LOADING CLOSE

د افغانستان او بلوڅستان اړیکې — بلوڅ مورخ

نصیر دشتي
بلوڅ مورخ او لیکوال

ډاکټر نصیر دشتي لندن مېشتی بلوڅ لیکوال او مورخ دی، چې په ۲۰۰۷ کال کې یې د لندن له ګرینویچ پوهنتون څخه د انسان پېژندنې په برخه کې دکتورا ترلاسه کړه. هغه د بلوڅو د کلتور، ټولنپوهنې او تاریخ په اړه ګڼ شمېر کتابونه لیکلي دي. د ښاغلي نصیر دشتي پر یو شمېر کتابونو په پاکستان کې بندیز لګېدلی. دی اوسمهال په لندن کې د جلاوطنۍ شپې تېروي.

لیکنه؛ نصیر دشتي

ژباړه او راټولونه؛ د جیو افغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز

(یادونه؛ دا لیکنه د جمشید دشتي د The Baloch Conflict with Iran and Pakistan: Aspects of a National Liberation Struggle کتاب څخه ژباړل شوې ده.)

په افغانستان کې د بلوڅانو موضوع د ایران او پاکستان له حالاتو یوه جلا موضوع ده. په افغانستان کې دوی د دولت په چارو کې ډېر ښکیل دي او تر اوسه یې د کوم ډول تبعیض، تسلط، یا استثمار پر وړاندې د افغانستان پر وړاندې هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی. په ۱۹۷۸–۷۹ کلونو کې د پښتو، دري، ازبکي، ترکمني او نورستاني ژبو سره یو ځای بلوڅي ژبې ته په افغانستان کې د ملي ژبې حیثیت ورکړل شو؛ دا هغه موقف دی چې په ایران او پاکستان کې مېشتو بلوڅانو ته یوازې یو خوب و خیال ښکاري.

د پاکستان له جوړېدو وروسته د قلات د خان کوچنی ورور، شهزاده عبدالکریم، لومړنی کس و چې د پاکستان پر وړاندې یې وسله‌وال مقاومت پیل کړ. هغه د «بلوڅو د ملي ازادۍ کمیټې» په نوم یوه اعلامیه خپره کړه، په دې کې یې د خان له‌خوا په پاکستان کې د بې‌قیده او بې‌شرطه الحاق موافقه رد کړه، د قلات د بلوڅو دولت خپلواکي یې اعلان کړه او له پاکستان سره یې د نوو مذاکراتو غوښتنه وکړه. د ۱۹۴۸ کال د اپریل په ۱۵مه هغه له خپلو څو نږدې ملګرو سره افغانستان ته ولاړ؛ د هغوی په منځ کې مهم کسان محمد حسین ونګه، ملک محمد سعید، عبدالوحد کرد، محمد خان رئیساني او قادر بخش نظاماني وو. له بده مرغه افغانانو مثبت ځواب ورنکړ. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد علي خان د شهزاده استازي ملک محمد سعید ته وویل چې افغان حکومت د بلوڅانو لپاره بې له دې چې د بلوڅو د پلاوي غړو ته په خپل هېواد کې د کډوالۍ موقف یا پناه ورکړي، له دوی سره د هر ډول مادي مرستو کولو توان نه لري.

افغانستان؛ د پناه ځای

د افغانستان اوسنی دولت هغه مهال رامنځته شو چې د قلات د بلوڅو دولت خپل قلمرو او نفوذ په سیمه کې پراخاوه. له هغه تړون او هوکړې وروسته چې د اتلسمې پېړۍ په جریان کې د افغانستان پاچا احمدشاه ابدالي او د بلوڅانو خان میر نصیر خان ترمنځ وشوه، افغانستان او بلوچستان د وروڼو هېوادونو په څېر پاتې شول، که څه هم کله کله په اړیکو کې لوړې ژورې راتلې. د برېتانویانو له‌خوا پر افغانستان یرغلونه او په نولسمه پېړۍ کې د بلوچستان اشغالول د دواړو وروڼو هېوادونو تر منځ اړیکې تر یوې کچې بدلې کړې؛ کله چې شاه شجاع د برېتانویانو په مداخله د افغانستان پاچا وټاکل شو، د یوې مودې لپاره د بلوڅو دولت د افغانستان تر حاکمیت لاندې راغی. وروسته، بلوچستان او افغانستان د ګولډسمیډ، ډېورنډ او مک‌مېهان کرښو له امله ووېشل شول. خو د پاکستان له رامنځته کېدو په تعقیب، د پاکستان دننه د بلوڅو او پښتنو ملي مسئلې د بېلابېلو افغان حکومتونو د بهرني سیاست مهمې موضوعګانې وګرځېدې.

که څه هم په ۱۹۴۸ کال کې افغانستان هغه مهال له شهزاده عبدالکریم سره کومه عملي مرسته ونه کړای شوه چې هغه د پاکستان د اشغال پر وړاندې د مبارزې په موخه افغانستان ته تللی و، خو بیا هم افغانستان یوازینی هغه هېواد و چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې یې د پاکستان د غړیتوب پر وړاندې مخالفت څرګند کړ. د ډېورنډ کرښه، چې په نولسمه پېړۍ کې د برېتانوي هند او افغانستان ترمنځ د سرحد د ټاکلو لپاره کښل شوې وه، افغانانو هېڅکله مشروع ونه ګڼله او د پاکستان د رامنځته کېدو راهیسې دا کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تناؤ اصلي سرچینه هم ګرځېدلې ده.

افغانستان د پاکستان د شمال‌لویدیځه سرحدي ولایت (NWFP) — چې په ۲۰۱۰ کال کې یې نوم خیبر-پښتونخوا شو — او د بلوچستان پر پښتو مېشته شمالي سیمو ادعاوې هم لري. پاکستان او افغانستان یو بل پر دې تورنوي چې د یو بل له مخالفینو ملاتړ کوي.‌ افغانستان تل د بلوڅو او پښتنو د نیشنل عوامي ګوند (NAP) په تړاو همدردي ښودلې او په بېلابېلو نړیوالو فورمونو کې یې د پاکستان دننه د بلوڅو او پښتنو د خودارادیت له حق څخه ښکاره ملاتړ کړی دی.

هرکله چې په پاکستان کې بلوڅان له سختو کړاوونو سره مخ کېږي، افغانستان تل د بلوڅو د سیاسي او وسله‌والو فعالینو د پناه ځای په توګه پاتې شوی دی. د ۱۹۷۰مو کلونو په لومړیو کې، کله چې د بلوڅو وسله‌وال مقاومت پیل شو، افغان حکومت د بلوڅو په وړاندې دوستانه دریځ ونیوه او له راغلو بلوڅو کډوالو سره یې هر ډول ممکنه مرسته وکړه. خو له ۱۹۷۵ کال راپدیخوا، د پاکستان د فشار د زیاتېدو په نتیجه کې د سردار محمد داود خان حکومت د بلوڅو د مقاومت په وړاندې خپله همدردي کمه کړه.

د ۱۹۷۸ کال د ثور انقلابي حکومت د ایران او پاکستان د بلوڅو په ملي مبارزو کې ډېره همدردي وښوده. دغه حکومت د کور دننه او په بېلابېلو نړیوالو فورمونو کې په کلکه د بلوڅو او پښتنو د خودارادیت له حق څخه دفاع کوله. د ثور د انقلاب چارواکو په ښکاره توګه د افغانستان د خلکو او د سرحد هاخوا مېشتو پښتنو او بلوڅو ترمنځ د ورورۍ اړیکو په اړه خبرې پیل کړې. بلوڅو کډوالو ته سیاسي پناه ورکړل شوه او د بلوڅو د آزادۍ له محاذ سره نږدې اړیکې جوړې شوې. ګڼ‌شمېر بلوڅ محصلین په افغان پاسپورټونو د زده‌کړې لپاره د شوروي اتحاد او ختیځې اروپا سوسیالیستي هېوادونو ته واستول شول. د ۱۹۷۹ کال د ایران د آیت‌الله له راتګه وروسته، افغان حکومت د لویدیځ بلوچستان له ډېرو مقاومتي سازمانونو څخه بې‌شرطه ملاتړ وکړ او د هغوی سیاسي فعالینو او مقاومت کوونکو ته یې پناه ورکړه. دا تګلاره د ایران او پاکستان له خوا د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې سره د مقابلې په توګه هم رامنځته شوې وه؛ یادو هېوادونو د تخریبي فعالیتونو لپاره اسلامي جهادیان روزل، عقیدتوي روزنه‌یې ورکوله او هغوی‌ یې افغانستان ته استول.

یو قوي او متحد پاکستان د افغانستان د سولې، ثبات او اقتصادي هوساینې له اهدافو سره په ټکر کې دی. له ۱۹۷۰مو کلونو راهیسې، پاکستان د دې پالیسي په لټه کې دی چې افغانستان د خپلې تګلارې تابع وګرځوي. دا هغه تګلاره ده چې په پاکستان کې ورته د هند پر وړاندې د «ستراتیژیک عمق» سیاست وایي. د دې سیاست موخه دا ده چې په افغانستان کې د پاکستان د خوښې حکومتونه ځای پر ځای شي. د پاکستان پوځي تشکیلات پر دې باور نه دي چې افغانستان باید په بشپړه توګه خپلواکه پاتې شي او خپل دوستان او دښمنان د خپلو ملي ګټو پر اساس وټاکي. په وروستیو کلونو کې پاکستان هڅې کړي چې طالبان یو ځل بیا په کابل کې واکمن کړي.

لیدل کېږي چې د بلوڅو له ملي مبارزې سره د افغانانو ملاتړ ثابت نه دی او د افغانستان د داخلي سیاسي حالاتو له بدلون سره بدلېږي. له بلوڅانو سره د افغانستان ملاتړ په حقیقت کې د کابل د اړیکو د وضعیت څرګندونه ده؛ که د افغانستان او پاکستان يا ايران ترمنځ کړکېچ کم شي، افغانستان د بلوڅو له قضیې سره خپل ملاتړ کموي؛ او برعکس، چې کله اړیکې ترینګلې شي، نو د بلوڅانو د خودارادیت د حق څخه ملاتړ تجدیدوي.

د ډېرو شنونکو په اند، د بلوچستان په اړه د افغانستان تګلاره به تر ډېره د جیوپولیټیکي ملاحظاتو پر بنسټ وي. که څه هم افغانستان په څرګنده توګه د یوه خپلواک بلوچستانه ملاتړ نه دی اعلان کړی، خو په اوسنیو شرایطو کې د پاکستان دننه د بلوڅو له ملي مبارزې ښکاره ملاتړ د افغانستان لپاره دوه سترې ګټې لري:

لومړی، ځکه پاکستان بلوچستان د افغانستان پر ضد د بې‌ثباتۍ لپاره د یوې مهمې پایګاه په توګه کاروي؛ 

او دویم، که په راتلونکي کې پاکستان تجزیه شي، یو ملګری او متحد بلوچستان به نه یوازې د افغانستان د ځواک او نړیوال مقام د لوړولو لامل شي، بلکې سمندر ته د اسانه لاسرسي په بڼه به هم لویه اقتصادي ګټه ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!