څرنګه په پینځو دقیقو کې په نړیوالو اړیکو کې لیسانس ترلاسه کړو؟ – سټیفن والټ

سټیفن والټ
څرنګه په پینځو دقیقو کې په نړیوالو اړیکو کې لیسانس ترلاسه کړو؟
لیکوال؛ سټیفن والټ
ژباړه: عازم عنایت
په نیو انگلینډ کې د پسرلي وروستۍ ورځې دي. د سیمې ګڼ پوهنتونونه او کالجونه له نویو فارغانو سره د فراغت مراسم ترسره کوي. په داسې حال کې چې ویاړلي مور و پلار او خوشاله فارغان په لمانځغونډو بوخت دي، خو زه یوه پټه اندېښنه لرم: ښایي ډېری فارغان لږ و ډېر پښېمانه وي. ولې؟ ځکه ښايي هغوی د نړیوالو اړیکو په برخه کې کافي مضامین نه وي اخیستي.
هو، کمپیوټر ساینس، بیولوژي، اقتصاد، تطبیقي ریاضي او میخانیکي انجینري ټول ارزښتناک مضامین دي؛ همدارنګه تاریخ، ادبیات او ټولنپوهنه هم زړه راښکونکي علمونه دي. خو دلته دا پوښتنه مهمه ده: ایا دا مضامین به تاسو ته دا در زده کړي چې نړیوال سیاست څنګه کار کوي؟ نړیوالتوب څه ته وايي؟ یا بهرنی سیاست څه ډول پیچلتیاوې لري؟ او یا هغه موضوعات چې زموږ په څېر خلک یې د زده کړې شوق لري، چیرته یې زده کړي؟
خو اندېښنه مه کوئ، یو حل شته دی.
څو لسیزې وړاندې، د Saturday Night Live ټلویزیوني خپرونې یو تمثیلي کرکټر، پادر ګوایدو ساردوچي، یو ساده خو ژور مفهوم وړاندې کړ «پینځه دقیقې پوهنتون». دا پوهنتون داسې وو چې سړي به پکې پنځه دقیقې لوستل کول او هغه معلومات به تر فراغت وروسته په کلونو کلونو په ذهن کې پاتې کېده. د بېلګې په ډول، اقتصاد یعنی عرضه او تقاضا یا الهایات یعنی له خدای سره مینه…
که تاسو هم کله له دې امله خواشیني یاست چې ولې مو د مالیې سند واخیست او له زړه راښکونکو مضامینو بېبرخې پاتې شوئ، نو دا دی، زه تاسو ته د نړیوالو اړیکو لپاره د پینځو دقیقو یوه علمي «برخه» وړاندې کوم. دا یوازې پینځه کلیدي مفاهیم لري. هغه که زده کړئ، نو د نړیوال سیاست اساسي درک به پیدا کړئ. که ډېر کرار لوستل نه کوئ، نو لاندې متن به له پینځو دقیقو ډېر وخت ونه نیسي.
لومړی؛ انارشي
تاسو اړتیا نه لرئ چې یو ریالیست (Realist) اوسئ تر څو درک کړئ چې نړیوال سیاست له کورني سیاست سره دا توپیر لري چې هلته هیڅ مرکزي واک وجود نه لري. نه پولیس، نه قاضي، نه محکمې، نه هم کوم «۹۱۱» شمېره چې زنګ ورته ووهئ. په داسې یوه فضا کې، دولتونه اړ دي چې خپل امنیت په خپله تأمین کړي. بېباوري، وېره او د شخړو دوامداره امکان د دا ډول حالت پایله کیدی شي. هو! دا فضا د همکارۍ او بشرپالنې مانع نه ده، ځکه د انارشي یو تور سیوری ورباندې غوړېدلی وي. دا هغه څه وي چې دولتونه یې خپله جوړوي او له ستونزو پرته بله لاره نه وړاندې کوي.
دویم؛ د ځواک توازن (یا د ګواښ توازن)
په نړيواله کچه چې کومه ګډوډي (انارشي) حاکمه ده، هېوادونه تل اندېښمنوي چې څوک پیاوړی دی، څوک پیاوړي کېږي او څوک وروسته پاتې کېږي. هغوی هڅه کوي ځان له دایمي کمزورتیا وژغوري. د ځواک توازن دا ښيي چې هېوادونه څنګه احتمالي ملګري پېژني او دا ارزونه کوي چې جګړه د امکان پر لور روانه ده که نه؟ په نړیواله کچه د ځواک هر لوی بدلون خطرناک تمامېږي: یا نوي پیاوړي هېوادونه اوسنی نظم ننګوي، یا وروسته پاتې هېوادونه د مخنیوي جګړو ته لاس وړي، یا دې بدلونونو دا دومره مغشوش کړي وي چې دا معلومه نه وي څوک پیاوړی دی او همدا بیا تېروتنې زېږوي. که څه هم د “ځواک توازن” اصطلاح له پخوا راهیسې د بحث موضوع ده، خو نړیوال سیاست د دې له یادونې پرته نشو درک کولی. دا داسې ده لکه بیسبال بې بیټه لوبول یا بلوز موسیقي د بې ضربه وړاندې کول.
درېیم؛ نسبي وړتیا (یا د ازادې سوداګرۍ منطق)
د نړیوال اقتصاد د نه لوستلو له امله تاسو ښايي د نسبي وړتیا مفکوره نه وي اورېدلې، خو دا د ازاد تجارت بنسټ دی. دا اصل وايي: دولتونه باید په هغو تولیداتو تمرکز وکړي چې پکې نسبتاً غوره دي او دا توکي بیا له نورو هېوادونو سره تبادله کړي. حتی که یو هېواد په هر څه کې برلاسی هم وي، بیا هم د نسبي وړتیا اصل وايي چې تخصص کول، تبادله کول او متقابل تجارت د ټولو په ګټه دی .همدغه منطق د نړیوال تجارت، د نړیوالې هوساینې او معاصر ګلوبلایزېشن بنسټ ایښی دی. که دا اصل ونه پېژنئ، د نړیوال اقتصاد بنسټیز جوړښت به درته مبهمه بڼه غوره کړي.
څلورم؛ ناسم درک او ناسمه محاسبه
یو هوښیار ملګری مې وایي: «نړیوال سیاست درې محرکات لري: وېره، تمه، حماقت». موږ له لومړیو دوو سره اشنا شو. انارشي د وېرې نښه ده، ازاد تجارت د تمې. خو حماقت؟ دا هم اساسي ټکی دی. دولتونه او مشران، که هر څومره مسلکي وي، کله ناکله یو بل ناسم درک کوي، ځان ته دروغ وایي، تاریخ په خپل تعبیر بیانوي او وروسته له هغې چې دا هر څه نور ونه مني، نو دوی حیران شي. ځینې وخت یو هېواد ځان بېګناه ګڼي او نور ګناهکار، خو نور هېوادونه بیا دا نسخه نه مني. د غلطو پریکړو لاملونه روښانه دي: ناقص معلومات، درواغ، تېرایستل، د مشاورینو انساني کمزورتیاوې او د نظامي-سیاسي نظام محدویتونه. اصلي درس؟ مشرتابه ډېر وخت نه پوهېږي چې څه کوي.
پنځم؛ ټولنیز جوړښت (د ارزښتونو او هویتونو بدلون)
زه که څه هم ځان جوړښتي نه ګڼم، خو دا منم چې ملتونه او سیاستونه یوازې د زور پر بنسټ نه دي رامنځته شوي؛ ارزښتونه، روایتونه او هویتونه هم لوری ټاکي — دا ټول انسانانو جوړ کړي، او انسانان یې بیا بدلولی هم شي. د ملتپالنې راټوکېدل، د غلامۍ پای، د جنګي قوانینو ایجاد، د مارکسیزم سقوط، یا د همجنسبازۍ د منلو پړاوونه — دا ټول دا ښيي چې ټولنیز واقعیت فزیکی نه دی، بلکې بدلېدونکی او جوړېدونکی دی. که چېرې دا اصل ونه پېژنئ، او چې کله هم تلپاتې ارزښتونه په ناڅاپي ډول له منځه ولاړ شي، نو بیا به حیران دیران ولاړ یاست.
پایله
دا و، د نړیوالو اړیکو د پینځو دقیقو پوهنتون .که دا پینځه مفاهیم مو ښه درک کړل، نو دا یقیني ده چې تر فراغت پینځه کاله وروسته به هم تاسو همدومره په یاد ولرئ لکه هغه چا چې څلور کاله دا مضمون لوستی وي. البته که یې دا کار مسلک نه وي ګرځولی. واضحه ده چې دا پینځه ټکي د نړیوالو اړیکو علمي پراخوالی نه شي رانغاړلی. که غواړئ په دې برخه کې متخصص شئ، باید د ډېټرینس، موسسو، دموکراتيکې سولې، نړیوال مالي سیستم، د انتخابي اغېزو نظریه او نړیوال تاریخ په بشپړه توګه مطالعه کړئ.
خو تر دې کچې پوهه… لږ تر لږه نورې پینځه دقیقې غواړي!
او که تاسو د ۲۰۱۴ کال د فارغانو له ډلې یاست، نو له زړه مبارکي درته وایم! او که په نړیوالو اړیکو کې مو سند اخیستی وي او په دې برخه کې کار کوئ، نو اندېښنه مه کوئ، زموږ نسل تاسو ته ډېرې ناحلستونزې پرېښې دي چې حل یې کړئ، او ګمان نه کوم چې له موږه به ډېر خراب کار وکړئ.