بېځایه او بایلیدونکی قمار؛ پاکستان او د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره جګړه

مشتاق رحیم
مشتاق رحیم د شخړې، سولې او امنیت برخې کارپوه دی، او له جګړې وروسته د بیا رغونې په برخه کې عملي تجربه لري. هغه د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې له لارې په افغانستان او سوریې کې کار کړی. همداراز، نوموړي د افغانستان د سولې پروسې مهم غړی پاتې شوی؛ دی د سولې عالي شورا د دارالانشاء مرستیال او د اجرائیه بورډ غړی و.
ښاغلی رحیم د کابل په کاردان پوهنتون کې د بشري علومو په څانګه کې د ماسټرۍ دورې د مېلمه استاد په توګه دنده ترسره کړې. د نوموړي ګڼ شمېر تحلیلي لیکنې د یو شمېر معتبرو نړیوالو او سیمهییزو رسنیو لکهThe Diplomat،Arab News،The American Thinker،Pajhwok News AgencyاوBBC Pashtoله خوا خپرې شوي دي.
بېځایه او بایلیدونکی قمار؛ د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره له افغانستان سره د پاکستاني پوځ جګړه
لیکوال: مشتاق رحیم
ژباړه: فتحي
د اکتوبر په دویمه اوونۍ کې، د پاکستان هوایي ځواک په افغانستان کې پر څو ځایونو په دې پلمه بمبار وکړ، چې ګواګې دوی په افغان خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مشران په نښه کوي. د اکتوبر د نهمې له بریدونو وروسته، ځینو رسنیو ادعا وکړه چې د TTP مشر مفتي نور ولي محسود په دې هوایي برید کې وژل شوی دی. خو له برید یوازې څو ساعته وروسته، محسود یو غږیز پیغام خپور کړ او ویې ویل چې هغه ژوندی دی او بیا د اکتوبر په ۱۶مه نوموړي یو ویډیويي پیغام هم خپور کړ چې ښایي د پاکستان تر کنټرول لاندې قبایلي سیمو کې ثبت شوی وي. د پاکستاني برید په ځواب کې د طالبانو ځواکونه، چې په افغانستان کې عملاً امنیتي ځواکونه دي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوستو بریدونه وکړل او په ګاونډي هېواد کې یې جنګي وضعیت رامنځته کړ. په ورته وخت کې پاکستاني چارواکو، اکاډیمیکو شخصیتونو او رسنیو قومي احساسات راپارول او تر هغه وخته يې د پراخې جګړې غوښتنه کوله چې د طالبانو رژیم دوی ته تابع شوی نه وي.
دا بېدلیله برید د پاکستان کور دننه د یو لړ پېښو په تعقیب رامنځته شو چې له امله یې پر پاکستاني دولت او د هغه پر پوځي دستګاه د خلکو باور کم شو. پوځ هغه اداره وه چې یو وخت یې د پاکستانیانو ترمنځ ډېر درناوی او اعتبار درلود. په بلوچستان کې د ولسي پاڅون پراختیا د دولت واک یوازې تر ښاري سیمو محدود کړی دی. په خیبر پښتونخوا کې TTP په پرلهپسې توګه پرمختګ کوي او ان د خیبر پښتونخوا پلازمینې پېښور تر څنډو رانږدې شوي دي. پر امنیتي ځواکونو بریدونه، د پوځي او پولیسو افسرانو وژل کېدو عامه خلک او شنونکي په غوسه کړي او دا پوښتنې یې راپورته کړي چې ولې امنیتي دستګاه نه شي کولی خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي.
د امنیتي مسلو سربېره، د پوځي مشرتابه او پخواني لومړي وزیر عمران خان ترمنځ شخړې د پاکستان د عامه وګړو په منځ کې د پوځ موقف لا زیانمن کړی دی. د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د پراخو درغلیو تورونه، چې پوځ ته راجع دي، له هغه وخته راهیسې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې سیاسي بېثباتي رامنځته کړې ده. په عین حال کې نور ګوندونه هم د ټاکنو د انجنیرۍ په تور پر پوځ نیوکې کوي. د بېلګې په توګه، د مولانا فضل الرحمن په څېر سیاسي څېرو په سیاست کې د پوځ ښکېلتیا غندي. شنونکي اوسنی ملکي حکومت یو «هايبرد» رژیم بولي چې ملکي اداره پکې یوازې د پوځي دستګاه له خوا شویو پرېکړو د عملي کولو دندې ته پاتې شوې ده.
په سیمهییزه کچه، د TTP او بلوڅو وسلهوالو تر څنګ سیمهییزې مدني ټولنې لکه په بلوچستان کې د بلوڅانو د یووالي کمیټه، په خیبر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM)، او د پاکستان تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د جمو کشمیر ګډه ولسي کمیټه په لاریونونو او تحصنونو کې ښکیل دي او ټول د پوځ ضد شعارونه ورکوي. د دغو غورځنګونو یو شمېر مشران هم زنداني شوي، چې دې چارې د پوځي دستګاه پر وړاندې بېباوري لا نوره هم زیاته کړې ده.
په ورته وخت کې په وسلهوالو ځواکونو کې د درزونو پېښې هم رامنځته شوي چې په تیرو څو کلونو کې عامو خلکو ته په ډاګه شوي دي. د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) پخوانی مشر فیض حمید، په ځانګړې توګه له خپل پخواني لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره د شخړې له امله، د اردو د قانون د سرغړونې په تور محاکمه شوی دی. د پخواني استخباراتي مشر او د پوځ د لوړپوړو چارواکو ترمنځ دا اختلافات، چې د پاکستان تحریک انصاف (PTI) د ډېرو پلویانو په ګډون، د عامو خلکو په سترګو کې د پوځ موقف نور هم کمزوری کړی دی.
د وسلهوالو ځواکونو پرلهپسې ناکامۍ، په سیاست کې د دوی مستقیمه مداخله، او د فساد او شخصي ګټو لپاره د سوداګرۍ په چارو کې د ښکېلتیا راپورونو د پاکستاني پوځي دستګاه شهرت ته جدي زیان رسولی دی. پوځ د پاکستان له تاسیسه راهیسې هڅه کړې چې خپل لوړ اعتبار، چې معمولاً د پاکستان په ټولو بنسټونو کې تر ټولو لوړ وو، وساتي. له همدې امله، د دفاع په پلمه او له ملي حاکمیته د دفاع تر شعار لاندې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د جګړې په شمول بېلابېلې کړنې ترسره کوي، څو د هیواد د دفاع په پلمه د ولسي احساساتو په راپارولو یو فرصت رامنځته کړي. دا ډول یو فرصت هغه وخت برابر شو کله چې هندي ځواکونو د پهلګام له برید وروسته، د پاکستاني ښارونو په اوږدو کې پر وسله والو او پاکستاني پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل. که څه هم جګړه په دوه اړخیزه توګه پر اوربند پای ته ورسیده، خو پاکستاني پوځ ته یې د ساه اخیستلو موقعه ورکړه، ځکه چې خلکو د ملي حاکمیت د دفاع په پلمه له وسله والو ملاتړ وکړو.
دا اوس په داسې حال کې چې پاکستان د نړیوال تروریزم په شاخص (Global Terrorism Index) کې په نړۍ کې د تروریزم له تر ټولو دویم ځپونکي هېواد په توګه ګڼل کېږي، پوځي دستګاه د ولسونو په ساتنه کې د پاتې راتللو له امله تر ولسي فشار لاندې ده. د پوځ او سیاسي ګوندونو ترمنځ د کړکېچونو دوام هم د پوځ موقف ته زیان رسوي. په دې وضعیت کې پوځ اړتیا لري چې د زیاتېدونکو نیوکو پر وړاندې د ځان په ګټه عامه احساسات راوپاروي او خپلې کمزورۍ د یوه بهرني ګواښ تر شا پټې کړي. په بل عبارت، د پاکستان پوځي دستګاه یو داسې سیمهییز دښمن ته اړتیا لري چې د خپلو ناکامیو پړه پرې واچوي او د نیوکو مخه بلې خوا ته واړوي.
دا چې هند یو ستر پوځي، اقتصادي او دیپلوماتیک ځواک دی او پاکستان نه شي کولی له دې هېواد سره اوږدمهاله شخړه پرمخ بوځي، نو د پاکستان پوځي دستګاه ظاهراً د یو نرم هدف په توګه افغانستان ته مخه کړې ده. د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې، کله چې جمهوري ریاست ړنګ شو او په پراخه کچه پاکستاني سیاستوالو لکه د پاکستان اوسني دفاع وزیر خواجه آصف ولمانځه، افغانستان په نړیواله کچه د طالبانو د واک د رسمیت نه پېژندلو له کبله له نړیوالې ټولنې څخه جلا او دباندې پاتې شوی دی.
دا افغانستان په نړیواله کچه له ډیپلوماټیک غږ څخه بې برخې کوي، او پاکستان ته دا زمینه برابروي چې د افغانستان ملي حاکمیت تر پښو لاندې کړي او پر همدې اساس خپله قضیه بې له کوم متقابل دلیله نړۍ ته وړاندې کړي. دویم، په نظامي لحاظ افغانستان فلج شوی او د دودیزو جګړو په ډګر کې د پاکستان د نظامي ځواک سره مقابله نه شي کولی، په دې معنا چې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې پراخې جګړې امکان هم نه ویني.
په ورته وخت کې، افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ دی او د طالبانو تر واکمنېدو را وروسته د نړیوالو بندیزونو او مرستو د کمښت له امله په ټول هېواد کې سخت بشري بحران روان دی. له بلې خوا، وچه کې ایسار افغانستان د خپلې سوداګرۍ او ترانزیت لپاره په پاکستان متکي دی، او دې اتکا افغانستان د پاکستان پر وړاندې یو ډول محتاجه کړی دی. دا حالت د دې لامل شوی چې روالپنډۍ [د پاکستاني پوځ مرکز] د افغانستان په مقابل کې ځان برلاسی احساس کړي. د افغان کډوالو شتون له تېرو دوو لسیزو راهیسې د افغانستان یوه بله د خوږ ګوته ده، چې پاکستان په حساسو وختونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ پر مهال د افغانانو د ډلهییز ايستلو ګواښ په کولو سره له دې کارت څخه ګټه اخیستې ده. دا کارت د تېرو څلورو کلونو راهیسې نږدې هر کال د طالبانو د واکمنې ادارې پر وړاندې هم کارول شوی او د طالبانو پر وړاندې د فشار یوه مهمه سرچینه پاتې شوې ده.
پاکستاني پوځي دستګاه د افغانستان له کمزورۍ ګټه اخلي، ځکه د هغې بقا د پاکستان د دولت د امنیت د بهرنیو ګواښونو پر روایت ولاړه ده. پر نورو پړه اچول نه یوازې د هغوی مسؤلیت کموي، بلکې د هغوی ناکامي هم پټوي او د پوځ لپاره د عامه ملاتړ په راټولولو کې هم مرسته کوي. دغه عامه ملاتړ د سیاسي ګوندونو د مخالفت مخه هم نیسي، ځکه په داسې وضعیت کې دوی نه شي کولای د هایبرډ رژیم پر وړاندې پراخې مظاهرې او لاریونونه ترسره کړي. له همدې امله، پوځ پر یو زیانمنونکي او کمزوري افغانستان قمار وهي. له افغانستان سره د پاکستان ښکیلتیا په یو داسې وخت کې صورت نیسي چې افغانستان له نړیوالو بندیزونو، د نړیوال رسمیت پېژندنې نشتوالي، او د کور دننه د ملي اجماع له نه شتونه کړېږي.
په هر حال، د پاکستان له خوا دوامداره تاوتریخوالی کولای شي د افغانستان د بې ثباتۍ لامل شي. خو د افغانستان ناامنه کېدل به د سیمې پر امنیت پراخې اغېزې ولري. طالبان ښايي په دودیزوه جګړه کې د پاکستان له پوځ سره مقابله ونه شي کړای، خو که د پاکستاني پوځي دستګاه لخوا پرې سخت فشار راوړل شي، دوی د اسلام آباد پر وړاندې د غیر دودیزې جګړې پیلولو لپاره په تاکتیکي توګه په ښه دریځ کې دي. که پر طالبانو فشار وروستي حد ته ورسول شو، هغوی مجبور دي چې د بدیلونو په لټه کې شي. دغه بدیلونه به د سیمې د ګډوډۍ، بې ثباتۍ، او ناامنۍ لامل شي.
له همدې امله، سیمهییز ځواکونه په ځانګړې توګه چین، او څو اړخیز بنسټونه لکه ملګري ملتونه، د اسلامي همکارۍ سازمان او د شانګهای د همکارۍ سازمان باید فعاله شي او هڅه وکړي څو د افغانستان پر وړاندې د پاکستان له تاوتریخوالي ډک چلند مخه ونیسي. همدارنګه اړینه ده چې دوی باید د سیمه ییز ثبات لپاره د دوه اړخیزو خبرو اترو لارې چارې او امکانات برابر کړي. که داسې ونه شي، نو د پاکستاني پوځي دستګاه جګړهییز او پوځي ماجراوې به د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ سیمهییزې همغږۍ ته زیان ورسوي، په داسې حال کې چې پوځي مداخلې به په سیمه کې د ناامنۍ احتمال خورا ډېر پياوړی کړي.