پر نرم ځواک پانګونه وکړئ – د جوزف نای لیک

جوزف نای
جوزف اس. نای جونئیر (Joseph S. Nye, Jr.) د هارورډ پوهنتون د جان ایف. کینیډي د سیاسي علومو ډيپارتمنت افتخاري استاد و. هغه د کلنټن په اداره کې د نړیوال امنیت د چارو مرستیال وزیر، او د ملي استخباراتو شورا رییس هم پاتې شوی و. نوموړی د ګڼو کتابونو، په ځانګړي ډول د "A Life in the American Century"، د نرم ځواک؛ په نړیوال سیاست کې د بریا اوزار،او له رابرټ کیوهېن سره په شریکه د Power and Interdependence د مشهور کتاب لیکوال هم و.
آغلې ولسمشرې/ ښاغلی ولسمشر،
د ولسمشر په توګه به تاسو اړ وئ چې د امریکا پر نرم ځواک پانګونه وکړئ، یعنې دا وړتیا ومومئ چې خپلې موخې د جاذبې له لارې ترلاسه کړئ، نه د زور او یا پیسو له لارې. په ۱۹۹۰ کال کې چې کله ما په فارن پالیسي مجله کې د نرم ځواک په اړه لومړۍ مقاله خپره کړه، هغه مهال دا مفهوم نوی و، خو دغه چلن د انسانیت د تاریخ هومره پخوانی دی. که څه هم په لنډ مهال کې به د زور یا سخت ځواک اغېز بریالی وي، خو د بهرنۍ تګلارې د اوږدمهاله بریا لپاره نرم ځواک حیاتي دی. د ناپلیون د بهرنۍ تګلارې وزیر تالیرانډ ته منسوب نقل قول دی: «تاسو د ټوپک د شپیلۍ په زور هر څه کولای شئ، خو پر واک پاتېکېدای نهشئ».
په اساسي ډول د یوه هېواد نرم ځواک له درېیو سرچینو لاسته راځي: (۱) د هغوی کلتور، (۲) د هغوی سیاسي ارزښتونه لکه ډیموکراسي او بشري حقونو ته درناوی، او (۳) هغه پالیسۍ چې د نورو له خوا مشروع وګڼل شي، ځکه دا پاليسۍ د نورو د ګټو په پام کې له نیولو سره جوړې شوې وي. دا چې یو حکومت د کور دننه د ډیموکراسۍ په اړه څرنګه چلند کوي، په نړیوالو بنسټونو او اېتلافونو کې له نورو سره څرنګه مشورې کوي او د خپل بهرني سیاست په موخو کې، لکه د بشري حقونو هڅونې او د اقلیمي بدلون په څېر نړیوالو ستونزو ته څرنګه غبرګون ښيي. دا ټول ښيي چې موږ نورو هېوادونو ته جذاب یو، که نه.
نرم ځواک د سکې بل اړخ دی. کله چې تاسو جذاب یئ، نو خپل زور او پیسې سپمولای شئ. د روم امپراتوري یوازې په پوځ نه ساتل کېده، بلکې د روم کلتور هم جذاب و. متحده ایالاتو یوازې د پوځ او اقتصاد له لارې سړه جګړه ونه ګټله، بلکې د خپلو افکارو او ارزښتونو د جذابیت له لارې هم بریالۍ شوه. ناروېژي پوه ګېر لونډستاد ویلي: د سړې جګړې پر مهال اروپا پر دوو امپراتوريو وېشلې وه؛ یوه د شوروي او بله د امریکا؛ خو امریکایي امپراتوري «پر بلنې ولاړه امپراتوري» وه، په داسې حال کې چې شورویان مجبور وو پر هنګري او چکوسلواکیا یرغل وکړي چې تر خپل واک لاندې یې وساتي.
اوس روسیه ډېر لږ نرم ځواک لري، په تېره پر اوکراین تر یرغل کولو وروسته، خو چین پر خپل نرم ځواک درنه پانګونه کوي. لکه څرنګه چې ما په خپل ژوندلیک کې تشریح کړې، ما د نرم ځواک اصطلاح د امریکايي ځواک د بشپړې تشریح لپاره د یوه تحلیلي مفهوم په توګه کارولې وه؛ ځکه هغه مهال ډېری خلکو فکر کاوه چې د امریکا ځواک په زوال کې دی. دغه راز، ما هېڅکله داسې فکر نه کاوه چې په ۲۰۰۷ کې به د چین ولسمشر هوجینتاو د چین د کمونیست ګوند ۱۷م کانګرېس ته ووایي چې چین باید پر خپل نرم ځواک پانګونه زیاته کړي او د همدې موخې لپاره چین په لسګونه میلیارده ډالر پر کنفوسيوسي انستېتیوتونو، د یوه سرک او یوې لارې د مرستې پروګرام او پر نړیوالو رسنیو او مخابراتو ولګول.
خو د چین د هڅو پایلې ګډې وې. Pew Research Center تېر کال په ۲۴ هېوادونو کې سروې وکړه او راپور یې ورکړ چې په ډېرو هېوادونو کې اکثریت خلک تر چینه امریکا ډېره جذابه ګڼي، خو یوازې په افریقا کې د دواړو ترمنځ د موندنې فيصدۍ سره نيژدې وې. خو وروسته ډېر ژر Gallup په ۱۳۳ هېوادونو کې سروې وکړه او ویې موندل چې په ۸۱ هېوادونو کې امریکا او په ۵۲ هېوادونو کې چین ډېر جذاب و. نظرپوښتنې ښيي چې د ډونالډ ټرمپ په دوره کې د امریکا نرم ځواک راکم شوی دی. هر هېواد ملي ویاړونه لري، خو تنګنظرې ملتپالنه د نورو د جذابیت کچه راکموي. د «لومړی امریکا» شعار دا معنا لري چې د نورو ګټې تل دويم ارزښت لري. نظرپوښتنې ښيي چې د جو بایډن په دوره کې، چې د امریکا اېتلافونه یې بیا تایید کړل او په څو اړخیزو بنسټونو کې یې ګډون بیا نوی کړ، د امریکا نرم ځواک بېرته ښه شو.
څو کاله وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزیر ما ته د ماښامنۍ بلنه راکړه او راته یې وویل چې د خپل هېواد نرم ځواک څرنګه زیاتولای شي. ما ورته وویل چې دی له دوو داسو ستونزو سره مخ دی چې حل یې اسانه نه دی: چین په آسیا کې د هند، جاپان، فلپین او ویتنام په څېر له خپلو ګاونډیانو سره د ځمکې پر سر شخړې لري او له همدې امله په دغو هېوادونو کې د چین جاذبه راکمه شوې ده. بلې خوا ته د اروپا، امریکا او استرالیا په ډیموکراتیکو ټولنو کې پر مدني ټولنو د چین یو ګوندي ټینګ کنټرول د دې هېواد جاذبه راکمه کړې ده. زما په اند، د یوه هېواد ډېر نرم ځواک د مدني ټولنو له خوا تولیدېږي او حکومتونه باید دې اړخ ته پام وکړي چې په لوړه کچه یې کنټرول نه کړي. خو د چین د ولسمشر «شي جېنپېنګ» په څېر مشرانو ته د دې خبرې منل ستونزمن دي.
په دې دومره کلونو کې د امریکا نرم ځواک خپلې لوړې ژورې لیدلې دي. په ۱۹۶۰مو کلونو کې زموږ ښارونه سوځېدل او موږ د ویتنام د جګړې پر ضد په مظاهرو کې ښکېل وو. په پوهنتونونو او دولتي ودانیو کې بمونه چاودل. د ملي ګارد ځواکونو د کېنټ سټېټ پوهنتون محصلین په ډزو وژل. موږ د مارتین لوتر کېنګ او رابرټ اېف. کېنیډي د ترور شاهدان وو او د جورج والېس په څېر عوامفرېبو دې اور ته نوره هم لمن وهله. خو په یوه لسیزه کې په کانګرس کې یو لړ اصلاحات تصویب شول او د جرالډ فورډ رښتینولۍ، د جیمي کارټر د بشري حقونو پالیسۍ او د رونالډ رېګن خوشبینۍ زموږ جذابیت بېرته راژوندی کړ.
له متحده ایالاتو سره د ویتنام او عراق د جګړو له امله په ډېرو هېوادونو کې لېوالتيا کمه شوې وه، خو د ټرمپ د «لومړی امریکا» پالیسۍ پر مهال يو ځل بيا د کمزورۍ احساس کوي. خو د ویتنام د جګړې پر مهال، چې په ټوله نړۍ کې خلکو د امریکا د پالیسۍ پر ضد مظاهرې کولې، ان هغه وخت هم هغوی د کمونېستي «اېنټرنشنل» سندره نه ویله، بلکې د مدني حقونو د غورځنګ سرود «We Shall Overcome» یې زمزمه کاوه. ولسمشرانو ته باید په یاد وي چې پرانیستې مدني ټولنې، چې د اعتراض اجازه ورکوي، د نرم ځواک یوه شتمني ده؛ ان که په سیاسي لحاظ ستړېکوونکې هم وي.
د ولسمشر په توګه پکار ده په یاد ولرئ چې حکومت کلتور ته وده ورکولای شي خو هېڅکله یې کنټرولولای نهشي. د امریکا غږ او کلتوري تبادلې پر پروګرامونو پانګونه وکړئ، خو هغوی همداسې ازاد پرېږدئ، ان که دا چاره مو ځوروي. سیاسي ارزښتونه یوازې هغه مهال جذاب وي چې یو هېواد پرې خپله عمل وکړي. په بهرنیو هېوادونو کې به د ډیموکراسۍ په اړه ستاسو پر وعظ کولو پر دې بنسټ قضاوت کېږي چې تاسو یې په کور دننه په څومره ښه توګه عملي کوئ. که نه دا ډول څرګندونې به د پروپاګند او منافقت په توګه رد شي. او د ملي ګټو تعریف به، چې د ګډو لاستهراوړنو امکان برابروي، د نورو په سترګو کې لا مشروع ښکاره شي.
په وروستیو کې د بهرني سیاست د کارپوهانو په یوه غونډه کې یوه مشهور اروپايي راته وویل چې مخکې به یې د امریکا د سخت ځواک د زوال په اړه اندېښنه درلودله، خو اوس د امریکا کورني حالت ته اندېښمن دی. هغه وېره درلوده چې زموږ سیاسي وېش به د امریکا پر هغه نرم ځواک اغېز وکړي چې زموږ د بهرنۍ تګلارې اساس جوړوي. ما ورته وویل چې زموږ سیاسي ستونزه ریښتینې ده، خو د امریکا کلتور د داسې مقاومتونو سرچینې لري چې د مذهبي سختګیرۍ (پیوریتايي دورې) او د رنسانس د روښانتیا تر دورې پورې وررسېږي. موږ هېڅکله هم کامل نه وو، خو زموږ کلتور تل موږ هڅوي چې ځان ښه کړو. تېرو اویاوو کلونو په تکراري ډول ښودلې ده چې ډېری وخت داسې نظرونه موجود وو چې ګواکې امریکا په زوال کې ده. خو بدبینو تل زموږ کلتوري ریښې او د مقاومت ځواک کم ګڼلي وو.
د ولسمشر په توګه پکار ده په یاد ولرئ چې د امریکا د ډیموکراتیکې ټولنې پرانیستي ارزښتونه او د سولهییز اعتراض حق د امریکا د نرم ځواک سترې سرچینې دي. ان زموږ د حکومتونو ناسمو پالیسیو که زموږ جذابیت راکم کړی، خو زموږ د ټولنې دا وړتیا، چې ځان نقدوي او خپلې تېروتنې اصلاح کوي، به موږ په ژوره توګه د نورو لپاره جذابه کړي. زموږ د ټولنې دغه وړتیا وساتئ! ځکه دا د هیلو سرچینه ده.
درناوی
جوزف نای