LOADING CLOSE

ولې دمشق منل شوی، خو طالبان لا هم منزوي دي؟ – ادم واینستاین

ادم واینستاین
لیکوال او څیړونکی

ادم واینستاین د کوینسي انسټیټوټ د منځني ختیځ د پروګرام مرستیال مدیر دی، چې څېړنه یې په افغانستان، پاکستان او عراق کې د امنیت او قانون پر حاکمیت تمرکز کوي. ښاغلی واینستاین پخوا د امریکا د سمندري ځواک غړی و او په ۲۰۱۲ کال کې یې په ارزګان کې پوځي ماموریت هم ترسره کړی و.
ادم د نړیوالو چارو په اړه د مختلفو نړیوالو رسنیو لپاره لیکنې کوي او د نړیوالو اړیکو په برخه کې د قانون او پالیسۍ کاربوه دی.

ژباړه: د جیو‌افغانیکا د آی آر مرکز

که تاسو په کابل کې واقع‌بین طالب چارواکي یاست، ښايي د لویدیځو هېوادونو له‌خوا د سوریې له نوي مشره تود هرکلی درته حیرانوونکی وي. احمد الشرع، چې پخوا د القاعدې د یوې څانګې غړی و، نن د فرانسې له ولسمشر ایمانویل ماکرون سره ستړي مشي کوي، د خپل بهرنیو چارو وزیر سره یوځای د ملګرو ملتونو په غونډه کې د سوریې نوی بیرغ پورته کوي، او همداراز د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ستاینې ترلاسه کوي.

ټرمپ له هغه سره په سعودي عربستان کې ولیدل او ژمنه یې وکړه چې پر سوریه به ټول بندیزونه لیرې کوي او له دمشق سره به دوه اړخیزې اړیکې بېرته عادي او نورمال کوي.

په دې منځ کې، افغانستان چې په ۲۰۱۷ کال کې امریکا ته د ورتګ په لېست کې پرې بندیز نه و لګېدلی، اوس په دې لېست کې شامل شوی. سوریه، چې مخکې په دې لیست کې وه، اوس ترې ایستل شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې دواړه هېوادونه د امریکا د ارزونې له مخې، ورته ګواښونه لري، خو په ظاهري بڼه یوازې پر افغانستان بندیز لګول شوی او سوریه ترې معاف ده. دا پرېکړه به هغه افغانان هم له ګواښ سره مخ کړي چې پخوا یې له امریکایي پوځیانو سره همکاري کړې وه. د دواړو هېوادونو ترمنځ دا توپیر ورځ تر بلې روښانه کېږي.

دلته پوښتنه پیدا کېږي، چې نړۍ د سوریې له نوې رهبرۍ سره څرنګه چلند کوي، او ولې یې د افغانستان واکمنو طالبانو ته شا کړې؟ دا یو تریخ حقیقت څرګندوي. په نړیواله کچه د هېوادونو رسمیت پېژندنه نه د قانون پر اصولو ولاړه وي، او نه هم د خاورې د کنټرول پر فلسفه. د دې پر ځای، مهمه دا ده چې نور هېوادونه تاسو ته څرنګه ګوري، تاریخ مو څه ډول دی، او لویدیځ ته څومره ارزښت لرئ.

د افغانستان برعکس، امریکا او اروپایانو په سوریه کې تر دوو زرو پورې سرتېري له لاسه نه دي ورکړي. همداراز، لویدیځ د بشارالاسد د رژیم ملاتړی هم نه و، بلکې بندیزونه یې پرې لګولي وو.

دا سمه ده چې شرع، چې پخوا د ابو محمد الجولاني په نوم پېژندل کېده، یو وخت د عراق د یاغیانو غړی و، زنداني شوی و، او وروسته یې د القاعدې له ډلې سره تړلې جبهه النصره مشري هم کړې ده. هغه وروسته خپلې ډلې ته نوې بڼه ورکړه، او د حیات التحریر الشام تر چتر لاندې یې نورې ډلې هم له ځان سره یوځای کړې؛ خو دا ډله لا هم د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.

دا چې د احمد شرع اړیکه له القاعدې سره د عقیدې له مخې وه او که د فرصت له مخې، تر اوسه د بحث وړ موضوع ده. خو یوه خبره څرګنده ده. نه شرعه او نه هم حیات التحریر الشام د سپټمبر له یوولسمو بریدونو سره تړاو لري. خو طالبان بیا په یو نه یو ډول له دې بریدونو سره تړل شوي دي. دا توپیر خورا مهم دی.

ښايي تر ټولو لوی توپیر د ظاهري بڼې وي. شرع د بدلون هنر په ښه توګه زده کړی. یو وخت امریکا د ده د نیولو لپاره لس میلیونه ډالره انعام اعلان کړی و، خو وروسته چې یې په ادلب ښار کې واک تر لاسه کړ، ځان یې یو جنګیالی او روڼ اندی معرفي کړ. هغه به په محلي پوهنتونونو کې ویناوې کولې، له جهادي انځور سره یې فاصله ونیوله، زیتوني رنګ لباس یې اغوست چې د ځوان فیدل کاسترو یادونه به یې تازه کوله، او اوس د دریشۍ او نکتایي په لباس کې ښکاري.

خو برعکس، د طالبانو پټ مشر لا هم په کندهار کې پټ دی، او د هغه مرستیالان لا هم هماغه شل کلن زوړ فکر تعقیبوي.

البته خبره یوازې د ظاهري بڼې نه ده. شرع داسې پرېکړې کوي چې طالبان یې نه کوي. شرع له ښځینه استازو سره په عامه غونډو کې ګډون کوي، خو طالبان ښځې له زده‌کړې، کار، او ټولنیز ژونده منع کړي دي. لږ تر لږه، په دمشق کې عَلماني یا غیرمذهبي ژوند لا هم له منځه نه دی تللی.

په داسې حال کې چې ډېرو سوریایانو په ښکاره ډول د ولسمشر بشارالاسد پر نسکورېدو خوښي وښوده، د طالبانو د بیا واک ته رسېدو په تړاو د افغانانو غبرګون ډېر وېشلی و. د افغان کډوالو په منځ کې – چې د لویدیځو پالیسي جوړوونکو له خوا یې غږونه تر ټولو ډېر اورېدل کېږي – د طالبانو د واک ته رسېدو په تړاو غبرګون منفي و.

همداراز، د طالبانو واک ته رسېدو له کبله په زرګونه افغانان له هېواده ووتل، خو برعکس، د احمد شرع د واک ته رسېدو له امله زرګونه سوریایان یا دایمي، او یا هم د لنډ وخت لپاره بېرته خپل هېواد ته ستانه شول.

دا توپیر د دواړو ډیاسپوراوو (د مهاجرینو ټولنو) په دننه کې هم څرګند دی. په لومړي نظر کې، د امریکا په متحده ایالاتو کې د سوریې او افغانستان مهاجرین یو بل ته ورته ښکاري: دواړه د جګړو له کبله له خپلو هېوادونو وتلي دي، او د دواړو هیوادونو د مهاجرت تر ټولو لویې څپې په ۲۰۱۰مې لسیزې کې تر سترګو شوې. تر ۲۰۲۰ کال پورې، له ۱۰۰ زرو ډېر سوریایي مهاجرین په امریکا کې مېشت شول – چې دا شمېره د تېرې لسیزې په پرتله نږدې ۸۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د هغو سوریایي الاصله خلکو شمېر چې په امریکا کې زېږېدلي، له دې هم ډېر دی.

بل‌خوا، له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۲ پورې، د افغان مهاجرینو شمېر له شاوخوا ۵۴ زرو څخه ۱۹۵ زرو ته لوړ شوی – دا وده د نورو کډوالۍ بهیرونو په پرتله چټکه بلل کېږي. په ځانګړې توګه، له ۲۰۲۱ کال وروسته، کله چې د افغانستان حکومت سقوط وکړ، تر ۷۳ زرو ډېر افغانان د “متحدینو د هرکلي” تر نوم لاندې په بېړنیو عملیاتو کې امریکا ته انتقال شول. له همدې امله، په تېره یوه لسیزه کې په امریکا کې د افغان کډوالو شمېر په چټکۍ زیات شوی.په هغو کلونو کې چې جګړه روانه وه، خو افغان حکومت نسبي ثبات درلود، ډېرو لږو افغانانو له هېواده د وتلو پرېکړه کوله.

که څه هم دواړه ټولنې د جګړو له امله مهاجرت ته اړ شوي، خو له سیاسي پلوه ډېر توپیر لري. ډېری افغان مهاجرین له طالبانو تښتېدلي، او سوریایان بیا د اسد له رژیمه. دواړه د هغو ځواکونو مخالف دي چې دوی یې له هېواده وتلو ته اړ کړل، خو د سیاست په ډګر کې بیا دا مخالفت یو شان نه دی.

همداراز، دیموګرافي یا قومي جوړښتونه هم توپیر لري. د سوریې اکثریت خلک سني مسلمانان دي. که څه هم ډېری ښايي له شرع ملاتړ ونه کړي، خو بیا هم هغه د اسد په پرتله لږ خطرناک ګڼي، او له هغه سره د اړیکو لپاره نسبتاً پرانستې ذهنیت لري. خو افغان مهاجرین، چې ډېری یې تاجکان او پښتانه دي، په لویه کې د طالبانو مخالف دي – خو بیا هم تاجکان تر پښتنو له طالبانو سره د هر ډول تعامل کلک مخالف دي.

د افغان مهاجرینو غږونه، په تېره بیا په امریکا کې، د دې پر ځای چې له طالبانو سره د تعامل غږ پورته کړي، د طالبانو د منزوي کولو، پر هغوی د بندیزونو، او ان یې پر وړاندې د مقاومت غوښتونکي دي. خو په امریکا او اروپا کې مېشت سوریایان بیا د نوي حکومت د منلو په تړاو هڅې کوي.

که څه هم د سوریې د اوسني حکومت مخالفین ګواښ کوي چې نوی رامنځته شوی حکومت ښايي سخت‌دریځۍ، تر قومي نوم لاندې ظلمونو، او ان استبداد ته بېرته لار هواره کړي، خو له دې سره سره، په سوریه کې د کورنۍ جګړې پای ته رسېدا او د اسد له ظلمونو خلاصون، یو ډول اسانتیاوې او هیلې رامنځته کړي دي.

خو د لویدیځ له نظره، د سوریې او افغانستان پر وړاندې د بېلابېلو چلندونو تر شا تر ټولو مهم دلیل دا ساده حقیقت دی: سوریه د لویدیځ لپاره ارزښت لري، خو افغانستان یې بیا نه لري. دا خبره د ډېرو افغانانو لپاره د منلو وړ نه ده. د شلمې پېړۍ مشهور شاعر محمد اقبال ویلي و: “آسیا د اوبو او خټې نه جوړ دی، او افغان ولس یې بیا زړه دی.”

د افغانستان پخواني حکومت، او ان اوسني طالبان د محمد اقبال دا وینا د افغانستان د ارزښت ښودلو په موخه کاروي، څو وښيي چې افغانستان یوه نړیواله او له پامه نه غورځېدونکې سیمه ده. دا ډول احساسات هغه څه و، چې د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال وخت ناوخت د امریکا او اروپايي چارواکو له خوا هم تکرارېده. خو سره له دې، افغانستان ته د یوې فرعي موضوع په توګه وکتل شو، او په پای کې ان پرېښودل هم شو. خو برعکس، سوریه د منځني ختیځ په څلورلارې کې پرته ده، او له همدې امله یې ارزښت له پامه نه دی غورځېدلی.

سوریه په عربي نړۍ کې د عثماني امپراتورۍ دروازه وه، او د دې هېواد د پام وړ کُرد مېشته نفوس دا یقیني کوي چې سوریه د ترکیې لپاره یوه اساسي ستراتیژیکه اندېښنه پاتې شي. دغه راز، سوریه له اسراییلو سره هم ګډه پوله لري، او پخوا یې د اسراییلو پر ضد د وسله‌والو فعالیتونو لپاره د یوې مهمې اډې په توګه رول لوبولی دی. د ګولان د لوړو سیمو اشغال، او په سوریه کې د اسراییلي پوځ وروستي نظامي بریدونه او هوايي حملې دا څرګندوي چې اسراییل د سرحد هغې غاړې ته د احتمالي ګواښ پر وړاندې څومره جدي دی. خو د سوریې په تړاو دا ډول فکر ښايي دا ستراتیژیک فرصت هم له منځه یوسي، چې اسراییل له سوریې سره خپلې اړیکې له سره تنظیم، او په سیمه کې ایران نور هم منزوي کړي.

د اسد د رژیم تر واکمنۍ لاندې، سوریه د یوې اوږدې مودې لپاره د ایران د نیابتي دولت په توګه یادېده. که څه هم د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ۲۰۰۲م کال “د شرارت محور” (Axis of Evil) په وینا کې له سوریې یادونه ونه کړه؛ خو په هماغه کال د وسلو د کنټرول او نړیوال امنیت لپاره د امریکا د ولسمشر مرستیال وزیر، جان بولټن، سوریه له هغو دوو سرغړوونکو دولتونو څخه یاده کړه چې د “شرارت له محوره ور هاخوا” قرار لري. دا نظر د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال نور هم پیاوړی شو، ځکه چې اسد د خپلې بقاء لپاره پر ایران او روسیې لا ډېره تکیه وکړه. د سوریې کورنۍ جګړې میلیونونه خلک بې‌ځایه کړل، چې ډېری یې ترکیې او اروپا ته مهاجر شول، او هلته یې ملت‌پاله غبرګونونه راوپارول، او وخت ناوخت د امنیتي اندېښنو لامل هم شول.

سوریه، چې د ختیځې مدیترانې په اوږدو کې په یوه ستراتیژیک موقعیت کې پرته ده، د روسیې لپاره هم ځانګړی اهمیت لري. که څه هم روسیې د اسد د رژیم له ړنګېدو مخکې، په ادلب ښار کې چې د حیات التحریر الشام تر کنټرول لاندې و، بمبارۍ وکړې، خو وروسته یې هڅه وکړه چې د مدیترانې پر سواحلو خپل بحري حضور وساتي. دا ټول عوامل د دې لامل شول چې سوریه د متحده ایالاتو لپاره یوه دوامداره ستراتیژیکه اندېښنه وګرځي.

امریکا تر فرانسې، جرمني او روسیې وروسته د سوریې له نوې رهبرۍ سره د تماس هڅې پیل کړې دي. خو د ولسمشر ټرمپ له خوا د اړیکو د عادي کولو څرګندونې، د بندیزونو د نرمولو ژمنې، د امریکا د خزانې وزارت له لوري مثبت سېګنالونه، او دا چې توماس باراک د ترکیې د سفیر او د سوریې لپاره د ځانګړي استازي په توګه نومول شوی، دا ټولې نښې ښيي چې واشنګټن له سوریې سره یو بل‌ډول تعامل غوره کړی، چې دا له طالبانو سره د امریکا له چلند سره توپیر لري. سربېره پر دې، دغه ګامونه دا هم څرګندوي چې امریکا د سوریې د راتلونکي په جوړښت کې د ترکیې مهم رول درک کړی او پرې حساب کوي.

که څه هم د ټرمپ ادارې له طالبانو سره د تعامل یو څه تمایل ښودلی و — لکه د یو امریکايي یرغمل د خلاصون لپاره کابل ته د استازي لېږل، او د سراج‌الدین حقاني په څېر د طالبانو د یو شمېر مشرانو پر سر انعامونه بېرته اخیستل — خو بیا هم، له طالبانو سره د تعامل په برخه کې دا هڅې کمزورې او محدودې پاتې شوې دي.

دا لا روښانه نه ده چې له دمشق سره د تعامل سیاست به د سوریې د نوي رژیم پر چلند څه اغېزه وکړي: آیا دوی به د ترهګرو خوندي ځایونه له منځه یوسي؟ آیا د علویانو او دروزیانو په څېر د لږکیو پر وړاندې به د تاوتریخوالي له پېښو مخنیوی وکړي؟ خو، لکه څرنګه چې نور هم استدلال کوي، د طالبانو منزوي کول د هغوی په نرمېدو کې چندان رول ونه لوباوه. له همدې امله، سوریه به اوس د یوې ازموینې ځای وي، څو وکتل شي چې آیا اوسنی تعامل به له واټن ساتلو او منزوي کولو له تګلارې غوره پایله ورکړي او که نه.

د طالبانو او د سوریې د نوي مشرتابه مشروعیت له هغه ځواک څخه سرچینه اخلي، چې د ناکامو حکومتونو له پرېښودل شوې خلا څخه یې ترلاسه کړی. دوی دا مشروعیت نه له نړیوالې ټولنې اخلي، او نه هم له لویدیځ څخه. احمد شرع کلونه د ادلب په ښار کې واکمن و، او هلته یې د اسد د رژیم پر ضد یوه بدیله اداره جوړه کړې وه، همدا چارې وې چې هغه ته یې زمینه برابره کړه څو نږدې په یوه شپه کې دمشق تر خپل کنټرول لاندې راولي – نږدې هم هغسې چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ.

خو له نړیوالې رسمیت پېژندنې پرته، یوازې داخلي مشروعیت یو هېواد منزوي ساتي. طالبان او شرع دواړه چمتو دي چې له نړۍ، ان له روسیې او امریکا سره، تعامل وکړي. خو دا واشنګټن دی چې لا هم په تردد کې دی. په دواړو مواردو کې، د دواړو لورو واک ته رسېدل تر یوه بریده د امریکا د پالیسۍ محصول و – له افغانستانه د وتلو پرېکړه او د اسد پر ضد اقتصادي بندیزونه.

اوس داسې ښکاري چې د ټرمپ اداره غواړي له سوریې سره تعامل وکړي. طالبان کولای شي له شرع څخه الهام واخلي، او د خپل هېواد د خیر لپاره یو پراګماتیک یا واقع‌بین چلند غوره کړي. خو له بلې خوا، امریکا هم باید له خپلې تجربې زده‌کړه وکړي، او که په سوریه کې مثبتې پایلې تر سترګو شي، نو د خپلو پخوانیو مخالفینو په تړاو یو واقع‌بین او انعطاف‌پذیر سیاست غوره کړي.

 

error: Content is protected !!