LOADING CLOSE

د چین  بهرني سیاست او د مشرتابه طرز ته یوه لنډه کتنه  – احسان الله عمرخیل

احسان الله عمرخېل
په نړیوالو اړیکو کې د دکتورا کاندید او څیړونکی

احسان‌الله عمرخېل د چین د جه‌جیانګ پوهنتون کې د نادودیزه امنیت مدیریت (Non-traditional Security Management – NTSM) په برخه کې د دوکتورا محصل دی. د هغه د څېړنې لېوالتیا  امنیت، سوله، شخړې، سیمه‌یز نښلون، او دولت جوړونه کې دي. عمرخېل خپلې علمي مقالې د Small Wars & Insurgencies Ethnopolitics، World Affairs، او Asian Political Science Journal په څېر ژورنالونو کې خپرې کړې دي. ښاغلی عمرخیل همداراز د کابل په کاردان پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو په پوهنځي کې د استاد په توګه دنده هم ترسره کړې ده.

لیکوال: احسان الله عمرخیل

ژباړه: د جیو‌افغانیکا د آی آر مرکز

د چین بهرنی سیاست د دغه هېواد د مشرانو د مشرتابه د سبک او ایډیالوژیکو ژمنو له امله ژور بدلون موندلی دی. شي جینپینګ د ماو زې دونګ او دنګ شیاوپینګ په څېر یو بدلون راوستونکی مشر ګڼل کېږي، چې د تلپاتې مشرتابه واک لري او خپل واک یې متمرکز کړی، څو د چین د نړیوال مرکزیت د بیا راژوندي کولو ستراتیژیک لید تعقیب کړي.

د شي هدف دا دی چې چین “بیا ځواکمن” کړي. لکه څنګه چې ماو چین “ودراوه” او دنګ یې “بډایه” کړ. د شي تر مشرتابه لاندې د چین بهرنی سیاست ډېر قاطع او تهاجمي شوی او تمرکز یې د تایوان پر حاکمیت، د ختیځ او جنوبي چین بحیرو پر ادعاوو او د چین د ملي ګټو پر دفاع دی.

تاریخ ته په کتو، د ماو زې دونګ تر مشرۍ لاندې چین یو انقلابي دولت و، چې د نړۍ د بېلابېلو پاڅونونو ملاتړ يې کاوه او د شوروي د تسلط پر ضد یې د کمونیستي بلاک مشري غوښتله. د ماو سیاست ایډیالوژيک، نشنلیست او د قرباني کېدو له روایتونو څخه ډک و، څو د بهرنیو ځواکونو پر ضد مخالفت ته مشروعیت ورکړي.

خو دنګ شیاوپینګ د سیاست لوری بدل کړ او تمرکز یې د پراګماتیزم (عمل‌محورۍ)، اقتصادي پراختیا او سوله‌ییز ګډ ژوند پر لور واړاوه، سره له دې چې د بهرني تسلط پر ضد یې احتیاط هم ساته.

شي جینپینګ بیا د چین دیپلوماسۍ ته نوې بڼه ورکړې. د یو کمربند، یوه لاره (BRI) نوښت او د اسیا زیربنایي پانګونې بانک (AIIB) له لارې یې اقتصادي سیاست چلونه کارولي، څو د چین نړیوال نفوذ پراخ کړي. د شي مشرتابه د بهرني سیاست تصمیم ‌نیونه مرکزي کړې، د ادارو توازن یې کمزوری کړی او د شخصیت ‌پالنې فرهنګ ته یې بڼه ورکړې چې د ماو د دورې یاد تازه کوي.

د شي تر واک لاندې چین پر دولت ‌محوره ملتپالنې تکیه کوي، څو داخلي ملاتړ لاسته راوړي او نړیوال ځواک وښيي. بهرنی سیاست د نظام د مشروعیت د پیاوړتیا یوه وسیله ګرځېدلې، په ځانګړي ډول د داخلي ستونزو پر مهال.

که څه هم یو شمېر شنونکي چین یو پرشاتګی ځواک (Revisionist Power) بولي چې غواړي د نړیوال لېبرال نظم ځای ونیسي، خو دا تحلیل وړاندیز کوي چې بیجینګ له موجوده نړیوال سېستم څخه د لوړ مقام غوښتونکی دی، نه د هغه بشپړ بدیل.

که د نړیوالو اړیکو نظریې وکتل شي، نو نهادپالنه (Institutionalism)، ریالیزم، او رښښتپالنه (Constructivism) د چین د بهرني سیاست د درک کولو لپاره کارېدلی شي، خو د شي شخصي کنټرول او ستراتیژیک کلتور د دغه سیاست قاطعانه بڼه رامنځته کړې ده.

د بهرني سیاست پرمختیایي بهیر

دا لیکنه د ماو زې دونګ له دورې تر شي جینپینګ پورې د چین د بهرني سیاست ارتقا تعقیبوي او دا روښانه کوي چې ایډیالوژي، امنیتي اړتیاوې او عمل‌محوره دیپلوماسي څنګه یو له بله سره تړلي دي.

د ویتنام د جګړې پر مهال، ماو د هانوي بشپړ ملاتړ اعلان کړ او د امریکا د امپریالیزم او د شوروي د تجدید غوښتنې پر ضد یې د چین ولس راټول کړ. د زبرځواکونو پر وړاندې د ماو بې‌باوري د چین د سیاست لوی بدلون ته لاره هواره کړه، چې پایله یې د ۱۹۷۰مو کلونو په وروستیو کې له امریکا سره د اړیکو جوړول وو، څو شوروي ته توازن برابر کړي. د دې بدلون سمبولیکه پایله د نیکسن د ۱۹۷۲ کال سفر و.

د دنګ شیاوپینګ تر مشرتابه لاندې بهرنی سیاست له انقلابي احساساتو څخه پراختیايي واقعیت‌محورۍ ته واوښت. دنګ د نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو، ټیکنالوژۍ د ترلاسه کولو، ښوونې او روزنې او سوداګرۍ ته لومړیتوب ورکړ. هغه خپله مشهوره “۲۴-کلمه‌ییزه ستراتیژي” وړاندې کړه، چې صبر، احتیاط او له تقابل څخه ډډه کول په کې شامل وو، په ځانګړي ډول د تیان‌ان‌من له پېښې وروسته.

سره له دې چې لوېدیځو هېوادونو پر چین بندیزونه ولګول، خو چین نړیوالو اقتصادي لارو ته ځان ورسوه او بالاخره په ۲۰۰۱ کال کې یې د نړیوالې سوداګرۍ سازمان (WTO) غړیتوب ترلاسه کړ.

د ۱۹۹۰مې او ۲۰۰۰مې لسیزې په اوږدو کې د چین دیپلوماسي یو څو اړخیزه او نهادینه بڼه غوره کړه. چین له روسیې سره د “ستراتیژیکې همکارۍ شراکت” رامنځته کړ او له شمالي کوریا سره یې محتاطې اړیکې وساتلې. په داسې حال کې چې د سیمې د بې ‌ثباتۍ د مخنیوي تر څنګ یې د اټومي وسلو په له منځه وړلو ټینګار کاوه. بیجینګ د نه لاسوهنې، حاکمیت او د سوله ېیزې ودې پر اصولو ټینګار کاوه، په ځانګړې توګه هغه د ۱۹۸۹ کال د تیان‌ان‌من له پېښې وروسته چې نړیوالو پراخ غبرګون وښود.

د هو جینتاو تر مشرتابه لاندې چین “سوله‌ ییزه پراختیا” مطرح کړه، څو د نړیوالو هغه اندېښنې کمې کړي چې د چین د لوړېدونکي ځواک په اړه وې. خو د شي جینپینګ تر مشرۍ لاندې د بهرني سیاست انداز په واضح ډول ډېر قاطع او تهاجمي شو. شي د “لوی ځواک دیپلوماسي” او د “مبارزې روحیې” پلوی شو، چې دا د نړیوال نظم د فعال شکل ورکولو او د چین د اساسي ګټو، په ځانګړي توګه د تایوان او جنوبي چین بحر د حاکمیت ادعاوو، د دفاع لور ته بدلون څرګندوي. دې قاطع دریځ د چین د احتمالي پرشاتګوالی یا یرغلګرۍ په اړه نړیوالې اندېښنې پارولې دي.

په ټوله کې، د چین بهرنی سیاست له ایډیالوژیکو همغږیو او د بقا پر بنسټ لیدلوري څخه د ستراتیژیک پراګماتیزم او فعال نړیوال ګډون لور ته بدلون کړی، چې دا بدلون د ګواښونو د درک، داخلي اړتیاوو او د رهبرۍ د لید پر بنسټ رامنځته شوی دی.

یاده مقاله د شي جینپینګ تر مشرۍ لاندې د چین د بهرني سیاست د تحول یوه پراخه شننه وړاندې کوي، چې له دنګ شیاوپینګ څخه پاتې “ټیټ‌پروفایله دیپلوماسي” څخه د یو زړور، قاطع او زیاتره پوځي ‌محوره نړیوال دریځ پر لور بدلون روښانه کوي، څو تر ۲۰۴۹ کال پورې د ملت بیا راژوندي کولو هدف ته ورسېږي.

د چین د بهرني سیاست کلیدي ځانګړنې:
۱. د شي جینپینګ تر مشرۍ لاندې قاطعیت ته بدلون:

شي د پخوانیو محتاطو پالیسیو پر ځای فعاله او پرمختګ‌ محوره دیپلوماسي غوره کړې چې د “چینایي ځانګړتیاوو” لرونکې نړیوالې مشرۍ باندې ټینګار لري. هغه د “لویو قدرتونو د نویو اړیکو ماډل” ملاتړ کوي، چې پر نه تقابل، متقابل احترام او د ګټلو-ګټلو پر همکارۍ ولاړ دی، خو په عین حال کې د تایوان، هانګ‌کانګ او شین‌جیانګ د حاکمیت سره اړوند سرې کرښې کلکې تعقیبوي.

۲. پوځي‌توب او پر امنیت ټینګار:

شي دې ته لومړیتوب ورکړی چې چین دې د “جګړه کولای او ګټلای شو” په کچې یو نړیوال پوځ ولري. د پوځ عصري کول د چین د ستراتیژیکو موخو اساس جوړوي، په ځانګړي ډول د جنوبي چین سمندرګي او تایوان اړوند، چې دواړه د سمندري برلاسي او ملي یووالي لپاره حیاتي بلل کېږي.

۳. ملي هویت او تاریخي روایتونه:

شي د تاریخ د زوړ عظمت او د عصري تحقیر روایتونه راژوندي کړي، څو د چین بېرته پورته کېدا توجیه کړي او په سیمه کې خپلې مشرۍ ته اخلاقي مشروعیت ورکړي. د “چین خوب” مفکوره دا پورته‌کېدنه د طبیعي نظم د بیا رغونې په توګه معرفي کوي.

۴. چین ‌محوره لید (Sinocentric Vision):

د امپراتورۍ د دورې د جزیه ورکونکو د نظام پر بنسټ، چین یو اسیا محوره سیمه‌ ییز نظم ته وده ورکوي (“اسیا د اسیایانو لپاره”)، چې په کې د لوېدیځ نفوذ محدود کېږي او چین د فرهنګي او سیاسي مرکز په توګه بېرته مطرحېږي.

۵. اقتصادي او ستراتیژیک وسایل:

د “یو کمربند، یوه لاره” نوښت او د واکسین دیپلوماسۍ له لارې چین غواړي خپل نړیوال نفوذ پراخه کړي او هم مهاله خپل نرم او سخت ځواک یو ځای پیاوړی کړي. سره له دې چې چین WTO ته ژمن دی، خو لا هم د دولتي تصدیو ملاتړ کوي او د ټیکنالوژۍ د انتقال شرطونه لګوي، چې دا د لوېدیځو اقتصادي اصولو پر وړاندې ننګونه ده.

۶. د امریکايي احصار (Containment) پر وړاندې غبرګون:

د چین ستراتیژيک پوهان بې له دې چې د چین د داخلي نظام نوعیت ته کتنه وکړي، د امریکا او چین ترمنځ‌ شخړه حتمي پېښېدونکې ګڼي. له همدې امله بیجینګ د ځان ‌بسیاینې، استبدادي مقاومت او (Wolf Warrior) دیپلوماسۍ له لارې د امریکا احصار ماتوي.

د شي جینپینګ تر مشرۍ لاندې د چین بهرنی سیاست، پوځي ځواک، ایډیالوژیک قاطعیت، تاریخي روایتونه او ستراتیژیک پراخوالی سره یوځای کوي، څو نړیوال قدرتي توازن د بیجینګ په ګټه بیا تعریف کړي.

دا مقاله د چین د بهرني سیاست ایډیالوژیک بنسټونه هم تحلیلوي، چې د “تیان‌شیا” (یعنې “ټول د اسمان لاندې”) د تاریخي مفهوم له بیا تعبیر څخه سرچینه اخلي. دا لرغونی لیدلوری د یو درجوي نظم پلوي دی، چې په کې چین د مرکز حیثیت لري او د لوېدیځ د وستفالین حاکمیت ‌محور نظم او د ملګرو ملتونو په څېر معاصرو نړیوالو بنسټونو پر وړاندې اخلاقي برتري وړاندې کوي. د تیان‌شیا د نظام له مخې، څنډې (پریفرال) هېوادونه مرکز ته تابع وي، چې له هغوی سره د خوندیتوب، ګډ ژوند او د شریکې سوکالۍ تضمین کوي. دا لید د لوېدیځ د ګټو‌ محوره ریالیست سیاست پر خلاف د عدالت (Dao)، احسان او اخلاقو پر بنسټ ولاړ نظم ګڼل کېږي.

خو له تاریخي پلوه، د چین پراختیا ‌پالنه، په ځانګړې توګه د چینګ امپراتورۍ پر مهال، تر ډېره د زور او یرغل پر بنسټ وه، چې کله نا کله يې له استعماري عملونو سره ورته والی درلود. د چین کمونیسټ ګوند (CCP) د چین د ستراتیژیک کلتور بیا تعبیر، دوګونې بڼه لري: له یوې خوا ځان د سولې پلوی معرفي کوي، خو له بلې خوا بیا ځان د جګړې لپاره چمتو کوي. دا قاطع باور چې “یو کمزوری دولت تل ځورېږي”، د چین د تاریخي تحقیر (“د سپکاوي پېړۍ”) له تجربو وروسته لا پیاوړی شوی. هغه مهال چین د اپیمو د جګړو، د لوېدیځ امپریالیزم له کبله د خاورې له لاسه ورکولو سره مخ شو.

د شي جینپینګ تر مشرۍ لاندې اوسنی چینایي بهرنی سیاست نشنلیزم، تاریخي ګیله او تمدني ویاړ سره یو ځای کوي. شي د کنفیوشیستي ارزښتونو، د ملي سپکاوي له میراث او د ماو د ځان‌ بسیاینې له فلسفې څخه الهام اخلي، څو د لوېدیځ د محاصرې (containment) او لاسوهنې پر وړاندې مقاومت وکړي. د تایوان، هانګ‌کانګ او سمندري شخړو اړوند د هغه قاطع سیاستونه داسې وړاندې کېږي، لکه چې غواړي د چین تاریخي ارضي تمامیت بېرته خپل کړي او پخواني ترسره شوي ظلمونه سم کړي.

ډېری شنونکي، چې ځینې په کې لیبرال چینایي پوهان هم شامل دي، استدلال کوي چې CCP تاریخي روایتونه او امپراتورۍ ته منسوب میراثونه تحریفوي، څو د اوسنۍ زمانې سیاسي هدفونو ته مشروعیت ورکړي. چین ځان د مشروع نړیوال مشرتابه دعویدار معرفي کوي، په داسې حال کې چې د لوېدیځ لیبرالیزم ردوي. دا ایډیالوژیک تسلسل چې نشنلیزم، انتخابي تاریخ او جیوپولیتیک ریالیزم سره یو ځای کوي، د چین د اوسني بهرني سیاست قاطع او ځان ‌بسیاینې د ‌محور روش تعریفوي.

د چین د بهرني سیاست ځینې برخې د کورنیو سیاسي ناامنیو او ستراتیژیک نشنلیزم له امله هم بڼه خپلوي. د ریالیستو له نظره د چین مشران نړیوال نظام د دارویني جګړې ډګر ګڼي، چیرې چې بقا او ځواک تر ټولو مهم دي. دا لید د نړیوالو حالاتو د ارزونې او د بهرني سیاست د پرېکړو پر محتاطانه طبیعت اغېز کوي. CCP د خپل واک بقا تر ټولو مهم ملي هدف ګڼي او دا وېره لري چې بهرني عوامل به داخلي نارضایتۍ وکاروي، څو د دوی واک کمزوری کړي.

د مشروعیت د پیاوړتیا لپاره، CCP له سړې جګړې راهیسې پر دوه ستنو تکیه کړې: اقتصادي پرمختګ او دولت‌ محوره نشنلیزم. دا نشنلیزم، چې له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې د جیانګ زېمین د وطن ‌پالنې کمپاینونو له لارې فعاله شوې، د ولس د ملاتړ د راټولولو لپاره کارول کېږي، خو له احتیاط سره مدیریت کېږي، څو داسې لویدیځ ضد احساسات رامنځته نه کړي چې د دیپلوماسۍ هدفونه له خطر سره مخ کړي. دې احساساتو ورو ورو د “جیوپولیتیکي نشنلیزم” بڼه خپله کړې، چې د پوځي ځواک او خاورې د دفاع غوښتنه کوي، په ځانګړي ډول د لوېدیځ د کمزوري کېدونکي حالت تر سیوري لاندې.

د چین بهرنی سیاست د ستراتیژیکو هدفونو ښکارندویي هم کوي، لکه د چین-منځنۍ اسیا لوېدیځ دهلېز او د بهرنیو بندري پروژو، لکه د یونان پیریوس بندر له لارې. سره له دې، د چین نړیوال موقف لا هم محدودیتونه لري: چین د داسې ځواکمنو او باور وړ متحدینو د شبکې له نشتوالی سره مخ دی، چې د امریکا تر مشرۍ لاندې اتحاد ته ورته وي او همداراز په سمندري او ځمکنۍ لوژستیکي شبکو کې لا هم زیانمن دی

د چین او روسیې تر منځ ائتلاف هم نامتوازنه بڼه لري. دواړه د لوېدیځ د لیبرالو ارزښتونو مخالف دي، خو د دواړو جیوپولیتیکي لومړیتوبونه له یو بل سره توپير لري. سره له دې چې چین اقتصادي او جیوپولیتیکي وده کړې، خو لا یې هم داسې پراخ نړیوال ائتلاف نه دی رامنځته کړی چې نور هېوادونه ورسره ځان یوځای کړي. د چین تهاجمي سمندري ادعاوو د سیمې ځینې ګاونډیان خپه کړي او هغوی له امریکا سره خپلې امنیتي اړیکې پیاوړې کړې دي.

په پایله کې، د چین بهرنی سیاست د ریالیستیکو محاسبو، د استبدادي رژیم د بقا، انتخابي تعامل او سخت مدیریت شوي نشنلیزم له مخې شکل نیولی دی. د چین هدف دا نه دی چې د امریکا ټول اړخیز تسلط ته ورته برلاسي ترلاسه کړي.

احسان‌الله عمرخېل د چین د جه‌جیانګ پوهنتون کې د نادودیزه امنیت مدیریت (Non-traditional Security Management – NTSM) په برخه کې د دوکتورا محصل دی. د هغه د څېړنې لېوالتیا  امنیت، سوله، شخړې، سیمه‌یز نښلون، او دولت جوړونه کې دي. عمرخېل خپلې علمي مقالې د Small Wars & Insurgencies Ethnopolitics، World Affairs، او Asian Political Science Journal په څېر ژورنالونو کې خپرې کړې دي. ښاغلی عمرخیل همداراز د کابل په کاردان پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو په پوهنځي کې د استاد په توګه دنده هم ترسره کړې ده.

error: Content is protected !!