د اوږدې امریکايي پېړۍ پای؛ ټرمپ او د امریکا د ځواک سرچینې (دویمه برخه) – کیوهېن او نای

رابرټ کیوهېن
رابرټ او. کیوهېن (Robert O. Keohane) د پرنستون پوهنتون د نړیوالو چارو افتخاري پروفیسور دی، او همدارنګه د هارورډ د نړیوالو چارو په مرکز کې علمي غړی دی. ښاغلی کیوهېن په آی آر کې د نړیوالو ادارو د تیورۍ په برخه کې ځانګړی ځای لري. دی د یو آی آر د یو شمېر مشهورو کتابونو لیکوال هم دی. د بېلګې په توګه له جوزف نای سره یې په ګډه د Power and Interdependence: World Politics in Transition کتاب لیکلی او د After Hegemony په څېر د مشهور کتاب لیکوال هم دی.

جوزف نای
جوزف اس. نای جونئیر (Joseph S. Nye, Jr.) د هارورډ پوهنتون د جان ایف. کینیډي د سیاسي علومو ډيپارتمنت افتخاري استاد و. هغه د کلنټن په اداره کې د نړیوال امنیت د چارو مرستیال وزیر، او د ملي استخباراتو شورا رییس هم پاتې شوی و. نوموړی د ګڼو کتابونو، په ځانګړي ډول د "A Life in the American Century"، د نرم ځواک؛ په نړیوال سیاست کې د بریا اوزار،او له رابرټ کیوهېن سره په شریکه د Power and Interdependence د مشهور کتاب لیکوال هم و.
د اوږدې امریکايي پېړۍ پای؛ ټرمپ او د امریکا د ځواک سرچینې (لومړۍ برخه) – کیوهېن او نای
لیکوالان: رابرټ کیوهن او جوزف نای
ژباړه: د جیوافغانیکا د آی آر مرکز
منبع: د فارن آفیرز مجله
اصلي ځواک
د ټرمپ اداره د ځواک یو مهم بُعد له پامه غورځوي. ځواک دا وړتیا ده چې نور خلک دې ته اړ کړي چې ستا غوښتنې ومني. دا هدف د زور، تادیې یا جذب له لارې ترلاسه کېدای شي. لومړني دوه وسایل سخت ځواک ګڼل کېږي. درېیم یې نرم ځواک دی. په لنډ مهاله توګه، سخت ځواک معمولاً نرم ځواک ته برلاسی وي، خو په اوږدمهاله توګه، نرم ځواک اکثراً بریالی وي. ویل کېږي چې جوزف سټالین یو وخت په تمسخر سره پوښتنه کړې وه :”پاپ څومره عسکر (نظامي ځواک) لري؟” خو شوروي اتحاد له منځه تللی او پاپ لا هم ژوندی دی.
ولسمشر ټرمپ په غیرمعمولي ډول د زور او د امریکا د سخت ځواک کارولو ته ژمن ښکاري، خو داسې نه ښکاري چې نرم ځواک یا د هغه رول په بهرني سیاست کې درک کړي. د کاناډا یا ډنمارک په څېر دموکراتو متحدینو ته ګواښ کول د امریکا پر متحدینو باور کمزوری کوي؛ پاناما ته ګواښ کول په ټوله لاتینې امریکا کې د امپریالیزم وېره بیا راژوندۍ کوي؛ د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) فلج کول د امریکا د خیر ښیګڼې شهرت ته زیان رسوي. د امریکا غږ (Voice of America) خاموشول د هېواد پیغام غلی کوي.
شکمن کسان وایي، نو څه؟ نړیوال سیاست سخت دی، نه نرم. د ټرمپ زورزیاتی او معاملاتي چلند لا دمخه امتیازات ترلاسه کړي او نور هم تمه کېږي. لکه څنګه چې ماکیاولي یو وخت د ځواک په اړه لیکلي، یو شهزاده ته غوره ده چې خلک ترې وډار شي، نه دا چې مینه ورسره ولري. خو لا غوره دا ده چې هم وډار شي او هم مینه ورسره ولري. ځواک درې بُعدونه لري او د جذب له پامه غورځول د امریکا د ځواک یوه مهمه سرچینه له پامه غورځول دي. په اوږدمهاله توګه، دا یوه ناکامه ستراتیژي ده.
د امریکا زوال ښايي یوازې یو لنډمهاله ټیټوالی نه وي، بلکې یوه ژوره غورځېدنه وي.
نرم ځواک حتی په لنډمهاله توګه هم مهم دی. که یو هېواد جذاب وي، نو اړتیا نه لري چې دومره پر انعامونو او جزاګانو تکیه وکړي، څو د نورو چلندونو ته بڼه ورکړي. که متحدین دا هېواد مهربان او د باور وړ وګڼي، نو هغوی به ډېر قانع کېدونکي وي او احتمال لري چې د دغه هېواد مشري ومني، که څه هم هغوی ښايي هڅه وکړي چې د ځواکمن دولت د مهربان چلند څخه ګټه واخلي. کله چې دوی له زورزیاتي سره مخ شي، ښايي اطاعت وکړي، خو که دوی خپل تجارتي شریک یو بې باوره زورواکی وګڼي، نو احتمال لري چې خپلواکي غوره کړي او کله چې ممکنه وي، خپله اوږدمهاله متقابله تړلتیا راکمه کړي. د سړې جګړې اروپا د دې دینامیک یوه ښه بېلګه ده. په ۱۹۸۶ کال کې، د ناروې شنونکي ګیر لونډستاد نړۍ د شوروي او امریکایي په امپراتوریو وویشله. شوروي اتحاد د زور له لارې اروپايي دولتونه تابع کړي وو، خو امریکایي اړخ “د بلنې له لارې امپراتوري” کوله. شوروي اتحاد اړ شو چې په ۱۹۵۶ کال کې بوداپست او په ۱۹۶۸ کال کې پراګ ته پوځونه واستوي، څو هلته حکومتونه د مسکو تابع وګرځوي. خو برعکس، ناټو د سړې جګړې په اوږدو کې قوي پاتې شوه.
په اسیا کې چین خپلې سختې نظامي او اقتصادي پانګونې زیاتې کړې دي، خو همدارنګه یې د جذب ځواک ته هم وده ورکړې ده. په ۲۰۰۷ کال کې ولسمشر هو جینتاو د چین د کمونیست ګوند په ۱۷م ملي کانګرس کې وویل چې چین اړتیا لري خپل نرم ځواک زیات کړي. د چین حکومت د دې هدف لپاره لسګونه میلیارده ډالر مصرف کړي دي. البته دې هڅو تر ډېره مخلوطې پایلې لرلي، ځکه په دې تړاو دوه لوی خنډونه شته دي: لومړی دا چې چین له خپلو ګاونډیانو سره د ځمکنۍ شخړو اور بل کړی او دویم، کمونیست ګوند په مدني ټولنه کې پر ټولو سازمانونو او نظرونو سخت کنټرول ساتي. چین د نړیوالو پیژندل شویو پولو د پامه غورځولو له امله د نورو هېوادونو کرکه راپارولې ده. کله د بشري حقونو وکیلان زنداني کوي او کله هنرمندان، لکه د درخشان هنرمند آی وی وی تبعید ته اړ کوي، نو دا د ډېرو هېوادونو خلکو ته بد ښکاري.
د ټرمپ د دویمې دورې له پیله وړاندې، چین د نړیوالو عامه افکارو په محکمه کې له امریکا ډېره شاته پاتې وه. پیو د ۲۰۲۳ کال په یوې سروې کې له ۲۴ هېوادونو راپور ورکړ چې په ډېرو هېوادونو کې اکثریتو ګډونوالو د چین په پرتله امریکا جذابه ګڼلې وه، یوازې افریقا یوازینۍ لویه وچه وه چې د دواړو سلنه نږدې وه. په وروستیو کې، د ۲۰۲۴ کال په می میاشت کې، ګالوپ وموندله چې په ۱۳۳ هېوادونو کې د دوی د سروې له مخې امریکا په ۸۱ هیوادونو کې برلاسي درلوده او چین په ۵۲ هیوادونو کې. که ټرمپ د امریکا د نرم ځواک کمزوري کولو ته همداسې دوام ورکړي، نو دا شمېرې ښايي په څرګند ډول بدلون ومومي.
یقیناً، د امریکا نرم ځواک د کلونو په اوږدو کې ښکته او پورته شوی دی. د ویتنام او عراق د جګړو پر مهال امریکا په ډېرو هېوادونو کې نامنلې (ناخوښه) وه. خو نرم ځواک د یوه هېواد له ټولنې او کلتوره سرچینه اخلي، نه یوازې د یو حکومت له کړنو. ان د ویتنام جګړې پر مهال، کله چې خلکو په ټوله نړۍ کې د امریکا د سیاستونو پر ضد مظاهرې کولې، نو هغوی هممهاله د کمونیستي “انترناسیونال” پر ځای د امریکا د مدني حقونو سرود “موږ به بریالي شو” سندره بدرګه کوله. دا یوه شتمني ده چې یوه پرانیستې مدني ټولنه اعتراض ته اجازه ورکوي او مخالفت زغمي. که چېرې د امریکا دیموکراسي په دوامداره توګه کمزوري شي او همدا راز په بهرنیو هېوادونو کې د زورواکۍ چلند خپل کړي، نو د امریکا له کلتوره اخیستل شوی نرم ځواک به د راتلونکو څلورو کلونو دننه د حکومت له افراطي پرېکړو ژوندی پاتې نه شي.
چین هڅه کوي هغه تشې ډکې کړي چې ټرمپ يې رامنځته کوي. چین ځان په اصطلاح د سویلي نړۍ مشر ګڼي. بیجینګ هدف لري چې د امریکا د نړیوالو اتحادونو، بنسټونو او نظم ځای ناستې شي. د دوی د “یو کمربند، یو سړک” د زیربناوو پانګونې برنامه نه یوازې د نورو هېوادونو جذبولو لپاره ډیزاین شوې، بلکې دا د چین د اقتصادي ځواک برابرولو لپاره هم ده. چین د ډېرو هېوادونو تر ټولو لوی تجارتي شریک دی، په داسې حال کې چې امریکا بیا دا مقام نه لري. که ټرمپ فکر کوي چې کولی شي له چین سره سیالي وکړي په داسې حال کې چې د امریکا د متحدینو ترمنځ باور کمزوری کوي، خپل امپریالیستي ارمانونه څرګندوي، د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې له منځه وړي، په کور دننه د قانون حاکمیت پر وړاندې موانع ایجادوي او د ملګرو ملتونو له ادارو څخه وځي، نو ښايي ډېر ژر مایوسه شي.