LOADING CLOSE

د سویلي آسیا پای؛ تش په نوم پاتې سیمه‌ – هپي‌مون جیکب

هپي‌مون جېکب
استاد او څیړونکی

هپي‌مون جېکب د هند په جواهر لال نهرو پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو پروفیسور دی. ښاغلی جېکب د ستراتیژیکو او دفاعي څېړنو شورا بنسټ‌‌ايښودونکی او مشر دی، او ترڅنګ یې د “د هند نړۍ” مجلې مسوول مدیر هم دی. هپي‌مون جېکب د هند، افغانستان او پاکستان په تړاو یو شمېر کتابونه هم لیکلي او معتبرو خپرندویه ټولنو خپاره کړي دي.

لیکوال: هپي مون جیکب

ژباړه: د جیو‌افغانیکا د آی آر مرکز

منبع: د فارن آفیرز مجله

په لوېدیځ او نورو ځایونو کې پالیسي جوړونکي او پوهان تر لسیزو داسې روزل شوي وو چې دوی فکر کاوه د هند نیم‌وچې سیمې هېوادونه له یو بل سره په یوې همغږې سیمه (سویلي آسیا) کې اوسېږي. دا سیمه چې د نړۍ د شاوخوا د یو پر څلورمې برخې وګړو کوربه دی، له اتو هېوادونو جوړ دی: افغانستان، بنګله‌دېش، بوټان، هند، مالدیف، نیپال، پاکستان، او سریلانکا. د دې سیمې خلک په سلګونو بېلابېلو ژبو خبرې کوي او د بېلابېلو مذهبي دودونو لارویان دي، خو یو څه چې دوی له یو بل سره مشترک ساتي هغه د دوی ګډ تاریخ دی. په دې کې د برېتانوي استعمار تجربه، او ګډې کلتوري اړیکې لکه د کرکټ له لوبې سره مینه، د بالیووډ فلمونه، ایتنیکي اړیکې، او د موسیقۍ او پخليو دودونه شامل دي.

د شلمې پېړۍ په وروستېو کې، د سویلي آسیا مشرانو د سویل ختيځ آسیا ( آسیان) او اروپايي ټولنې څخه په الهام هڅه وکړه چې د سیمه‌ییز پيوستون په څېر د سترې موخې د ترلاسه کولو په موخه، په سیمه کې له یو بل سره اړیکې لا ژورې کړي. دوی هم دا تصور درلود چې په نړیوال جیوپولیټیک کې سویلي آسیا پر یو اغېزناک سیمه‌ییز بلاک بدلون موندلی شي. 

خو دا خوب ریښتیا نه شو. په تېرو څلورو لسیزو کې، سویلي آسیا د امنیت، اقتصاد، یا پالیسیو په برخه کې ډېر لږ ورته والی رامنځته کړی. بې‌باوريو او دښمنيو، په تېره بیا د هند او پاکستان ترمنځ، د یووالي تصور یو سُراب ګرځولی. له دې هم بدتره، په بنسټیزه کچه، د سویلي آسیا پورې د تړښت تصور هم خپل تاثیر نور له لاسه ورکړی. د سویلي آسیا اوسېدونکي  له یو بل سره یووالی او تعلق نه لري. له همدې امله دوی د منځني ختیځ، سویل ختیځ آسیا او یا هم لویدیځ ته په دې برخه کې سترګې په لار دي. ډېر لږ سویلي آسیایان (د هغو لسګونو میلیونو پرته چې د نړۍ په هر ګوټ کې د جلاوطنۍ په توګه ژوند کوي) بیا په لومړي سر کې ځانونه سویلي آسیایان بولي. نن ورځ، دا اصطلاح د یو همغږي سیمه‌ییز هویت لپاره نه کارول کېږي، بلکې له نورو سیمو څخه د بېل والي په موخه یوازې جغرافیاوي حدود ټاکي. د یوې متحدې سویلي آسیا خوب پای ته رسېدلی، او دا بیا د سیمې جیوپولیټیک لپاره مهمې پایلې لري. خو له بده مرغه، لا هم سیاستوالو او څېړونکو په بشپړه توګه دا نوی حالت نه دی درک کړي.

نوم ولې مهم دی؟

د “سویلي آسیا” اصطلاح ریښې له دې سیمې دباندې لري. د لوېدیز پوهانو او پالیسي جوړونکو، په ۱۹۵۰مه لسیزه کې، د دې اصطلاح کارول پېل کړل. د سړې جګړې پر مهال، کله چې متحده ایالاتو د بې طرفه هند په پرتله له پاکستان سره نږدې اړیکې درلودې، دې اصطلاح واشنګټن ته آسانه کړه، بې له دې چې د هند سیمه‌ییزه برلاسي وننګوي د سیمې په اړه خبرې وکړي. د لویدیځ پوهنتونونو هم همدا روند تعقیب کړ، اکاډمیکو څېړونکو د یوې ناپېیلې اصطلاح په توګه دا هند او د هغه ګاونډیانو تشریح کولو ته ځانګړې کړه. د وخت په تېرېدو، هنديانو هم په ځینو ځانګړو حلقو کې د دې اصطلاح کارول پېل کړل، خو په سیمه کې ډېرو لږو خلکو ځانونه د سویلي آسیایانو په توګه پېژندل.

د ۱۹۷۰مه لسیزې په پای کې، د بنګله‌دېش جنرال ضیاء الرحمن، چې په ۱۹۷۵کال کې د یوې پوځي کودتا له لارې واک ته رسېدلی و، د یو سیمه‌ییز سازمان جوړولو مفکوره وړاندې کړه. که څه هم کوچنيو هېوادونو سمدلاسه له دې نظره هرکلی وکړ، هند او پاکستان په پېل کې یو څه شکمن وو؛ خو دواړو وروسته بیا د بنګله‌دېش وړاندیز ومانه. دغه وړاندیز په ۱۹۸۵کال کې د سویلي آسیا د سیمه‌ییزې همکارۍ اتحادیې (SAARC) له جوړېدو سره رسمي بڼه غوره کړه. په دې اتحادیې کې بنګله‌دېش، بوتان، هند، مالدیف، نیپال، پاکستان او سریلانکا شامل وو. د سارک هدف دا و چې “د ښه تفاهم چاپېریال” رامنځته کړي او د غړو هېوادونو ترمنځ همکاري پیاوړې کړي.

تر درېیو لسیزو، سارک په خپله سیمه کې د پام وړ ملاتړ ترلاسه کړ، که څه هم د لېوالتیا کچو یې توپير درلود. د ۱۹۹۰مو په وروستېو کې، په تېره بیا د اندر کمار ګوجرال (۱۹۹۷-۱۹۹۸)، اټل بېهاري واجپايي (۱۹۹۸-۲۰۰۴)، او من موهن سینګ (۲۰۰۴-۲۰۱۰) په دورو کې د هند مشران په سارک کې ډېره لېوالتیا واخیسته. که څه هم ډېرو ګواښ وکړ چې د هند او پاکستان ترمنځ سیاليو او شخړو ته په پام به سارک په اغېزمنه توګه فعالیت ترسره نه شي کړای؛ خو دوی د دغه هر څه وو پرواه ونه کړه او غوښتل یې سیمه‌ییز نښلون رامنځته شي. د دې ترڅنګ، د پاکستان مشران هم له اوږدې مودې راهیسې د سارک په اړه اندېښمن وو، ځکه دوی وېره درلودله چې دا به د هند د نفوذ زیاتولو وسیله شي. خو اسلام‌آباد بیا هم د سارک په غونډو او نورو اړوندو پلاتفورمونو کې ګډون کاوه. د بوتان، مالدیف او نیپال په څېر کوچنیو هېوادونو د سارک تر ټولو ډېر ملاتړي وو؛ ځکه دوی باوري وو چې په دې پلاټفورم کې ګډون به دوی ته په جیوپولیټیک ډګر کې نفوذ ورکړي. 

خو سارک د خپل فعالیت له ابتدايي دورې وروسته، دمګړی د زوال تر بریده رسېدلې. سارک تر اوسه ۱۸ سرمشریزې ناستې کړي، چې له دې څخه یوازې شپږ د دې سازمان په لومړیو شپږو کلونو کې ترسره شوې وې. د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ شپږ سرمشریزې ناستې ترسره شوې، خو په تېره یوه لسیزه کې هېڅ سرمشریزه ناسته هم نه ده شوې. په ۱۹۹۰مو او د شلمې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې د سارک د فعالۍ دورې پر مهال، غړو هېوادونو څو لویې پروژې پیل کړې، لکه د سویلي آسیا د آزادې سوداګرۍ سیمه (SAFTA) چې په ۲۰۰۴ کې لاسلیک شوه، ګمرکي اتحادیه، ګډ سیمه‌ییزه بازار، او ګډ اقتصادي او پیسو اتحادیه. خو دا لوی هدفونه په تدریجي ډول ناکامه شول.د سویلي آسیا د ازادې سوداګرۍ سیمې د پلي کېدو جزوي پرمختګ له ۲۰۱۴ کال راهیسې هغه مهال ټکنی شو کله چې پاکستان د موټرو د تړون له لاسلیکولو ډډه وکړه. د سیمه‌ییز ادغام نورې نږدې بڼې نور یو خوب او سراب دی.

د سارک غړو هېوادونو له خوا په ۲۰۱۰ کال کې په نويې ډېلۍ کط د سویلي آسیا پوهنتون جوړ شو. پر ویزو محدودیتونه او مالي خنډونه د دې پوهنتون پرمختګ ته زیان رسولی، او دغه راز دې ادارې ونه شو کړای چې د لوړو زده کړو له لارې د سیمې د هویت احساس پیاوړی کړي، لکه څرنګه چې بنسټ ایښودونکو یې هیله لرله. د سیمې د ایلیټ پاړکي او مدني ټولنو له خوا د سیمه‌ییزې یووالې هڅې لکه د “سویلي آسیا د آزادو رسنیو ټولنه” او “د بشري حقونو لپاره سویلي آسیایان”، یا د “سیمه‌ییزو ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز” په څېر د فکر مرکزونو هم کوم ملاتړ نه دی خپل کړی. سارک او دغه ادارې د نخبګانو/ایلیټ په کچه د ډېرې نږدیوالي هیلې څرګندوي؛ خو دا ډول هیلو لا تر اوسه په سیمه کې ریښتینی سیمه‌ییز ادغام نه دی رامنځته کړی.

ورانه ده له مشرانو ده

د سویلي آسیا یوه بنسټیزه ستونزه د دې سیمې غیرمتوازن جوړښت دی. هند د سیمې تر ټولو لوی او ځواکمن هېواد دی، خو همدا برلاسي د سیمه‌ییزو جوړښتونو د پرمختګ پر وړاندې خنډ ګرځېدلی دی. سویلي آسیا په اساسي توګه له هند او هغو شپږو هېوادونو څخه جوړه ده چې له هند سره ګډې پولې لري، خو دوی بیا په خپلو کې له یو بل سره پولې نه لري. یوازینی استثنا افغانستان دی، چې له پاکستان سره پوله لري خو له هند سره یې نه لري. له همدې امله، دا سیمه تر ډېره د هند او د هغې د ګاونډیانو ترمنځ د متقابلو اړیکو او تعاملونو یوه ټولګه ده.

د هند دا مرکزي نقش دا معنی لري چې نوی ډیلي تل د سیمه‌ییزو جوړښتونو جوړولو ته د شک په سترګه ګوري، ځکه دا ډول جوړښتونه نه شي کولای په سیمه کې هغه برلاسي لا پیاوړې کړي چې هند یې لا دمخه لري. که څه هم د هند یو شمېر لومړي وزیرانو د سارک اهمیت درک کړی، خو د هند بیوروکراسۍ او ستراتیژي جوړوونکي یې تل په تړاو شکمن پاتې شوي دي. دوی اندېښنه لري چې سیمه‌ییز جوړښتونه به د هند پر نفوذ محدودیت ولګوي. لکه څنګه چې سارک د اجماع پر اصولو کار کوي، د هند رایه به د بوټان او مالدیپ په څېر کوچنیو هېوادونو له رایې سره برابره وي، چې دا بیا د هند لپاره د منلو وړ نه ده. 

دغه احساس د هند ستراتیژي جوړوونکي او بهرني سیاست شنونکي هم لري. دوی سویلي آسیا د هند لپاره یو دروند بار ګڼي او د دې سیمې شخړې د هند د سترو اهدافو پر وړاندې خنډ بولي. له همدې امله، دوی د سیمې پر ځای د پراخې جغرافیې لید غوره ګڼي.

دا چې سویلي آسیا ورځ تر بلې د جیوپولیتیکې سیالۍ ډګر ګرځي، نو نه یوازې دا چې دا د سیمه‌ییز ادغام چانسونه کموي، بلکې هغه لږه همغږي هم له منځه وړي چې دمګړې شته ده.  په وروستېو لسیزو کې، چین د هند له ګاونډیانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي دي. د بېلګې په توګه، سرېلانکا تر ټولو ډېر د چین پور وړی دی. چینایانو سرېلانکا ته د سړکونو، هوايي ډګر، او بندر جوړولو لپاره پورونه ورکړي دي.  چین په بنګله‌دېش کې هم د پورونو او زیربناوو له لارې خپل نفوذ پراخ کړی دی.

چین په دې هېواد کې نه یوازې له هند سره، بلکې له امریکا سره هم سیالي کوي. په ۲۰۲۱ کې، متحده ایالاتو په بنګله‌دېش کې د یوه ځانګړي امنیتي ځواک پر ضد بندیزونه ولګول، چې پر دوی د بشري حقونو د نقض او بې محاکمې وژنو تورونه لګیدلي وو. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، وانګ وینبین، د ۲۰۲۳ په یوه بیان کې د دې پالیسۍ غندنه وکړه او ویې ویل چې چین “په کلکه د بنګله‌دېش ملاتړ کوي چې خپل حاکمیت، خپلواکي، او ځمکنۍ بشپړتیا وساتي، خپلواکه کورنۍ او بهرنۍ تګلارې غوره کړي، او د خپل ملي واقعیت سره سم د پرمختګ لاره تعقیب کړي.” 

د سویلي آسیا په اړه د چین دا نوې دریځ د پخوا په پرتله بدلون ښيي. پخوا به چین دا سیمه د هند د نفوذ ساحه ګڼله، خو اوس چین نه یوازې هند د خپل سیال په توګه نه ګڼي، بلکې د هند سیمه‌ییزې برلاسۍ ته غاړه هم نه ږدي.

د سویلي آسیا دننه سوداګري ډېره کمه ده: دا یوازې د سیمې د ټولې سوداګرۍ پنځه سلنه جوړوي، په داسې حال کې چې د (ASEAN) هېوادونو دننه سوداګري د دې سیمې د ټولې سوداګرۍ ۲۵ سلنه جوړوي. برسېره پر دې، برسېره پر دې، د چین سوداګري له سیمې سره د هند له سوداګرۍ څخه ډېره او چټکه ده.

د سیمې خلک پخپله هم له یو بل سره د اړیکو زیاتولو ته لیواله نه ښکاري. د ګډ تاریخ او کلتوري میراث شتون، پیاوړې اړیکې نه دي رامنځته کړي. د هند شتمنه او متوسطه طبقه، چې شاوخوا ۴۳۰ میلیونه وګړي لري، نه یوازې دا چې له دې سیمې سره لیوالتیا نه لري، بلکې له خپل ګاونډ سره د فرهنګي پیوستون احساس هم نه لري. دغه طبقه چې له لوېدیځ، منځني ختیځ او نورو سیمو سره تړاو لري، باور لري چې هند باید له خپلې سیمې ور هاخوا لوی اهداف تعقیب کړي.

د سیمې دننه فرهنګي تبادلې هم راکمې شوې دي. پاکستان په ۲۰۱۹ کال کې د هندي تلویزون او راډیو پروګرامونه بند کړل، او د هندي منځپانګې پر ځای، ترکي خپرونې زیاتې لیدل کېږي. په هند کې، د پاکستاني هنرمندانو حضور په فلمي صنعت کې له منځه تللی او پاکستاني لوبغاړي نور د IPL برخه هم نه دي.

د پخوا په څېر د سویلي آسیا خلک د کار او زده‌کړې لپاره د یو بل هېوادونو ته هم نه ځي. له ۱۹۹۰ کال راهیسې، په سیمه کې دننه مهاجرت په دوامداره توګه کمه شوې. د بېلګې په توګه، نیپالي کارګر چې پخوا به هند ته تلل، اوس مالیزیا او خلیجي هېوادونو ته ځي او هند ورته یوازې د تېرېدو لاره پاتې شوې. خلک له سیمې څخه بهر داسې ځایونو ته ځي چې لوړه کاري اجوره ورکوي، لکه استرالیا، مالیزیا، منځنی ختیځ، لوېدیځې اروپا او شمالي امریکا.

د سویلي آسیا زده کوونکي هم د یو بل په هېوادونو کې لږې زده کړې کوي. په هند کې بهرني زده‌کوونکو کې د سویلي آسیا زده‌کوونکي لا هم نیمایي برخه جوړوي، خو دا شمېرې په تېرو لسو کلونو کې په کمېدو دي. د بروکینګز انستیتوت د راپور له مخې، په هند کې د سیمه‌ییزو زده‌کوونکو کلنی زیاتوالی له ۳۰ سلنې (۲۰۱۱–۱۲) څخه نهه سلنې (۲۰۱۸–۱۹) ته راکم شوی. له دې کمښت څخه چین ګټه اخیستې، او یوازې تر ۲۰۱۶ کال پورې، په چین کې د بنګله‌دېشي زده‌کوونکو شمېر درې چنده د هغو زده‌کوونکو څخه زیات و چې په هند کې یې زدکړې کولې.

د سیمې دننه سفرونه هم سخت شوي، ځکه سخت سرحدونه د ازاد تګ راتګ مخه نیسي. یوازې مالدیف ټولو د سارک غړو ته د ویزې پر مهال آسانتیاوې ورکوي. نیپال او بوتان له هند سره له ویزې پرته د تګ راتګ تړون لري. خو له دې پرته سیمه‌ییز سفر ستونزمن دی. د دې لپاره چې هند د سیمې د ډېری هېوادونو ترمنځ یوازینی جغرافیایي پل دی، د هند پالیسي په دې اړه تعیینوونکې ده. ​​د سویلي آسیا دننه د سوداګرۍ، سیاحت او زده کړو په اړیکو کې کمی، له شکه پرته، اوس چین جبرانوي. د چین او بنګله‌دېش، نیپال، پاکستان او سریلانکا ترمنځ د سوداګرۍ، سیاحت او زده کړو په برخه کې د اړیکو زیاتوالی رامنځته شوی دی. څومره چې هند سویلي آسیا له پامه غورځوي، هغومره به چین دا تشه ډکوي. دا یوه صفر-ګټه سیالي نه ده؛ بلکې دا چین ته یوه پرانیستې او بې‌سیاله فضا ده. او ښايي اوس هند ته ډېر ناوخته وي چې بېرته د سیمې د یو مرکزي محور په توګه ځان را برسېره کړي.

یوه له قیده خلاصه سیمه

د سویلي آسیا ډېری هېوادونو دا پرېکړه کړې چې د هند د برلاسي د توازن لپاره له چینه ګټه واخلي، او له امله یې دا سیمه نور د هند په محور ولاړه پاتې نه ده. خو په متناقض ډول، د هند د سیمه‌ییزې برلاسي له منځه تلل دا مانا هم لري چې سویلي آسیا د یوې جیوپولیتیکي ساحې په توګه خپل اهمیت له لاسه ورکړی دی. ځکه کوچني هېوادونه له چین سره خپلې اقتصادي، سیاسي، دیپلوماتیکې او کلتوري اړیکې پیاوړې کوي او له هند څخه لېرې کېږي. په بل عبارت همدغو کوچني هېوادونو چې پخوا یې د سیمه‌ییز ادغام هیله درلودله، اوس یې همدا ادغام لا ستونزمن کړی دی. د هند پر وړاندې د توازن رامنځته کول د چینايي کارت کارول د سویلي آسیا د یووالي او همغږي امکان له منځه وړی دی.

د سویلي آسیا د یوې جیوپولیتیکي ساحې او مفهومي کټګورۍ په توګه پای ته رسېدا داسې پایلې لري چې یوازې د پوهنتونونو څانګو یا غیر دولتي ادارو پورې محدودې نه دي، بلکې د هغوی د اجنډاوو د بیا تنظیم اړتیا رامنځته کوي. سره له دې چې هند لا هم په سیمه کې برلاسی دی، خو هندي مفکرین دې پایلې ته رسېدلي چې له سویلي آسیا سره ښکېلتیا د هند سترې هیلې محدودوي. په تېرو لسو کلونو کې، هند خپل ستراتیژیک تمرکز له پاکستانه چین ته، او له وچې سیمې سمندري سیمې ته اړولی دی. هند د سویس هېواد په څېر له لرې هېوادونو سره څو مهم ازاد تجارتي تړونونه لاسلیک کړي یا یې په تړاو خبرې اترې پېل کړي دي. نوی ډیلي ځان ته پراخه جیوپولیتیکي فضا غواړي. د اوسني هندي ستراتیژیک تفکر له مخې، سویلي آسیا یا یوه کوچنۍ سیمه ده یا هم د دوی پر وړاندې یو خنډ.

هند ته دا ګټه نه لري چې د خپلو منابعو په لګښت بېرته د سیمې یوازینی برلاسی ځواک شي یا له چین سره په داسې یوه فضا کې توازن رامنځته کړي چې دی پکې له جیوپولیتیکي لحاظه کمزوری او محدود وي. سره له دې چې د بیجینګ د زیاتېدونکي ځواک په اړه د نوي ډیلي اندېښنه توجیه لري، خو دا چې له سیمې سره اړیکې بېرته ژر ژوندۍ کړي یا له چین سره د سیمه‌ییزې برلاسۍ لپاره سیالي وکړي، دا هڅې به ډېر امکان ونه لري چې بریالۍ شي. د هند لپاره بل انتخاب دا دی چې له چین سره په سیمه کې ګډ کار وکړي، لکه څرنګه چې د هند ډېر ګاونډیان یې هم غواړي؛ خو ژر به داسې وخت راورسيږي چې یو جاه‌طلب او توند چین به هند د سیمې دویم درجه ځواک ته راټیټ کړي. دا لا اوس هم له حالاتو ښکاري، لکه څرنګه چې په تېرو کلونو کې د چین جاسوسي بېړۍ د سریلانکا بندرونو ته ورښکته شوي دي.

هندي مفکرین باور لري چې له سویلي آسیا سره ښکېلتیا د دوی هیلې محدودوي.

د نوي ډیلي لپاره سم انتخاب دا دی چې پراخ فکر وکړي او سویلي آسیا یوازې د خپل ګاونډ یوه برخه وګڼي، نه دا چې ټول تمرکز یې په دې سیمه وي. دا په دې مانا نه ده چې هند دې چین ته په سویلي آسیا کې ازاد لاس ورکړي. برعکس، هند باید هڅه وکړي چې له سیمې څخه بهر هېوادونه او ډلې وهڅوي چې په سیمه کې فعال رول ولوبوي. د بېلګې په توګه، هند کولی شي د خپلو دوستانو او شتمنو خلیجي هېوادونو وغواړي چې په سویلي آسیا کې له هند سره د اقلیمي بدلون په حل کې مرسته او یا د افتونو پر وړاندې د بشري مرستو لپاره همکاري وکړي. هند کولی شي د څلور اړخیز امنیتي ډیالوګ (Quad)، چې استرالیا، هند، جاپان او متحده ایالتونه یې غړي دي، په چوکاټ کې خپل رول زیات کړي. دغه ډیالوګ کولی شي د مالدیپ او سریلانکا په څېر د کوچنیو جزیره‌ییزو هېوادونو او د بوتان او نیپال په څېر له وچبندو هېوادونو سره د همکارۍ نوې بڼې رامنځته کړي. هند کولی شي له جاپان، امریکا، اروپايي اتحادیې او نورو همفکره قدرتونو سره په فعاله توګه کار وکړي څو د چین د زیاتېدونکي نفوذ مخه ونیسي، د چین اقتصادي او سیاسي روایت ته بدیل وړاندې کړي، او شفاف پرمختیایي ماډلونه وړاندې کړي. په دې توګه، هند کولی شي د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي او د چین د هژمون غوښتنه مهار کړي.

د سویلي آسیا پای د سیمې په تاریخ کې یوه مهمه نښه ده او هند او د هغه شریکانو ته نوې جیوپولیتیکي فرصتونه او انتخابونه وړاندې کوي. د هند لپاره، دا چې سیمه پرېږدي او د برلاسۍ په اړه اندېښنه ونه لري، دا ورسره مرستندویه ده چې له سویلي آسیا او له لرې سیمو او هېوادونو سره یو متحرک جیوپولیتیکي ارتباط جوړ کړي. دا د دې مانا نه لري چې هند دې له خپلو ګاونډیانو سره اړیکې پرې کړي، بلکې پر ځای یې هند باید دوی ته د پراخې جیوپولیتیکي لیده وګوري، نه یوازې د یوې وچې د شریکو اوسېدونکو په توګه.

دا خبره د امریکا او د هغې د متحدینو لپاره هم صدق کوي. که څه هم دوی کوچني سویلي آسیايي هېوادونه نامهم یا لږ تر لږه د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره ثانوي ګڼلي وي، باید دا درک کړي چې بنګله‌دېش او سریلانکا د پراخې جیوپولیتیکي سیالۍ برخه دي. د دغو کوچنیو هېوادونو هڅول چې په لویو چوکاټونو او ائتلافونو کې ګډون وکړي، کولی شي د چین نفوذ مخه ونیسي او دې هېوادونو ته د چین د سیاسي او اقتصادي ملاتړ بدیلونه ورکړي. که څه هم د سویلي آسیا هېوادونه ښايي یوه منسجمه سیمه جوړه نه کړي، خو دا هېوادونه په راتلونکو کلونو کې د پراخ آسیايي ځواک په توازن کې مهم رول ولوبوي. 

error: Content is protected !!