LOADING CLOSE

د آی آر د انګلیسي مکتب تیوري – احمدالله ارچیوال

احمدالله ارچیوال
لیکوال او څېړونکی

احمدالله ارچیوال په ۲۰۰۴ کال کې له پېښور پوهنتونه په ژورنالېزم او په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له نیو‌سکول پوهنتونه د نړیوالو چارو په برخه کې ماسټرۍ ترلاسه کړي. دا راز، نوموړی «د خدایې خدمتګار کلتوري اغېزې» او «ولسي مبارزې (عدم تشدد)» کتابونو لیکوال هم دی.‌ ښاغلی ارچیوال له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د امریکا د سولې په انستیتوت، یوناما، د افغانستان ټاکنو کمیسیون کې د عامه پوهاوي د رییس او کارډان پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د استاد په توګه دندې ترسره کړي دي.‌

د آی آر د انګلیسي مکتب تیوري؛ یا د كلاسيكې یا نړیوالې ټولنې تیوري

لیکنه: احمدالله ارچیوال

د انګلیسي مکتب تیوري په حقیقت کې د نړیوالو اړیکو د تیوریکي او عملي څېړنو یوه ټولګه ده. که څه هم د دې مکتب په اړه بحثونه ډېر پخوا پېل شوي وو، خو بیا هم دا تیوري په ۱۹۷۰مه لسیزه کې د نړیوالو اړیکو پر افق راښکاره شوه. د انګلیسي مکتب تیوري په انګلستان کې رامنځته شوه، موخه دا وه، چې انګلیسان هم د امریکا په څېر د نړیوالو اړیکو تیوري ولري. خو د وخت په تېرېدو نورو هېوادونو ته هم وغځېده (سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶).

دا تیوري له دې امله چې د نړیوالو اړیکو د بېلابېلو تیوریانو د نظریاتو یوه ګډه ټولګه ده، د نورو تیوریانو په پرتله یو څه پېچلې ګڼل کېږي. سره له دې چې د دې تیورۍ بنسټ‌ايښودونکي په لومړي سر کې د نړیوالو اړیکو په اړه سترو او بنسټیزو پوښتنو ته د ځواب موندلو هڅه کوله، خو د وخت په تېرېدو، په ځانګړي ډول د شلمې پېړۍ په اویایمه لسیزه کې، دوی په نړیوالو اړیکو کې د میتودولوژۍ او څېړنیزو لارو چارو په اړه بحثونو ته مخه کړه.

د انګلیسي مکتب پلویان وتوانېدل چې د نړیوالو اړیکو د تیوریانو په لړۍ کې یوه نوې تیوري ورزیاته کړي. د انګلیسي مکتب تیوري د نړیوالو اړیکو په ډګر کې یوه جنجالي او پېچلې تیوري ده او پرې پوهېدل؛ یو ډول ننګونه ګڼل کېږي.

د انګلیسي مکتب تیورۍ مخینه

بېلابېلو پوهانو د انګلیسي مکتب نړیواله تیوري په مختلفو بڼو تشریح کړې ده. د لېنکلېټر (2009) د تعریف له مخې، د انګلیسي مکتب نړیوالې تیورۍ بنسټیز اصل دا دی چې خپلواک دولتونه (هیوادونه) یوه ګډه ټولنه جوړوي. ځکه چې دولتونه یوې لوړې حاکمې مرجع ته مسوول نه دي، او نړیوال سیسټم پر انارشي ولاړ دی. سره له دې چې په نړیواله کچه انارشي حاکمه ده، بیا هم دولتونه توانېدلي دي چې په لویه کچه یو ډول نظم رامنځته کړي او د دولتونو ترمنځ تاوتریخوالی راکم کړي. هیډلي بل،مارټین ویټ، جان وینسټ، او ادم واټسن د دې تیورۍ کلاسیک مخکښان دي (لینکاټر، ۲۰۰۹) او باري بوزان، ریچارډ لېټل، انډریو هل د دې تیورۍ معاصر مخکښان بلل کېږي ( لېنکاټر، ۲۰۰۹: سټيرلینګ فولکر، ۲۰۰۶).

د انګلیسي مکتب تیوري په بنسټیز ډول د کار (۱۹۳۹) له ریالیزم، او په تېره بیا د دې تیورۍ د ځواک د توازن (بېلانس) له اصله سرچینه اخېستې ده. خو د انګلیسي مکتب ځینې نور بنسټګر د ریالیزم په تړاو له دې امله هم اندېښمن وو، چې په نړيوالو اصولو کې یې اخلاقي ارزښتونو ته پاملرنه نه کوله. دا اندېښنه د دې لامل شوه چې دوی د کلاسیک لیبرالیزم په ځینو اړخونو لکه ډیپلوماسي، او د نړیوالو قوانینو او یو شمېر نورو برخو کې لېوالتیا وښيي (سټیرلېنګ فوکر، ۲۰۰۶). له همدې امله ویل کېدای شي چې د انګلیسي مکتب تیوري د نړیوالو اړیکو له څو بېلابېلو تیوریانو اخیستل شوې ده.

د انګلیسي مکتب تیوري پر نړیوالو قوانینو ټینګار کوي. له همدې امله د انګلیسي مکتب پیروان ځینې وختونه د ګرویټس فکر (چې د انګلیسي مکتب لارویان یې ځینې مهال د ریشنلیزم په نامه هم یادوي) له ریالیزم سره مترادفه ګڼي، ځکه دا فکر په نړیوالو اړیکو کې جګړه یو اینډیمیک فکتور بولي. خو کله ناکله دوی د ګرویټس فکر له لیبرالیزم سره هم ورته ګڼي. د دې فکر له مخې، دولتونه د اخلاقي ارزښتونو (مورالیټي) او مصلحت له مخې، او همدارنګه د دوی له‌خوا د جوړو شويو ادارو او اصولو ته ژمن وي، او دغه فکتورونه د دوی پر چلند اغېزه کوي.

له همدې امله د انګلیسي مکتب تیوري د هوګو ګرویټس له مکتب سره تړاو لري او تر ډېره بریده د نوموړي پر فلسفه ولاړه ده. د ګرویټس په وینا، کله چې هېوادونه نړیوالو قوانینو ته غاړه کېږدي او یو حقوقي چوکاټ رامنځته کړي، دا کار په نړیوال ډګر کې په اغېزمنه توګه د حاکمې انارشۍ زور کموي (سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶).

که څه هم ګرویټس د ریالیزم او لیبرالیزم ځینې عناصر سره یوځای کوي، خو د دواړو ترمنځ د ټکر امکان هم نه ردوي (سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶). دولتونه ځینې وختونه د اعتدال او برابرۍ هغه لوړ ارزښتونه، چې د پلي کولو تمه یې کېږي، د خپلو ملي ګټو لپاره قرباني کوي. همدارنګه، دولتونه اړ کېږي چې کله ناکله د خپلو اوږدمهاله موخو د ترلاسه کولو لپاره پر اصولو معامله وکړي. د ګرویټس د فکر دا برخه د انګلیسي مکتب له تیورۍ سره اړخ لګوي.

د انګلیسي مکتب تیوري؛ نړیوال سیسټم پر انارشۍ ولاړ ګڼي، خو دا بیا د دې مانا نه لري چې په دې سیسټم کې نظم نه شته. د دې تیورۍ له مخې، ګډ نورمونه، اصول او ادارې په نړیواله کچه د شته نظم ساتنه کوي. دا مکتب د اعتدال او برابرۍ د ساتلو پر اړتیا هم ټینګار کوي او ځینې وختونه د بشري مداخلې او بشري حقونو د درناوي غوښتنه هم کوي.

د بېلګې په توګه، ځینې هېوادونه د خپل اوږدمهاله امنیت لپاره له هغو هېوادونو سره ایتلافونه جوړوي چې له بشري حقونو سرغړونه کوي. دا اړیکې که څه هم له اصولو سره په ټکر کې وي، خو د دغو هېوادونو د ملي امنیت لپاره ډېر ارزښت لري، او له همدې امله دوی اړ کېږي چې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره خپل اصول قرباني کړي. همدا وجه ده چې ګرویټس د لیبرالیزم او ریالیزم ترمنځ ټکر حتمي ګڼي.

د انګلیسي مکتب تیوري برخې (اجزا)

د نړیوالو اړیکو د نورو تیوریانو په پرتله د انګلیسي مکتب تیوري بېلابېلې برخې لري. په ټوله کې، د انګلیسي مکتب تیوري د درېیو مفاهیمو ټولګه ده او پر پلورالیسټیک فکر ولاړه ده. دا درې مفاهیم عبارت دي له: نړیوال سیسټم، نړیواله ټولنه او جهاني ټولنه.

لومړی؛ نړیوال سیسټم

د دې تیورۍ لومړنی جوړونکی فکتور نړیوال سیسټم دی. د انګلیسي مکتب د مخکښو تیوریستانو په اند، سیاست د واک زېږنده ده، او د نړیوالې انارشۍ پروسه او جوړښت د نړیوالو اړیکو محوري او مرکزي موضوع ده (بوزان، ۲۰۰۶). نړیوال سیسټم له یو بل سره د راکړې-ورکړې له اجزاوو جوړ دی (بوزان، ۱۹۹۳)، او خپلواکه دولتونه یې اصلي لوبغاړي دي.

د یو نړیوال سیسټم لپاره د ډېرو هېوادونو موجودیت اړین نه دی، بلکې هغه څه مهم دي چې د دغو دولتونو ترمنځ اړیکې د یو بل پر چلند اغېزه وکړي. د بول (۱۹۷۷) په وینا، نړیوال سیسټم هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې دوه یا له دوو ډېر هېوادونه یو له بل سره ډېر ځله افهام او تفهیم وکړي، او د یو بل پر انتخابونو دومره اغېز وکړي چې داسې ښکاري لکه د یوه ګډ سیسټم برخه چې وي.

دویم؛ نړیواله ټولنه

د انګلیسي مکتب تیوري دویم جز نړیواله ټولنه ده، چې د دولتونو یا د نړیوال سیسټم د نورو جوړونکو برخو ترمنځ د اړیکو پر فطرت راڅرخي. د نړیوالې ټولنې په اړه زیاتره بحثونه د نړیوالو اړیکو په ریالیستیک چوکاټ کې کېږي او د اصلي لوبغاړي په توګه د دولت پر مرکزي رول ټینګار کوي. بوزان (۱۹۷۷) نړیواله ټولنه د هیوادونو یو داسې سازمان بولي، چې د ګډ ژوند او همکارۍ لپاره ځانګړي اصول او قواعد لري.

د دې تیورۍ دغه برخه د نړیوالو اړیکو په ګډه پېژندګلوۍ، ارزښتونو، ادارو او معیارونو د بنسټیز کولو په برخه کې مهم رول لري (بوزان، ۲۰۰۳؛ بوزان، ۲۰۰۶). افراد، غیر دولتي سازمانونه او د نړۍ خلک د نړیوالې ټولنیزې پېژندګلوۍ او مدیریت محوري توکي ګڼل کېږي (بوزان، ۱۹۹۳؛ بوزان، ۲۰۰۶).

نړیواله ټولنه د هغو دولتونو یا سیاسي ټولنو ټولګه ده چې د ډیالوګ، ګډو هوکړو او د خپلو اړیکو د رهبرۍ لپاره اصول او ادارې رامنځته کوي. دغه ټولنه نه یوازې ګډې ګټې مني، بلکې یادو اصولو او چوکاټونو ته درناوی هم کوي. نړیواله ټولنه د راکړې ورکړې پر بنسټ ولاړ سیسټم دی چې د یو بل پر چلند اغېز لري، خو تر هغه سیسټم زیات فعال دی چې یوازې په متقابلو اغېزو ولاړ وي (بوزان، ۱۹۹۳).

مانینګ نړیوالې ټولنې ته د یو بې‌مثاله ټولنیز چاپېریال په سترګه ګوري. د نوموړي په وینا، دغه ټولنه په بنسټیز ډول پر انارشۍ ولاړه ده، چې دولتونه د ګډو ارزښتونو، رواجونو او نورو اصولو تر سیوري لاندې پکې فعالیت کوي. خو د وخت په تېرېدو، دغه انارشي په تدریجي ډول په نظم بدلېږي (سوګونامي، ۲۰۰۱).

یوه بله موضوع چې د دې تیورۍ د نړیوالې ټولنې له برخې سره تړاو لري، هغه دا ده چې دولتونه څنګه کولی شي له بشري ارزښتونو څخه دفاع وکړي او په دې لاره کې کوم محدودیتونه لري. په بل عبارت، دا موضوع د ملګرو ملتونو لخوا د خلکو د خوندي کولو له حق (Right to Protect) سره تړاو لري. په دې اړه د انګلیسي مکتب د تیورۍ اړخونه او زاویې ډېرې مهمې ګڼل کېږي.

انګلیسي مکتب هم له دوو زاویو څېړل کېږي. د دې مکتب پلورالیستي برخه د دولتونو پر خپلواکۍ او د یو بل په چارو کې د نه لاسوهنې ټینګار کوي، خو له بلې خوا د دې مکتب د یووالي (سالیډریسټ) برخه د فکر پر یووالي ټینګار کوي او په یو ډول د هېوادونو په داخلي چارو کې لاسوهنه توجیه کوي (باین، ۲۰۱۰). دلته هغه شخړه روانه ده، چې څه شته او څه باید وي (سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶). د تیورۍ پلورالیستیک اړخ د نورو منلو او د هغوی خپلواکۍ ته د درناوي غوښتنه کوي، خو بل‌خوا ځینې وختونه حکومتونه د خپلو ملي ګټو یا د اعتدال د تأمین لپاره اړ کېږي، چې د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه وکړي. له همدې امله، دا پوښتنه چې په دغسې حالاتو کې هېوادونه څه باید وکړي، یوه بې‌ځوابه او جنجالي پوښتنه ده، او د انګلیسي مکتب تیوري د دې تناقض په حل کې له لویې ستونزې سره مخ ده.

لکه څنګه چې د دې تیورۍ ډېری لارویان یې په تړاو ډېر اندېښمن دي، د یادې تیورۍ دوه مهمې پدیدې، یعنې نړیوال سیسټم او نړیواله ټولنه، د ابهام لامل شوی. له همدې امله اړینه ده چې د دوی ترمنځ توپیر روښانه شي. د ځینو نورو پوهانو ترڅنګ، بوزان په دې تړاو وضاحت وړاندې کړی دی. بوزان له منطقي اړخه سیسټم مقدم او ډېر بنسټیز بولي؛ یعنې نړیوال سیسټم د یوې ټولنې پرته هم رامنځته کېدای شي، خو یوه نړیواله ټولنه له سیسټم پرته هېڅکله هم نه شي رامنځته کېدای (بوزان، ۱۹۹۳).

په دې اړه د بول (۱۹۷۷) وضاحت د پام وړ دی. د نوموړي په وینا، ترکیې له شپاړسمې پېړۍ راپدېخوا له اروپايي هېوادونو سره راکړه ورکړه درلوده، د اروپايي هېوادونو سره یې په جګړو او ایتلافونو کې برخه اخیستې؛ خو د دې اړیکو په لومړنیو دریو پېړیو کې د دواړو خواوو ترمنځ ګډ ارزښتونه او ګډې ګټې نه دي رامنځته شوي. وروسته له هغې چې په ۱۸۵۶ کال کې د پاریس تړون او په ۱۹۲۳ کال کې د لوزان تړون له مخې د دواړو خواوو ترمنځ په بشپړ ډول برابري تحقق وموندله، د ترکیې او اروپايي هېوادونو ترمنځ ګډ ارزښتونه او ګټې رامنځته شوې. په هغه وخت کې چې د ترکیې او اروپايي هېوادونو ترمنځ یوازې راکړه-ورکړه موجوده وه، ترکیه د اروپا د نړیوال سیسټم برخه وه، خو د اروپا د رامنځته شوې نړیوالې ټولنې برخه نه وه. وروسته له هغه چې اروپا او ترکیه د ګډو ارزښتونو او ګټو په تار سره وتړل شول، هماغه وخت اروپا او ترکیه د نړیوالې ټولنې برخه شوې.

د دې یوه بله بېلګه د اروپايي او غیر اروپايي هېوادونو ترمنځ اړیکې دي. په پنځلسمه پېړۍ کې، د اروپا د لویې وچې بهر د اروپايي سیسټم پراختیا موندنه، مخکې له دې چې نړیواله ټولنه رامنځته شي، د پورته خبرې یو څرګند ثبوت دی. له شپاړسمې پېړۍ د نولسمې پېړۍ تر وروستیو پورې، اروپايي هېوادونو او غیر اروپايي هېوادونو له یو بل سره اړیکې درلودې؛ سوداګري یې کوله، افهام او تفهیم یې درلود، جګړې او سوله یې کوله، او یو بل ته یې استازي استول. خو د دوی اړیکې یوازې د یو نړیوال سیسټم په کچه وې. دوی ګډ ارزښتونه او مشترکات نه لرل، له همدې امله دغه هېوادونه د یوې نړیوالې ټولنې برخه نه وې.

پوښتنه دا ده چې څه وخت د هېوادونو سیسټم یا نړیواله ټولنه رامنځته کېږي؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره موږ د موضوع په تړاو د ټولنپوهنې دوو تیوریانو، ګیمینشافت او ګیسلشافت، ته مراجعه کوو. د لومړۍ تیورۍ له مخې، ټولنه یوه فطري او رواجي پدیده ده چې پر ګډې پېژندګلوۍ، احساساتو او تجربو ولاړه وي. له همدې امله، نړیواله ټولنه تر هغه وخته نه رامنځته کېږي څو پورې چې د غړیو هېوادونو ترمنځ کلتوري مشترکات نه وي‌ رامنځته شوي.

خو د دویمې تیورۍ له مخې، ټولنه فطري نه ده، بلکې جوړېږي. د دې لیدلوري له مخې، ټولنې پر احساساتو نه، بلکې پر قراردادونو او راکړه ورکړې ولاړې وي. د دې مانا دا ده چې د یوې نړیوالې ټولنې د رامنځته کېدو لپاره د ګډو کلتوري ځانګړتیاوو موجودیت اړین نه دی.

د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د دې دواړو ډولونو ټولنې لیدل کېږي. د بوزان په وینا، د معاصرې نړۍ ټولنې د یادو دوو بڼو یو عملي انځور وړاندې کوي. نوموړی وایي، د دې ټولنې یوه برخه د خلکو د ګډو ارزښتونو او کلتوري مشترکاتو له امله په طبیعي ډول رامنځته شوې، خو بله برخه یې د اروپایانو له خوا د استعماري دورې پر مهال د نړۍ پر ډېرو برخو وتپل شوه.

درېیم؛ جهاني ټولنه

جهاني ټولنه د پراخو ټولنیزو اړیکو داسې شبکه ده، چې پکې هېوادونه، نادولتي سازمانونه، نړیوال سازمانونه او نور ټولنیز لوبغاړي سره یو ځای کوي (بول، ۱۹۷۷). د دې ټولنې یو عملي مثال د بشري حقونو د تحقق لپاره د هېوادونو دننه او په نړیواله کچه د نادولتي ادارو او سازمانونو ترمنځ همغږي او ګډ کار دی. د دولتونو دننه نادولتي سازمانونه په نړیواله کچه له نورو نادولتي سازمانونو سره په ګډه د بشري حقونو د نورمونو د فعالولو له لارې د دولتونو واکونه مهاروي. له اروپا او اروپايي ټولنې پرته، ځینې وختونه په نړیواله کچه نورې کوچنۍ پدیدې لکه اسلام، اروپا، یونان او چین موجودیت د جهاني ټولنو او یا نړیوالو ټولنو تعدد ښيي (بوزان، ۱۹۹۳). همدا لامل دی چې په یو وخت کې له یوې زیاتې نړیوالې او یا جهاني ټولنې موجودې وي. ډېری وختونه نړیواله ټولنه له جهاني ټولنې سره متصادمه پدیده ګڼل کېږي. خو په ورته وخت کې دواړه ډولې په یو وخت کې موجودي پر یو متکي وي.

نړیواله ټولنه د انارشي د مخنیوي لپاره یو سیاسي چوکاټ وړاندې کوي، او جهاني ټولنه بیا نړیوالې ټولنې ته پر ګډ احساس او ګډو ارزښتونو ولاړه ټولنه برابروي. همدا چاره نړیوالې ټولنې ته د پرمختګ لاره هواروي. له همدې امله نړیواله ټولنه او جهاني ټولنه له یو بل سره سیمبیوټیکه اړیکه لري (بوزان، ۱۹۹۳). همدا جهاني ټولنه د انګلیسي مکتب د تیورۍ بل مهم فکتور ګڼل کېږي. نړیواله ټولنه خپله لمن تر افرادو، نړیوالو سوداګریزو شرکتونو، نا دولتي سازمانونو او په پای کې تر ټولو انسانانو پورې غځوي، او په یوه ډول د دولتونو له پولو ور هاخوا تېرېږي (بوزان، ۲۰۰۱). ځینې کسان دا برخه د نړیوالتوب (ګلوبلایزیشن) عملي مصداق بولي. سره له دې چې دا تیوري پر دولتونو تمرکز لري، خو پر ګڼ‌ملیته سازمانونو او شبکو تمرکز دې تیورۍ ته دا وړتیا ورکوي چې په نړیواله حکومتدارۍ کې دغه لوبغاړي هم وڅېړي.

د بوزان په وینا، انسانان ټولنې جوړوي، خو بېرته دغه ټولنې پر دوی اغېزه هم کوي. همدارنګه دولتونه نړیوالې ټولنې رامنځته کوي، خو دغه ټولنې بیا د دولتونو پر چلند اغېزه کوي. د بوزان په وینا، مانینګ بشري ټولنه د دولتونو د ټولنې بنسټیز توکی ګڼي. په نړیوالو اړیکو کې د بشري ټولنې پر اهمیت او اغېزمنتیا ټینګار د انګلیسي مکتب یوه مهمه ځانګړتیا ده.

د انګلیسي مکتب د جهاني ټولنې برخه دولتونه یوې خوا ته ږدي او د ټولنیزو پېژندګلویو او نظم د رامنځته کولو لپاره  خلکو ته رسیدلو د وړتیا له  امله ځینې پوهان دا برخه انقلابي ګڼي (بوزان، ۲۰۰۶). خو د ویاور (۱۹۹۲) په وینا، دا چې یاده تیوري فرا‌دولتي ده، نو هغه یې لیبرالیزم بولي. د انګلیسي مکتب دا اړخ د کانټ له لیبرالیزم او د ځینو نورو په اند له انقلابي نظریاتو اخیستل شوی دی.

د بول (۱۹۸۵) بحث د انګلیسي مکتب د دې درېیو مهمو برخو په ښه پېژندګلوۍ کې مرسته کوي. د نوموړي په وینا، نړیوال سیسټم پر تخنیکي شرایطو ولاړ دی، چې ټولنیز اړخ نه لري. په دې سیسټم کې دولتونه، پرته له دې چې ګډ ارزښتونه، اصول، ادارې او نورمونه ولري، یوازې یو له بل سره راکړه ورکړه کوي. نړیواله ټولنه بیا یو داسې حالت دی چې ګډ ارزښتونه، او ګټې لرونکي هېوادونه یې په خپله خوښه د یو شمېر ځانګړو اصولو منلو له لارې له یو بل سره اړیکه ټینګوي او د ګډو ادارو پر مټ له یو بل سره همکاري کوي. برعکس، جهاني ټولنه د نړیوالو اړیکو یو ځانګړی بعد دی، چې د نا دولتي لوبغاړو له‌خوا پر رامنځته شویو ګډو اصولو، ادارو او ارزښتونو ولاړه ده.

د انګلیسي مکتب تیوري په یو وخت کې د بحث د موضوع او د نړیوال حقیقت په توګه د نړیوال سیسټم، نړیوالې ټولنې او جهاني ټولنې د موجودیت خبره کوي. له همدې امله، دا تیوري د نړیوالو اړیکو د نورو تیوریکي چوکاټونو لکه ریالیزم، ایډیالیزم، ریشنلیزم او د ریشنلیزم مخالفو نظریو، او نورو تیوریکي چوکاټونو په پرتله یو پراخ او کلي فکر وړاندې کوي.

آیا د انګلیسي مکتب تیوري د آی آر یوه ځانګړې تیوري ده؟

د دې تیورۍ اجزاوو ته په کتلو سره له ورایه ښکاري چې، د نړیوالو اړیکو د نورو تیوریانو برعکس، دا تیوري په حقیقت کې د څو نورو تیوریو ګډه ټولګه ده، او دا څو بعدي فکر د دې تیورۍ یوه تعریفوونکې ځانګړتیا ده. ځینې خو آن انګلیسي مکتب تیوري د لیبرالیزم او ریالیزم بدله شوې بڼه بولي. د بېلګې په توګه د ویوټي او مارک کوپي (۱۹۹۹) لخوا د ریالیزم په اړه په لیکل شوې لیکنه کې دا تیوري د ریالیزم برخه ده. یا په بل عبارت دوی یې له ریالیزم سره ورته ګني. بل‌خوا، مارک زکر او ریچارډ ماتیوس (۱۹۹۵) دا تیوري د لیبرالیزم د ساختاري بڼې په نوم یادوي.

نور پوهان، سره له دې چې پر انګلیسي مکتب د ریالیزم او لیبرالیزم له اغېزو سترګې نه پټوي، خو بیا هم یاده تیوري د یوې ځانګړې تیورۍ په توګه مني. دا ډله خلک انګلیسي مکتب تیوري د نړیوالو اړیکو د دوو بنسټیزو مکتبونو، ریالیزم او لیبرالیزم، له یو بل سره د نښلونکې کړۍ په توګه یادوي، ځکه دا تیوري په دواړو تیوریو کې ریښې لري (سټوډیو، ۲۰۲۲). دغه تیوري نه په بشپړ ډول یو اړخ ته مایله ده او نه هم بل اړخ ته، بلکې د ریالیزم او لیبرالیزم ترمنځ یوه منځلاره تیوري ده (ویګټ، ۱۹۹۱). د انګلیسي مکتب تیوري، نړیوال سیسټم د ریالیستانو په پرتله ډېر منظم او مرتب ګڼي، خو سره له دې بیا هم تاوتریخوالی پکې حتمي ګڼي (لینکلاټر، ۲۰۰۹).

پر انګلیسي مکتب نیوکې

سره له دې چې د انګلیسي مکتب تیوري ډېر پرمختګ کړی او د نړیوالو اړیکو په تیوریانو کې یوه مهمه تیوري بلل کېږي، خو بیا هم له یو لړ نیوکو سره مخ ده. یوه ډله پوهانو دا تیوري د نړیوالو اړیکو له نورو تیوریو او مفاهیمو څخه په ګټه اخیستنې تورنوي، او بله ډله یې بیا له نورو تیوریو سره دومره ورته ګڼي چې آن دا یوه جلا او بېله تیوري هم نه بولي (بېلامي، ۲۰۰۴).

ښکاره ده چې نړیواله ټولنه د دې تیورۍ د تحلیل کچه یا لیول اف انالیسس ده (جونس، ۱۹۸۱؛ بوزان، ۱۹۹۳). پر دې تیوري یوه نیوکه دا ده چې د دې تیورۍ د دریو برخو ترمنځ د تحلیل کچې (لیول اف انالیسس) په اړه ابهام شته. د دې تیورۍ هره برخه د میتودولوژۍ جلا طریقه کاروي. لومړۍ برخه (نړیوال سیسټم) د پوزیټیویزم له لارې څېړل کېږي، دویمه برخه (نړیواله ټولنه) د انټریپیټویزم سره تړاو لري، او درېیمه برخه (جهاني ټولنه) د کریټیکل تیورۍ پر بنسټ څېړل کېږي (لیټل، ۱۹۹۵).

 بله نیوکه دا ده چې د دې تیورۍ په مفاهیمو کې، په ځانګړي ډول د جهاني ټولنې په اړه، کافي روښانتیا نشته او یو ډول ابهام موجود دی. وېنسنټ (۱۹۸۸) له همدې امله د دې تیورۍ سره تړلو مفاهیمو د نومونو بیا کتنې او ترمیم غوښتنه کړې ده.

د انګلیسي مکتب تیوري د نړیوالو اړیکو په پراخه ساحه کې هم پر یو لړ بې‌غوریو تورنه شوې ده. هژموني، چې د نړیوالو اړیکو یوه مهمه پدیده او د نړیوال سیسټم یوه بنسټیزه ځانګړنه ده، د دې تیورۍ له‌خوا لږ تر لږه څېړل شوې ده. دا چې انګلیسي مکتب تیوري د دې موضوع په اړه کافي وضاحت نه دی وړاندې کړی، نو په همدې دلیل یاده تیوري په دې برخه کې پر ابهام محکومه شوې ده (کلارک، ۲۰۰۹).

بېلامې (۲۰۰۴) په دې اړه یو لړ وړاندیزونه کړي دي. د نوموړي په وینا، دا تیوري باید خپل ځان د تېرې لسیزې له حالاتو وباسي او له نوو شرایطو سره ځان عیار کړي، خپله میتودولوژي نوره هم متنوعه کړي، او د معاصرو شرایطو په نظر کې نیولو سره د خپلو دوو برخو (نړیوالې ټولنې او جهاني ټولنې) ترمنځ اړیکې لا پسې روښانه کړي. سره له دې چې پر انګلیسي مکتب تیوري لا هم نیوکې شته او د دې مکتب لارویان او مخکښان هم د دې تیورۍ نیمګړتیاوې مني، خو په ټوله کې د دې تیورۍ له موثریت او جامعیت څخه سترګې نه شي پټېدای.

References:

Adronitis Studios. (n.d.). How does the English School of Thought differ from Realism and Liberalism? Medium.

Bain, W. (2010). The pluralist-solidarist debate in the English School.

Baylis, J., Smith, S., & Owens, P. (Eds.). (2020). The globalization of world politics: An introduction to international relations (8th ed.). Oxford University Press.

Burchill, S., Linklater, A., Devetak, R., Donnelly, J., Paterson, M., Reus-Smit, C., & True, J. (2021). Theories of international relations (6th ed.). Palgrave Macmillan.

Buzan, B. (1993). From international system to international society: Structural realism and regime theory meet the English School. International Organization, 47(3), 327–352. https://www.jstor.org/stable/2706979

Buzan, B. (2001). The English School: An underexploited resource in IR. Review of International Studies, 27(3), 471–488. https://doi.org/10.1017/S0260210500004715

Bull, H. (1977). The anarchical society: A study of order in world politics. New York: Columbia University Press.

Clark, I. (2009). Towards an English School theory of hegemony.

Jones, R. E. (1981). The English School of International Relations: A case of closure. Review of International Studies.

Little, R. (1995). Neorealism and the English School: A methodological, ontological and theoretical reassessment. European Journal of International Relations, 1(1), 9–34.

Linklater, A. (2017). The English School conception of international society: Reflections on Western and non-Western perspectives. In R. W. Murray (Ed.), System, society and the world: Exploring the English School of International Relations (2nd ed., pp. 69–76). E-International Relations.

Sterling-Folker, J. (2006). Making sense of international relations theory.

Suganami, H. (2001). C. A. W. Manning and the study of International Relations. Review of International Studies, 27(1), 91–107. https://doi.org/10.1017/S0260210500010079

Tönnies, F. (1887). Gemeinschaft und Gesellschaft. Leipzig: Fues’s Verlag.

Wæver, O. (1992). International society—Theoretical promises unfulfilled? Cooperation and Conflict.

Wight, M. (1966). Why is there no international theory? In H. Butterfield & M. Wight (Eds.), Diplomatic investigations: Essays in the theory of international politics (pp. 17–34). London: Allen & Unwin

error: Content is protected !!