د اخلاقو پر دودیزې فلسفې د ماکیاولي نیوکه – (درېیمه برخه) د سټانفورډ دایرة المعارف

وودیمیر یولین کوراب-کارپوویچ
ډاکټر وودیمیر یولین کوراب-کارپوویچ (Włodzimierz Julian Korab-Karpowicz) یو پېژندل شوی پولنډی فیلسوف، سیاسي مفکر، استاد او لیکوال دی.
لیکوال: ډاکټر وودیمیر یولین کوراب-کارپوویچ (Włodzimierz Julian Korab-Karpowicz)
ژباړه: عنایت عازم
د اخلاقو پر دودیزې فلسفې د ماکیاولي نیوکه
په نړیوالو اړیکو کې ایډیالیزم هم د ریالیزم په څېر اوږده فکري سابقه لري. ارمانپالان یا ایډيالیستان چې له موجوده نړۍ ناخوښ دي تل « سیاست باید څه ډول وي؟» پوښتنه مطرح کوي. افلاطون، ارسطو او سیسرو درې هغه سیاسي مفکرین وو چې د سیاست بنسټ یې پر نړیوالو اخلاقي ارزښتونو ولاړ باله. سیسرو د خپلو مخکینیو مفکرینو نظریات پرمخ یوړل او د یوه طبیعي اخلاقي قانون (Natural Moral Law) مفکوره یې مطرح کړه چې هم د کورني او هم د نړیوال سیاست لپاره د تطبیق وړ ګڼل کېده. د جګړې د اخلاقي اصولو په اړه د هغه نظریات بیا د عیسوي مفکرینو، لکه سینټ اګستین او سینټ توماس ایکویناس، لهخوا لا پسې وشاربل شول. نیکولو ماکیاویلي (Niccolò Machiavelli) د پنځلسمې پېړۍ په پای کې وزېږېد. تر دې دمه لا هم په سیاسي ادبیاتو کې هغه نظریه موجوده وه چې سیاست (حتی د دولتونو تر منځ اړیکې هم) باید اخلاقي وي او د جګړې طریقې باید د اخلاقو تابع پاتې شي.
خو ماکیاویلي (۱۴۶۹–۱۵۲۷) دا پخوانۍ اخلاقي دودیزه مفکوره وننګوله او ځان یې د سیاسي فکر نوښتګر معرفي کړ. هغه د لویدیځ کلاسیک سیاسي فکر غیر واقعي باله او ویل یې چې د هغوی غوښتنې لوړې او غیر عملي دي. هغه سیاست له اخلاقو بیل وګڼه.
همدې کار د معاصر سیاست بنسټ کېښود چې پر ځانغوښتنې او ګټهمحورۍ متمرکز دی. ماکیاویلي د خپل کتاب شهزاده (The Prince) په ۱۵م فصل کې وایي چې هغه د پخوانیو مفکرینو له تعلیماتو څخه په شا شوی او غواړي د “تصور شوي حقیقت” پر ځای، د “عملي حقیقت” پلټنه وکړي. د هغه لپاره عملي حقیقت یوازینی ارزښتمن حقیقت دی، یعنې هغه عملي شرایط چې، د ده په اند د فرد او دولت د ځواکمنۍ او سوکالۍ لپاره اړین دي. ماکیاویلي د پخوانیو اخلاقو مفکوره (لکه عدالت یا د نفس مهارول) د virtù په مفهوم بدلوي، چې مانا یې وړتیا، طاقت یا سیاسي ځواک ده. د virtù د استازی په توګه، ماکیاویلي ژمنه کوي چې خلک او ملتونه به د ځمکنۍ بریا او ځواک لوري ته رهبري کوي.
ماکیاویلیزم (Machiavellianism) د سیاسي ریالیزم یوه افراطي بڼه ده، چې هم په داخلي سیاست کې کارول کېږي او هم په نړیوالو چارو کې. دا نظر کله کله د واقعپالنې تګلارې یا ریالپولیتیک (realpolitik) په نوم هم یادېږي. یوه داسې تیوري چې په سیاست کې د اخلاقو ارزښت ردوي او وایي چې د سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره هر ډول وسیله، که اخلاقي وي او که غیراخلاقي، توجیه کېدلی شي.
که څه هم ماکیاویلي د ragione di stato یا «دولتمحوره دلیل» اصطلاح نه کاروي، خو هغه څه چې د ده لپاره مهمه ده، دا ده چې هغه څه باید تر سره شي چې دولتونو ته ګټور دي، بې له دې چې اخلاقي ارزښتونه په نظر کې ونیول شي.
ماکیاویلي که څه هم په سیاست کې غیر اخلاقي کړنې توجیه کړې، خو هېڅکله یې دا نه دي رد کړي چې دا کړنې بدې دي. هغه د دودیزو اخلاقو له واحد چوکاټه کار اخیسته. خو د نولسمې پېړۍ پلویانو یې د “دوهګوني اخلاقو” نظریه رامنځته کړه: یو ډول اخلاق د افرادو (خصوصي) لپاره او بل د دولت (عامه) لپاره. دوی هڅه وکړه چې د ماکیاویلي ریالیست فکر لا افراطي کړي او دا نظریه نړیوالو اړیکو ته هم وغځوي. له هغه وروسته هیګل وویل: «د دولت تر ټولو ستره دنده دا ده چې خپل موجودیت وساتي» دې خبرې یې دولت ته اخلاقي جواز ورکړ چې خپلې ګټې د نورو دولتونو پر وړاندې خوندي کړي. سره له دې چې د اخلاقو دودیز درک یې بدل کړ، خو د دولت ګټه یې تر ټولو لوړ ارزښت وګڼله. د هغه په نظر، د ملي ځواک پراخول د هر ملت حق او مکلفیت دی. تر ده وروسته، هاینریش فون ټرېچکه، چې ماکیاویلي ته یې اشاره وکړه، وویل:”دولت یو ځواک دی او موجودیت یې دا ثابتوي چې خپل ځان باید له نورو واکمنو دولتونو سره برابر وساتي. د دولت تر ټولو لوړه اخلاقي دنده دا ده چې خپل ځواک پیاوړی کړي.” د هغه په اند، نړیوال تړونونه یوازې تر هغو پورې عملي دي چې د دولت ګټه پکې وي.
دلته د دولت لپاره د خپلواکو اخلاقو نظریه او realpolitik (ریالپولیتیک) رامنځته شول. دودیز اخلاق رد شول او قدرتمحوره سیاست د لوړ ډول اخلاقو سره وتړل شو. دا نظریې او د جرمني کلتور د غوره والي باور، له اتلسمې پېړۍ څخه تر دویمې نړیوالې جګړې پورې د جرمني سیاستوالو لهخوا د یرغل او نسلوژنې د توجیه لپاره وکارول شوې. ماکیاویلي ډېر وخت د دې لپاره ستایل کېږي چې رهبرانو ته یې هوښیارې مشورې ورکړې، ځکه نو د معاصرې سیاسي ستراتیژۍ بنسټګر ګڼل کېږي. هغه د جمهوري حکومت ملاتړ هم کړی او دا د ده د فکر مهم اړخ بلل کېږي. خو سره له دې دا هم ویل کېدای شي چې ماکیاویلي د اروپا د اخلاقي زوال اصلي مسؤول دی. د افلاطون په جمهوریت کې د تراسیمخوس، د توسیدیدیس د Melian Dialogue استدلال او د کارنیادس بحثونه، چې سیسرو ورته اشاره کوي، ټول د سیاست او اخلاقو د پخواني یووالي پر ضد وو. خو تر ماکیاویلي مخکې دا ډول غیر اخلاقي فکر هېڅکله د لوېدیځ سیاسي فکر اصلي لوری نه و. ماکیاویلي په دې نظر و چې د سیاست د بریا لپاره د شر کارول هم روا دي. دا نظر دومره قوي او پر وخت و، چې ډېر وروسته مفکرین او سیاستوال پرې قانع شول. د هغه دا اندېښنه، چې د جګړې لپاره هر ډول وسیله جایز ده، وروسته د اروپا د جګړې په ډګرونو کې څرګنده شوه، هلته چې ولسي پوځونه د یو بل پر وړاندې بېرحمه وجنګېدل، پرته له دې چې د عدالت اصولو ته پام وکړي. په سیاست کې د ګټې او اخلاقو ترمنځ تضاد لهمنځه ولاړ. د دوهګوني اخلاقو نظریه لا پسې دود شوه او دې کار د اخلاقو دودیز بنسټ نور هم کمزوری کړ. د raison d’état تیوري بلاخره د Lebensraum، دوو نړیوالو جګړو او هولوکاست (یهودي نسلوژنې) لامل شوه.
شاید د ریالیزم تر ټولو لویه ستونزه دا وي چې دا طرز فکر ډېر ژر افراطي لوري ته ځي او هر هغه ډول سیاست توجیه کوي چې د دولت ګټه پکې وي – حتی که له اخلاقي پلوه ناروا هم وي. که څه هم د والټز (Waltz) او نورو ننیو نیو ریالسیتانو لیکنې ښکاره اخلاقي بحث نه مطرح کوي، خو د دوی فکر هم له دوهګوني اخلاقو خالي نه دی. هغه اصطلاحات لکه realpolitik، چې پخوا د کلاسیک واقعپالانو (لکه هانس مورګنتاو) له نظره منفي مانا درلوده، نن هغه بدنامه مانا نه لري.
دوام لري…