منرالونه او رسمیت پېژندنه: د طالبانو مخفي ډیپلوماسي – اسلامخان غفاروف

اسلامخان غفاروف
اسلامخان غفاروف د ازبکستان په تاشکند کې د نړیوالو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې د افغانستان او جنوبي اسیا د مطالعاتو مرکز مشر دی. هغه د سیاسي علومو په برخه کې د دوکتورا (Ph.D.) سند لري.
لیکوال: اسلامخان غفاروف
ژباړه: د جیوافغانیکا د آی آر مرکز
له هغه وخته چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، د افغانستان د منرالونو او استخراجي صنعت ستراتیژیک اهمیت په پراخه کچه زیات شوی دی، په ځانګړې توګه د هېواد د کمزوري اقتصاد له مخې د دې سکتور اهمیت ښه څرګند دی. د نړیوالو مالي مرستو په ناڅاپي توګه بندېدا، د بهرنیو شتمنیو کنګل کېدل او په اجباري توګه د کوکنارو کرنه محدودول؛ د طالبانو مشرتابه دې ته اړ کړې چې خپل تمرکز د کورنیو سرچینو، په ځانګړې توګه د هېواد د پراخو منرالونو زېرمو ته واړوي. سره له دې، هېڅ څرګنده نښه نه په سترګو کېږي، چې طالبان دې په نږدې راتلونکي کې، په بشپړه توګه د دغو سرچینو استخراج یا په لویه کچه صادرات پیل کړي. برعکس، د دوی چلند قصداً محتاطه ښکاري او د افغانستان طبیعي شتمنۍ د لنډ مهالې اقتصادي ګټې پر ځای د نړیوال سیاسي نفوذ او ډیپلوماتیکو معاملاتو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي.
د افغانستان د منرالونو شتمني
د امریکا د جیولوجیکي سروې (USGS) د اټکلونو له مخې، د افغانستان د منرالونو ټول احتمالي ارزښت له ۱ ټریلیون ډالرو څخه زیات دی. په ټول هېواد کې د ۳۴ ولایتونو په لړ کې له ۱۴۰۰ څخه ډېرې زېرمې په نښه شوي دي. یوازې د حاجیګک د اوسپنې زېرمه شاوخوا دوه میلیارده متریک ټنه د لوړ کیفیت لرونکې اوسپنه لري. له دې هم مهمه، په لوګر کې د مس عینکو زېرمه ده، چې له ۱۲ میلیونو متریک ټنو څخه زیات مس لري، چې د نړیوال بازار پر بنسټ یې ارزښت له ۵۰ میلیاردو ډالرو څخه ډېر دی. په ځانګړې توګه د افغانستان د لیتیم پراخې زېرمې د یادونې وړ دي چې په غزني، نورستان او هلمند ولایتونو کې شته دي. افغانستان شاوخوا ۴۷ د نفتو څاګانې هم لري چې ډېری یې په سرپل، شبرغان او امو دریا حوزو کې دي.
رسمي معلومات ښيي چې د استخراج سکتور تر اوسه نږدې ۱۰ میلیارده افغانۍ (شاوخوا ۱۱۰ میلیونه ډالر) کورنۍ پانګونه جلب کړې ده او له اوو میلیاردو ډالرو څخه زیاته بهرنۍ پانګونه یې هم ترلاسه کړې ده. د کانونو سکتور د افغانستان لپاره د کار د یوه مهم فرصت په توګه راڅرګند شوی دی او شاوخوا ۱۵۰ زره افغانانو ته یې رسمي کاري فرصتونه ایجاد کړي دي. دا سکتور نه یوازې اقتصادي اهمیت لري، بلکې د اوږد مهالې بېکارۍ او د نړیوالو مرستو د نشتوالي په شرایطو کې د پام وړ ټولنیز اهمیت هم لري.
تر اقتصادي اهمیت هاخوا، د افغانستان د منرالونو او استخراج سکتور یو څرګند سیاسي اړخ هم خپلوي. د ټیټې کاربن انرژۍ پر لور د نړۍ د چټک بدلون او د ستراتیژیکو سرچینو لکه لیتیم، مس او نادره عناصرو د زیاتېدونکې نړیوالې تقاضا له امله د افغانستان جیو-اقتصادي اهمیت ورځ په ورځ زیاتېږي. دا ظرفیت د چین، روسیې، ایران، د منځنۍ اسیا جمهوریتونو، پاکستان او هند په ګډون د سیمې او نړۍ د ګڼو لوبغاړو پام ځان ته اړولی دی.
په ورته وخت کې، داسې ښکاري چې طالبان دغه بهرنۍ لېوالتیا د خپلو سیاسي موخو د پرمخ بیولو لپاره کاروي. د اکتشاف او استخراج په اړه دوه اړخیزې معاملې اکثره د هغو قانوني چوکاټونو له خبرو اترو سره یو ځای کېږي چې کېدای شي په اوږده موده کې د طالبانو د واکمنۍ نړیوالې رسمیت پېژندنې ته لاره هواره کړي. دا ښايي د طالبانو هغه څرګند احتیاط واضح کړي چې ولې یې تر اوسه په بشپړه توګه او په پراخه کچه د کانونو استخراج نه دی پیل کړی. تر دې دمه هېڅ بهرني هېواد د کانونو د پراخې همکارۍ په بدل کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له ځینو بهرنیو لورو سره محدودې هوکړې شوي دي، چې دا د طالبانو لهخوا د منابعو د ډیپلوماسۍ یو محتاط خو ستراتیژیک چلند ښيي.
په افغانستان کې بهرني لوبغاړي
لومړی؛ چین
چین د افغانستان د منرالونو په سکتور کې تر ټولو فعال بهرنی اقتصادي لوبغاړی دی. د شینجیانګ مرکزي اسیا د نفتو او ګازو شرکت (CAPEIC) د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ۲۵ کلونو لپاره د نفتو د استخراج تړون عملي کوي. په ورته وخت کې، د چین فلزي شرکت (MCC) د مس عینک د کانونو ځنډېدلې پروژه تعقیبوي چې د هېواد له تر ټولو مهمو ناپرانیستل شویو زېرمو څخه یوه ده.
د افغانستان د لیتیمو زېرمو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. چین، د برېښنايي موټرو د تولید د نړیوال مشر او د لیتیم-ایون بیټرۍ د تر ټولو لوی تولیدونکي او صادرونکي هېواد په توګه، لیتیمو ته د خپلې ټکنالوژیکې امنیتي تګلارې لپاره د حیاتي عنصر په سترګه ګوري. په دې اړه، د چینايي شرکتونو او افغان چارواکو تر منځ د لیتیم د ځینو کانونو د پراختیا په اړه فعاله خبرې اترې روانې دي.
د افغانستان د کانونو په استخراج کې د چین پراخېدونکی ګډون د بیجینګ له هغې پراخې ستراتیژۍ سره همغږي لري، چې غواړي افغانستان د خپلې “یو کمربند، یو لار” نوښت سره یوځای کړي. دا به د نویو لوژستیکي دهلیزونو په جوړولو او په منځنۍ او جنوبي اسیا کې د چین د جیو-اقتصادي نفوذ په زیاتېدو کې مرسته وکړي.
دویم؛ هند
هند د افغانستان د مسو او اوسپنې په واردولو کې زیاته علاقه ښودلې ده او د یورانیمو د استخراج په برخه کې د احتمالي همکارۍ لېوالتیا هم لري. د نوي ډیلي هدف دا دی چې هند د نړۍ درېیم لوی اقتصاد کړي او د نړیوال ځواک په توګه خپل موقف ټینګ کړي. د دې لپاره د هېواد د اټومي سکتور پراختیا ستراتیژیک اهمیت لري.
په ۲۰۲۵ کال کې د کشمیر د کړکېچ له زیاتېدو او د پاکستان له لوري د ورته پوځي او تخنیکي وړتیاوو څرګندولو سره د هند اراده نوره هم پیاوړې شوې ده چې خپله اټومي ستراتیژي نوره هم غښتلې کړي.
په دې چوکاټ کې افغانستان ته د یورانیمو د سرچینو د احتمالي شریک په توګه کتل کېږي. دا امکان شته، چې که مناسب شرایط وړاندې شي – په ځانګړي ډول د یورانیمو په څېر ستراتیژیکو موادو ته په لږو نرخونو لاسرسی – نو هند ښايي له طالبانو سره د سیاسي نږدېوالي هڅه وکړي، ان که د هغوی د واکمنۍ د محدود رسمیت پېژندنې سره هم تړل شوي وي. دا به نه یوازې هند ته د افغانستان د مهمو منرالونو لاسرسی یقیني کړي، بلکې پر پاکستان د فشار راوړلو لپاره به یو جیوپولیتیکي وسیله هم شي. په ځانګړې توګه په داسې مهال کې چې د اسلام اباد او کابل اړیکې ترینګلې دي.
درېیم؛ روسیه
روسیه هڅه کوي چې په افغانستان کې د انرژۍ په سکتور کې خپل حضور بیا ټینګ کړي، په ځانګړې توګه د نفتو او ګازو په استخراج او تولید کې، چې تمرکز یې د هېواد په شمالي ولایتونو – سرپل، بلخ، کندوز او بغلان – کې دی. دا سیمې چې پخوا له شوروي اتحاد سره تړلې وې، د روسیې لپاره د اقتصادي نفوذ د بیا رامنځته کولو احتمال لري.
د ۲۰۲۵ کال په مۍ کې د روسیې د “انټیکو ګروپ” شرکت له افغان چارواکو سره د نفتو د ګډ استخراج او پروسس په تړاو تړون لاسلیک کړ، چې د انرژۍ په برخه کې د ژورې همکارۍ لور ته یو ګام ګڼل کېږي. له اقتصادي اړخ هاخوا، روسیه هڅه کوي چې په منځنۍ اسیا او ګاونډیو سیمو کې خپل نفوذ لا پیاوړی کړي او د ځواک د بدلېدونکي توازن پر وړاندې خپله سیمهییزه ونډه ټینګه کړي.
څلورم؛ ایران
ایران د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د پام وړ نفوذ لري او هڅه کوي د افغانستان د منرالونو د صادراتو لپاره د ټرانسپورټ او لوژستیکي پروژو په برخه کې مهم رول ولوبوي. تهران په ځانګړې توګه هڅه کوي چې خپلې د ټرانسپورټ زیربناوې، په ځانګړې توګه د چابهار بندر، د منځني ختیځ، جنوبي اسیا او فارس خلیج بازارونو ته د افغان خامو موادو د صادراتو لپاره د یوه ستراتیژیک دهلیز په توګه وکاروي.
ایران د منابعو په مستقیم استخراج ډېر تمرکز نه کوي، بلکې د مهمو ټرانزیټي لارو د کنټرول ستراتیژي یې غوره کړې ده. دا به تهران ته دا فرصت ورکړي چې په سیمه کې خپله اقتصادي ونډه پراخه کړي او د نویو لوژستیکي چوکاټونو په رامنځته کېدو کې یو مهم لوبغاړی شي.
پنځم؛ پاکستان
پاکستان د افغانستان له جنوبي سیمو سره فعالې اړیکې لري او د انرژۍ په همکارۍ کې یې ځانګړې علاقه ښودلې ده. اسلاماباد په ځانګړي ډول د اباستاده – غزني سیمې ته متوجه دی، چې د اوسپنې او سکرو مهمې زېرمې لري.
په ستراتیژیکه کچه، پاکستان هڅه کوي چې د انرژۍ په دوه لویو سیمهییزو پروژو (د TAPI ګازو نللیکې او د CASA-1000 برېښنا لېږد پروژو) کې برخه واخلي. دا هڅې د پاکستان د شمالي ولایتونو د دوامدارې انرژۍ ستونزو د حل لپاره مهمې دي. سره له دې، پاکستان په افغانستان کې د منابعو په اړه محتاط چلند کوي، ځکه ویره لري چې طالبان ښايي د سیاسي فشار لپاره د انرژۍ په برخه کې له همکارۍ څخه د یوې وسیلې په توګه کار واخلي او د اړیکو د خرابېدو پر مهال یې وځنډوي او یا یې هم محدود کړي.
شپږم؛ ازبکستان
ازبکستان په ګډه د افغانستان د منرالونو د پراختیا لپاره د پام وړ وړتیا لري، په ځانګړې توګه د هایدروکاربون او غیر اوسپنې لرونکو فلزاتو، په ځانګړي ډول د مسو په برخه کې دغه وړتیا لري. د انرژۍ همکاري د تاشکند د شمالي افغانستان د پالیسۍ یو مهم اړخ کېدای شي، ځکه دغه سیمه له منځنۍ اسیا سره تاریخي او فرهنګي اړیکې لري.
ازبکستان درې ځانګړې ګټې لري:
- دواړو هېوادونه د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ اوږده تجربه لري، ځکه ازبکستان له وړاندې افغانستان سره په دې برخه کې مرسته کړې ده.
- د افغانستان د استخراج صنعت لا هم کمزوری دی، نو کابل کولی شي د ازبکستان له لوژستیکي او پروسس وړتیاوو څخه ګټه واخلي، په ځانګړې توګه د ترمذ په ایریتوم ځانګړي اقتصادي زون کې.
- ازبکستان کولی شي د افغانستان د بشري پانګې په جوړولو کې مرسته وکړي، لکه د جیولوجیستانو، انجنیرانو او د انرژۍ د متخصصینو روزنه او همداراز خپله تخنیکي او انجینري مرسته وړاندې کړي.
پایله
د استخراج سکتور د افغانستان د اوسني پرمختګ په پړاو کې د عاید یوه مهمه منبع ګرځېدلې ده. له اقتصادي اړخ هاخوا، دا سکتور د کار د فرصتونو د برابرېدو له لارې یو مهم ټولنیز اړخ هم لري. د افغانستان پراخه منرالونه – په ځانګړې توګه لیتیم، مس او یورانیم – د سیمې او نړۍ د ډېرو لوبغاړو پام ځان ته اړولی دی.
خو طالبانو د دغو سرچینو د بشپړ استخراج په اړه یو محتاط او ستراتیژیک چلند غوره کړی دی. داسې ښکاري چې کانونه یوازې د عاید سرچینې په توګه نه کاروي، بلکې د نړیوالې رسمیتپېژندنې لپاره یې د جیو-پولیتیک یوه وسیله هم ګرځولې ده. تر اوسه هېڅ یو بهرني هېواد ته د دغو کانونو د پراختیا په تړاو امتیاز نه دی ورکړل شوی. دا ښيي چې طالبان یوازې مالي ګټه نه غواړي، بلکې غواړي د منرالونو ورکولو د امتیاز په وسیله سیاسي لاسته راوړنې هم تر لاسه کړي. د بېلابېلو نړیوالو لوبغاړو ښکېلتیا ښيي چې کابل د یوه ځواک د رسمیت پر ځای د بېلابېلو هېوادونو له لوري پراخ رسمیت غواړي.
(2) Comments
Wakil Mohammad
میسنجر باندې مې مېسج درته کړی دی هغه وګوره.
Ahmad Bilal
تاسو ته مو ځواب درکړ.
Comments are closed.