په نړیوالو اړیکو کې سیاسي ریالیزم (لومړۍ برخه) – د سټانفورډ دایرة المعارف

وودیمیر یولین کوراب-کارپوویچ
ډاکټر وودیمیر یولین کوراب-کارپوویچ (Włodzimierz Julian Korab-Karpowicz) یو پېژندل شوی پولنډی فیلسوف، سیاسي مفکر، استاد او لیکوال دی.
لیکوال: ډاکټر وودیمیر یولین کوراب-کارپوویچ (Włodzimierz Julian Korab-Karpowicz)
ژباړه: عنایت عازم
په نړیوالو اړیکو کې بېلابېلې عمومي نظریې یا نظریاتي لیدلوري یو له بل سره په سیالۍ کې دي. ریالېزم، چې سیاسي ریالېزم هم بلل کېږي، د نړیوال سیاست هغه لیدلوری دی چې د شخړې، سیالۍ او زورواکۍ اړخ ته جدي نغوته او پاملرنه کوي. دا لیدلوری ډېر وخت له ایډیالېزم یا لېبرالېزم سره پرتله کېږي، چې پر همکارۍ، متقابل احترام او نړیوال نظم ټینګار کوي. ریالیستان باور لري چې د نړیوال نظام بنسټیز لوبغاړي دولتونه دي. دا دولتونه د خپل امنیت خوندي کولو، د خپلو ملي ګټو تأمین او د قدرت د لاسته راوړلو لپاره هڅې کوي.
د ریالېزم پر ځانمحورۍ او ځواکمحورۍ د ټینګار یوه منفي پایله دا ده چې ریالیستان اکثره د دولتونو ترمنځ په اړیکو کې د اخلاقي اصولو پر ارزښت شک کوي. د دوی په اند، ملي سیاست د قانون او مشروع واک ډګر دی، خو نړیوال سیاست یو داسې بېنظمه میدان دی چې عدالت پکې نادره دی، شخړې پکې دوام لري او اخلاقي معیارونو ته پکې پام نه کېږي.
خو دا خبره سمه نه ده چې ګواکې ټول ریالیستان د نړیوالو اړیکو په برخه کې د اخلاقو ونډه ردوي. کلاسیک ریالېزم، چې د رینهولډ نیبور او هانس مورګنتاو په څېر فکري څېرې یې استازي دي، له سختدریځه یا افراطي ریالېزم سره توپیر لري.
کلاسیک ریالېزم که څه هم د ملي ګټو پر اهمیت ټینګار کوي، خو د میکاولي له هغه نظر سره مخالف دی چې وایي: «هر څه د دولت د مصلحت لپاره روا دي». دا لیدلوری جګړې، شخړو او زور ته ارزښت نه ورکوي، بلکې د سیاسي واقعیتونو پر بنسټ د عاقلانه تصمیم نیونې پلوي کوي.
کلاسیک ریالیستان د نړیوالو اړیکو په سیاست کې د اخلاقي قضاوت امکان نه ردوي، خو پر هغه ډول اخلاقو نیوکه کوي چې یوازې نظري او مفکوروي وي، او واقعي سیاسي حالاتو ته پکې پاملرنه نه وي. دوی باور لري چې اخلاقي ارزښت باید هغه سیاسي عمل ته ورکړل شي چې له احتیاطه کار اخلي؛ یعنې دا وړتیا ولري چې له مختلفو انتخابونو څخه هغه غوره کړي چې سیاسي پایلې یې مثبتې او ګټورې وي.
ریالېزم یوه پراخه نظریاتي کورنۍ ده چې اوږده فکري سابقه لري. د دې لیدلوري له بنسټايښودونکو څخه ډېری وخت د توسیدیدیس، ماکیاولي او هابز نومونه یادېږي. د شلمې پېړۍ کلاسیک ریالېزم ځای ننسبا تر ډېره نیوریالېزم (Neorealism) نیولی دی. دا تیوري هڅه کوي د نړیوال سیاست په تړاو ډېر علمي، جوړښتي او نظاممحوره تحلیلونه وکړي.
هم کلاسیک او هم نیوریالېزم د نړیوالو اړیکو د لېبرال، انتقادي او پسمدرن لیدلورو له خوا تر پوښتنو او نیوکو لاندې راغلي دي. د سترو ځواکونو ترمنځ د شخړو، رقابت او بېباورۍ زیاتېدو له امله، او د یوویشتمې پېړۍ له پیله، د ریالېزم او ایډیالېزم ترمنځ زوړ بحث یو ځل بیا راژوندی شوی دی. له همدې امله، د ریالېزم په اړه د څېړونکو او شنونکو لېوالتیا ډېره شوې ده.
د ريالیزم د فکر ريښې
توسیدیدیس او د قدرت ارزښت
لکه نورو کلاسیکو سیاسي مفکرینو، توسیدیدیس (شاوخوا ۴۶۰ تر ۴۰۰ ق.م) سیاست نه یوازې د واک او قدرت موضوع ګڼله، بلکې د اخلاقي پوښتنو یوه جدي برخه یې هم بلله. تر ټولو مهمه یې دا پوښتنه وه: آیا د دولتونو ترمنځ هغه اړیکې چې پکې قدرت مرکزي نقش لري، کولای شي د عدالت له اصولو هم لارښوونه واخلي؟
د هغه مشهور اثر د پېلوپونیز جګړې تاریخ نه یو منظم سیاسي-فلسفي اثر دی او نه هم د نړیوالو اړیکو یوه منظمه تیوري؛ بلکې دا د آتن او اسپارتا ترمنځ د اوږدې جګړې (۴۳۱–۴۰۴ ق.م) یوه نسبي تاریخي روایت دی. ډېری برخه یې د مخالفو لوریو ترمنځ پر ویناګانو ولاړه ده، چې د یوه مهم بحث د دوو متضادو اړخونو استازولي کوي.
دا اثر د نړیوالو اړیکو په نظریاتي تاریخ کې یوازینۍ کلاسیکه سرچینه بلل کېږي. دا کتاب که د هابز په څېر او تر ننیو معاصرو پوهانو ته فکري الهام وربخښي، نو دا ځکه ده چې دا کتاب یوازې د پېښو تسلسل نه وړاندې کوي، بلکې له هغې یوه روښانه نظریه هم استخراجېدای شي.
د ریالېزم لومړنۍ نښې د همدې اثر په پیل کې د آتنیانو له وینا ــ هغه وینا چې د جګړې له پیل مخکې د اسپارتا په شورا کې وشوه ــ همداراز د توسیدیدیس د پېلوپونیز جګړې د لاملونو بیان، او په ځانګړې توګه د “میلان مکالمې” پر مهال د آتن استازو خبرې، ټول د ریالېستي لیدلوري څرکونه او څرګندونې ګڼل کېږي.
د نړيوالو اړيکو په برخه کې د رياليزم عمومي ځانګړنې
رياليستان پر دې باور دي چې سیاست د انساني فطرت او د نړيوال حکومت د نشتوالي له کبله اغېزمن شوی دی. دوی انسان ذاتاً ځانغوښتونکی او ګټهلټونکی ګڼي، او نړيواله فضا د داسې يو نظام په توګه ویني چې پکې ګډ مرکزي حکومت نه شته. دا دوه لاملونه د نړيوالو اړيکو د شخړېمحوره لیدلوري بنسټ جوړوي؛ چې اصلي لوبغاړي یې دولتونه دي. قدرت او امنیت؛ محوري موضوعات ګڼل کېږي او د اخلاقو لپاره ډېر لږ ځای پاتې کېږي. د رياليزم ټول بنسټونه، لکه د دولتونو کردار، ځانغوښتنه، بېنظمي، قدرت، امنيت، او د اخلاقو محدوده ونډه، د توسیدیدیس په اثر کې هم لیدل کېږي.
لومړی؛ انساني خاصه د کلاسیک رياليزم پیل دی
رياليستان انسان داسې موجود ګڼي چې ذاتاً ځانغوښتونکی دی او خپلې شخصي ګټې د اخلاقي اصولو نه لوړې ګڼي. د توسیدیدیس د کتاب په لومړي جلد کې، چې د اسپارتا مناظره پکې راغلې، آتنيان څرګندوي:
«خلک هېڅکله د زور له برکته د شتمنېدو له فرصتونو لاس نه اخلي، که څه هم دا دې غیرعادلانه هم نه وي.»
دویم؛ د نړیوال حکومت نشتوالی (انارشي)
رياليستان، په تېره بیا نیورياليستان (Neorealists)، دا باور لري چې د نړيوال حکومت نشتوالی د نړيوال سیاست اصلي بڼه ټاکي. دوی استدلال کوي چې ګواکې یو ګډ قانونجوړوونکی او نافذوونکی واک نه شته، نو له همدې ځایه نړيواله فضا یوه خود پرسته نظام دی، چې هر دولت پکې د خپل بقاء مسؤل دی، خپلې ګټې پخپله تعریفوي او د قدرت د ترلاسه کولو په تړاو هڅې کوي. په دې نظام کې، قدرت د دولتونو ترمنځ د اړيکو اصلي تعینوونکی دی. لکه څنګه چې آتني استازو په میلوس کې وویل:
«خپلواکه دولتونه یوازې هغه وخت ژوندي پاتې کېږي چې زور ولري.»
درېیم؛ امنيت د دولتونو اصلي اندېښنه ده
په داسې نړۍ کې چې بېنظمه وي، امنيت د دولتونو اصلي موخه وي. د امنيت د لاسته راوړلو لپاره دولتونه هڅه کوي خپل ځواک زیات کړي او د نورو پر وړاندې د ځواک توازن وساتي. ډېری جګړې همدا هدف لري، څو رقیب ملتونه د زیات پوځي ځواک له ترلاسه کولو راوګرځوي.
توسیدیدیس د پېلوپونيز جګړې اصلي لاملونه تر سطحي پېښو جلا ګڼي. د هغه په اند، جګړه د دوو بلاکونو ترمنځ د قدرت د ویش د بدلون له امله رامنځته شوه: د آتن تر مشرۍ لاندې “دیلي اتحاد” او د اسپارتا تر مشرۍ لاندې “پېلوپونيز اتحاد”. آتن چې ځواکمن شو، اسپارتایانیې وارخطا کړل، او همدې وېرې هغوی جګړې ته وهڅول.
دا مفهوم وروسته د “Thucydides Trap” په نامه مشهور شو، چې ګراهام الیسن یې د دې لپاره کاروي چې وښيي څنګه یو برحاله ځواک له یو راپورته کېدونکي ځواک سره په شخړې اوړي.
څلورم؛ اخلاق او نړيوال سیاست
رياليستان عموماً باور لري چې اخلاق په نړيوالو اړيکو کې ډېر کم نقش لري. ځینې وایي چې اخلاق هیڅ ځای نه لري؛ ځینې باور لري چې د اخلاقو غوښتنې او د بریالي سیاست اړتیاوې یو له بل سره ټکر لري؛ یا دا چې دولتونه خپل ځانګړی «دولتي اخلاق» لري، چې له عامو اخلاقو سره فرق لري؛ یا اخلاق یوازې د خپلو کړنو د توجیه لپاره کارېږي، نه د حقیقي اصولو په توګه.
د دې طرز تفکر یوه څرګنده بېلګه د توسیدیدیس په «میليان مکالمه» کې راغلې. دا مکالمه د ۴۱۶ ق.م د هغو پېښو انځور وړاندې کوي، کله چې آتن د میلوس په ټاپو يرغل وکړ. آتني استازو له میلوسیانو وغوښتل چې یا دې تسلیم شي، کنه له منځه به ویوړل شي. دوی ورته وویل چې د عدالت یادونه دې ونه کړي، بلکې یوازې دې د خپلې بقاء فکر وکړي. دوی وویل:
«موږ دواړه پوهېږو چې د عدالت پرېکړې یوازې هغه مهال مطرح کېږي چې دواړه خواوې یو برابر زور ولري؛ خو که یوه خوا زوروره وي، نو هر څه چې وغواړي تر لاسه کوي، او کمزوري اړ دي چې ویې مني.»
د «برابر زور» معنا دا ده چې دواړه خواوې د قانون تر واک لاندې وي او یو ګډ قدرت ورباندې واک لري. چون داسې قدرت د دولتونو ترمنځ نه شته، نو آتنيان استدلال کوي چې په نړيواله بېقانونۍ کې یوازینی “حق” د زور حق دی. هغوی حق له ځواک سره برابر ګڼي، او د عدالت هر ډول یادونه له نړيوال سیاسته بهر بولي.
(1) Comments
Fahim khan
Khan
Comments are closed.