د پوست ریښتیا یا له رښتیا اخوا نړۍ (Post Truth World) او احساساتي غبرګونونه – مشتاق رحیم

مشتاق رحیم
مشتاق رحیم د شخړې، سولې او امنیت برخې کارپوه دی، او له جګړې وروسته د بیا رغونې په برخه کې عملي تجربه لري. هغه د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې له لارې په افغانستان او سوریې کې کار کړی. همداراز، نوموړي د افغانستان د سولې پروسې مهم غړی پاتې شوی؛ دی د سولې عالي شورا د دارالانشاء مرستیال او د اجرائیه بورډ غړی و.
ښاغلی رحیم د کابل په کاردان پوهنتون کې د بشري علومو په څانګه کې د ماسټرۍ دورې د مېلمه استاد په توګه دنده ترسره کړې. د نوموړي ګڼ شمېر تحلیلي لیکنې د یو شمېر معتبرو نړیوالو او سیمهییزو رسنیو لکهThe Diplomat،Arab News،The American Thinker،Pajhwok News AgencyاوBBC Pashtoله خوا خپرې شوي دي.
لیکوال: مشتاق رحیم
رښتیا (Truth) څه شی دي؟ له اپلاتون تر کانت، غزالي، له نیچه تر برټرنډ رسل او بیا له هغه څخه را وروسته له پېړیو د فلسفیانو او پوهانو ترمنځ د رښتیا د تعریفولو هڅه روانه ده. دا پوهان د رښتیا د تعریفولو لپاره بېلا بېلې نظریې وړاندې کوي چې د رښتیا یا حقیقت یو ثابت او جامع تعریف را منځ ته کړي. په دې لړ کې یو اړخ ته د مطابقت نظریه (correspondence Theory) ده چې خورا په پراخه کچه څارونکي او مننونکي لري. دا نظریه استدلال کوي چې یوه خبره هغه مهال رښتیا ګنل کېدی شي چې ورپورې تړلي حقایق عملاً ثابت شي. د بېلګې په ډول، که یو څوک وايي چې دباندې باران ورېږي، نو تاسې باید لاړ شئ او وګورئ، چې عمل کې له ورېځو اوبه را څڅېږي.
بله خوا بیا د عمل پالنې نظریه ده (Pragmatic Theory) چې وايي حقیقت هغه څه ته ویل کېږي چې په عمل کې ګټه ولري، کار ورکړي او مثبتې پایلې ولري. په بل عبارت، یو لید یا مشاهده هغه وخت “رښتیا” بلل کېږي چې په واقعي ژوند کې نتیجه ورکړي، ستونزه حل کړي، یا د انسان د تجربې په رڼا کې بریالۍ تمامه شي .
د رښتیا په اړه د دغه پیچلی او له زرګونو کلونو را روان بحث خلاصه، د یو عادي انسان چې نه غواړي ډېرو فلسفي بحثونو کې ښکېل شي، دا ده چې رښتیا هغه څه ته ویل کېږي چې موږ ته یو څه هغسې ښکاره شي چې په حقیقت کې دي، او په ارقامو، معلوماتو او مشاهدو تر یو بریده د تثبیت وړ وي. ښايي د حقیقت دغه ثبوت زموږ د هیلو، احساساتو او باورونو خلاف او سرچپه وي. همدا راز، ډیری وخت، د یوې پدیدې رښتیا او نا رښتیا په دې پورې هم تړلې وي چې موضوع ته له کوم اړخ کتل کېږي.
د بېلګې په ډول، د افغانستان او پاکستان ترمنځ له نظامي شخړې وروسته د دغو دوو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه بنده ده. خواله رسنیو کې مې ولیدل چې ډېرو لیکلي چې د پاکستان لخوا د تګ راتګ لارو له بندېدو سره سره، افغانستان کې نه اوړه ګران شول او نه نور خوراکي توکي نو ګوندې د افغانستان اقتصاد نور په پاکستان تکیه نه دی. یا دا چې له افغانستان د رومیانو د نه لېږدېدو له کبله په پاکستان کې رومیان ګران شوي چې د ولس قهر یې را پاورولی.
د دغو خبرو په رڼا کې ډېرو خلکو خوښي په دې دلیل ښودلې چې ظاهراً د سوداګریزې راکړې ورکړې د بندېدو کوم اغېز پر افغانستان نه شته، خو پاکستان ته یې تاوان رسولی. خو که د دغه ادعا په اړه پوره پلټنه وکړو نو څرګنده به شي چې دا خبره د افغانستان د اقتصاد په تناظر کې، کم تر کمه منځ مهال کې، حقیقت نه ده. رښتیا دا دي چې که د سوداګریزې راکړې ورکړې اغېز زموږ د خوراکي توکو په وارداتو نشته، نو زموږ د صادراتو د مخې ډب کېدو له امله افغانستان همدا اوس له ستر مالي زیان سره مخامخ دی. خو دا چې د پاکستان له دولت څخه د کرکې له امله زموږ روان، زموږ احساسات په لومړۍ خبره، د دویمې پرتله خوشالېږي، موږ ته لومړۍ خبره پوره رښتیا ښکاري چې ګواکې د سوداګریزې راکړې ورکړې بندیز په موږ کوم اغېز نه دی کړی. موږ بیا همدا رښتیا ګڼو او منو.
له بده مرغه، د عصري نړۍ وګړي له ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي مسایلو سره په پراخه کچه همدا چلند کوي، او خلک یوازې هغه څه رښتیا ګڼي چې د دوی له لید سره سمون خوري. سربیايي الاصله امریکايي ډرامه لیکونکی سټیف ټیسیچ په ۱۹۹۲ کال کې د دروغو حکومت (Government of Lies) تر عنوان لاندې لیکلې مقالې کې دې حالت ته له رښتیاو اخوا (Post Truth) اصطلاح کار کړې ده. په دغه لیکنه کې د ټیسیچ استدلال دا وو چې امریکایان نه غواړي بد خبرونه واوري او یوازې هغه خبر ته پام کوي چې د دوی د باور، لید او احساساتو په رڼا کې ښه خبر وي.
خو د دې اصطلاح کارونه له ۲۰۱۶ کال نه را په دې خوا هغه مهال اوج ته ورسېده چې د اکسفورډ انګریزي ویښود یا ډیکشنري دا اصطلاح د کال د غوره اصطلاح په اعلانولو په دغه ویښود کې ورزیاته کړه. د دې اصطلاح له مخې خلک د حقایقو په رڼا کې د یو څه رښتیا او دروغ په اړه د خپل لید جوړولو په ځای د قضیې هغه اړخ ته لومړیتوب ورکوي چې د دوی له احساساتو او شخصي باورونو سره سم وي، او که داسې نه وي نو بیا هغه قضیه یا پېښه ورته رښتیا منل ګران وي.
د یوویشتمې پیړۍ له پیل سره سم حکومتونو د ولسونو سیاسي او مدني ملاتړ ګټلو لپاره مسایل په داسې بڼه وړاندې کول پیل کړل چې د ولس له عاطفې او احساساتو سره سم وي، او ولس هم د حکومتونو او ټولنیزو پدیدو سره د خپل احساساتي او عاطفي لومړیتوبونو په رڼا کې چلند پیل کړ. په همدې دلیل، اوسني عصر ته ډېری پوهان له رښتیاو اخوا زمان یا عصر نوم ورکړ.
له رښتیاو نه اخوا نه مطلب دا نه دی چې خلک له رښتیاو تېرېږي او دروغو ته لومړیتوب ورکوي، بلکې دا ډول کړو وړو کې رښتیا ضمني حیثیت خپلوي او د ولسونو احساسات او باورونه لومړیتوب ګرځي. همدا لامل دی چې له رښتیاو اخوا عصر کې سیاستوال د ټولنې اړتیاوو، ستونزو او پېچلتیاوو ته د یو ستراتیژیک ځواب پیدا کولو او پلي کولو په ځای د ولس له غوښتنو سره سم د پاپولیستي بیانیو او برنامو په وړاندې کولو سره واک ته رسېږي.
پس له رښتیاو عصر یا د رښتیا له محور نه حاشیې ته لېږدولو عصر په رامنځته کېدو کې د رسنیو او په ځانګړې توګه خواله رسنیو رول ډېر زیات دی. دا چې خواله رسنۍ د لیدونکو ذوق او د هغوی فکري میلان، د هغوی لخوا په دوامداره توګه څارل کېدونکو او خوښوونکو توکو څخه معلوموي، دغه رسنۍ لیدونکو او لوستونکو ته په تکراري بڼه هغه توکي وړاندې کوي چې د دوی له ذوق او علاقې سره سمون خوري. د دغو ډیجټلي توکو په منځ کې په خورا مهارت، دروغ او ناسم خبرونه هم په پراخه کچه خپرېږي او له څارونکو سره شریکېږي.
په دوامداره توګه له خپل لید، او باور سره سم مواد په تکرار لیدل بیا هغه مقوله عملي کوي چې که یو دروغ بیا بیا وویل شي نو په ټولنه کې د حقیقت حیثیت خپلوي. پوهان په دې نظر دي چې د رسنیو د بې طرفۍ اصل نه پالل هم د دې لامل شوی دی چې د ولسونو ترمنځ خپل باور له لاسه ورکړي. د دودیزو رسنیو اړخ نیونه د دې لامل شوې ده چې ولسونه هم په اړخونو ووېشل شي او د خپل استدلال او د قضایاو په اړه د پرېکړو لپاره یوازې هغه رسنۍ وڅاري چې د دوی له باورونو سره سمون خوري. دې چارې د ولسونو ترمنځ وېش او بې باوري پیدا کړې ده.
دا بې باوري، وېش او له خپلو باورونو سره سم توکي په دوامداره توګه لیدل او لوستل، او کمیت له مخې ډېر لید او لوست توکو ته لاسرسی، د دې لامل شوی چې انساني ټولنه د حقایقو په مټ د ویشلو په ځای د باورونو د خاوندانو په ډلو باندې ووېشي، بېلوالی یا قطبونه را منځ ته کړي. په پای کې دا حالت د اړخونو ترمنځ د مباحثې په ځای د تقابل لامل کېږي. په داسې یوه حالت کې د ټولنې د بېلا بېلو اړخونو ترمنځ باور له منځه ځي او د مسایلو په اړه جدي، هدفمنده او د حل لارو لپاره د تکل په ځای د خپلو هیلو او غوښتنو د ترسره کېدو سیالي را منځ ته کېږي. په داسې حالت کې د تریخ حقیقت په ځای خوښي بښونکي نسبي سمو معلوماتو یا درواغو ته میلان ډېرېږي چې له امله یې ټولنه په ټوله کې له ستونزو، او د ستونزو له بنسټیز حل نه غافله کېږي.
که څه هم یوال نواح هراري په خپل کتاب د یوویشتمې پیړۍ لپاره یوویشت درسونه کې ټینګار کوي چې انسانان له ازله له رښتیاو اخوا نړۍ کې ژوند کوي، او دا کومه نوې پدیده نه ده. دی وايي چې انسانانو تل د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کیسې جوړې کړي، او بیا یې دا کیسې دومره عامې کړي چې د ټولنې لپاره په حقیقت بدلې شوي. دی وايي چې توپیر دومره دی چې د ټیکنالوجي د پرمختګ له کبله دا کیسه عامه او ګړندۍ شوې ده.
همدا راز نیچه وايي چې په نړۍ کې حقیقت نشته بلکې لیدلورپالنه (perspectivism) ده چې افسانه رامنځ ته کوي او بیا د دغه لیدلوري په مرسته استدلال د رښتیا او دروغ پرېکړه کوي. خو که دواړه خبرې وهم منل شي، انسان اړ دی چې د نورو لید یوازې د خپل لید په رڼا کې رد یا ونه مني بلکې پلټنه ، ارزونه او ځیرنه وکړي چې د یوې پدیدې یا مسلې په اړه یوه پایله مرتب کړي.
ولې دا بحث کوم؟ څو ورځې دمخه مې د رایټرز خبري اژانس د سوریې د نوي ولسمشر احمد الشرع په اړه یو راپور ولوست، چې پکې د دغه ولسمشر لخوا د خپل ورور د هغه دفتر تړلو خبر ورکوي چې ګوندې الشرع بند کړ او اعلان یې وکړ چې زما ورور حق نه لري چې زما له نومه ناوړه ګټه پورته کړي. بیا مې په رسنیو کې د افغانستان له اوسنیو واکمنو ګیله من ډیموکراسي پلوه خلک ولیدل چې په همدې خبر استدلال کوي چې ګوندې دا سړی په شفافیت باور لري او له فساده پاکه حکومتولي ترویجوي. د خپروونکي، زما په اند، یو ډول اشاره وه چې ګوندې د افغانستان اوسني واکمنان دې له دغه چارې زدکړه وکړي او حکومتولۍ کې دې روڼتیا ته مخه کړي.
همدا خبر یوه اخواني فکره خاوند هم خپور کړی و او په دې باور چې ګوندې د الشرع سني اسلامي تحریک روڼتیا ته ژمن دی او آن د خپل ورور په مقابل کې هم اقدام کوي. د ده، زما د برداشت له مخې، خوشباوري دا وه چې سوریه کې سني اسلامي سیاسي حکومت څومره ښو چارو ته مخه کړې او په نا مخامخ ډول یې تینګار دا و چې د افغانستان طالبان دې د سوریې د حاکم نظام په څېر چلند وکړي.
بله بیلګه بیا دا ده چې د طالبانو د حاکم نظام د دفاع وزیر ملا یعقوب یوه ویډیو مې ولیده چې دی پکې خورا روانه انګریزي وايي. دا ویډیو هغه خلک، چې ظاهراً له طالبانو سره خواخوږي لري، لاس په لاس کوي چې وښيي چې ملا یعقوب د نورو کمالونو ترڅنګ آن په انګریزي هم پوهېږي. په داسې حال کې چې په لږ فکر کولو سره سړی کولی شي پوه شي چې دغه ویډیو په مصنوعي زیرکتیا جوړه وه او اصلي نه وه. که وکتل شي، دغه هر یو دغه رسنیز توکي د خپلو باورونو له عینکو کتلي وو، او بیا خپله پایله یې هم د خپل لید په رڼا کې ترلاسه کړې وه.
په داسې حال کې چې زموږ په ټولنه کې د پوښتنو د مطرح کولو، د تنقیدي او مروجو باورونو مخالف لید وړاندې کولو لپاره ساحه خورا تنګه ده، افغان ولس له رښتیاو اخوا عصر کې جدي ننګونو سره مخامخ دی. د رسنیو لخوا زموږ د ذوق پېژندل او بیا ورسره سم، ورته او اړوند توکي وړاندې کولو له کبله زموږ محصور فکر لا پسې نویو بندونو او ځولونو کې بندېږي. بله خوا د مغرضانه او یا هم جعلي خبرونو، د مصنوعي ځیرکتیا په مټ جوړو غږونو، انځورونو او ویډیو ګانو په دغه زمان کې چې حقیقت او رښتیا پیدا کول د بوسو په پنډ کې ستن لټول دي ، کیسه لا پسې پېچلې کړې ده. د همدې لپاره اړینه ده چې پوه شو چې څنګه کولی شو دې وضعیت کې تر ممکنه حده رښتیاو ته درسېدو وړتیا پیدا کړو.
د حقیقت پیدا کولو لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې موږ نیوکګر یا انتقادي فکر وروزو. په دې لړ کې خپل فکري تعصبونه (Cognitive Biases) پېژندل لومړی ګام دی. ټول انسانان مسایلو ته د خپلو دیني باورونو، ايډیالوژیکي یا سیاسي تړاوونو، د خپلو شخصي یا ډلیزو ګټو په اډانه کې کتنه کوي او په همدې تله سم او ناسم تلي. د بیلګې په ډول، له افغانستان سره د وفادارۍ او وطني مینې له کبله موږ غواړو چې افغانستان دې له پاکستان سره په شخړه کې برلاسی وي. بناً موږ ته هر هغه خبر او شننه خوند راکوي چې زموږ د وطنپالنې حس خړوبوي.
همدا راز، د یوې ډلې د غړي په توګه موږ یو شمېر د ډلې په کچه رامنځ ته شویو باورونو ته باورمن یوو، او هره هغه خبره راته سمه ښکاري چې زموږ له ډلې باور سره سمون لري لکه اخوانیان په سني سوریايي مشر کې د خپلو ایډیالانو د پلي کېدو ارمان پالي او په همدې دلیل یې هره کړنه یوازې په دې دلیل چې د دوی د ډلې د ایډیال ورپورې تړلی سم ښکاري او بیا یې شننه د همدې ډلیز باور ته د ژمنتیا ښکار کېږي. له همدې امله موږ ته ډیری وخت هغه ظاهري خبرې رښتیا ښکاري چې زموږ د خوښې خبر پکې نغښتی وي. بله بېلګه یې د تورخم په بندېدو دا باور درلودل چې زموږ اقتصاد ته کوم تاوان نه دی پېښ هغه خبره ده چې موږ ورته خوشالېږو او هر څوک چې دا خبره وکړي، راته رښتیا ښکاري.
د فکري تعصبونو د مدیریت کولو په لړ کې اړینه ده چې موږ خپل تعصب وپېژنو او د مسایلو د شننې پرمهال او معلوماتو ته د کتنې پر مهال د خپل تعصب له اغېز ځان وساتو. په بل عبارت، موږ باید د خپل فکري تعصب له سیوري رڼا لوري ته لاړ شو. دا چاره په لومړي سر کې د متقابلو سرچینو د خبرو په اورېدو، له نسبي بېطرفه ادرسونو څخه معلوماتو ترلاسه کولو او تقابلي کتنې په مټ کېدی شي. همدا راز، د ګروپي باورونو له اغېز څخه د خلاصون لپاره اړینه ده چې د ګروپ په کچه مباحثې ته لار هواره کړو او آن کله کله قصداً د مقابل لورې د لید په وړاندې کولو بحث وغځوو چې د مسایلو په اړه له نویو زاویو کتنې وکړو.
د معلوماتو د سرچینو په اړه نیوکګر فکر دا دی چې د یوې خبرې د منلو او له نورو سره تر شریکولو د مخه باید یو شمېر پوښتنې مطرح کړو. د بېلګې په ډول د خبرې سرچینه څوک/کوم ځای دی؟ آیا نور شواهد شته چې د دې خبرې په اثباتولو کې مرسته وکړي،؟ لیکوال/خپرونکی څوک دی؟ څومره د اعتبار وړ دی؟
پوهان په دې اړه وايي چې د متن په عمودي شکل لوستو، یعنې له سر تر پایه لوست ترڅنګ، افقي لوست هم وکړئ. د افقي لوست نه موخه دا ده چې د لیکوال/خپرونکې رسنۍ شالید وګورئ، د هغه شخصي میلان وڅېړئ، د هغه شخصي تعصب او د مسایلو په اړه دریځ نیونه ووینئ.
که هماغه د الشرع بېلګې ته ستانه شو، رایټرز چې یوه انګریزي رسنۍ ده، او د منځني ختیځ په اړه یو ځانګړی لیدلوری لري، هغه ولې غواړي د یو داسې چا په ننګه لیکنه خپره کړي چې تر تېر کال پورې ترهګر یادېده؟ آیا د رایټرز د روڼتیا د ثابتولو په موخه خپره کړې لیکنه له نورو سرچینو د تایید وړ ده؟
د همدې غربي رسنیو بیلګې موږ په افغانستان کې لرو. یو مهال یې د ولسمشر کرزي په جامو باندې اوږدې لیکنې خپرولې، دی یې زړه راښکونکی یا کارزماتیک مشر باله، خو د څو کلونو په تېرېدو یې بیا د افغانستان د حکومتولۍ وړې وړې تشې ، د خبرونو سر ټکي کول، چې ور سره یې د ده اعتبار ته ضربه رسوله. لومړی کار هغه مهال کېده چې په امریکا کې جمهوریت غوښتونکي واک کې وو، او د کرزي د بوش له ادارې سره نږدې اړیکې وې. دویم حالت بیا هغه مهال وو چې ډیموکراټان واک ته رسېدلي وو، د امریکايي ادارې افغانستان اړوند لومړیتوبونه، په عراق کې د ښکیلتیا له کبله بدل شوي وو. همدا راز، د اوباما ادرې مرستیال ولسمشر د افغانستان سره په عموم کې او کرزي سره په ځانګړې توګه چندان جوړه هم نه وه. یعني د هیوادونو د لومړیتوبونو یا د ادارو په سر کې افرادو خوښ نا خوښ کول شي د یاد هیواد د رسنیو لید د یو بل هیواد په اړه اغیزمن کړي.
د لیکوال/رسنۍ وضعیت، د خپرونې چاپېریال پېژندل افقي لوست دی. دغه افقي لوست، یا خپرونکي، لیکوال یا شننونکي شالید پېژندل له موږ سره دا مرسته کولی شي چې د لوست یا لید توکي رښتیا یا کره والی ته ځان نږدې کړو. د بېلګې په ډول له نړۍ سره د ولسمشر ټرمپ د تعارفو په شخړه کې د هند فرسټ پوسټ رسنۍ په اورېدلو سره سړی په دې باور کېږي چې ګوندې ټرمپ لوېنتوب کوي، خو همدا خبره که د امریکايي فاکس رسنۍ نه واورئ بیا سرچپه خبره وړاندې کېږي. فرسټ پوسټ د هندي لومړي وزیر مودي ملاتړې رسنۍ ده، او فاکس بیا د ریپبلکن ګوند سره خواخوږي لري چې ټرمپ ورپورې تړلی. په دا منځ کې بیا بېطرفه شننې هم شته چې د هغې په لوست د دواړو لوریو له اړخ نیونې سره سره یو څوک چې په یاده موضوع باندې د پوهېدو مینه وال دی، خپله لار پیدا کوي.
د انتقادي لید پیاوړي کولو په لړ کې د مطبوعاتي پوهې د ترلاسه کولو او پیاوړي کولو بحث زموږ د ټولنې لپاره تر ټولو مهم دی. په دې لړ کې لومړۍ خبره خو هغه پاس ذکر شوې د رسنیو اړخ نیونه پیژندل دي، چې پایلې ته تر رسېدو دمخه تاسې وکړئ شئ څو اړخیزه کتنه وکړئ.
خو د دودیزو رسنیو د ځایناستې کېدو په لړ کې بیا د خواله رسنیو په اړه پوهه لا ډېره مهمه ده. په دې لړ کې د پام اقتصاد په اړه پوهېدل اړین دي. په عصري نړۍ کې په خواله رسنیو چې تاسې هره لحظه تیروئ، یو څوک له دغه وخت ګټه ترلاسه کوي. نو که له یوې خوا خلک غواړي تاسې د خپلو دروغو یا نیمه رښتیاو تر اغېز لاندې راوستو سره خپله خبره منلو ته اړ کړي، بله خوا بیا خلک غواړي چې ستاسې پام ځان ته اړولو سره تاسې دې ته اړ کړي چې په یو پوسټ باندې ډېر وخت تېر کړئ. ستاسې د پام او ورسره د وخت د اخیستو په بدل کې تاسې ته داسې مواد وړاندې کېږي چې تاسې ته د زړه راښکون لامل وي. د بېلګې په ډول یو څوک د وېښتو د تویدو له ستونزې سره مخامخ دی، او وخت ناوخت د همدې مسلې په تړاو لید او لوست توکي انلاین کاروي، رسنۍ د زیاتې کارونې په مرسته پوهېږي چې ستاسې دلچسپي د وېښتو د تویدو د مخنیوي توکو او کړنو سره ده، نو اړونده ویډیوګانې او لیکنې درته وړاندې کېږي، او وړاندې کوونکی بیا درته داسې درمل او ټوټکې درښيي چې اغېزمنتیا یې ثابته نه وي. خو دا چې تاسې د وېښتو له تویدو کړېږئ، دغه لید یا لوست توکي خوند درکوي او دا مواد دوامداره وینئ او آن مخکې یې هغه ملګرو ته لیږئ چې تاسې ته ورته هیلې، یعنې د وېښتو د تویدو د ستونزې حل، پسې سرګردانه دی. دا بیلګه په کورني سیاست او نړیوالو اړیکو، دیني او کلتوري مباحثو، اقتصادي کتنو او د شننو په اړه هم د پلي کولو وړ ده.
له رښتیاو اخوا موضوع خورا پېچلې، تخنیکي او څو اړخیزه ده او ښايي یوه لنډه رسنیزه لیکنه د دې وړتیا ونه لري چې ډېرې خبرې وکړي او د پراخې مباحثې لپاره مواد وړاندې کړي. اما د دې لیکنې بنسټیزه موخه دا ده چې موږ د معلوماتو په عصر کې له دغې پیچلې مسلې سره چې که په اړه یې سم پوهاوی ونه لرو ښايي یوه لنډه ویډیو، یو انځور یا لیکنه د دې لامل شي چې د یو وګړي، د یوې ډلګۍ او آن د یو هېواد نظم د ګډوډولو لامل شي.
د دې لپاره چې موږ له رښتیاو اخوا نړۍ کې د خپلو رواني غوښتنو، هیلو او باورونو تر اغېز لاندې مسایلو ته په کتلو د حقیقت ضد یا نیمه رښتیاو په رڼا کې د کړو وړو په بدل د سترو زیانونو څخه ځان، خپله ټولنه او نړۍ وژغورو، اړینه ده چې هر څه چې لولو، د عمودي لوست سره سره افقي لوست کولو په مصداق، د مسایلو په اړه هر اړخیز ځان پوهاوی وکړو. په داسې یوې نړۍ کې چې معلومات د وګړو، د ټولنو او هیوادونو د تسخیر او استعمار نوې وسیله ده، هلته د معلوماتو په مټ باندې کېدونکو لوبو او جګړو باندې پوهېدلو اړتیا تر هر څه لومړۍ ده. په همدې دلیل، له رښتیاو اخوا نړۍ پېژندل، په هغې کې د خپلو فکري تعصبونو پېژندل، له معلوماتو نه د نیوکګر لید سره کار اخیستل د هر وګړي اړتیا ده.