LOADING CLOSE

د مشروعیت په لټه کې؛ د طالبانو د ډیپلوماسۍ کمپاین – ارون وای. زېلین

ارون وای. زېلین
څېړونکی او لیکوال

ډاکټر ارون وای. زېلین د اسلامي توندلارو او جهادي خوځښتونو متخصص دی. دی دا مهال د واشنګټن په انسټیټیوټ کې کار کوي. نوموړي د لندن له کینګز کالجه دکتورا ترلاسه کړې. د ده تخصص د شام، شمالي افریقا، ساحل، او افغانستان د سني جهادي ډلو، آنلاین بسیج او جهادي حاکمیت په برخه کې دی. هغه په دې تړاو یو شمېر مهم کتابونه لیکلي، چې د تونس، شام، او HTS د جهادي خوځښتونو تاریخ ته ځانګړي شوي دي.

لیکوال: ارون وای. زېلین

منبع: د واشنګټن انستیتوت

ژباړه: د جیوافغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز

د تېرو دوو لسیزو خلاف، چې د طالبانو ځواک د دوی له یاغي توب او وسله‌والو ځواکونو سرچینه اخیسته، دغه ډله اوس د دولت له یوې مهمې وسیلې ډېره استفاده کوي: ډیپلوماسي. دا د هغو خبرو اترو طبیعي دوام دی چې طالبانو د ۲۰۲۰ کال د سولې او د بهرنیو ځواکونو د وتلو د تړون پر مهال له امریکايي چارواکو سره په قطر کې ترلاسه کړی و. دا د حکومتولۍ یو لږ ارزښت ورکړل شوی اړخ دی، چې د نړیوال سیستم په چوکاټ کې جهادي ډلو ته د اعتبار ورکولو وسیله ګرځي، که څه هم په دې تړاو لا هم ډېر شکونه شته. طالبان اوس دغه وسیله داسې کاروي چې نړۍ ته وښيي دوی له بېلابېلو نړیوالو لوبغاړو سره د خبرو اترو لپاره چمتو دي، بې له دې چې په افغانستان کې خپل استبدادي او مذهبي حاکمیت ته بدلون ورکړي. دوی د ډیپلوماټیکو خبرو له ژبې استفاده کوي څو پر ټولنیزو اندېښنو، لکه د ښځو حقونو او د دوی ټولنیز رول، پرده واچوي.

له هغه وخت راهیسې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې کابل ونیوه، دې ډلې د خپل اسلامي امارت لپاره د نړیوالې پېژندنې هڅې پیل کړې دي. کله چې طالبانو د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې پر افغانستان واکمني لرله، یوازې پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د دوی واکمني په رسمیت پېژندلې وه. خو نن (له روسیې پرته) تر اوسه بل هېواد د طالبانو نوې اداره په رسمي توګه نه ده پېژندلې. خو له دې سره بیا هم، طالبان نن د خپلې لومړۍ دورې په پرتله خورا لږ منزوي دي.

لکه د نورو دولتونو په څېر، اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال د اګست له نیمايي وروسته په دوامداره توګه له بهرنیو چارواکو سره خپلې لیدنې د دولتي او رسنیزو وېب‌پاڼو او د ایکس/ټویټر حسابونو له لارې خپروي. دغه لیدنې د ګڼو موضوعاتو په اړه وې، لکه بشري مرستې، د حکومتولۍ په برخه کې مرسته، اقتصادي فرصتونه، صنعتي پانګونه او مذهبي تبادلې. په بله وینا، سره له دې چې اسلامي امارت په رسمي توګه (de jure) نه دی پېژندل شوی، خو په غیر رسمي ډول (de facto) پېژندل شوی دی – د بېلابېلو غیر ژمنه کوونکو اقداماتو له لارې یې حضور منل شوی دی.

سربېره پر دې، یو شمېر هېوادونو د اسلامي امارت د نړیوالې پېژندنې غوښتنه هم کړې ده: د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د اسلامي امارت د رسمي پېژندنې غوښتنه وکړه، په داسې حال کې چې د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي احمد اعزام د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې ورته غوښتنه وکړه. همدارنګه د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وړاندیز وکړ چې اسلامي امارت ته باید د ملګرو ملتونو په سازمان کې څوکۍ ورکړل شي.

څوک له طالبانو سره کتنې کوي؟

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ترلاسه کړ، تر ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۲۲مې نېټې پورې، طالبانو په عامه توګه اعلان کړی چې له لږ تر لږه اتیاوو هېوادونو سره یې ۱،۳۸۲ ډیپلوماټیکې ناستې کړې دي او که د څو اړخیزو ناستو په شمول حساب شي، نو دا شمېر ۱،۵۸۲ ناستو ته رسېږي.

جدول ۱: لس مخکښ هېوادونه چې له اسلامي امارت سره یې زیات تعاملات کړي دي

هېواد د تعاملاتو شمېر
چین ۲۱۵
ترکیه ۱۹۴
ایران ۱۶۹
قطر ۱۳۵
پاکستان ۱۱۸
ازبکستان ۸۴
روسیه ۶۹
ترکمنستان ۶۳
جاپان ۶۰
سعودي عربستان ۵۴

جدول ۲: د لوېدیځ لس مخکښ هېوادونه چې له اسلامي امارت سره یې تعاملات کړي دي

هېواد د تعاملاتو شمېر
اروپايي اتحادیه ۴۲
بریتانیا ۳۳
ناروې ۳۱
متحده ایالات ۲۰
جرمني ۱۲
ایټالیا ۱۱
فرانسه ۸
هالند ۸
سویس ۶
سویډن ۴

له طالبانو سره د لوېدیځو هېوادونو ښکېلتیا عموماً په څو اړخیزو نړیوالو غونډو کې ترسره شوې ده. په داسې حال کې چې د نورو سیمو هېوادونو دوه اړخیزې ناستې زیاتې خوښې کړي دي. دا لړۍ ښيي چې لوېدیځ هېوادونه د طالبانو له ډلې سره د تعامل په اړه لا هم له احتیاطه کار اخلي او لا هم پر دوی بې باوري دي، پرته له هغو نړیوالو فورمونو چې ډېری تمرکز یې په بشري مرستو دی. خو بیا هم یو شمېر استثناوې لیدل شوي او د دوه اړخیزو اړیکو د جوړولو لپاره لېوالتیا زیاته شوې ده، په ځانګړي ډول د اروپايي ټولنې، ناروې او بریتانیا له لوري.

برخلاف، چین د طالبانو له چارواکو سره تر بل هر هېواد ډېر لیدلي. دا ښيي چې د اسلامي امارت بېرته راتګ د سترو قدرتونو د سیالۍ یوه برخه ګرځېدلې چې د لوېدیځ د ترهګرۍ ضد اندېښنو له تمرکزه هاخوا ده. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او نورو چینايي چارواکو په وار وار ټینګار کړی چې د افغانستان په چارو کې د نه لاسوهنې تګلاره لري. د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۲۴مه، وانګ يي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په انګړ کې یو یادګاري ونه کېنوله او ویې ویل: “د یو سوکاله افغانستان په هیله.” له هغه وخت راهیسې د بیجینګ ډېری تعاملات د افغانستان ـ چین د سوداګرۍ د اتحادیې له لارې له سوداګریزو فرصتونو سره تړلي دي. ویل کېږي د دې اتحادیې ماموریت د چینايي شرکتونو سره مرسته ده څو په افغان صنعتونو کې پانګونه وکړي (لکه د تاریخي اثارو ساتنه، د ډبرو سکرو او مسو کانونه، زیربناوې، د تېلو او ګازو استخراج، او قصاب‌خانې) او افغانستان د یو کمربند او یوې لارې نوښت (Belt and Road Initiative) ته داخل کړي.

له طالبانو سره چیرته لیدنې کیږي؟

که څه هم د طالبانو ډېری ډیپلوماټیکې لیدنې په کابل کې ترسره شوې دي، دویم ډېر کارېدلی ځای د قطر پلازمېنه دوحه ده. (د طالبانو د ښکېلتیا د ځایونو لپاره د جدول ۳–۵ ته وګورئ). دا خبره د ډېرې حېرانتیا وړ نه ده، ځکه قطر د امریکا د وتلو د تړون په اسانتیا کې د خپل رول له امله له طالبانو سره نږدې اړیکې جوړې کړې دي.

دوحې د اسلامي امارت د مشروعیت د هڅو لپاره دوه موخې پوره کړې دي:
لومړی، دا هغه ځای و چې د لوېدیځ هېوادونو کولی شول له نوي حکومت سره په نسبي ډول په ارامۍ تعامل وکړي، پرته له دې چې افغانستان ته په تګ سره ورته د مشروع حکومت په سترګه وکتل شي.
دویم او تر ټولو مهم دا چې، د پراخ مشروعیت جوړونې له نظره، دوحې طالبانو ته یوه داسې ډیپلوماتیکه فضا برابره کړې چې د ډېرو نورو هېوادونو له سفارتونو سره اړیکې جوړې کړي – هغه څه چې په نورو هېوادونو یا په خپله افغانستان کې ناشوني وو. دا اړیکې په ځانګړې توګه د دغو هېوادونو د خپلواکۍ د ورځې او نورو ملي لمانځنو پر مهال جوړې شوې دي.

جدول ۳: لس هغه ښارونه چې طالبانو پکې له نورو هېوادونو سره تعامل کړی دی

ښار (هېواد) د تعاملاتو شمېر
کابل (افغانستان) ۶۹۰
دوحه (قطر) ۲۲۵
اسلام‌اباد (پاکستان) ۶۲
تهران (ایران) ۵۰
بېجینګ (چین) ۴۶
تاشکند (ازبکستان) ۲۶
اشک آباد (ترکمنستان) ۲۱
مسکو (روسیه) ۱۸
استانبول (ترکیه) ۱۵
کازان (روسیه) ۱۵

جدول ۴: لس هغه هېوادونه چې طالبانو پکې له نورو هېوادونو سره تعامل کړی دی

هېواد د تعاملاتو شمېر
افغانستان ۷۱۵
قطر ۲۲۵
پاکستان ۷۱
چین ۶۵
ایران ۶۲
ترکیه ۵۵
روسیه ۳۷
ازبکستان ۳۵
ترکمنستان ۲۳
سعودي عربستان ۱۵

هغه هېوادونه چې یوازې په دوحه کې له طالبانو سره ښکېل شوي دي – ډېری یې د دې لپاره چې د اسلامي امارت ډیپلوماټانو ته د خپلواکۍ او ملي ورځو د لمانځلو بلنې ورکړي – عبارت دي له: بورکینا فاسو، کاناډا، چک جمهوریت، جورجیا، ګانا، یونان، ګینه‌بیساو، هنګري، لایبیریا، مالاوي، مکسیکو، نایجیریا، پاراګوی، رواندا، جنوبي کوریا، هسپانیه، تانزانیا او یوګاندا. دا په دې مانا ده چې له طالبانو سره د ښکېلو هېوادونو له شلو سلنې ډېری یې یوازې د ډیپلوماټیکو رسمیتي مراسمو له لارې ښکېل شوي دي، دا ښيي چې قطر څنګه د اسلامي امارت د عادي کولو لپاره له نړیوالې ټولنې سره مرسته کوي.

جدول ۵: د لوېدیځو هېوادونو له لوري په کابل کې له طالبانو سره تعامل

هېواد د تعاملاتو شمېر
اروپايي اتحادیه ۲۹
ناروې ۲۰
بریتانیا ۱۱
ایټالیا ۴
سویس ۳
جرمني ۲
سویډن ۲
متحده ایالات ۲
استرالیا ۱
اتریش ۱

ډېری لویدیځ هېوادونه په کابل کې له طالبانو سره د ښکېلتیا په اړه اندېښمن پاتې شوي، څو دوی ته زیات مشروعیت ورنه کړي. خو وروستۍ نښې ښيي چې مستقیم تعامل هم رامنځته شوی دی. د بېلګې په توګه، ناروې د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارواکي په اوسلو کې مېلمانه کړل، چې دې د لویدیځ هېوادونو، جاپان، قطر او ترکیې سره د پراخو نړیوالو خبرو فرصتونه رامنځته کړل. همدارنګه، یو شمېر لویدیځ هېوادونه اوس له طالبانو سره د پرمختیا، بشري مرستو او سوداګریزو فرصتونو په اړه همکاري کوي:

  • د  ۲۰۲۲ کال په مارچ او د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې، د سویس او استرالیا پانګه‌والو د طالبانو د کانونو او پټرولیم له وزیر سره د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.
  • د ۲۰۲۳ کال په مۍ کې، د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت او د ډنمارک د همکاریو انسټیټوټ د اوبو د پراختیا ګډو پروژو د عملي کولو تړون لاسلیک کړ.
  • د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې، د جرمني Contra شرکت د طالبانو د کانونو او پټرولیم له وزارت سره د تخنیکي او مسلکي روزنې په اړه خبرې وکړې، او د ۲۰۲۴ کال فبروۍ کې کې د جرمني Rock Green او Alfa Tec شرکتونو د طالبانو د اوبو او انرژۍ له مرستیال وزیر سره د اوبو او انرژۍ پروژو په اړه د پانګونې پر احتمالي فرصتونو بحث وکړ.
  • د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر او دسمبر تر منځ، ایټالوي شرکتونو او د ایټالیا سرپرست ډي افیېر افغانستان ته د طالبانو د کانونو او پټرولیم له وزیر سره د مرمرو د کانونو پر عملیاتو خبرې وکړې او د کرنې او مالدارۍ له مرستیال وزیر څخه یې د بېلابېلو ولایتونو په کرنیزو پروژو کې د فعالیت اجازه ترلاسه کړه. دوی همدارنګه د عامې روغتیا او اقتصاد له وزیرانو سره د روغتیايي خدمتونو او له بهرنیو هېوادونو څخه راستنېدونکو افغانانو لپاره د بشري مرستو په اړه لیدنې وکړې.
  • د ۲۰۲۲ کال له مۍ راهیسې، ناروې د لویدیځ تر ټولو فعاله هېواد پاتې شوی چې له طالبانو سره یې د بشري مرستو، زده‌کړو، خوراکي توکو، اقتصادي فرصتونو، حکومتولۍ د ظرفیت لوړولو او د وچکالۍ اړوند د اوبو پروژو په اړه کار کړی دی. د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر تر پایه ناروې د دغو پروګرامونو لپاره ۷۰ میلیونه ډالر ورکړي دي. د افغانستان لپاره د ناروې کمیټه د اوبو لګولو په برخه کې مرسته کوي او د کاپیسا د فرعي سیند د بندونو، نهرونو او چینو وضعیت څاري. د ناروې سفیر په ډېرو ناستو کې د ښځو د حقونو، زده‌کړو او کار موندنې مسلې راپورته کړي، خو طالبان لا هم دغو موضوعاتو ته بې اعتنا پاتې دي.
  • د ۲۰۲۲ په اګست کې، د سویډن Master Bigrene International شرکت د افغانستان د اوبو او انرژۍ له وزارت سره د سکرو، اوبو بندونو او د لمریزې برېښنا پروژو کې د د پانګونې په اړه خبرې وکړې. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې د اقتصاد له وزیر سره په لرې پرتو سیمو کې د روغتیا او زده‌کړو پروژو د پلي کولو په اړه خبرې وکړې.
  • د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې، د سویس استازو د افغانستان د مرکزي بانک (د افغانستان بانک) سره په مالي او بانکي برخو کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.
  • د ۲۰۲۳ کال په جولای کې، د بریتانیا سرپرست ډي افیېر د لوړو زده‌کړو له وزیر سره د همکاریو په برخو کې خبرې وکړې. د بریتانوي پانګه‌والو بېلابېلو شرکتونو د ۲۰۲۲ کال جون او ۲۰۲۳ کال سپتمبر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم له وزیر سره د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې او د امریکا ـ بریتانیا ګډ شرکت دا کار د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې وکړ.
  • د اتریش د سخت ښي اړخ ازادۍ ګوند د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر په وروستیو کې له طالبانو سره لیدلي، چې ښايي د افراطیت د “اسپیکتري” تیوري یوه بېلګه وي، ځکه دا ګوند نه غواړي افغان کډوال په اتریش کې پاتې شي او اسلامي امارت غواړي ټول افغانان بېرته ورستانه شي، څو یوه ریښتینی اسلامي ټولنه جوړه کړي.

په تېرو دوه نيمو کلونو کې د طالبانو ښکېلتیا نوره هم پراخه شوې، چې ښايي د څو اړخیزو غونډو له ګډون سره تړاو ولري. دا نړیوال سیستم په لور د طالبانو د مشرانو د زیات ادغام ښکارندویي کوي. تر اوسه اسلامي امارت په لاندې غونډو کې برخه اخیستې ده:

  • چین: د تونشي ګاونډیو هېوادونو غونډه، د چین ـ سویلي اسیا د همکارۍ فورم، د ترانس‌همالیه فورم، د چین د کمربند او لارې نوښت نړیوالې همکارۍ غونډه
  • روسیه: کازان فورم، استراخان فورم
  • قطر: د قطر اقتصادي فورم، دوحه فورم
  • ترکیه: د انټالیا ډیپلوماټیک فورم
  • ازبکستان: د تاشکند نړیوال کنفرانس
  • هالېنډ: د نړیوالو تولیدي سرچینو فورم

طالبانو له سعودي، د اسلامي همکارۍ سازمان او د قطر له ديني عالمانو ټولنې سره هم نږدې کار کړی، چې دا یې له نړیوالو اسلامي بنسټونو سره د اړیکو ژورتیا ښيي. دا ټول فورمونه اسلامي امارت ته زمینه برابروي چې له هغو هېوادونو سره اړیکې جوړې کړي، چې مخکې ورسره ښکېل نه وو او له هغو سره اړیکې نورې هم ژورې کړي چې مخکې يې ورسره لیدلي دي.

دې ښکېلتیاوو د طالبانو اسلامي امارت دې ته وهڅوه چې خپل ځانګړی فورم جوړ کړي. د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په وروستیو کې طالبانو د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ نوښت په نوم فورم پیل کړ. په دې نوښت کې چین، هند، اندونیزیا، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیه، ترکیه، ترکمنستان او ازبکستان ګډون لري. د طالبانو د چارواکو په وینا:
“د غونډې موخه په عمده توګه د یوې سیمه‌محوره اجنډا جوړول وو چې د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د مثبتې او رغنده ښکېلتیا لپاره سیمه‌ییزه همکاري رامنځته کړي.”

که څه هم لا نه ده څرګنده چې طالبان به په اوږدمهال کې څه ډول دا اړیکې پرمخ یوسي، خو لږ تر لږه دا ښکاره کوي چې اسلامي امارت هڅه کوي څو ځان د یوه عادي حکومت په توګه وښيي، چې له نړیوالو معیارونو سره سم عمل کوي او د نورو هېوادونو په څېر فعالیت کوي.

نابرابرې لاسته راوړنې

د طالبانو بېلابېلو دیپلوماتیکو هڅو ډېر هېوادونه دې ته وهڅول چې په کابل کې خپلې سفارتخانې بېرته پرانیزي او اسلامي امارت ته یې په بهرنیو هېوادونو کې د سفارتونو او ډیپلوماتیکو ماموریتونو په کچه نابرابر حضور ورکړ. د ۲۰۲۲-۲۴ تر فبرورۍ پورې، اتلسو هېوادونو/ادارو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته خپل سفارتونه په کابل کې بېرته پرانیستي دي: اذربایجان، چین، اروپایي اتحادیه، هند، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، قطر، روسیه، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیه، ترکمنستان، متحد عربي امارات او ازبکستان.

تر اوسه چین یوازینی هېواد دی چې د افغانستان اسلامي امارت یې د افغانستان اسلامي جمهوریت (۲۰۲۱-۲۰۰۴) د مشروع ځای ناستي په توګه په رسمیت پېژندلی او یوازینی هېواد دی چې د طالبانو د ټاکل شوي سفیر اعتبار یې منلی دی. (موده وړاندې روسیې اسلامي امارت په رسمیت وپېژنده). سربېره پر دې، د طالبانو لخوا سفارتونو ته د ګومارل شویو سرپرستانو اعتبار ایران، قزاقستان، پاکستان، روسیې او ترکمنستان منلی دی. د طالبانو اسلامي امارت ته د قطر او مالیزیا سفارتونو، د هند ماموریتونو او په دوبۍ (متحده عربي اماراتو) کې د عمومي قونسلګرۍ کنټرول هم سپارل شوی دی.

سره له دې چې د هغو هېوادونو ترمنځ چې په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي او هغو چې په خپلو خاورو کې طالبانو ته ډیپلوماتیک حضور ورکوي، لوی توپیر شته. عمومي تمایل څرګند دی: دا ډله د ۱۹۹۰مو کلونو په وروستیو کې د پخوا په څېر منزوي نه ده، که څه هم رسمي پېژندنه یې د طالبانو د مشرانو د هیلو په څېر په چټکۍ نه ده رامنځته شوې.

پېژندنه یو حتمي واقعیت دی

دغه پرمختګونه ښيي چې طالبانو ته رسمي پېژندنه ورکول (de jure recognition) یوازې د وخت مسله ده. لږ تر لږه د نږدې یا منځمهاله راتلونکي لپاره د ځینو هېوادونو له لوري د داسې اعلانونو تمه کېدای شي. د لومړي ځل برعکس، چې طالبانو واک درلود، دا ډله اوس د نړیوال سیستم سره ډېره نښلول شوې ده. اتیاوو هېوادونو له طالبانو سره د ښکېلتیا یو ډول ښودلی دی، او de facto پېژندنه—یعنې د نوي رژیم منل د غیر رسمي کړنو له لارې، پرته له دې چې ورته په ملګرو ملتونو کې څوکۍ ورکړل شي—یو منل شوی واقیعت ګرځېدلی دی.

نو اسلامي امارت په نړیوال سیستم کې د خپلو دیپلوماتیکو هڅو له لارې تر یوې کچې عادي کېدو ته لاره هواره کړې ده. که څه هم لا یې ښځو ته اساسي حقونه نه دي ورکړي او له القاعدې څخه په نړیواله کچه او د تحریک طالبان پاکستان څخه په سیمه‌ییزه کچه او د نورو جهادي ډلو له تېر او اوسني ملاتړ سره لا حساب نه دی شوی. له همدې امله، که څه هم جګړې دې ډلې ته د خپل هېواد د بېرته نیولو وس ورکړ، خو دیپلوماتیکو هڅو یې دې ته لاره هواره کړه چې په نړیواله کچه د یو منل شوي لوبغاړي په توګه راڅرګند شي، که څه هم لا یې رسمي پېژندنه نه ده ترلاسه کړې.

error: Content is protected !!