون ده.
هغه څه چې دا خوځښتونه له دودیزو سیاسي ګوندونو او دولتمحوره سیاستونو بېلوي، دا دي چې دغه تحریکونه د رسمي قدرت له چوکاټه بهر راټوکېږي. دا خوځښتونه ډېری وخت د ټولنې د هغو خلکو لهخوا راپورته کېږي چې له اوږدې محرومۍ، بېعدالتۍ، ناسم استازیتوب او تبعیض سره مخامخ وي او د ناسمو سیاستونو قرباني وي.
د دولتونو لپاره، د جیوپولیتیک سیاستونه ډېری وخت د واک او امتیاز نخبه طبقې، اشرافي ډلې او له هغوی سره تړلي سیاسي ګوندونه پرمخ وړي. دوی یوازې خپلې ګټې خوندي کوي، خو د ټولنې نور محروم او قرباني قشرونه؛ بېارزښته، له پامه غورځول شوي او آن دښمنان ګڼي.
د همدې ذهنيت، سياسي روايتونو او دوهګوني چلند پر وړاندې د جیوپولیتیکضد خوځښتونه راپورته کېږي. دغه خوځښتونه نه يوازې د دغو سیاستونو پر وړاندې مخالفت څرګندوي، بلکې يو بديل فکري او عملي ليد هم وړاندې کوي. دوی د محرومو او متضررو ډلو ترمنځ د يووالي، همکارۍ او ګډ مقاومت فضا رامنځته کوي، څو د کورنيو او نړيوالو جیوپولیتیکي سياستونو نابرابر جوړښتونه او اغېزې وننګوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) کړنې او موخې د جیوپولیتیکضد تحریکونو له بنسټیزو اصولو سره ژوره اړیکه لري. د دې غورځنګ منشور او رهبري څرګنده کړې چې دوی نه د پاکستان په واک پارلمان کې سهم غواړي او نه ترې مستفید شوي، بلکې د واکمنو لخوا د پښتنو پر سیمو د پوځي واک او کنټرول پر ضد مقاومت کوي.
دا تحریک د پاکستان د دولت لخوا د پوځي عملیاتو، امنیتي پوستو چې ولسونه پکې د ترهګرۍ په نوم ځورول کېږي، او د پښتنو د ناسم انځور او شناخت د خپرېدو پر ضد ولاړ دي. همدارنګه د پښتني سیمو د خودمختارۍ، بشري حقونو د خوندیتوب، پر اقتصادي او طبیعي سرچینو د مالکیت، او د عدالت پر بنسټ د امنیت غوښتنه کوي.
شرایط: د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه، جیوپولیتیک مبارزې، او پښتنې خاوره
د پښتنې سیمې جیوپولیتیکي اهمیت ان د پاکستان تر جوړېدو وړاندې مخینه لري. دا سیمه د جنوبي او منځنۍ آسیا په ستراتیژیکه څلور لاره کې پرته ده او له برېتانوي استعماره نیولې، د سړې جګړې، د افغان جهاد، او وروسته له ۹/۱۱ پېښو راوروسته د نړیوالې “ترهګرۍ پر ضد تر جګړې” پورې د امپریاليستي سیالیو ډګر پاتې شوې ده. د امریکا د بېپېلوټه الوتکو بریدونه او د پاکستان د ترهګرۍ ضد عملیات د دې لامل شوي چې پښتانه د بهرنۍ او کورنۍ پوځي تګلارو تر ټولو زیات تاوان وزغمي.
له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا، پاکستان د امریکا په مشرۍ د “ترهګرۍ پر ضد جګړه” کې یو له مهمو متحدینو پاتې شوی دی؛ خو پاکستان دغه جګړه په بشپړه توګه د پښتنو په سیمو کې پرمخ وړه. ځایي خلک د پاکستان پر نیت شکمن وو. د جګړې په پایله کې په لکونو پښتانه بېځایه، او د ژوند له سختو کړاونو سره مخ شول. بل خوا پاکستان هر کال له امریکا څخه ۱.۵ تر ۲ میلیارده ډالرو پورې پوځي مرستې ترلاسه کولې. د جګړې پر تودو لمبو کې سوځېدلې پښتني سیمې د ورانۍ، بېثباتۍ او ترهګرۍ په نوم په نښه کېدې، خو د کراچۍ او لاهور په څېر ښارونه د “مترقي او باثباته پاکستان” تصویر وړاندې کاوه؛ هغه تصویر چې په سیاسي او رسنیز ډول پښتانه “مشکوک” او “د ترهګرۍ سرچینه” معرفي کوي.
پاکستان د همدغو امنیتي پالیسیو په نوم د لکونو پښتنو پیژندپاڼې منسوخ کړې، او په رسنیو کې د پښتنو پر وړاندې تعصب، ناسم انځور، او توکمیز چلند په دوامداره توګه تکرارېده.
د همدې شالید په رڼا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ نه یوازې د یو ملتپال ځواک په توګه راڅرګند شو، بلکې د معاصر عدمتشدد یو مدني او مزاحمتي مقاومت شو چې د پښتنو او د دوی د شتمنیو د دولتي استحصالي نظام پر وړاندې ودرېد. د غورځنګ په باور، د پښتنو په سیمه کې بېثباتي، ترهګري او وروسته پاتې والی یو طبیعي حالت نه دی، بلکې د پاکستان د دولت او پوځ لخوا په سیمه کې د جیوپولیتیکي ډیزاین د عملي کولو پایله ده.
غورځنګ د پاکستان پر پوځ دا دعوه کوي چې د سیمې د بېثباتۍ د دوام لپاره یې افراطي ډلې روزلې، ساتلې او کارولې، څو وکولای شي د پښتنو طبیعي زېرمې، د سوداګرۍ لارې او جغرافیايي اهمیت تر خپل کنټرول لاندې وساتي، او په سیمهییزو او نړیوالو سیاسي معاملو کې د پښتنو خاوره د جیوپولیتیکي امتیاز په توګه وکاروي.
د پي ټي ایم ظهور
د پښتون ژغورنې غورځنګ په رسمي ډول په ۲۰۱۸ کال کې رامنځته شو، خو د دې غورځنګ فکري او ټولنیز بنسټونه له دې ډېر وړاندې ایښودل شوي وو. دغه غورځنګ هغه مهال د خلکو او رسنیو سر ټکی وګرځېد، کله چې یو پښتون ځوان دوکاندار، نقيب الله مسعود، په کراچۍ کې د ترهګر په نوم د ځایي پولیسو د یوه مشر لهخوا ووژل شو. دې پېښې په ځانګړي ډول د قبایلي سیمو د بېځایه شویو خلکو اوږده زغم ته د پای ټکی کېښود چې کلونهکلونه یې خپل ځوانان، مشران،او کورنۍ غړي د ترهګرۍ ضد عملیاتو په نامه تريتم،شکنجه او وژل شويوو. د PTM بنسټ اېښودونکوي مشران، منظور پشتین، محسن داوړ او علي وزیر، هر یو د همدې جګړهځپلو او بېځایه شوو وزیرستاني کورنیو غړي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې د پښتنو پر وړاندې د سیسټماټیکې ناانصافۍ د له منځه وړلو پر محور راڅرخي. د غورځنګ اساسي غوښتنه دا ده چې له هغو پوځی عملیاتو، تپل شویو جګړو، او د جګړهمارو ډلو د دېره کولو په نتیجه کې چې د عامو پښتنو د وژلو، شکنجه کولو، بېدرکه کولو، او د کورونو او کاروبارونو د تباهۍ لامل شوي سره حساب وشي. غورځنګ همدارنګه ټینګار کوي چې د پښتنو پر طبیعي او انرژۍ سرچینو د سلطې او کنټرول تر شا باید روښانه قانوني حسابورکونه موجوده وي.
په دې لړ کې مهمه غوښتنه د جبري ورکو شویو کسانو د قضیو لپاره د قانوني لارو پرانیستل او د حقیقت موندنې د یو خپلواک کمیسیون جوړول دي. د غورځنګ بله مهمه غوښتنه په وزیرستان کې د پاتې ځمکنیو ماینونو لرې کول دي، څو بېځایه شوې کورنۍ په ډاډه زړه خپلو سیمو ته ستنې شي.
د غورځنګ په منشور کې راغلي چې دوی د پاکستان تر قانون لاندې د اساسي حقونو، خدمتونو او د بېتبعیضه سلوک غوښتونکي دي او غواړي چې د پاکستان په کچه د پښتنو مساوي حیثیت خوندي شي. د غورځنګ په نورو غوښتنو کې د بېځایه شویو کورنیو باعزته ستنول، د غیرضروري پوځي پوستو او پر هغوی د ملکیانو د ځورونې له منځه وړل، د نظامي عملیاتو په ګډون د امنیتي پالیسیو احتساب، او د هغو سیاستونو اصلاح شامل دي چې په سیمه کې یې د افراطي ډلو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړې.
غورځنګ تر اوسه د پاکستان له دودیزو سیاسي ګوندونو سره کوم ایتلاف نه دی جوړ کړی، خو د ټولو ګوندونو غړو ته یې بلنه ورکړې چې د پښتنو د ستونزو د حل لپاره د غورځنګ د عدمتشدد او مزاحمتي سیاست برخه جوړېدای شي.
غورځنګ په زغرده د پاکستان پوځي عملیات ننګوي او وایي چې دا عملیات د ترهګرو د له منځه وړلو په برخه کې لږ، خو د دوامدارې ناامنۍ په رامنځته کولو کې ډېر رول لري؛ ځکه دا پاکستان ته پلمه ورکوي چې په سیمه کې د «پرلهپسې نظامي عملیاتو» اړتیا توجیه کړي. خو غورځنګ په دې تړاو یو بل متفاوت دلیل وړاندې کوي او ادعا کوي چې پاکستان په قصدي ډول ځینې جنګي ډلې، لکه د “ښو طالبانو” په نوم ډلې، ازادې پرېږدي، څو له یوې خوا په افغانستان کې لاسوهنه روانه وساتي، او له بلې خوا د کور دننه د ملکي حکومت واک محدود کړي، او ورسره له نړیوالې ټولنې څخه د “ترهګرۍ پر وړاندې د لومړۍ کرښې د جنګیدونکي هېواد” په نوم مالي او نظامي مرستې ترلاسه کړي.
غورځنګ د حاکم او عامه روایت (نریټیف) برعکس دا ټینګار کوي چې د پښتنو په سیمو کې جګړه او بېثباتي د یوې مهندسي شوې ستراتیژیک پلان برخه ده، څو د پاکستان دولت، او په ځانګړي ډول پوځ، د پښتنو د سیمو پر طبیعي او انرژۍ زیرمو واکمن شي، پر سیمه پوځي حضور دوامدار وساتي او یادې سرچینې استثمار کړي.
له لسیزو راهیسې، د پاکستان دولت او رسنیو؛ پښتانه یا د “ترهګرو”، یا د “شاتګپالو او وحشي” قوم په توګه انځور کړي دي، چې ګواکې عصري کېدو ته لیوالتیا نه لري. خو غورځنګ دا تصور په کلکه رد کړی او استدلال کوي چې پښتانه له پیړیو راهیسې د سترو قدرتونو ترمنځ د جیوپولیتیکي سیالیو قرباني دي او د پاکستان له جوړېدو وروسته د کورني استعمار، حاشیهسازۍ او وروسته پاتېوالي اصلي زیانمنونکي دي.
غورځنګ د مزاحمتي سیاست ترڅنګ، د دایروي مطالعې، شعرونو، کیسې لیکلو او ټولنیزو رسنیو د کمپاینونو له لارې د پښتنو کلتور، هویت او تاریخي حیثیت د را ژوندي کولو هڅه کوي، او هغه کلیشې او ناسم فهمونه ننګوي چې د پاکستاني حاکم جوړښت له خوا د پښتنو په اړه جوړ شوي دي.
د امپریالیزم ضد او سیمه ییز حاکمیت
د پښتون تحفظ غورځنګ د مزاحمتي سیاست بنسټیزه موخه د پښتنو ټولنیز عدالت، بشري حقونو او اساسي ازادیو خوندي کول دي. د دوی مبارزه یوازې د داخلي سیاسي بېعدالتۍ پر ضد نه ده، بلکې د هغو نړيوالو جوړښتونو او تګلارو په نقد هم ولاړه ده چې د جنګي اقتصاد ودې، ناامنۍ د دوام، او د پښتنو سیمه او زیرمې د زبرځواک قدرتونو ترمنځ د نیابتي سیالیو لپاره کاروي.
غورځنګ د پښتنو پر سیمو د اوږدې مودې جګړو، جبري بېځایه کېدو، پوځي عملیاتو او استخباراتي رقابتونو پر وړاندې ولاړ دی، چې پایله یې د ځايي خلکو د ژوند، حقونو او امنیت په بیه ترلاسه شوې ده.
غورځنګ ادعا کوي چې د نړيوال ځواک سیاستونو د پښتنو سیمې د “ستراتېژیک حایل” او “جنګي لابراتوار” په توګه کارولې او لا یې هم کاروي. له همدې امله، د غورځنګ مبارزه یوازې حقوقي او مدني بعد نه لري، بلکې د یوې انتقادي جیوپولیتیکې څېرې په توګه د هغو جیوپولیتیکي سیاستونو پر ضد ولاړه ده چې زبرځواکونه یې په سیمه کې تطبیقوي.
غورځنګ باور لري چې د دوی په سیمو کې د جګړو بیا پېلېدل د چین د “یوه لار ـ یو کمربند” پروژې د خنډولو له نړیوالو سیالیو سره تړاو لري. د همدې له امله، غورځنګ د پښتنې سیمې د وسایلو او زیرمو د واک، اختیار او سیمهییزې خودمختارۍ غوښتونکی دی.
د غورځنګ نړیوال ملاتړي
د تنظیم په توګه، د پښتون ژغورنې غورځنګ ځواک د پاکستان دننه او د نړۍ په هغو سیمو کې چې پښتانه اوسي، د مراتبو پر سلسلې ولاړ جوړښت لري. دا جوړښت د معلوماتو د خپرولو، لاریونونو د تنظیم، او له نړیوالو ادارو سره د پښتنو د قضیې او اسنادو د شریکولو دنده پر غاړه لري. غورځنګ د فېسبوک، ایکس او ټیکټاک له لارې د پاکستان د دولتي سانسور اغېز کم کړی او یو بدیل انلاین پلیټفارم یې رامنځته کړی، چې د پاکستان له لوري د پښتنو د ځورونو، تلفاتو او توکمي تعصب اسناد په ازاد ډول خپروي او مستندسازي کوي.
د ټولنیزو رسنیو له لارې نه یوازې غورځنګ خپل پیغام په ډاډه توګه نړۍ ته رسوي، بلکې د پښتنو په اړه د پاکستاني دولت د منفي پروپاګنډ او سټیریوټایپي انځور پر وړاندې بدیل روایت وړاندې کوي. له پاکستانه بهر، په ځانګړي ډول په اروپا او متحده ایالاتو کې، غورځنګ د پام وړ ملاتړي او پلویان لري.
اوسنی حالت او د پاکستان غبرګون
د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۱۱مې د پښتون قومي جرګې تر ترسره کېدو وروسته، نه یوازې د پاکستان دولت لهخوا پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز ولګېد، بلکې د زرګونو پلویانو پېژندپاڼې، پاسپورټونه او بانکي حسابونه یې هم وتړل شول. د غورځنګ مخکښ مشران ونیول شول او د غورځنګ مشر له صحنې ګوښه شو.
سره له دې بندیزونو، د غورځنګ غړي لا هم د جګړې ضد دریځ، د امن غوښتنې او په جګړو کې د زیانمن شویو خلکو ته د انصاف غوښتنې په لړ کې په لاریونونو او اعتراضونو کې فعاله برخه اخلي. که څه هم پاکستانی پوځ دا غورځنګ د بهرنیو هېوادونو لخوا تمویل شوی او د ملي امنیت لپاره ګواښ ګڼي، خو غورځنګ په وار وار دا ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی چې د دوی مبارزه بومي، ولسي او خپله ده.
په جیوپولیتیک او جیوپولیتیک–ضد علمي بحثونو او اړوندو تیوریو کې، د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوې مهمې مطالعې په توګه څېړل کېدای شي. دا غورځنګ ښيي چې څنګه په جنوبي نړۍ کې یو حاشیوي، غیرمرکزي او ولسي مزاحمتي خوځښت کولای شي هممهاله د کور دننه د خپلو حقونو د خوندي کولو، د هویت د بیا اعادې، د ناامنۍ پر ضد مبارزې، او پر خپلو سیمو او زیرمو د واک د غوښتنې تر څنګ د هغوی پر وړاندې هم دریځ ونیسي چې نړیوال جیوپولیتیکي سیاستونه پرې تپي. د جیوپولیتیک څېړونکو لپاره دا د یوې نوې څېړنیزې ساحې بنسټ کېدای شي چې څنګه حاشیوي ولسي مزاحمتونه د حاکمیت، عدالت، امنیت او هویت په ساتنه کې اغېزناک رول لوبولی شي.