نړیوالې اړیکې؛ د فیمینیزم تیوري – احمدالله ارچیوال

احمدالله ارچیوال
احمدالله ارچیوال په ۲۰۰۴ کال کې له پېښور پوهنتونه په ژورنالېزم او په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له نیوسکول پوهنتونه د نړیوالو چارو په برخه کې ماسټرۍ ترلاسه کړي. دا راز، نوموړی «د خدایې خدمتګار کلتوري اغېزې» او «ولسي مبارزې (عدم تشدد)» کتابونو لیکوال هم دی. ښاغلی ارچیوال له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د امریکا د سولې په انستیتوت، یوناما، د افغانستان ټاکنو کمیسیون کې د عامه پوهاوي د رییس او کارډان پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د استاد په توګه دندې ترسره کړي دي.
لیکوال: احمدالله ارچیوال
د سینتیا اینلو (۲۰۱۴) دا خبره چې شخصي اړیکې پر نړیوالو اړیکو اغېزه لري، په نړیوالو اړیکو کې د فیمینیزم د تیورۍ بنسټیزې ځانګړتیا ته اشاره کوي. د دې مانا دا ده، چې پر نړیوال سیاست تر هغه مهاله پوهېدل ناشوني دي، ترڅو چې په فابریکو کې له کارکوونکو ښځو نیولې، د پوځيانو د مېرمنو، د ډیپلوماټانو د مېرمنو، او د ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې د فعالو ښځو پر رول پوه نه شو.
دا لیدلوری د لاسویل له هغه تعریف سره په ټکر کې دی چې سیاست یې د دې پوښتنې په ځواب کې راټول کړی و: څوک، څه شی، او څه وخت ترلاسه کوي؟ د لاسویل دغه تعریف سیاست یوازې له سیالۍ، تاوتریخوالي، سر نه ټیټولو او ورته نورو نارینهمحوره ځانګړتیاوو سره تړي، او تر ډېره ښځې له دې معادلې وباسي (کپرویلي، ۲۰۰۴).
سینتیا اینلو په خپل کتاب «کېلې، سواحل او پوځي ډګرونه؛ په نړیوالو اړیکو کې پر فیمینیزم پوهېدل» کې د ښځینه سکرترانو، د ملتونو د ټولنې (لیګ اف نیشن) د ښځینه مامورینو، د جرمني د پخوانۍ لومړۍ وزېرې انجیلا میرکل، او د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلېنټن په ګډون د ګڼو هغو ښځو نومونه یاد کړي چې په نړیوالو اړیکو کې فعاله وې. نوموړې د هغو نړیوالو ښځینه سازمانونو په اړه هم خبرې کړې دي چې په نړیواله کچه یې فعالیت درلود. د دې په وینا، ښځې په بېلابېلو وختونو کې له خپلو محدود چاپېریالونو راوتلي او د خپلو حقونو لپاره یې په نړیواله کچه غږ پورته کړی دی.
همدغه سینتیا اینلو، د یو شمېر نورو پوهانو لکه سپایک پیټرسن، کرسټین سیلویسټر او ان ټکنر سره یو ځای، په نړیوالو اړیکو کې د فیمینیزم د تیورۍ بنسټیزولو ته اوږه ورکړه (سټيرلینګ فوکر، ۲۰۰۶).
دغه پرمختګ د نړیوالو اړیکو په تیوریکي بحث کې یو ډول تحرک رامنځته کړی دی. له یوې خوا، فیمینیستان د نړیوالو اړیکو د ستر بهیر د موضوعاتو او لیوالتیاوو په تړاو قانع او مطمئن نه دي؛ او له بلې خوا، د نړیوالو اړیکو دودیز پوهان هم په دې علم کې د فیمینیزم له شور او غوغا خوښ نه ښکاري.
په نړیوالو اړیکو کې د یوې تیورۍ په توګه د فیمینیزم په اړه د نړیوالو اړیکو د لوي بهیر (۱) د پوهانو شکونه او اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي. دوی نړیوالې اړیکې د جنډر یا جنسیت پر وړاندې حساسې نه ګڼي، یا په بله مانا، وایي چې جنډر په نړیوالو اړیکو کې کوم رول نه لري.
خو د یو لړ داخلي تضادونو سره سره، د دې تیورۍ ټول پلویان په نړیوالو اړیکو کې د ښځو اقتصادي، ټولنیز او سیاسي رول مطالعه کوي. لکه څنګه چې ماریسا زالیویسکي (۱۹۹۶) وایي، فیمینیزم د یو تنقیدي لیدلوري ترڅنګ، د تحلیل او شننې لپاره یوه لار او د ورځني تجربې لپاره یو عملي چارچوکاټ هم دی.
د فیمینیزم تیوري
په نړیوالو اړیکو کې فیمینیزم د سړې جګړې تر پای ته رسېدو لږ مخکې رامنځته شو. فیمینیزم د یو جلا تعلیمي مضمون په توګه د ۱۹۶۰مې او ۱۹۷۰مې لسیزو پرمهال د نړیوال فیمینیسټي تحریک څخه سرچینه اخلي (ټکنر، ۲۰۱۴). تر ۱۹۸۰م کال پورې د نړیوالو اړیکو د ستر بهیر مهمو تیوریو پر افرادو بحث نه کاوه؛ یوازې دولت په دغو تیوریو کې محوري رول درلود، او تر ډېره یې لا هم لري. خو وروسته له هغه چې فیمینیزم پیاوړی شو، فیمینیسټانو دغه علمي بحث تر نړیوالو اړیکو وغځاوه. هغوی په نړیوال سیاست کې د دولتونو له تنګې زاویې خوښ نه وو، بلکې ویل یې نړیوال سیاست د دولتونو ترمنځ له اړیکو ډېر پراخ دی (ټکنر، ۲۰۱۴). په فیمینیزم کې پر فردي حقونو ډېر ټینګار کېږي، او د دې تیورۍ له مخې د یو شخص ازادي دومره مهمه ده څومره چې د یو دولت ازادي مهمه ده.
د لومړي ځل لپاره فیمینیسټ تیوریو د افرادو، اشخاصو، او په ځانګړي ډول د ښځو په اړه بحثونه د دولت د چلند د تعریفولو چوکاټونو ته دننه کړل. دوی پر جنډر ولاړې اړیکې د نړیوالو اړیکو نه بېلېدونکې برخه ګڼي (ټرو، ۲۰۰۹). د ټکنر په وینا، د جنډر مفهوم د فیمینیسټانو او د لوی بهیر د پوهانو ترمنځ د اختلاف اصلي ټکی دی.
پر فیمینیزم د پوهېدو لپاره، د جنسیت (Gender) او جنس (Sex) ترمنځ توپیر مهم دی. د فیمینیسټانو له نظره، جنسیت یو سمبولیک او ټولنیز حس دی. د هغوی په باور په لوی بهیر کې هغه متغیرات چې په کلتوري او ټولنیز ډول جوړې شوې پدېدې، لکه ځواک، خپلواکي او منطق، په کلیشهيي ډول له نارینتوب سره تړل کېږي. برعکس یې، ضعف، پر نورو تکیه او احساسات چې شخصي ګڼل کېږي، د ښځېتوب یا فیمینینیتي سره تړل کېږي. د سټيرلینګ فوکر (۲۰۰۶) په وینا، فیمینیسټان جنسیت د ټولنې لخوا جوړه شوې پدیده بولي، چې پکې ټولنه د هر جنس (نر او ښځې) لپاره ځانګړي رولونه ټاکي. په مقابل کې، جنس یو بیولوژیکي حقیقت دی.
د ټکنر (۲۰۱۴) په وینا، فیمینیسټان جنسیت د واک یو ناانډوله جوړښت بولي، او جنس یوه بیولوژیکي پدیده ګڼي. دغه توپیر زموږ بحث اسانوي. د عام فکر برعکس، فیمینیزم یوازې د ښځو مطالعه نه ده، بلکې د جنسیت د رول مطالعه ده. فیمینیزم دې پوښتنې ته ځواب وايي چې څنګه د جنسیت مطالعه پر نړیوال سیاست اغېزه کوي (سټيرلینګ فوکر، ۲۰۰۶). فیمینیسټان ټولنیزو توپیرونو ته د یوې داسې پدیدې په سترګه ګوري چې په ټولنه کې ګروپونو ته ځانګړي رولونه ورکوي، نه د یوې کلکې او ثابتې پدیدې په نوم.
دا لیدلوری بېرته د لاسویل د سیاست تعریف ته ورګرځي، چې سیاست دا پوښتنه ده: څوک، څه شی، او څنګه ترلاسه کوي؟ د لوی بهیر په تیوریو کې ځواک، خپلواکي او منطق له نارینتوب سره تړل شوي بلل کېږي، خو د هغوی متضادې ځانګړتیاوې لکه ضعف، پر نورو تکیه او احساسات له ښځېتوب سره تړل شوي دي. دا کار سړو ته د حاکم او ښځو ته د محکوم رولونو ورکولو ته لاره اوروي. یعنې همدا د جنسیت پر بنسټ چلند ښځې له سیاسي معادلو بېواکه کوي. د سټیرلینګ فوکر په خبره، همدې لامل فیمینیزم دې ته اړ کړی چې د لوی بهیر د نړیوالو موثریت وپوښتي. فیمینیسټان وایي جنسیت په سیاسي معادلو کې بېپرې نه دی، بلکې معنا، مفهوم او ټولنیز رول لري.
فیمینیزم د نړیوالو اړیکو پر لوی بهیر هم له دې امله نیوکه کوي چې د ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې د ښځو رول یې له پامه غورځولی دی. ټکنر (۱۹۹۷) د لوي بهیر د پوهانو د نیوکو لنډیز وړاندې کړی دی. د دې پوهانو له نظره، په نړیوالو اړیکو کې د فیمینیزم څېړنه بېارزښته ښکاري. هغوی فیمینیزم د یوې تیورۍ پر ځای یوازې د موجودو تیوریو پر وړاندې یوه تنقیدي نیوکه ګڼي.
خو نور پوهان فیمینیزم یوازې نیوکه نه، بلکې یوه میتودولوژي او یوه بشپړه تیوري بولي. د دوی په وینا، دا تیوري د لاکي، روسو، بېنتم او میل د کلاسیکو لیبرالو فلسفو څخه سرچینه اخلي او پر اعتدال، انفرادیت او ازادۍ ټینګار کوي (اندرمهر، لویل او ولکوویټز، ۱۹۹۷).
د فیمینیزم ډولونه
په ښکاره توګه، فیمینیزم بېلابېل ډولونه لري. د دې د ښه درک لپاره اړینه ده چې لږ تر لږه د فیمینیزم پر مهمو بڼو پوه شو. ټرو (۲۰۰۹) د دې تیورۍ د پوهانو درې تړلي ډولونه وړاندې کړي دي:
- ایمپیریکل فیمینیزم: د جنسیت د اختلاف د څېړنې لپاره، د آزاد او تابع متغیر ترمنځ پر اړیکه تمرکز کوي.
- تحلیلي فیمینیزم: په نړیوالو اړیکو کې د ښځو پر رول تمرکز کوي او جنسیت د یو تحلیلي واحد په توګه څېړي.
- اصولي (Normative) فیمینیزم: په نړیواله کچه د بدلون لپاره ځانګړي اصول او اجنډا وړاندې کوي.
فیمینیزم د نړیوالو اړیکو په لوی بهیر کې د هابس پر فکر ولاړ او په نړیوال سیستم کې د منل شوې انارشۍ ځانګړتیا ردوي او ناسم یې بولي (کپرویلي، ۲۰۰۴). فیمینیسټان د ښځو د وضعیت د ښه کېدو غوښتنه کوي، نارینهمحوره فرضیې ننګوي، د جنسیت پر بنسټ د مراتبو سلسلې (چې سړی پکې د ښځې په پرتله لوړ ګڼل کېږي) زیانونه په ډاګه کوي، او د ټولنیز عدالت غوښتنه کوي (پیټر سن، ۲۰۰۲).
لکه سینتیا اینلو چې ویلي، ښځې د ډیپلوماټانو، د هغوی د مېرمنو، سکرترانو، د کور د سنبالوونکو او آن د سیلانیانو په توګه د پردې تر شا په نړیوالو اړیکو کې رول لوبوي، خو دغه رول ته پام نه کېږي.
له همدې امله، فیمینیزم د ملت، نسل، هویت، طبقې او نورو په څېر، جنسیت هم د ټولنې لخوا جوړه شوې پدیده ګڼي. فیمینیسټان غواړي چې جنسیت په نړیوالو اړیکو کې ورګډ شي، او ټینګار کوي چې نړیوال سیاست ته باید د جنسیت له حساسو عینکو وکتل شي.
د فیمینیزم میتوډلوژي او ایپیسټیمالوژي
که څه هم د فیمینیزم ځینې بڼې پازیټیویستي دي، خو نورې او معاصرې بڼې یې د انټولوژۍ او ایپیسټیمالوژۍ له پلوه د لوی بهیر له تیوریانو جلا لید لوری لري. د لومړي نسل فیمینیسټانو د دې تیورۍ له معرفي کولو سره سم د نړیوالو اړیکو په درېیم ستر بحث کې ګډون وکړ. دوی پازیټیویستي انټولوژۍ وننګوله (ټرو، ۲۰۰۹) او په نړیوالو اړیکو کې یې تنقیدي لیدلوری پیاوړی کړ (ټرو، ۲۰۰۹؛ سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶). فیمینیسټ پوهان سیاسي نړۍ له سره د تعریفولو غوښتنه کوي.
د نړیوالو اړیکو لوی بهیر پوهان باور لري چې د نړیوالو اړیکو او فیمینیزم انټولوژي او ایپیسټیمالوژي سره هېڅ تړاو نه لري. بل عبارت، د دې پوښتنو په اړه چې «حقیقت څه دی؟» او «حقیقت څه ډول ترلاسه کېږي؟» د نړیوالې اړیکې لوی بهیر او فیمینیزم مخالف نظرونه لري. په ټوله کې فیمینیسټې تیوریانې حقایق عیني (Objective) نه بولي. د دوی له نظره، حقایق افاقي نه دي، بلکې د زمان او مکان له شرایطو سره تړلي او د حالاتو مطابق جوړېږي.
برعکس له هغو پخوانیو تیوریانو چې پر دولتونو او جوړښتونو متمرکزې وې، فیمینیزم له دغو تیوریانو خپله لاره جلا کړه. دا تیوري په خپلو چوکاټونو کې جنسیت د تحلیل د کچې (Level of Analysis) په توګه ورزیاتوي (ټکنر، ۱۹۹۷). د دې باور له مخې سیاسي نړۍ باید د نارینتوب سره تړلو کلیشهيي ځانګړتیاوو (لکه ځواک، خپلواکي او منطق) پر بنسټ ولاړه نه وي. د دې لپاره، فیمینیسټان د کلیشو پر ځای د مفاهیمو او تیوریو ځای پر ځای کولو غوښتنه کوي، څو د کلتور، تاریخ او ټولنیزو شرایطو په رڼا کې په سیمهیزو چوکاټونو کې وڅېړل شي. دا طریقه د بشري اجنسي، ټولنیزو جوړښتونو او پېچلتیاوو په انعکاس کې مرسته کوي (ټرو، ۲۰۰۹).
فیمینیسټان د میتودولوژۍ په اړه یوه خوله نه دي. ځینې یې د تجربوي څېړنو ملاتړ کوي، چې د آزادو او تابعو متغیراتو ترمنځ د اړیکو پر محاسبې ولاړې وي. نور بیا تجربوي (ایمپریسیسټ) میتودولوژیو ته د شک په سترګه ګوري او د تفسیري او تعبیري میتودولوژیو ملاتړ کوي. کپرویلي (۲۰۰۴) د ټکنر (۲۰۰۲) له قوله وایي چې هغه د آزادو او تابعو متغیراتو ترمنځ د اړیکو (کمیتي څېړنو) د تشریح کولو په اړه له معاصرو فیمینیسټانو سره همغږی دی، چې دغه میتودولوژي د فیمینیسټي څېړنو لپاره مناسبه نه ده.
ځینې پوهان آن فیمینیزم په خپله یوه ځانګړې میتودولوژي ګڼي. په فیمینیسټي میتودولوژۍ کې د خلکو شخصي تجربې، روایتونه، د اړوندو کسانو د ژوند پر شرایطو ولاړ بحثونه او بېلابېل نظریات شامل دي (سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶). په ټوله کې، که څه هم د فیمینیسټو پوهانو ترمنځ د میتودولوژۍ پر سر ناندرۍ شته، خو د فیمینیزم او د لوي بهیر د تیوریانو د انټولوژیو او ایپیسټیمالوژیو توپیرونه د دوی ترمنځ د میتودولوژیکو توپیرونو لامل کېږي.
د پخوانیو تیوریانو برعکس، فیمینیزم زیاتره له پازیټیویزم وروسته پېر له میتودولوژیو کار اخلي. پر دولت متمرکزو میتودولوژیو پر ځای، دا تیوري پر افرادو او ټولنیزو اړیکو ولاړه ده، او پر بشري تجربو متمرکزه او نورماټیوي (څه باید وشي) تیوري ده. د نړیوالو اړیکو د لوی بهیر تیورۍ یوازې د دولتونو او نورو لوبغاړو ترمنځ رولونه مطالعه کوي، خو فیمینیزم د دې ترڅنګ د اړوندو لوبغاړو د چلندونو مطالعه کوي او پوهانو ته د بدیلو لارو چارو لارښوونه هم کوي او هغوي ته د ځانګړو دریځونو غوره کولو لارښوونه کوي. د دې هدف لپاره، تعبیري، اتنوګرافیکي او تفسیري میتودولوژۍ یوازینۍ لارې ګڼل کېږي.
خو ځینې فیمینیسټ پوهان د میتودولوژۍ په اړه د نرم دریځ غوره کولو غږ کوي او وايي چې د هرې موضوع د اړتیا مطابق باید مناسبه میتودولوژي وکارول شي. د کپرویلي په خبره، سره له دې اختلافاتو، هغوی بیا هم د موجودو لارو پر بنسټ خپلو څېړنو ته دوام ورکوي.
کپرویلي (۲۰۰۴) د یو نوي فیمینیزم د رامنځته کولو غوښتنه کوي. د نوموړې په وینا، نیو فیمینیزم باید د جنسیت اړوندو موضوعاتو، د ښځو د ځواکمنېدو، او د جنسیت او تاوتریخوالي د څېړنو لپاره د هر ډول میتودولوژۍ کارولو ته دروازې پرانستې وساتي.
پر فیمینیزم نیوکې
یو شمېر پوهان دا نیوکه کوي چې د نړیوالو اړیکو د لوی بهیر پر تیوریو د فیمینیسټانو نیوکه مبالغه ده. فیمینیسټان وايي چې دودیزې تیورۍ په بشپړ ډول دولتمحوره دي، پر انارشۍ ولاړ نړیوال سیسټم کې یوازې جوړښتونو ته لومړیتوب ورکوي او د جنسیت په ګډون ټولنیزو اړیکو ته لږه پاملرنه کوي. خو د فیمینیزم مخالف پوهان استدلال کوي چې د ولسواکۍ د سولې تیوري، چې پر ارزښتونو ولاړه ده، ښيي چې د لوي بهیر تیورۍ له فیمینیزم وړاندې هم پر ارزښتونو ولاړې وې (کپرویلي، ۲۰۰۴).
پر فیمینیزم بله نیوکه د دې تیورۍ د ابهام اړخ دی. ځینې پوهان د فیمینیزم روایت ننګوي او وایي که فیمینیسټان د ښځو د محکومیت روایت وړاندې کوي، نو باید په روښانه ډول تشریح کړي چې دغه محکومیت څنګه د دولتونو پر چلند اغېزه کوي (کپرویلي، ۲۰۰۴).
پر فیمینیزم نیوکهکوونکي دا تیوري پر داخلي تضادونو هم تورنوي. د هغوی په وینا، فیمینیزم له یوې خوا جوړښتونه ردوي، خو له بلې خوا بیا د همدې جوړښتونو په مټ استدلال کوي (ټکنر، ۲۰۰۱).
په ټوله کې په نړیوالو اړیکو کې دا تیوري منزوي ګڼل کېږي، پر ايپیسټمالوژي او انټالوژي یې نیوکې کېږي، او میتوډولوژي یې له ساینسي ژورتیا څخه لرې ګڼل کېږي.
که څه هم پر فیمینیزم نیوکې لا هم روانې دي، دا تیوري په نړیوالو اړیکو کې څه باندې څلوېښت کاله مزل کړی دی. اوس دا د نړیوالو اړیکو د نورو تیوریو ترڅنګ د تنقیدي تیوریو په ډله کې مطالعه کېږي او په دې علم کې یې خپل ځای موندلی دی. فیمینیزم له هغو لومړنیو بحثونو، چې د ادارو په دننه کې د ښځو د استازولۍ پر محور ولاړه وه، راوتلې او پراخه شوې ده. دا تیوري اوس د نړیوالو اړیکو حاکمې انټولوژۍ (۲) او ایپیسټیمالوژۍ (۳) ننګوي او د هغو په وړاندې خپل ځانګړی دریځ لري.
پای لیکونه
(۱) کله چې د نړیوالو اړیکو د لوي بهیر یادونه کېږي، په دې کې ریالیزم، نیو لیبرالیزم، د سولې تیورۍ، هغه تیورۍ چې څېړنې یې د انساني چلند پر مطالعې (Behavioralists) او احصایوي محاسبو ولاړې وي، شاملې دي. خو فیمینیزم او له پازیټویزم وروسته تیورۍ، چې د نړیوالو اړیکو د درېیم ستر بحث په ترڅ کې راڅرګندې شوې، په دې لوي بهیر کې نه راځي.
(۲) انټالوژي د دې په اړه بحث کوي چې حقیقت څه دی. د دې بحث دوه اړخونه ډېر مهم دي: ایا حقیقت مخکې له مخکې موجود دی؟ که حقیقت د خلکو د راکړې ورکړې او ګډو افهامو په پایله کې رامنځته کېږي؟
(۳) ایپیسټیمالوژي د دې په اړه بحث کوي چې حقیقت څه ډول ترلاسه کېږي. دا فلسفي مفهوم د دې پوښتنې ځواب لټوي چې علم د تجربې، استدلال یا نورو وسایلو له لارې څنګه تر لاسه کېږي.
References
Andermahr, S., Lovell, T., & Wolkowitz, C. (1997). A concise glossary of feminist theory. New York. Arnold.
Enloe, C. (2014). Bananas, beaches and bases: Making feminist sense of international politics (2nd ed., completely revised and updated). University of California Press.
PETERSON, V. SPIKE. (2002) On The Cut(ting) Edge. In Critical Perspectives in International Studies, edited by Frank P Harvey and Michael Brecher. Ann Arbor: University of Michigan Press.
Paterson, C. Reus-Smit, & J. True (Eds.), Theories of international relations (5th ed., pp. 240–257). Palgrave Macmillan. Sterling-Folker, J. (2006). Making sense of international relations theory.
Tickner, J. Ann. (2001) Gendering World Politics. New York: Columbia University
Tickner, J. Ann. (2002) Feminist Theory and Gender Studies. In Critical Perspectives in International Studies, edited by Frank P Harvey and Michael Brecher. Ann Arbor: University of Michigan
Tickner, J. A. (2014). Gender in world politics. In J. Baylis, S. Smith, & P. Owens (Eds.), The globalization of world politics: An introduction to international relations (6th ed., pp. 258–271). Oxford University Press.
True, J. (2003). Feminism. In S. Burchill, A. Linklater, R. Devetak, J. Donnelly, T. Paterson, C. Reus-Smit, & J. True (Eds.), Theories of international relations (pp. 237–260). Palgrave Macmillan.
Zalewski, M. (1996). All these theories, yet bodies keep piling up: Theory, theorists, theorizing. In S. Smith, K. Booth, & M. Zalewski (Eds.), International theory: Positivism and beyond (pp. 340–353). Cambridge University Press.
(3) Comments
Qudratullah wali
د ارچیوال صاحب علمیت او ژور پوهه ستایم او کور یې ودان چي د نړیوالو اړیکو په برخه کي په پښتو ژبه هر اړخیزه مقالي لیکي او د افغانیکا دعلمي کهول څخه یې د خپریدو او تر موږه پور ي د را رسولو مننه کوو.
Ahmad Bilal
مننه قدرت الله ولي صاحب!
Abdullah
سلامونه او نیکی هیلی واقعا د ارچیوال صاحب لخوا وړاندی شوی معلومات غوره دی .
خو که په نړیوالو اړیکو کی سیاسی مکتبونه اوتیویګانی مشخصی او د وخت له پلوه طبقه بندی شی دا به دیر شه اقدام وی
Comments are closed.