د توماس هابز د ریالیزم تیوري (څلورمهبرخه) – د سټانفورډ دایرة المعارف

وودیمیر یولین کوراب-کارپوویچ
ډاکټر وودیمیر یولین کوراب-کارپوویچ (Włodzimierz Julian Korab-Karpowicz) یو پېژندل شوی پولنډی فیلسوف، سیاسي مفکر، استاد او لیکوال دی.
لیکوال: ډاکټر وودیمیر یولین کوراب-کارپوویچ (Włodzimierz Julian Korab-Karpowicz)
ژباړه: عنایت عازم
توماس هابز تر ټولو ډېر د فرد او دولت ترمنځ اړیکو ته پام کوي او د دولتونو ترمنځ د اړیکو په اړه یې خبرې ډېرې کمې دي. خو هغه څه چې هابز د طبیعي حالت او خویبوی (state of nature) په اړه وایي، دا څرګندوي چې دولتونه څنګه یو له بل سره اړیکې لري. کله چې دولتونه جوړ شي، د افرادو قدرت غوښتنه د دولتونو د چلند بنسټ جوړوي. دا چلند ډېری مهال پر نورو دولتونو او ولسونو د برلاسۍ موندنو هڅو په بڼه ښکاره کېږي. هابز لیکي: دولتونه “د خپل امنیت لپاره” د هر ډول خطر یا د یرغل د وېرې له امله خپلې خاورې پراخوي او هڅه کوي چې خپل ګاونډیان کمزوري او تابع کړي.
د قدرت د ترلاسه کولو هڅه د هابز د نړیوالو اړیکو د لید اصلي برخه ده. همدا نظر وروسته د هانس مورګنتاو لخوا د نړیوالو اړیکو په ماډل کې هم جوت شو، چې د هابز له فکره اغېزمن شوی و. همداراز، کینیت والټز هم د هابز په څېر، د نړیوالې انارشۍ (یعنې دا چې دولتونه د کوم لوړ واکمن تابع نه دي) د نړیوالو اړیکو اصلي عنصر وباله. یاده دې وي چې والټز نیو ریالست بلل کېده.
کله چې افراد ځانونه یو حاکم ته تابع کړي، نو “ټول له ټولو سره په جګړه کې ښکېلېدل” چې هابز یې د طبیعي حالت سره تړلې بولي، ختمېږي. خو دا جګړه لا هم د دولتونو ترمنځ اړیکو کې دوام کوي. په دې مانا نه چې دولتونه تل جګړه کوي، بلکې دا چې هغوی د جګړې لپاره تمایل لري. هر دولت پخپله پرېکړه کوي چې زور وکاروي که نه، نو جګړه هر وخت پیلېدلی شي. د دولت جوړولو له لارې د کورني امنیت ترلاسه کول، د دولتونو ترمنځ د بېباورۍ له حالت سره تړلي وي.
که هابز په خپل فکر کې بشپړ ثبات درلودای، نو ښايي دا یې منلې وای چې دولتونه باید یو نړیوال قرارداد ته داخل شي او ځانونه یو نړیوال حاکم ته تابع کړي. که څه هم دا نظر نن ورځ ځینې ریالیستان (realists) مني، خو هابز پخپله دا سپارښتنه نه کوي. ځکه چې د دولتونو ترمنځ بېباوري تل د افرادو لپاره ناامنۍ نه راولي. تر هغې چې جګړه یا دښمني رامنځته شوې نه وي، افراد کولی شي ځانونه خوندي احساس کړي.
هابز د دولتونو ترمنځ د نړیوالو اخلاقي اصولو او ارزښتونو شتون نه مني، چې دا فکر یې بیا د ماکیاولي له پیروانو سره نږدې کوي. د هغه نړیواله نظریه دا فرض کوي چې خپلواک دولتونه، لکه خپلواک افراد، طبیعتاً دښمنان، غیر اجتماعي او ځانغوښتونکي دي او د هغوی پر چلندونو هېڅ اخلاقي محدودیت نشته. دا نظریه د هغو سیاسي نظریو لپاره یوه لویه ننګونه ده چې د انسان د اجتماعي طبیعت پر بنسټ ولاړې دي، او د نړیوال قانون مفهوم ننګوي.
خو هغه څه چې هابز له ماکیاولي جلا کوي او له کلاسیک ریالیزم سره یې نښلوي، دا ده چې هغه د بهرني سیاست دفاعي بڼه مهمه بولي. د هغه سیاسي نظریه دا نه وایي چې دولت باید هر څه وکړي چې ګټه ورته ولري. بلکې د نړیوالو اړیکو په اړه د هغه لید احتیاطي او د سولې غوښتونکی دی: دولتونه، لکه افراد، باید د سولې خوا ته تمایل ولري، ځکه چې عقل همدا توصیه کوي.
والټز او نور نئورئالیستان کله ناکله دا له پامه غورځوي چې هابز نړیواله انارشي بېقانونه نه بولي. هغه وایي چې ان په طبیعي حالت کې هم د عقل ځینې اصول تطبیقېږي، یعنې په دې مانا چې د سولې او همکارۍ پرمټ نړیوالې اړیکې ممکنې دي. هابز د نړیوال قانون شتون هم نه ردوي. دولتونه کولی شي یو له بل سره تړونونه لاسلیک کړي، چې د اړیکو قانوني بنسټ برابر کړي. خو هابز دا هم درککوي چې نړیوال قوانین ډېری مهال د قدرت پر سر د سیالۍ مخه نه شي نیولی. دولتونه دا قوانین د خپلو ګټو له مخې تعبیروي او نړیوال قانون د دولتونو د ګټو پر بنیاد یا عملي کېږي او یا هم له پامه غورځول کېږي. له همدې امله، نړیوالې اړیکې تل په یوه نازکه او بېثباته حالت کې وي. دا تېز او جدي لیدلوری د هابز د ریالیزم اصلي برخه ده.