ولې له طالبانو سره احتمالي جګړه د پاکستان په ګټه نه ده؟ – ارچیوال

احمدالله ارچیوال
احمدالله ارچیوال په ۲۰۰۴ کال کې له پېښور پوهنتونه په ژورنالېزم او په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له نیوسکول پوهنتونه د نړیوالو چارو په برخه کې ماسټرۍ ترلاسه کړي. دا راز، نوموړی «د خدایې خدمتګار کلتوري اغېزې» او «ولسي مبارزې (عدم تشدد)» کتابونو لیکوال هم دی. ښاغلی ارچیوال له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د امریکا د سولې په انستیتوت، یوناما، د افغانستان ټاکنو کمیسیون کې د عامه پوهاوي د رییس او کارډان پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د استاد په توګه دندې ترسره کړي دي.
لیکوال؛ احمدالله ارچیوال
په استانبول کې د پاکستان او د طالبانو د رژیم د خبرو یو بل پړاو هم پای ته ورسېد. د دغو خبرو موخه دا وه چې د تېرې میاشتې د تاوتریخوالي د لا پراخېدو مخنیوی وشي. خو دواړه لوري یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي. د دوی ترمنځ شخړه لا پسې ژوره شوې او د ډیورنډ پر کرښه د جګړې سیوری لا هم خپور دی.
اوس پوښتنه دا ده که د دواړو لوریو ترمنځ جګړه وشي، پاکستان څه ترلاسه کولی شي؟ پاکستان له مالي او تخنیکي اړخه پاکستان د طالبانو په پرتله پیاوړی دی، او فکر کوي چې د جګړې په ډګر کې به برلاسی وي. خو یوه اوږده جګړه ښايي هغه پایلې ونه لري چې پاکستان یې تمه کوي.
پاکستان د طالبانو پر ضد جګړه کې د مشروعیت ستونزه لري. پخوا به یې په افغانستان او کشمیر کې خپلې نیابتي جګړې د دین په نامه توجیې کولې؛ خو اوس ورته ګرانه ده چې د طالبانو خلاف جګړه په ديني دلیل توجیه کړي.
د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په هند کې د دیوبند مدرسې ته په تللو، د کابل او اسلام آباد ترمنځ وضعیت بدل کړی. دغه سفر دا فکر پياوړی کړی دی چې د پاکستان دیني عالمان نه، بلکې طالبان د دیوبندي مکتب اصلي وارثان دي، او له همدې ځایه دیني مشروعیت یې هم زیات دی. له همدې امله به اوس د پاکستان د دیني عالمانو لپاره ناشوني وي چې د طالبانو پر ضد جګړه؛ د دیني مشروعیت له لارې توجیه کړي.
له دې سره، د پاکستان دننه سیاستوال هم د طالبانو پر ضد د جګړې په تړاو یوه خوله نه دي. ګڼ مشهور سیاستوال، پښتانه ملتپاله او دیني مشرانو په ګډ د لوي بهیر ځینې سیاسي ګوندونه په ښکاره د طالبانو پر ضد د پاکستان له جګړې سره مخالفت کوي. په دې کې د تحریک انصاف ګوند (PTI)، عوامي نېشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند شامل دي.
ان ځینې ګوندونه په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د پوځي عملیاتو مخالفت هم کوي. د پاکستان د پخواني لومړي وزیر، عمران خان، د مشرۍ لاندې د تحریک انصاف ګوند، چې په دې ایالت کې یې د ایالتي حکومت واګې په لاس کې دې، د پاکستان د مرکزي فدرالي حکومت سره د ترهګرۍ پر وړاندې د پوځي عملیاتو په تړاو ښکاره ستونزه لري.
د پاکستان لپاره له طالبانو سره د جګړې لپاره دیني مشروعیت او سیاسي ملاتړ مهم دي، خو دا مهال یې دواړه له لاسه ورکړي دي.
پاکستان شاید په لومړي سر کې داسې اټکل کړی وي چې په افغانستان کې به یو شمېر خلک، په ځانګړي ډول هغه چې د طالبانو مخالف دي، د پاکستان ملاتړ وکړي. خو برعکس، ډېری افغانانو د پاکستان بریدونه غندلي دي. هغوی دا بریدونه د طالبانو پر ضد نه، بلکې د افغانستان پر دولت او ملي حاکمیت برید ګڼي. په کابل کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکیانو وژل د زیاترو افغانانو غوسه راپارولې ده.
ان د ډیورنډ کرښې پورې غاړې پښتانه هم له دې بریدونو ملاتړ نه کوي. د خیبر پښتونخوا او بلوچستان اقتصاد په لویه کچه پر افغانستان ولاړ دی. د دغو ولایتونو صنعتکاران او سوداګر د پنجاب او سند له سوداګرو سره اقتصادي سیالي نه شي کولی، او له همدې امله د دوی لپاره د نورو تړاونو برسیره له مالي اړخه په افغانستان کې ثبات اړین دی. له همدې امله له طالبانو سره د پاکستان د جګړې پر مهال د خیبر پښتونخوا سوداګرو احتجاج وکړ، او د افغانانو په اړه یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، خواجه اصف، جنجالي څرګندونې وغندلې. که جګړه اوږده شي، نه یوازې د پښتونخواه بلکې د پنجاب سوداګر، چې افغانستان یې د توکو لوي بازار دی، به هم له ستزو مالي زیانونو سره مخ شي. همدا لامل دی، چې له طالبانو سره د جګړې له امله به پاکستان د کور دننه له سخت مخالفت سره مخ شي.
که څه هم په دې وروستیو کې پاکستان په ډیپلوماټیک ډګر کې ځینې لاسته راوړنې لري. په ښکاره یې له امریکا سره اړیکې ښې شوي او له سعودي عربستان سره یې د دفاعي همکاریو تړون هم لاسلیک کړی دی؛ خو دې ډيپلوماتیکو پرمختګونو پاکستان ته کومې اقتصادي ګټې نه دي راوړي. د فایننشیل ټایمز د راپور له مخې، پاکستان له بېوزلۍ، د پانګې له کمښت او اقتصادي ځوړتیا سره مخ دی. په داسې یو حالت کې پاکستان د یوې اوږدې جګړې توان نه لري.
له بل خوا پاکستان اټکل کاوه، چې پر کابل به د خپلو بریدونو لپاره نړیوال ملاتړ تر لاسه کړي، او نړیوال به په جګړه کې د دوی ملاتړ وکړي، خو د نړۍ ډېری هېوادونو یوازې د اوربند غوښتنه کړې، او له دوی یې هېڅ ملاتړ و نه کړ.
بله مهمه خبره دا ده، چې د افغانستان په اړه د پاکستان د تېرو څلوېښتو کلونو سیاست؛ د پاکستان ولس په شک او تردد کې اچولی دی. د عمران خان د تېر حکومت پر مهال یو لوي شمېر پاکستاني طالبان په پښتونخواه کې مېشت کړل. د پاکستان پوځي استخبارات له دې خبر وو او د ISI پخواني مشر فېض حمید په همدې کې لاس درلود.
په دوه زره یویشتم کال کې، پاکستان افغانستان کې د جمهوریت په ماتېدو او د طآلبانو واک ته رسېدل لمانځلي وو. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف چې اوس د طالبانو پر وړاندې سخت دریځ لري، د افغان طالبانو د ۲۰۲۱ کال د بریا پر مهال په ښکاره خوښي ښودلې وه. پخواني لومړي وزیر عمران خان هم هغه مهال د طالبانو بریا “د غلامۍ د زنځیر ماتول” بللي وو. همدا لامل دی، چې په دې اړه د پاکستان بېلا بېل او یو له بل سره مخالف دریځونه، اوس د پاکستان د غاړې توق دی. د پاکستان لپاره اوس ډېره ستونزمنه ده، چې د افغانستان په تړاو خپله باندنۍ تګلاره کې دومره لوي تناقض پخپل ولس ومني.
سربېره پر دې، د افغانستان غرنۍ جغرافیایي جوړښت د ځمکنې جګړې لپاره د پاکستان پر وړاندې ستر خنډ دی. د پاکستان اقتصادي او سیاسي حالت د دې توان نه لري، چې یوه اوږده جګړه وکړي. لنډه دا چې د طالبانو پر وړاندې د پاکستان احتمالي جګړه به د پاکستان لپاره یو دایمي ناسور وي، چې رغېدل به یې ډېر ناممکن وي.