د نړیوالو اړیکو د کنسټکریکټیوزم تیوري – احمدالله ارچیوال

احمدالله ارچیوال
احمدالله ارچیوال په ۲۰۰۴ کال کې له پېښور پوهنتونه په ژورنالېزم او په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له نیوسکول پوهنتونه د نړیوالو چارو په برخه کې ماسټرۍ ترلاسه کړي. دا راز، نوموړی «د خدایې خدمتګار کلتوري اغېزې» او «ولسي مبارزې (عدم تشدد)» کتابونو لیکوال هم دی. ښاغلی ارچیوال له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د امریکا د سولې په انستیتوت، یوناما، د افغانستان ټاکنو کمیسیون کې د عامه پوهاوي د رییس او کارډان پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د استاد په توګه دندې ترسره کړي دي.
لیکنه: احمدالله ارچیوال
د کنسټرکټیویزم پېژندنه
کنسټرکټیویزم یوه داسې تیوري ده چې د انسانانو د ټولنیز ماهیت پر بنسټ ولاړه ده. دا تیوري باور لري چې د لوبغاړو ترمنځ راکړه ورکړه، افهام او تفهیم، او کلتور د انسانانو پر ژوند ژوره اغېزه لري او همدا چارې د هغوی کړنې او چلند تعریفوي. کنسټرکټیویزم نړیوالو اړیکو ته د انساني ځانګړتیاوو، نورمونو، پېژندګلوۍ، نظریاتو او کلتور له زاویې ګوري.
دا لیکنه د څلورو پوښتنو د ځوابولو په موخه لیکل شوې ده: لومړی؛ په نړیوالو اړیکو کې د کنسټرکټیویزم تیوري اړتیا ولې رامنځته شوه؟ دویم؛ د کنسټرکټیویزم تیوري څه وايي؟ درېیم؛ له ریالیزم او لیبرالیزم سره یې توپیر څه دی؟ څلورم؛ پر دې تیوري کومې نیوکې شوي او په نړیوال سیاست کې د دې تیورۍ عملي بېلګه څه ده؟
په نړیوالو اړیکو (آی آر) کې د کنسټرکټیویزم اړتیا
د سړې جګړې تر پای پورې، ریالیزم او لیبرالیزم د نړیوالو اړیکو حاکمې تیورۍ وې. په دې دواړو تیوریو کې دولت د نړیوالو اړیکو اصلي لوبغاړی ګڼل کېده. د دواړو تر منځ د اختلاف اصلي ټکی دا و، چې ګټې باید مطلقې وګڼل شي که پرتلیزې؛ خو د دواړو لپاره د “خودغرضه دولت” مفکوره د پیل نقطه وه (وېنډت، ۱۹۹۲).
لیبرالیزم په دې باور و، چې د دولت ترڅنګ نور فکتورونه لکه نورمونه، ادارې او نظریات هم کولای شي نړیواله انارشي راکمه کړي (کوهن، ۱۹۸۸). د لیبرالیزم له مخې، دغه فکتورونه د هېوادونو ترمنځ باور پیاوړی کوي او د لا زیاتو همکاریو زمینه برابروي. ریالیزم بیا په دې باور دی، چې په انارشۍ ولاړ سیسټم کې د دولتونو اصلي موخه ژوندي پاتې کېدل دي، خو د لیبرالیزم او نیو-ریالیزم لپاره د ګټو ترلاسه کول لومړیتوب لري.
سره له دې چې لیبرالیزم او ریالیزم دوه بېلابېلې تیورۍ دي، خو انفرادیت او مادیت د دواړو نښلوونکي فکتورونه دي (بارنېټ، ۲۰۱۱). انفرادیت وايي چې هېوادونه ټاکلې ګټې لري او جوړښتونه د دغو ګټو خنډ ګرځي، او مادیت وايي چې ځواک، ټکنالوژي او جغرافیه د هېوادونو پر چلند اغېز کوي.
په هغه وخت کې چې ریالیزم او لیبرالیزم واکمنې تیورۍ وې، پر دې بحث نه کېده چې نورمونه څنګه د هېوادونو ګټې تعریفوي. دا بحثونه هغه وخت راپورته شول چې سړه جګړه پای ته ورسېده او شوروي اتحاد مات شو. د شوروي اتحاد ماتېدل هغه څه وو چې نه ریالیزم او نه هم لیبرالیزم یې وړاندوینه کړې وه. کنسټرکټیویزم دا معما حل کړه (بارنېټ، ۲۰۱۶؛ سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶).
بارنېټ وایي، سړه جګړه هغه وخت پای ته ورسېده چې د امریکا او شوروي مشرانو د خپلې سختې دښمنۍ په اړه خپل دریځونه بدل کړل، او له دې سره نړیوال سیاست هم بدلون وموند. په بله وینا، د دواړو هېوادونو مشرانو یو بل ته نور د دښمن په سترګه نه کتل بلکې او پر ځای یې خپلو منځونو کې د دوستۍ نوی فکر رامنځته کړ.
سټیرلینګ فوکر هم په دې باور ده چې د سړې جګړې پر مهال شوروي او امریکا یو بل ته د خپل اصلي دښمن په سترګه کتل او د هغوی ترمنځ اړیکې د همدې فکر زیږنده وې. د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته،چې نړۍ له دوه قطبي حالت څخه یو قطبي حالت ته داخل شو، د نړۍ نور هېوادونه هم د خپلو نویو لومړیتوبونو په اړه حیران وو او نه پوهېدل چې د دوی راتلونکي لومړیتوبونه به څه وي.
کنسټرکټیویزم دا پوښتنه بې ځوابه پرېنښوده، خو سره له دې بیا هم ځینې پوهان په نړیوالو اړیکو کې یو شمېر پوښتنو ته د ځواب ویلو په لار کې د دې تیورۍ وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي. په ځانګړې توګه دا پوښتنه چې ایا کنسټرکټیویزم کولی شي د دومره ناڅاپي بدلونونو بشپړه توضیح وړاندې کړي؟ له دې اندېښنو سره سره، کنسټرکټیویزم د نړیوالو اړیکو لومړنۍ تیوري ده چې د پورته معما د حل لپاره یې ټولنیز لاملونه د تشریح په توګه وړاندې کړل (سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶).
د کنسټرکټیویزم فکتورونه
کنسټرکټیویزم له دریو مهمو فکتورونو جوړه تیوري ده:
لومړۍ؛ راکړه ورکړه
کنسټرکټیویزم یوه ټولنیزه تیوري ده چې پر ګډې پېژندګلوۍ ولاړه ده. ګډه پېژندګلوي یوازې هغه وخت رامنځته کېږي چې د اړوندو لوبغاړو (ایجنټانو) ترمنځ راکړه ورکړه او تعامل موجود وي. له همدې امله، په کنسټرکټیویزم کې د لوبغاړو ترمنځ راکړه ورکړه ډېر ارزښت لري.
په نړیوالو اړیکو کې هېڅ یو هېواد د ټولو هېوادونو پر وړاندې ورته چلند نه کوي؛ بلکې د دوستانو او دښمنانو په تړاو د دوی چلندونه توپير کوي. د وېنډت (۱۹۹۲) په خبره، د ځواک توازن، انارشي او د ځواک وېش – لکه څنګه یې چې ریالیزم تشریح کوي – نه شي ښودلی چې څوک دوست او څوک دښمن دی؟
د بېلګې په توګه، پاکستان په خپل ګاونډ کې د یو ځواکمن هېواد (چین) شتون نه یوازې مني، بلکې د هغه لاسته راوړنې هم لمانځي . خو برعکس، همدغه پاکستان د خپل بل ګاونډي او د اقتصادي او پوځي اړخه بېوزله هېواد (افغانستان) شتون په سختۍ زغمي. ریالیزم او لیبرالیزم دواړه د پاکستان د دې بېلابېلو چلندونو په تړاو د وضاحت وړتیا نه لري. کنسټرکټیویزم دا موضوع ښه تشریح کولی شي. د وېنډت په وینا، دا د جوړښتونو له لارې د ګډې مانا د رامنځته کولو پورې تړلې ده.
د پاکستان او چین ترمنځ ګډ پوهاوی یا ګډ مفهوم دا ایجابوي چې دوی دوستان دي او له یو بل سره دوستانه چلند وکړي. برعکس، د پاکستان او افغانستان ترمنځ ګډه مانا د دښمنۍ پېژندګلويي پیاوړې کوي.
وېنډت استدلال کوي چې لکه څنګه انسانان په یو وخت کې بېلابېلې پېژندګلویۍ لري (پلار، ورور، ښوونکی، زوی او نور)، دولتونه هم په یو وخت کې بېلابېلې پېژندګلویۍ غوره کوي. یو هېواد د خپلو ټولنیزو شرایطو پر بنسټ د ځان لپاره مناسبه پېژندګلوي غوره کوي. له همدې امله، د چین او افغانستان پر وړاندې د پاکستان مختلف چلند د کنسټرکټیویزم له نظره هېڅ غیرمعمولي خبره نه ده.
دویم؛ اصول او نورمونه
کنسټرکټیویزم په نړیوالو اړیکو کې د ټولنیزو بدلونونو مهم فکتورونو لکه د نورمونو، نظریاتو او کلتور رول ته ډېره پاملرنه کوي (سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶). دا فکتورونه د ټولنیزې پېژندګلویۍ په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
برخلاف د نړیوالو اړیکو د نورو تیوریو، کنسټرکټیویزم یوه ټولنیزه تیوري بلل کېږي. د همدې لپاره دا تیوري تر ډېره په نادولتي او غیرمادي فکتورونو تمرکز کوي.
درېیم؛ روایتونه
خبري، روایتونه او سیګنال ورکونه چې د راکړې ورکړې، ټولنیزې پېژندګلویۍ او علاقو (لیوالتیاو)په رامنځته کولو کې رول لري، د کنسټرکټیویزم یو بل مهم فکتور دی (سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶).
کنسټرکټیویزم له مفهوم جوړونې سره علاقه(دلچسپي) لري، له همدې امله ژبه په دې تیوري کې ځانګړی اهمیت لري. ټولنیزه نړۍ د ژبې پر بنسټ جوړیږي او د افهام او تفهیم له لارې خپله بڼه بدلوي. د ژبې دا رول د نړیوالو اړیکو په ډګر کې له پامه نه شي غورځېدای.سټیرلینګ فوکر وایي، “انسانان د ژبې او روایتونو پر بنسټ نړۍ جوړوي، نه دا چې یوازې د نړۍ د پوهېدو لپاره له ژبې او روایتونو ګټه واخلي.”
د بېلګې په توګه، هېوادونه د ملت جوړونې لپاره بېلابېل روایتونه کاروي، خو دا یوازې د دولتونو ځانګړتیا نه ده. په سیمهییزه کچه، دولتونه او سیمهییز سازمانونه هم د اړیکو د ښه کولو او ګډو پېژندګلویو د رامنځته کولو لپاره له روایتونو کار اخلي.کنسټرکټیویزم د لوبغاړو (ایجنټانو) او جوړښتونو تر منځ اړیکې تعریفوي او دې پوښتنې ته ځواب لټوي چې د دولتونو او نړیوالو سیاسي جوړښتونو تر منځ اړیکې څه ډول تعریفېږي (بارنېټ، ۲۰۱۴).
له نورو تیوریو سره د کنسټرکټیویزم پرتله
که څه هم کنسټرکټیویزم بېلابېل ډولونه لري، خو د دوی تر منځ له اختلافونو سره سره یووالی هم شته. په دې برخه کې موږ دا تیورۍ د نړیوالو اړیکو له دوو مسلطو تیوریو سره پرتله کړې ده.
که ریالیزم او لیبرالیزم یو اړخ ته کېږدو او کنسټرکټیویزم بل اړخ ته، د دواړو تر منځ اختلاف د نړیوال نظم د فطرت او د دې پوښتنې په اړه دی چې دا نظم څه ډول رامنځته کېږي. د دواړو اړخونو تر منځ لومړنی توپیر د ټولنیز حقیقت له مفهومه پیلېږي.
په ټوله کې، ریالیزم او لیبرالیزم په ترتیب سره د واک د توازن (Balance of Power) او مادي ګټو پر اهمیت ټینګار کوي، خو کنسټرکټیویزم پر انساني شعور او فکري اړخ ټینګار کوي. په دې اړه الېګزانډر وېنډت وایي چې نړیوال سیاست یوازې مادي نه دی، بلکې نړیوال سیاست ته باید له مادي، فکري او نظریاتي اړخونو هم وکتل شي.
وېنډت د نړیوالو اړیکو په برخه کې د نورو تیوریانو برعکس، د انفرادیت پر ځای اشتراکیت (Collectivism) ته لومړیتوب ورکوي. دی د مادیاتو په پرتله نظریاتو ته ډېر ارزښت ورکوي. د واک د توازن په اړه وېنډت استدلال کوي چې دا یوه وړاندې له مخکې موجوده پدیده نه ده، بلکې د انسانانو د باورونو او متقابلو تعاملاتو له لارې یو جوړ شوی واقعیت دی (Smith, 2000).
د الېګزانډر وېنډت په وینا، دولتونه یو له بل سره د دې په اړه تعامل کوي چې د ځواک د توازن مانا څه ده او څنګه باید تعریف شي. کنسټرکټیویزم نړۍ یوازې د څو ځواکمنو هېوادونو ملکیت نه ګڼي، بلکې نړۍ ته د یوې ټولنیزې پدیدې په توګه ویني. په بل عبارت، دا نظریه په دې باور ده چې لوبغاړي خپلواک دي، او د دوی ترمنځ افهام او تفهیم او راکړه ورکړه نړیوال بنسټونه رامنځته کوي.
کنسټرکټیویزم د نظریاتو، افکارو ،او غیرمادي فکتورونو ته لومړیتوب ورکوي. دا تیوري په نړیوالو اړیکو کې د لوبغاړو د پېژندګلوۍ او د هغوی د ګټو او علاقو په ټاکلو کې علم، سمبولونو، باورونو، ژبې او اصولو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
لکه څرنګه چې مخکې یې یادونه وشوه، د ټولنیز حقیقت په اړه د ریالیزم او لیبرالیزم له تیوریو سره د کنسټرکټیویزم اختلاف بنسټیز دی. د ریالیزم او لیبرالیزم له مخې، ټولنیز حقیقت له وړاندې موجود او یوې ثابتې پدیدې ته ورته دی. برعکس، د کنسټرکټیویزم له نظره ټولنیز حقیقت له وړاندې موجود نه دی، بلکې دا د ټولنیزو شرایطو، او د خلکو د باورونو د پایلې په توګه رامنځته شوی او هر وخت د بدلېدو وړ دی (فیران او وېنډت، ۲۰۱۱؛ بارنېټ، ۲۰۱۵).
د ریالیزم له نظره، په بقاء (ژوندې پاتې کېدو)کې لېوالتیا په ساده ډول د انارشۍ زیږنده ده. خو کنسټرکټیویزم باور لري چې په بقاء کې لېوالتیا په خپله د انارشۍ له امله نه رامنځته کېږي. وېنډت (۱۹۹۲) وايي، لوبغاړي د یو بل سره د افهام او تفهیم له لارې د ځواک معضله او سیالي داسې جوړوي لکه چې دا یوه حتمي پدیده وي، خو دا پدیدې په اصل کې حتمي نه دي.
کنسټرکټیویزم د انارشۍ په حالت کې په بقاء کې لېوالتیا د انسانانو لهخوا یوه جوړه شوې قیصه ګڼي، نه یو له وړاندې موجود حالت. همدا لامل دی، چې د الېګزانډر وېنډت مشهوره وینا ده چې “انارشي هغه څه ده چې دولتونه یې تعریفوي” (۱۹۹۲). یعنې انارشي په بنسټیز ډول جګړه او ګډوډي نه ده، بلکې دولتونه یې د خپلو شرایطو مطابق تفسیروي.
هغه څه چې په دې تړاو دلته مهم دي، هغه د اړوندو لوبغاړو ترمنځ د اړیکو او راکړې ورکړې بڼه ده. که د راکړې ورکړې بڼه بدله شي، د هېوادونو ترمنځ اړیکې هم بدلېږي. که راکړه ورکړه تعمیري بڼه ولري او هېوادونه یو بل ته د بالقوه دښمن پر ځای د دوست په سترګه وګوري، نو له انارشۍ زیږېدلې منفي پایلې هم بدلېدای شي (سټیرلینګ فولکر، ۲۰۰۶).
کنسټرکټیویزم په دې باور دی چې د ټولنیزو ادعاوو بنسټ د پېژندګلوۍ د رامنځته کېدو او دا چې ټولنیزه راکړه ورکړه څه ډول ټولنیزې پېژندګلویۍ جوړوي، باندې ولاړه تیوري ده. د کنسټرکټیویزم له نظره زموږ پېژندګلوي او علاقې(لیوالتیاوې) له ټولنیزو شرایطو څخه جلا نه دي، بلکې د هغو ټولنیزو شرایطو تابع دي چې موږ پکې یو له بل سره مخ کېږو (با او هوفمن، ۲۰۰۳).
ریشنالیزم او کنسټرکټیویزم
سره له دې چې ریالیزم او لیبرالیزم دوه مخالفې تیورۍ دي، خو دواړه د ریشنل تیوریو تر چتر لاندې راځي. د ریوسمیت (۲۰۰۹) په وینا، ریشنالیزم له اقتصاده سرچینه اخلي او درې ځانګړتیاوې لري:
-
لوبغاړي (دولتونه) پر خپلو ګټو ولاړې پرېکړې کوي او د خپلو کړنو تمرکز یې پر خپلو ګټو وي.
-
د لوبغاړو علاقه له ټولنیزو شرایطو جلا وي او د هغوی ټولنیز چاپېریال پرې اغېزه نه کوي.
-
په دې بحث کوي چې د لوبغاړو کړنې څه ډول ځانګړو پایلو ته رسېږي (فیران او وېنډت، ۲۰۱۱؛ وېنډت، ۱۹۹۲).
په بل عبارت، د ریشنالیزم له نظره ټولنیزه راکړه ورکړه د لوبغاړو پر علاقو اغېزه نه کوي. ټولنه یوازې یوه سټراټېژیکه ساحه ګڼل کېږي، چې افراد او دولتونه پکې له یو بل سره راټولیږي او خپلې ګټې تعقیبوي. د دې فکر له مخې، لوبغاړي فطرتاً ټولنیز نه دي او د دوی چلند د ټولنیز چاپېریال تابع نه وي.
تنقیدي تیوري (Critical Theory) د ریشنالیزم دغه لید ننګوي. دا تیوري په دې باور ده چې د لوبغاړو پېژندګلوي او علاقې یو له بله جلا نه دي، بلکې یو ځای رامنځته کېږي. کنسټرکټیویزم هم له همدې نظر سره موافق ده. د کنسټرکټیویزم له نظره، د لوبغاړو ګټې او علاقې له پخوا نه وي ټاکل شوې، بلکې دا ټولنیزې اړیکې دي چې د لوبغاړو علاقه او چلند تعریفوي او دواړه (پېژندګلوي او علاقه) په ګډه سره منځ ته راځي (وېنډت، ۱۹۹۲؛ سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶؛ ریوسمیت، ۲۰۰۹).
دا لید د کنسټرکټیویزم د یو بل مهم مفهوم، یعنې ګډې مانا (Intersubjective Meaning)، سرچینه ده. د دې مفهوم له مخې، پېژندګلوي او ګټې په ټولنیزه توګه د افهام او تفهیم او راکړې ورکړې له لارې جوړېږي. که لوبغاړي یو له بل سره د ګډ افهام او تفهیم له لارې د ګټو پر بنسټ ځانونه دوستان او متحدین وبولي، نو راکړه ورکړه به یې دوستانه وي او دوستانه اړیکې به پیاوړي کوي. برعکس، که دوی یو بل دښمنان وګڼي، نو راکړه ورکړه به یې دښمنانه وي او دغه د دښمنۍ باور به نور هم پیاوړې کړي.
کنسټرکټیویزم د څېړنو له اړخه یوه کلي میتودولوژي لري او موضوعات داسې څېړي چې د افرادو چلند له چاپېریال او شرایطو سره تړلی وي (فیران او وېنډت، ۲۰۱۱). برعکس، ریشنالیزم پر انفرادي میتودولوژۍ ولاړ دی او بحثونه یې له افرادو پیلېږي.
ریشنالیزم د ناتړلي (Independent) او متکي (Dependent) متغیراتو تر منځ پر علتي اړیکه (Causal Relationship) تمرکز کوي، خو کنسټرکټیویزم باور لري چې د دغو متغیراتو تر منځ اړیکه د ګډو تیوریو، اصولو او نظریاتو زیږنده ده او په خپلواکه ډول نه رامنځته کېږي. (فیران او وینډت، ۲۰۱۱). کنسټرکټیویزم چاپېریال او ټولنیزو شرایطو ته ټاکونکی رول ورکوي.
سره له دې ټولو توپیرونو، د ریشنالیزم او کنسټرکټیویزم تر منځ ځینې ګډ ټکي هم شته. ځینې پوهان خو آن د دواړو فلسفي فطرت نه مني، بلکې د نړیوالو اړیکو لپاره یې یوازې د تحلیلي وسایلو په توګه ورته ګوري (فیران او وېنډت، ۲۰۱۱).
پر کنسټرکټیویزم نیوکې
ډېری پوهان دا خبره نه مني چې کنسټرکټیویزم دې د نړیوالو اړیکو په بحثونو کې د نورمونو او ارزښتونو په اړه په لومړي ځل بحثونه راپورته کړي وي. د دوی په باور، نورمونه، مفکورې او ارزښتونه نه یوازې د ملګرو ملتونو په فعالیتونو کې شامل وو، بلکې د شلمې پېړۍ په پیل کې، او له هغې وړاندې، ان له میلاده څلور سوه کاله وړاندې هم، ارسطو او افلاطون د دې پدېدو له ارزښته خبر وو او هم په دې اړه بحثونه موجود وو (فین مور او سیکینک، ۱۹۹۸).
پر همدې بنسټ ځینې پوهان کنسټرکټیویزم ته د یوې نوې تیورۍ په سترګه نه ګوري. د سټیرلینګ فولکر په باور، کنسټرکټیویزم نړیوالو اړیکو ته څه نوي نه دي ور اضافه کړي؛ هغه څه چې دا یې وړاندې کوي له انسټیټیوټشنل لیبرالیزم سره ورته دي (۲۰۰۰).
پر کنسټرکټیویزم د میتودولوژۍ له اړخه هم نیوکې کېږي. یوه مهمه ستونزه د دې تیورۍ سره د تړلې نورمونو د تعریف یا Conceptualization په اړه ده. فین مور او سیکینک (۱۹۹۸) څو مهمې پوښتنې راپورته کړې دي: نورم څه ډول پېژندل کېږي؟ کوم نورمونه په ټولنیز ژوند کې مهم دي؟ د نورمونو سرچینه څه ده؟ نورمونه څه ډول بدلون مومي؟ او کورني نورمونه له نړیوالو هغو سره څه ډول اړیکه لري؟ دا پوښتنې د یوې تیورۍ په توګه د کنسټرکټیویزم ځواک یو څه کمزوری کړی دی. د کنسټرکټویزم د میتوډولوژي په اړه یوه بله ستونزه هم موجوده ده.
د دې تیورۍ د لومړنیو پلویانو تمرکز پر سیسټماټېک او تحلیلي څېړنو و، خو وروستي پلویان یې زیاتره د تفسیري، تاریخي او تحلیلي څېړنو ته مایل دي (ریوسمیت، ۲۰۰۹). نېکلواس اونف او الېکزانډر وېنډت د دې تیورۍ د مخکښو پوهانو په توګه پېژندل کېږي.
کنسټرکټیویزم د داخلي تضاد یا که په نرمه بڼه یې ووایو، د زیاتې تنوع له امله هم تر نیوکو لاندې ده. ځینې پوهان آن دا یوه بشپړه تیوري نه ګڼي. د دې تیورۍ ځینې ډولونه پر دولتمحورۍ تمرکز کوي، خو نور یې بیا پر نادولتي لوبغاړو ټینګار کوي. ځینې ډولونه یې د نړیوالو اړیکو په اړه خوشبینانه انځور وړاندې کوي، خو نور یې بیا بدبینانه لید لري. د دې ډولونو تر منځ د مشترکاتو په پرتله اختلافات ډېر زیات دي او دا موضوع دا اند پیاوړی کوي چې کنسټرکټیویزم ښايي د نړیوالو اړیکو یوه بشپړه تیوري ونه ګڼل شي (فیران او وېنډت، ۲۰۱۱).
پر کنسټرکټیویزم بله نیوکه دا ده چې سره له دې چې دا تیوري د دوست او دښمن را پېژنې، خو په دې اړه ،چې یو دوست څه ډول دښمن کېدای شي او یا برعکس، لږ وضاحت وړاندې کوي . د بېلګې په توګه، دا تیوري د سړې جګړې پای ته رسېدل تشریح کوي، خو دا نه شي روښانه کولی چې څرنګه دوه سرسخته دښمنان (پخوانی شوروي اتحاد او امریکا) ناڅاپه د یو بل دوستان شول.
همدارنګه، کنسټرکټیویزم د لوبغاړو د چلند لپاره یو ثابته مخبېلګه Pattern یا نمونه نه شي وړاندې کولی. سره له دې نیوکو، په تېرو څو کلونو کې دې تیورۍ ډېر شهرت موندلی او ډېری نړیوال پرمختګونه د دې تیورۍ د اصولو پر مټ سره تشریح کېږي.
د کنسټرکټیویزم عملي بېلګه
د کنسټراکټیویزم د وضاحت لپاره د بنګلادېش، هند او پاکستان تر منځ د اړیکو وروستي بدلونونه یوه ښه بېلګه ده. بنګلادېش له ډېر وخت راهیسې، په ځانګړې توګه د حسینه واجد د لومړي وزارت پر مهال، له هند سره دوستانه او له پاکستان سره سړې اړیکې درلودې. د دې اړیکو یو مهم لامل د حسینه واجد د پلار، شیخ مجیب الرحمن، په مشرۍ د پاکستان پر ضد جګړه وه چې د بنګلادېش د ازادۍ لامل شوه.
خو په ۲۰۲۴ کال کې له خونړیو لاریونونو وروسته، د حسینه واجد حکومت نسکور شو. له دې بدلون سره د بنګلادېش او هند اړیکې خرابې شوې او برعکس له پاکستان سره یې اړیکې تودې شوې.
په تېره دوره کې د پاکستان پر ضد د بنګلادېش د ازادۍ جګړه، د هند مرستې او په دواړو هېوادونو کې د سیکولر ایډیالوژۍ شتون هغه ټولنیز عوامل یا ګډې پېژندګلویۍ وې چې د هند او بنګلادېش تر منځ یې دوستي رامنځته کړې وه. دغه دوستي د دوامدارو تعاملاتو او روایتونو له لارې لا پیاوړې شوې وه.
خو د حسینه واجد د حکومت له نسکورېدو وروسته، سیاسي فضا بدله شوه. د کنسټرکټیویزم له نظره، نوي نورمونو د زړو نورمونو ځای ونیوه او نوې پېژندګلویۍ رامنځته شوې. همدې بدلون د هېوادونو تر منځ د اړیکو فطرت بدل کړ. د پخوا برعکس، اوس بنګلادېش له پاکستان سره ښې او تودې اړیکې لري، حال دا چې له هند سره یې اړیکې خرابې شوې دي.
ریالیزم او لیبرالیزم دغه نوی بدلون په قانع کوونکي توګه نه شي تشریح کولی، ځکه د دې هېوادونو تر منځ د واک وېش او مادي شرایطو بدلون نه دی موندلی. برعکس، د کنسټراکټیویزم له مخې، نوي نورمونو او نویو پېژندګلویو په دوه اړخیزو اړیکو کې دا نوی بدلون رامنځته کړی دی.
References
Baylis, J., Smith, S., & Owens, P. (Eds.). (2020). The globalization of world politics: An introduction to international relations (8th ed.). Oxford University Press.
Burchill, S., Linklater, A., Devetak, R., Donnelly, J., Paterson, M., Reus-Smit, C., & True, J. (2021). Theories of international relations (6th ed.). Palgrave Macmillan.
Fearon, J., & Wendt, A. (n.d.). Rationalism v. constructivism: A skeptical view.
Finnemore, M., & Sikkink, K. (1998). International norm dynamics and political change. International Organization, 52(4), 887–917. https://doi.org/10.1162/002081898550789
Smith, S. (2000). [Review of the work by various authors]. Review of International Studies, 26(1), 151–163. https://www.jstor.org/stable/20097664
Sterling-Folker, J. (2006). Competing paradigms or birds of a feather? Constructivism and neoliberal institutionalism compared. University of Connecticut.
Wendt, A. (1992). Anarchy is what states make of it: The social construction of power politics. International Organization, 46(2), 391–425. https://www.jstor.org/stable/2706858