قزاقستان او طالبان؛ له شعارونو تر زیربناوو – قزاق ډيپلومات
ایدار بورانګازیوف
ایدار بورانګازیوف د قزاقستان باتجربه ډیپلومات دی چې په ایران او افغانستان کې یې ډیپلوماتیک ماموریتونه ترسره کړي دي. دی د آستانې په ښار کې د "اوپن ورلډ د تحلیل او وړاندوینې مرکز"بنسټ اېښودونکی دی او د سیمه ییزو امنیتي څېړنو یو مخکښ کارپوه بلل کېږي.
لیکوال: ایدار بورانګازیوف
ژباړه: د جیوافغانیکا د آی آر مرکز
د جولای په ۱۰ – ۱۱ نېټه د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مورات نورتلیو کابل ته سفر وکړ. دا سفر یوازې د دوه اړخیزو اړیکو لپاره نه، بلکې د ټولې سیمې د لوژستیکي اجنډا په برخه کې یو بدلون راوستونکی او مهم ګام و.
تر دې وړاندې ډېر کسان د قزاقستان هغې څرګندونې ته د شک په سترګه کتل چې آستانې ویلي وو د افغانستان د ترانس – افغان دهلېز (Trans-Afghan Corridor) په پروژه کې د ګډون لپاره چمتو ده. ډېرو خلکو دا خبره یوازې د حسن نیت تر ښودنې محدوده بلله، خو اوس دا شکونه پای ته رسېدلي دي.
قزاقستان نه یوازې د دې پروژې په اړه خپله ژمنتیا بیا تائید کړې، بلکې دا یې په عملي ګامونو سره نوره هم پیاوړې کړې ده. د تورغونډي – هرات د اوسپنې پټلۍ د تطبیق په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ یو تفاهم لیک لاسلیک شو او آستانې د دې پروژې لپاره تر ۵۰۰ میلیونه ډالروپورې د پانګونې چمتووالی وښود.
دا ګام د مرکزي آسیا – سویلي آسیا (CA2SA) د راتلونکو ترانزیټي دهلېزونو د جوړېدو په لور یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي. د تعرفې سیاست، د سرحدي تګ راتګ طرزالعمل، لوژستیک او ډیجیټلي سیستمونه هم د خبرو اترو اصلي موضوع وې.
دا سفر ډیپلوماتیک اهمیت هم لري. قزاقستان په ښکاره وښودله چې د افغانستان له اوسنیو واکسمبالو سره په عملي او واقعي توګه تعامل غواړي. دا ګام د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندنې معنا نه لري، بلکې یوازې د کابل په اقتصادي بهیرونو کې د ګډون هڅه ده، بې له دې چې د قزاقستان حقوقي او سیاسي دریځ بدل کړي.
دا سفر د روسیې لهخوا د طالبانو له رسميت پېژندنې سره تړل یو سطحي او بې بنسټه فکر دی. په ډیپلوماتیکه نړۍ کې د دې کچې سفرونه اونۍ او آن میاشتې مخکې پلان کېږي. د خبرو د اجنډا جوړښت په څرګنده توګه ښودله چې د آستانې لومړیتوبونه زیربناوې، د ترانسپورټ امنیت او اقتصادي همکاري وه، نه د طالبانو رسميت پېژندنه.
د قزاقستان د متوازنې بهرنۍ تګلارې په نظر کې نیولو سره، تمه نه کېږي چې آستانه به په نږدې راتلونکي کې د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني. اوسنی وضعیت – له سیاسي مشروعیت پرته عملي همکاري – د ټولو لورو لپاره، د سیمې د هېوادونو او آن د افغانستان لپاره د منلو وړ دی.
په دې تړاو حد اکثر، یوازې د ډیپلوماتیکو اړیکو د لوړولو تمه کېدای شي. اوس مهال دواړه هېوادونه یوازې شارژدافیر په کچه اړیکې لري، خو له دې سفر وروسته ښايي استثنايي او بشپړ واک لرونکي سفیران وټاکل شي. سره له دې، دا به بیا هم د طالبانو د رسميت پېژندنې مترادف نه وي، ځکه ډیپلوماتیک ماموریتونه د اړیکو وسیله وي، نه د سیاسي مشروعیت نښه.
د قزاقستان دریځ د ملګرو ملتونو پر اصولو ولاړ دی. تر هغې چې د ملګرو ملتونو د اسنادو د اعتبار کمیټې (Credentials Committee) د طالبانو غوښتنه د عمومي اسامبلۍ د څوکۍ لپاره ونه مني، آستانه به د رسمیت پېژندنې په تړاو بیړه ونه کړي. له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ پورې، دې کمیټې د طالبانو غوښتنې رد کړې دي، چې په عملي توګه او په نړیواله کچه د طالبانو د رسميت پېژندنې ردول دي. که څه هم دا پرېکړې قانوني اړخ نه لري، خو هغه هېوادونه چې د ګډو نړیوالو اصولو پابند دي، ته اصلي سیاسي لارښوونه کوي.
په دې برخه کې قزاقستان یوازې نه دی. د سیمې نور هېوادونه هم ورته تګلارې لري، په ځانګړي ډول هغه چې له افغانستان سره ګډې پولې لري. که څه هم پخوا، د مرکزي آسیا هېوادونو سیاست له افغانستان سره یوازې د امنیتي اندېښنو پر بنسټ ولاړ و، خو اوس تمرکز په سوداګرۍ، لوژستیک او زیربناوو شوی دی.
د سیمې په ټولو پلازمېنو کې دا پوهاوی زیات شوی چې له افغانستانه ملاتړ یوازې تشریفاتي نه، بلکې یوه معقوله ستراتیژیکه پرېکړه ده. له څلوېښتو کلونو بېثباتۍ وروسته، مرکزي آسیا یو باثباته ګاونډي ته اړتیا لري، نه د “آسیا سوځېدونکی زړه”.
د ترانس – افغان رېلپټلۍ په اړه د مرکزي آسیا هېوادونو لیدلوري یو څه متفاوت دي:
- قزاقستان او ترکمنستان: د لوېدیځې لارې ملاتړ کوي – له هراته تر کندهاره او بیا د ګوادر تر بندره.
- ازبکستان: د ختیځې لارې ملاتړ کوي – چې باید مزارشریف له کابل او پېښور سره ونښلوي او د پاکستان سمندري بندرونو ته لاره پرانیزي.
د لومړۍ پروژې عملي چارې روانې دي، خو دویمه پروژه لا تر اوسه د انجینري ستونزو او لوړو لګښتونو له امله د بحث په مرحله کې ده.
خو دواړه لارې د یو بل بشپړوونکې دي. په ځانګړي ډول که ترمز له هرات سره ونښلول شي، نو ازبکستان به د لوېدیځ افغانستان له لارې د ایران او فارس خلیج ته لاسرسی ومومي.
د سیمې د لیدلوري له مخې، دا دواړه رېلپټلۍ د Open Road Initiative برخه دي، چې موخه یې افغانستان د اوراسیا د نوې لوژستیکي شبکې په مرکزي هب بدلول دي.
تاجکستان تر اوسه څنډې ته شوی دی، ځکه له طالبانو سره یې اړیکې حساسیت پارونکې دي. خو له وروستیو زیاتېدونکو نښو څرګندېږي چې دوشنبه د پراګماتیکيتوب پر لور روانه ده. تاجکستان د CASA-1000 پروژې په څېر د انرژۍ او ترانزیټ په سیمهییزو پروژو کې مستقیمه ګټه لري، چې د افغانستان له لارې برېښنا جنوبي آسیا ته صادروي. د دې پروژو بریا بیا د کابل له واکمنو سره د با ثباتو اړیکو سره تړل شوې ده.
سربېره پر دې، افغانستان د سیمه ییز اتصال ستر پوتانسیل لري، لکه د پنځه هېوادونو دهلېز (چین – قرغزستان – تاجکستان – افغانستان – ایران). که څه هم دا پروژه تر اوسه تر کاغذه محدوده ده، خو د هرات – مزارشریف رېلپټلۍ جوړول کولی شي د دې پروژې د بیا راژوندي کولو لپاره محرک وګرځي. لږ تر لږه دا لاره به تاجکستان ته د فارس خلیج او د لاجورد دهلېز ته د رسېدو زمینه برابره کړي.
په دې چوکاټ کې، د ترانس – افغان پروژې یوازې لوژستیکي لارې نه دي، بلکې د سیمې د یووالي وسیلې هم دي. سره له دې چې د تګلارو په اړه د هېوادونو لیدلوري متفاوت دي، مرکزي آسیا په ګډه هڅه کوي چې افغانستان منزوي نه، بلکې په یوه دوامداره زیربنایي سیستم کې ورګډ کړي.
د “Silk and Stone Axis” مفهوم نور یوازې یوه استعارې نه ده، بلکې د سیمې د ستراتیژیک مسیر یو حقیقي انځور دی. د نورتلیو سفر او د قزاقستان تګلاره د استثنا په توګه نه، بلکې د سیمې د ګډ منطق یوه برخه ده.
مرکزي آسیا نه د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره ، بلکې د یوه ستراتيژيک حساب له مخې، په افغانستان کې د سیمې د ادغام له لارې خپل ثبات پیاوړی کوي.