LOADING CLOSE

د استعمار‌ ختمونې یا ډيکالونایزیشن لنډه پېژندنه – پرانی سوماياجولا

پرانی سومایاجولا

پرانی سوماياجولا لیکوال او د ښکېلاک ضد فعال دی، چې په واشنګټن ډي‌سي کې مېشت دی. دی د سیاست، کلتور، او هویت ترمنځ اړیکې څېړي، او ډېری مهال یې د یو نړیوال‌، خو استعمار ضد لیدلوري پر مټ تحلیلوي.

لیکوال: پرانی سوماياجولا

ژباړه: د جیو‌افغانیکا د آی آر مرکز

مخکې له دې چې د “استعمار‌ ختمونې” (decolonization) مفکورې ته له انتقادي لیدلوري کتنه وکړو، اړینه ده چې لومړی دا روښانه کړو چې کله موږ دا اصطلاح کاروو، نو باید پوه شو چې څه شي ته اشاره کوو. د جانسن او یورګن اوسترهامل د وینا له مخې، چې په ۲۰۱۷ کال کې یې د Decolonization: A Short History په نامه کتاب خپور کړ، د “استعمار‌ ختمونې” دا مفکوره د شلمې پېړۍ زیږنده بلل شوې، او دا اصطلاح یې تر ډېره د اروپایي امپراتوریو—په ځانګړې توګه برتانیې او فرانسې، چې د شلمې پېړۍ تر پایه یوازیني پاتې شوي مهم استعماري ځواکونه وو—له خوا کارېدونکې بللې. دغو امپراتوریو دا اصطلاح د ادارې د یوې تګلارې په توګه کاروله، څو د هغو “نړیوالو خوځښتونو” پر وړاندې، چې د آسیا او افریقا په مستعمرو کې یې د ملي آزادۍ او استعمار‌ ضد مبارزو بڼه غوره کړې وه، یو تنظیم‌شوی غبرګون وښيي.

څرنګه چې د دغو امپراتوریو نفوذ کمېده او د مستعمرو ملتونو ملي شعور پیاوړی کېده، نو استعماري چارواکو خپلې پالیسۍ داسې بدلې کړې چې د واک تدریجي انتقال ته لاره هواره کړي. د دې تګلارې له مخې، استعماري قوتونو غوښتل چې واک مقامي اشرافو ته وسپاري، څو دوی په راتلونکي کې له خپلو “پخوانیو بادارانو” سره نږدې اړیکې وساتي. په ساده ټکو، د امپراتوریو له نظره، استعمار‌ ختمونه د آزادۍ د ترلاسه کولو بهیر نه و، بلکې د نوې استعماري واکمنۍ (neocolonialism) لپاره چمتووالی و. جَنسن او اوسترهامل لیکي: “په دې معنا، استعمار‌ ختمونه د اروپایانو یوه تګلاره او یو سیاسي هدف و، چې باید د مهارت او عزم له لارې ترلاسه شي.”

البته، د شلمې پېړۍ استعماري چارواکو چې کومه هیله درلوده، د هغې برعکس، له مستعمرو څخه ظاهراً خپلواکو هېوادونو ته انتقال هېڅ منظم نه و. د هند له وېش څخه نیولې د الجزایر د آزادۍ تر جګړې پورې، د استعماري واک پای د وینې‌بهېدنې او تاوتریخوالي له لارې ترسره شو، او تر شا یې د ملي بیرغونو یوه داسې لړۍ پرېښوده، چې لا د پورته کېدو په حال کې وو، خو لا هم په وینو لامده وو. خو د دې ټولو سره سره، د “استعمار‌ ختمونې” اصطلاح د څېړونکو او پوهانو ترمنځ خپل اهمیت وساته، او دوی دا اصطلاح د پخوانیو مستعمرو د خپلواکۍ د پدیدې د تشریح لپاره کاروله. د استعماري تاریخ لیکوال ریمونډ ایف. بېټس لیکلي، د ۱۹۶۵ کال د ییل پوهنتون یوه غونډه د دې خبرې له اعلان سره پیل شوه چې “استعمار‌ ختمونه زموږ د زمانې یو له لویو موضوعاتو څخه دی”، او “په ۱۹۷۰ لسیزه کې، تر دوو درجنو ډېر کتابونه چې په انګلیسي ژبه لیکل شوي وو، د عنوان په سر کې یې د استعمار‌ ختمونې یا ‘decolonization’ کلمه درلوده.”

د استعمار‌ ختمونې مفکوره، البته، د هغو کسانو له خوا هم کارېدله چې په عملي ډګر کې یې د استعمار‌ ختمونې لپاره مبارزه کوله—په ځانګړې توګه د فانون په څېر استعمار ضد تیوریسن او انقلابي، چې ارواپوه او لیکوال هم و، او د الجزایر د آزادۍ د مبارزې تر ټولو مهم مفکر او ویاند ګڼل کېږي. فانون په خپل شهکار کتاب The Wretched of the Earth کې، استعمار‌ ختمونه د دوو متضادو ځواکونو—استعمارګر او مستعمر—تر منځ یو مخامخ او فطري ټکر ګڼي، چې له آره د تاوتریخوالي بڼه لري، او “د تودو مرمیو او پر وینو ککړو چړو بوی ترې ځي.” دا بهیر د مستعمرو خلکو له‌ خوا د خپل ځان د اثبات هڅه ده، چې پایله یې د “نوي انسان” پیدا کېدل دي.

یعنې فانون وایي، استعمار‌ ختمونه یوازې یو ارام سیاسي بدلون نه دی، بلکې یو متشدده ټکر دی. دی دا ټکر د “دوو فطري دښمنو ځواکونو ترمنځ مخامخېدل” بولي—یعنې استعماري واکمن او محکوم خلک له بنسټه یو له بله سره په ټکر کې دي. دا مبارزه د تودو توپونو او وینو ډکو چړو بوی لري، یعنې یو خونړی، سخت، او فزیکي مقاومت دی. دا هر څه یوازې د سیاسي خپلواکۍ لپاره نه دي، بلکې دا د محکومو خلکو له‌ خوا د خپل ځواک او ارادې څرګندونه ده. د دې تاوتریخوالي پایله دا ده چې یو نوی انسان وزېږي—یو داسې فرد چې نور غلام نه وي، بلکې د عزت، آزادۍ او ځانواکۍ احساس ولري.

فانون او د هغه د وخت نورو انقلابي مفکرینو استعمار‌ ختمونه یوازې یو تاریخي تحول نه باله، بلکې دا بهیر یې یو شعوري او فعال بغاوت ګڼلو، چې موخه یې د نړۍ بیا جوړونه وه.

په هر یوه یاد شوي حالت کې، د “استعمار‌ ختمونې” (decolonization) اصطلاح په یوه او یا بله بڼه د یوې مشخصې سیاسي پدیدې د څرګندولو لپاره کارول شوې ده؛ یعنې د استعماري واک پای ته رسېدل او د پخوانیو مستعمره شوو هیوادونو له خوا د رسمي خپلواکۍ تر لاسه کول. که دا اصطلاح په توصیفي ډول وکارول شي یا تجویزی ډول، نو په دې معنا کې “استعمار‌ ختمونه” یو داسې مفهوم دی چې له استعماره د وتونکي هیوادونو د واقعي سیاسي، اقتصادي، او ټولنیزو حالاتو پر بنسټ ولاړ وي. (زه دا اصطلاح د “استعمار‌ ختمونې هېواد” په توګه کاروم، ځکه دا مفهوم تقریباً تل د ملت-دولتونو او ملي حاکمیت له نظره تعبیر شوې ده.)

خو که دې ته وګورو چې نن ورځ دا اصطلاح څرنګه کارول کېږي، نو داسې ښکاري چې په تېرو پنځوسو کلونو کې دا مفهوم پراخ شوی دی. له هغه محدوده تمرکزه چې یوازې د سیاسي او اقتصادي خپلواکۍ مادي مسایلو ته متوجه و، دا مفهوم او اصطلاح اوس نور ډېر موضوعات هم رانغاړي. دا خبره په ښه توګه له دې کبله هم څرګندیږي، چې د لوېدیځو فعالینو په حلقو کې د طب، زده کړو، او ان شخصي اړیکو په برخو کې هم د “استعمار‌ ختمونې” اصطلاح کارول کېږي.

په ډېرو برخو کې، دا تمایل چې د “استعمار‌ ختمونې” مفهوم پراخ او ذهني تجرید شي، د استعمار‌ ختمونې تیورۍ (decolonial theory) پراخ سیاسي او لفاظي اغېز منعکسوي. دا یو فکري بهیر دی، چې په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د لاتیني امریکا د پوهانو، لکه والټر میګنولو او انیبال کیخانو، له خوا را منځ ته شوی دی.

د یوې تیوریکي چوکاټ په توګه، د استعمار‌ ختمونې تیوري — یا لکه څرنګه چې ډېری وخت ورته decoloniality هم ویل کېږي — د استعماري واکمنۍ د فرهنګي او معرفتي اړخونو تمرکز کوي. دا نظریه د کېخانو په وینا، روښانه کوي چې “اروپایان یا لوېدیځ خپل فرهنګ د نمونې او معیار په توګه په مستعمرو کې پر نورو خلکو وتپل” — دا یو ډول د “یوروسنترېزم” یا “اروپا محورۍ” ولاړه پروژه وه، او د استعمار‌ ختمونې مفکرینو په اند، د پخوانیو مستعمرو ټولنې یې تر رسمي خپلواکۍ وروسته لا هم تر خپلو اغېزو لاندې ساتلي دي.

د استعمار‌ ختمونې د تیوریکي چوکاټ په زړه کې د “ښکېلاکۍ” مفکوره ده، چې پر ماډرنېزم نیوکه کوي او دا ټینګار کوي، چې ښکېلاکي د ماډرنېزم له شتون پرته نه شي درک کېدلی. همدا لامل دی چې د دې تیورۍ پلویان ډېری وخت ماډرنېزم او ښکېلاکي د یوې سکې دوه مخونه ګڼي.

په دې چوکاټ کې، “ښکېلاکي” پر هغه څه ولاړه ده چې دوی یې د “ښکېلاک واک جوړښت” بولي. دا جوړښت څلور اړوندې برخې لري: د اقتصاد کنټرول، د واک یا حاکمیت کنټرول، د جنسیت او جنسي اړیکو کنټرول، او د پوهې او شخصیت کنټرول. مهمه دا ده، چې دا تیوریکي چوکاټ له هغو سیاسي او اقتصادي استعمار‌ ختمونې له هڅو سره توپیر لري، چې د بېلګې په ډول، فانون یې استازیتوب کاوه. توپیر دا دی، چې دا نظریه فرهنګي او معرفتي برخو ته هم پراخه شوې ده.

لکه څرنګه چې میګنولو او د هغه همکارې کاترین والش وايي، د استعمار‌ ختمونې نظریې “افق” یوازې د ملت-دولتونو سیاسي خپلواکۍ یا د پانګوالۍ او لوېدیځ سره د مخامخ کېدو پورې محدود نه دی، بلکې له هغو “عادتونو” سره هم تړاو لري، چې ماډرنیته/ښکېلاکي زموږ په فکر، احساس او ذهنیت کې ځای پر ځای کړي دي؛ دا چې ماډرنیته/ښکېلاکي څنګه دا کار کړی او لا یې هم کوي، څو پوهه، فردیت، د نړۍ درک او د ژوند لیدونه رد، تحریف، پټ او بې‌اعتباره کړي.

نو له همدې امله، د استعمار‌ ختمونې پروژه دا ټینګار کوي، چې باید له دې اروپامحوره معرفتي او واکمنو جوړښتونو سره “بېلتون” (delinking) وشي. د دې تیورۍ موخه نور دا نه ده، چې دولت دې تر لاسه شي، بلکې دا ده چې اپیستیمیک او ذهن‌پالنه بیاجوړه شي، چې دا بیا د شلمې پېړۍ د ملي آزادۍ له مبارزو سره یو ښکاره توپیر ښيي.

که څه هم د استعمار‌ ختمونې تیوري (decolonial theory) په اکادمیکو ادارو کې راڅرګنده شوې، خو اغېز یې له پوهنتونونو ډېر اخوا خپور شوی دی. د دې نظریې انعکاس په معاصره لوېدیځه کین اړخه مفکورو کې هم څرګندېږي، په تېره بیا د امریکا په کیڼ اړخ کې او د ۲۰۲۰ کال د تورپوستو ژوند مهم دی Black Lives Matter له پاڅونونو وروسته، چې په کې شعارونه ورکړل شول: “باید په هر څه استعمار‌‌ختمونه رامنځته شي!” او دغو شعارونو د سپین پوستو د برلاسۍ پر ضد له پراخو نیوکو سره یوځای شول.

په دې تړاو، تر ټولو ډېر فشار د فکري او فرهنګي بنسټونو پر وړاندې ولیدل شو — لکه پوهنتونونه، موزیمونه، آرشیفونه او ورته ادارې — چې پرې فشار واچول شو، څو د استعمار‌ ختمونې کړنو له لارې بدلون راولي. دا بدلونونه عبارت وو له: د اصلي مېشتو قومونو د ځمکو یادونه (land acknowledgments)، د ودانیو نومونه بدلول، د لوټ شوو تاریخي توکو بېرته ستنول (repatriation)، او پر درسي نصابونو بیاکتنه، څو د تورپوستو او بومي مېشتو غږونه پکې ښه او مرکزي ځای ومومي.

دا تمایل د اتلانتیک په دواړو غاړو کې ولیدل شو. اروپایي ادارې اړ شوې، چې د نولسمې او شلمې پېړۍ امپراتوریو کې خپل رول ته بیا کتنه وکړي؛ شمالي امریکا بیا دې ته اړ شوه، چې د بومي خلکو پر وړاندې د مېشت‌کېدونکي ښکېلاک (settler colonialism) له تاوتریخوالي سره خپله همکاري ومني؛ دواړه خواوې اړ شوې، چې د اتلانتیک د غلامۍ سوداګرۍ پر وړاندې خپله ونډه یا چوپتیا تر پوښتنې لاندې راولي.

دا ډول استعمار‌ ختمونې بڼه، چې له ۲۰۲۰م کال راهیسې په معاصرو چپو حلقو کې پښه ټینګه کړې، خپل تمرکز پر هغو بنسټونو ایښی دی، چې د لوېدیځ د پوهې تولید ستنې ګڼل کېږي. له همدې امله، دا ډول “استعمار‌ ختمونه” د لوېدیځ د معرفت‌محور پر نظام یو کلک انتقاد ګڼل کېږي.

دلته د استعمار‌ ختمونې تیورۍ اغېز څرګند دی. د معرفت تولید پر واکمنو بڼو د دې انتقاد په زړه کې یو پټ غږ هم پروت دی: دا چې باید د اصلي مېشتو خلکو هغه د پوهې او هستۍ لارې (ways of knowing and being) راژوندي شي، کومې چې د همدې استعماري تاوتریخوالي او بې‌ځایه کولو له خوا ځپل شوې دي — هغه پروسې چې یادې ادارې پکې شریکې وې، او لا هم دي.

error: Content is protected !!