LOADING CLOSE

د نړیوال نظم نوې محاسبه؛ د ټرمپ لیدلوری او د قدرتونو کنسرت – عزیز احمد فضلي

عزیز احمد فضلي
د پوهنتون استاد

عزیزاحمد فضلي د ملي پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې رییس او د یاد پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د نړیوالو اړیکو څانګې استاد دی. ښاغلي فضلي خپله ماستري په نړیوالو اړیکو کې له خاتم‌النبیین پوهنتون څخه کړې.

په نړیوالو اړیکو کې د سترو قدرتونو ترمنځ تعامل تل د رقابت، تقابل او یا هم جوړجاړي پر محور څرخي. د «قدرتونو د کنسرت» نظریه، چې اصلي رېښې یې د ۱۸۱۵م کال ویانا کنګرې ته ورګرځي، د ګډ نظم، ثبات او همکارۍ مفکوره یې وړاندې کړه. دا نظریه، چې د ریالیزم یوه مهمه بېلګه ده، استدلال کوي چې د جګړو د مخنیوي او د نړیوال ثبات د تامین لپاره د قدرتونو ترمنځ همغږي اړینه ده. ډونالډ ټرمپ، چې د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره (۲۰۱۶–۲۰۲۰) کې د «لومړۍ امریکا» شعار تر چتر لاندې یو سخت‌دریځه، سیال‌محوره او معاملوي بهرنۍ تګلاره درلوده، خو اوس په خپله دویمه دوره کې یې دا تګلاره متحوله کړې. 

سره له دې چې د ټرمپ ژبه لا هم د فشار او امتیاز اخیستنې بڼه لري، خو د بنسټیزو سیاسی تګلارو له مخې داسې ښکاري، چې غواړي له چین او روسیې سره له مطلق رقابت نه د همغږۍ او محدودې همکارۍ خوا ته ګام واخلي. دا بدلون، چې د شي جین‌پینګ او پوتین سره د خبرو او احتمالي تفاهمونو له لارې څرګندیږي، د یوې ستراتیژیکې محاسبې نښه ده. د ټرمپ دا دریځ له په تاریخي توګه «د قدرتونو کنسرت » له نظریې سره یو ډول شباهت لري. هغه هڅه کوي چې د نړۍ درې مهم قدرتونه ( امریکا، چین او روسیه ) د یوه ګډ نظم د مدیریت لپاره همغږي کړي، څو د دوامداره بې‌ثباتۍ او احتمالي شخړو مخه ونیول شي. دا لیدلوری، که له یوې خوا د ریالیزم اصول تاییدوي، خو له بلې خوا د نړیوال نظم یو نوی ترتیب انځوروي. 

دلته مهمه پوښتنه دا ده؛ چې آیا د ټرمپ دا نوې ژمنتیا په واقعي توګه یو اصولي کنسرت دی، که یوازې یوه انحصاري او پټه توطئه؟ که دا هڅه د نړیوالو ارزښتونو، قواعدو او د کوچنیو قدرتونو د ګډون پر بنسټ ولاړه وي، نو د «سترو قدرتونو کنسرت» یو نوی شکل ګڼل کېدای شي. خو که دا یوازې د درېیو قدرتونو ترمنځ یوه ځانګړې موافقه وي، چې نړیوال اصول، مشروعیت او کوچني هېوادونه له پامه غورځوي، نو دا به د عدالت، توازن او مشروع نظم لپاره یو جدي ګواښ وي. ټرمپ هڅه کوي، چې د نړۍ مدیریت له رقابتي جوړښته، یو ډول همغږۍ ته انتقال کړي. که څه هم دا لاره له خطرونو خالي نه ده، خو د نړیوال ثبات لپاره د بحث وړ فرصت ګڼل کېږي، نو د هغه نوې ژمنتیا باید د واقع‌بينۍ، تاریخي تجربو او نړیوالو اصولو په رڼا کې تحلیل شي، تر څو روښانه شي چې دا د «کنسرت» په لور یو مثبت حرکت دی، که د «توطئې» په لور یو خطرناک انحراف.

د ویانا کنګره او د قدرتونو کنسرت؛ تاریخي بنسټ او د ټرمپ لیدلوری

د «قدرتونو د کنسرت» مفکوره، چې نن د نړیوال نظم د یوې تاریخي تجربې په توګه یادېږي، د ۱۸۱۵م کال د ویانا کنګرې محصول ده. هلته د ناپلیوني جګړو له پای ته رسېدو وروسته، د اروپا پنځه ستر قدرتونه (بریتانیا، اتریش، روسیه، فرانسه او پروس) سره راټول شول، څو د یو باثباته نظم بنسټ کېږدي. دغه غیر رسمي خو مؤثر جوړښت د «اروپا کنسرت» په نوم شهرت وموند او موخه یې د انقلابي خوځښتونو کنټرول، د قدرتونو ترمنځ د شخړو مخنیوی او د توازن ساتنه وه. 

د دې کنسرت ځانګړتیا دا وه، چې قدرتونه  د رقابتونو ترڅنګ، په اساسي مسایلو کې د مشورې او محدودې همکارۍ له لارې ګډ نظم وساتي. دا یو محافظه‌کارانه جوړښت و، چې د نظم ارزښت، د انقلاب ضد دریځ او د کوچنیو هېوادونو تابعانه موقعیت ته یې لومړیتوب ورکاوه. سره له دې چې دغه سیستم څه ناڅه نسبي ثبات راوست، خو د ملتپالو انقلابي حرکتونو، د ملي دولتونو د بیدارۍ او استعماري رقابتونو له امله سقوط شو. 

که د ټرمپ لیدلوری د ویانا د کنګرې له تجربې سره پرتله شي، یو ډول مشابهت لیدل کېږي. سره له دې چې نوموړی د دې تاریخي مفکورې د فلسفي ژورتیا له درک محروم دی، خو د هغه سیاسي غریزه له دې مفکورې سره نږدې والی لري. 

ټرمپ هڅه کوي چې د صفر-جمع سیاست پر ځای، د نفوذ د وېش، توازن او معاملوي همغږۍ پر بنسټ یو نوي نړیوال نظم ته لار هواره کړي، چېرته چې امریکا، چین او روسیه باید مرکزي رول ولري. دا لیدلوری له یوه پلوه د ریالیزم او نظم پیغام لري، خو له بله پلوه د کوچنیو هېوادونو پر حیثیت او د نړیوال مشروعیت پر ارزښتونو سیوری اچوي. د ویانا کنګرې یوه مهمه تجربه دا وه، چې نظم هغه وخت دوام مومي، کله چې ملتونه اصولو او مشروعیت ته هم ځای ورکړي. 

د ټرمپ کنسرت؛ تاریخي فلسفه که معامله‌محوره غریزه 

د ډونالډ ټرمپ بهرنۍ تګلاره د تاریخي تجربو او نړیوالو ارزښتونو پر ځای، د هغه د شخصي سوداګرانه تجربو او سیاسي غریزې پر بنسټ ولاړه ده. ټرمپ نړیوال سیاست د یوه بازار په بڼه تصوروي، چېرې چې هر ځواکمن هڅه کوي خپلې ګټې خوندي کړي او د اړتیا پر مهال معامله وکړي. د هغه له نظره، امریکا، چین او روسیه درې امپراتورۍ دي، چې که څه هم له یو بل سره اختلافات لري، خو د نظم د تامین لپاره یو بل ته اړتیا هم لري. 

د پخوانیو امریکایي مشرانو خلاف، چې امریکا یې د نړیوالو ارزښتونو مشره بلله، ټرمپ دا هیواد یوازې د خپلو ګټو پر محور ارزوي. د ټرمپ د قدرتونو ترمنځ د کنسرت مفکوره د ویانا کنګرې له فلسفي بنسټونو څخه بې‌ برخې ده. د ویانا کنسرت د ارزښتونو پر بنسټ یو ساختاري توازن و، خو ټرمپ دا مفکوره یوازې د امتیاز، نفوذ او معاملو پر بنسټ تعبیروي. نو که څه هم ټرمپ د یوه نوي «کنسرت» انځور وړاندې کوي، خو دا د تاریخي تجربو پر بنسټ نه، بلکې د معاملې او ستراتیژیکې محاسبې پر بنسټ جوړ شوی. دا لیدلوری که څه هم له واقع‌بين سیاست سره اړخ لګوي، خو د نړیوالو اصولو، عدالت  او کوچنیو هېوادونو د ارزښتونو له پامه غورځولو خطر لري.

د نفوذ منطق؛ د سیالۍ پر ځای د ساحو وېش

د ټرمپ د نړیوال نظم لیدلوری د «نفوذ ساحو» له تاریخي منطق سره ورته دی. په دې تصور کې، ستر قدرتونه د خپلو جغرافیایي او ستراتیژیکو علاقو له مخې عمل کوي، نه د نړیوالو اصولو یا بشري حقونو پر بنسټ. دا معنا لري چې نړۍ باید د سترو قدرتونو ترمنځ د نفوذ ساحو له مخې وویشل شي او هر قدرت دې خپلې سیمې ته محدود وي، تر څو له نورو سره ټکر ونه‌لري. 

د ټرمپ «کنسرت» داسې یو نظم انځوروي چې په کې روسیه حق لري په اوکراین کې خپل نفوذ پراخ کړي، چین باید تایوان د خپلې جیوپولیتیکي حوزې برخه وبولي او امریکا باید پر خپلو ستراتیژیکو ګټو تمرکز وکړي، پرته له دې چې د نورو قدرتونو پر ساحو کې مداخله وکړي. 

دا لیدلوری، که څه هم د تقابل د کمښت یو تصویر وړاندې کوي، خو د کوچنیو دولتونو د خپلواک دریځ لپاره خطرناک محدودیتونه رامنځته کوي. د نولسمې پېړۍ د اروپا کنسرت هم ورته منطق درلود، چې کوچني هېوادونه د مصالحې او نفوذ وېش وسیله بلل کېدل. سره له دې چې دې سیستم تر یوې اندازې د شخړو مخه نیوله، خو د ملتونو د بیدارۍ او د عدالت غوښتنو له امله ړنګ شو. 

د دویمې نړیوالې جګړې وروسته، نړیوال نظم د ملتونو حاکمیت، بشري حقونو او نړیوالو اصولو پر بنسټ جوړ شو. د ټرمپ لیدلوری، که څه هم ظاهراً د ثبات هڅه کوي، خو له دغو ارزښتونو یو ښکاره انحراف د  او کوچني هېوادونه د سیال قدرتونو ترمنځ د «معاملې توکي» ګرځوي.

نو د پایلې په توګه ویلی شو، چې د ډونالډ ټرمپ د بهرنۍ تګلارې تحلیل دا ښيي، چې د هغه سیاست د دودیزو نړیوالو اصولو، لکه د لیبرال نړیوال نظم، څو اړخیزو همکاریو او نړیوالو سازمانونو څخه ښکاره واټن نیولی. ټرمپ د « د قدرتونو د کنسرت » مفکورې ته که څه هم رسما مراجعه نه کوي، خو د هغه له عملي سیاستونه واضحه برېښي، چې نوموړی ددې نظریې( چې د نړۍ واک باید د ستر قدرتونو ترمنځ ووېشل شي، نه دا چې نړیوالې ادارې یا نړیوال قانون د ټولو لپاره یو شان وي) طرفدار او پلوی دی.

د ټرمپ سیاست پر ملي ګټو، دوه‌اړخیزو فشارونو او اقتصادمحوره امنیتي معادلو تمرکز لري، چې دا د معاصر واقع‌پالیزم له بنسټونو سره مطابقت لري. د هغه له نظره، ستر قدرتونه لکه امریکا، روسیه او چین باید یو بل ته د رقابت او نفوذ د توازن له زاویې وګوري، نه د ارزښتونو یا نړیوالو شریکانو په توګه. له همدې امله، د هغه بهرنۍ تګلاره یو نوی ډول «غیر همغږی کنسرت» معرفي کوي، چې په کې همکاري نه، بلکې مدیریت شوی رقابت اصل بلل کېږي. په دې توګه، د ټرمپ پالیسۍ د نړیوال نظم پر مفاهیمو، لکه ثبات، قانون‌محوره تعامل او ارزښت‌محوره سیاست باندې ژور تأثیر کړی. دا تګلاره که څه هم د امریکا د لنډمهاله ملي ګټو لپاره مؤثره برېښي، خو د ستر قدرتونو ترمنځ د اوږدمهاله اعتماد، نظم او همکاریو بنسټونه کمزوري کوي. 

error: Content is protected !!