ماتېدونکی اوربند د خبرو اترو میکانېزم ته اړتیا لري

عمر صمد
ښاغلی عمر صمد په فرانسه او کاناډا کې د افغانستان پخوانی سفیر، د حکومت ویاند او لوړپوړی سلاکار پاتې شوی. نوموړی د Silk Road Consulting ادارې مشر او د خبرو اترو تسهیلګر دی. دا راز ښاغلی صمد د متحده آیالاتو د سولې انستیتیوت، اتلانتیک شورا او نوې امریکا له تحقیقاتي مرکزونو سره همکار هم پاتې شوی دی.

فهیم سادات
پروفیسور فهیم سادات د جنوبي آسیا د امنیتي او سیاسي چارو شنونکی، د کابل د کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو پخوانی رئیس، او د افغانستان د ملي ډایلوګ د ډلې غړی دی.

تمیم ابراهیمي
ښاغلی تمیم ابراهیمي د کوینزلنډ له پوهنتونه د سولې او شخړې د مطالعاتو په برخه کې ماسټري لري. نوموړی د سولې د ترویج په برخه کې په تېره د ځوانانو د ونډې، د شخړو د مخنیوي او د دوامداره شولې د پياوړتیا په چارو کې د لس کلنې تجربې مخینه لري.
لیکوالان: عمر صمد، فهیم سادات، او تمیم ابراهیمي
ژباړه: احمد نشاط کلیوال
ترکیه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مهمو خبرو اترو کوربه دی. دا خبرې له هغې وروسته ترسره کېږي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لس ورځنۍ نښتې وشوې، کومې چې د پاکستان بېساري هوایي بریدونه یې د افغانستان پر ملکي سیمو، په ځانګړي ډول د کابل ښار پر مرکزي برخو، راوپارول.
دا خبرې د هغه نازک اوربند د دوام لپاره دي چې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د اکتوبر په ۱۹مه په دوحه کې ټینګ شو. د خبرو موخه دا ده چې د اختلاف ټکي وڅېړل شي او داسې کړنلارې یا میکانېزمونه جوړ شي چې په لنډه مهاله او اوږد مهال توګه د شخړې د لا زیاتېدو مخه ونیسي. د سیمې ځواکمن هېوادونه او اندېښمن ګاونډیان، چې له احتمالي بحران او جیوپولیټیکي لوبو وېرېږي، دا بهیر په دقت څاري. په همدې حال کې نور اړوند لوري، لکه د ملګرو ملتونو سازمان، اروپایې ټولنه او د امریکا متحده ایالات، د یوې دايمي او باثباته سولې د چوکاټ غوښتونکي دي. تمه کېږي چې د خبرو اجنډا کې به د ډیورنډ کرښې امنیت، د یاغي ډلو فعالیتونه، او د متقابل نه تېري ژمنې شاملې وي.
خو، د دواړو لوریو ترمنځ ژوره بېباوري، چې د ټولنیزو شبکو او ناسمې تبلیغاتي جګړې له لارې لا پسې زور اخیستی، تاریخي ریښې لري. سربېره پر دې، داسې بنسټیزې مسلې هم شته چې د دواړو هېوادونو مشران په تېرو اتو لسیزو کې د حل توان نه لري. دلته به د دغو مهمو موضوعاتو، عاجلو لومړیتوبونو او د سولې د یوه با ځوابه او دوامدار میکانېزم د لارې په نقشې بحث وکړو.
احتمالي کلیدي مسلې
۱. یاغي توب
پاکستان، چې پخوا د افغان طالبانو د خوندي پناه ځای په توګه ګڼل کېده، اوس افغانستان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په نوم ډلې ته یې پناه ورکړې؛ دا یوه د دولت ضد ډله ده چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې فعاله ده او په تېرو لسو کلونو کې یې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او حکومتي بنسټونو بریدونه زیات کړي دي.
کابل دا تورونه په کلکه ردوي او پر ځای یې اسلاماباد ملامتوي چې د قربانيتوب تاکتیکونه کاروي — کله له اجازې پرته د افغانستان پر خاوره د طالبانو د بیرته واک ته رسېدو څخه مخکې او وروسته توغندېز او هوایې بریدونه کوي. د پاکستان راکټیز بریدونه د افغانستان پر ډیورنډ کرښې پرتې ولایتونو لکه کنړ، ننګرهار، پکتیا او نورستان باندې لا د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ م کلونو ته ورګرځي؛ دا هغه وخت چې TTP د خپلې جګړې لپاره یې په د ځایونو په موندلو بوخت وو.
تحریک طالبان پاکستان په ۲۰۰۷ م کال کې د څو پاکستاني یاغي ډلو له یو ځای کېدو جوړ شو. که څه هم د دې ډلې مشري زیاتره د غیر افغان جنګیالیو په لاس کې وه، خو تل یې د قندهار مېشت “امیرالمؤمنین” سره معنوي بیعت اعلان کړي وو. د دې ډلې په لومړیو کلونو کې، دوي له القاعدې سره هم فعاله اړیکې لرلې، چې دا اوږدمهالې اړیکې ښيي چې TTP د دیوبندي فکر له مکتب سره ژور فکري تړاو لري.
د ډیورنډ کرښې ورهاخوا یاغيتوب کله ناکله د ګاونډیو هېوادونو، لکه د پاکستان پخواني سیال هند او همدارنګه ایران، نومونه هم راکش کړي. د پاکستان پوځي مشران هند تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي — هغه ډله چې دوی یې اوس “فتنهالخوارج” او “فتنهالهندوستاني” بولي — څو د پاکستان ملي امنیت ته ګواښ پېښ کړي او په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې بېثباتي رامنځته کړي.
هند دا تورونه بېاساسه تبلیغات بولي او استدلال کوي چې د پاکستان د استخباراتو له لوري د یاغي ډلو ملاتړ د سیمې د کړکېچ اصلي لامل دی. هند وایي چې د طالبانو له جوړښت سره د پاکستان ملاتړ اوس د هند د ملامتولو پلمه ګرځېدلې ده. دواړه هېوادونه یو بل د دې لپاره ملامتوي چې د کشمیر د شخړې په اوږده بهیر کې د وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي.
د افغانستان پرلهپسې حکومتونه بیا د پاکستان ستونزې کورنۍ بولي او د سرحدي بېقانونیو په سیمو کې د یاغیانو ملاتړ ردوي. د اوسنیو خبرو اترو پر مهال، د شواهدو وړاندې کول او د تورونو سپیناوی باید په ډېره احتیاط ترسره شي څو د تاوتریخوالي د کمېدو، د باور د جوړېدو او د راتلونکي سیاسي تفاهم زمینه برابره کړي.
۲. د ډیورنډ کرښې شخړه
د ډیورنډ کرښې پر سر د مشروعیت پخوانی اختلاف — هغه کرښه چې د استعماري دورې پر مهال رسم شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۶۴۰ کیلومتره اوږده پوله په توګه پېژندل کېږي لا هم د جنجال او ترینګلتیا یوه اصلي منبع ده. د دې اختلاف جرړه د ۱۸۹۳ م کال ده، کله چې د بریتانوي هند حکومت د افغانستان له هغه وخت پاچا سره یوه موافقه لاسلیک کړه، تر څو د روسیې د تزاري امپراتورۍ د پرمختګ پر وړاندې د نفوذ سیمې مشخصې کړي. دا استعماري کرښه د پښتنو او بلوڅو د قبایلو له سیمو تېره شوه او هغوي یې په دوو خواوو ووېشل.
له ۱۹۱۹ م څخه، کله چې افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه، تر ۱۹۴۷ م کال پورې، د افغانستان پرلهپسې حکومتونو دا کرښه د هند له استعماري واکمنۍ سره د پولو په توګه منلې وه، خو د هغې مشروعیت ته یې تل اعتراض درلود. د ۱۹۴۷ م کال د هند د وېش او د پاکستان د جوړېدو وروسته، دا تاوتریخوالی یو ځل بیا تازه شو. د افغانستان دولت استدلال کاوه چې دا تړون د بریتانیا له وتلو وروسته نور باطل شوی، او باید قبایلو ته د خپل برخلیک د ټاکلو ازاد فرصت ورکړل شي.
په تېرو ۷۵ کلونو کې، پر دې کرښه د دواړو لوریو ترمنځ وختناوخت نښتې شوې، چې سلګونه کسان پکې وژل شوي، زرګونه بېکوره شوي، د دوو مقاطعو په اوږدو کې (۱۹۵۵ او ۱۹۶۱) ډیپلوماتیکې اړیکې پرې شوې، تجارت او ترانزیټ ګډوډ شو، او د سرحدي تګ راتګ لارې وتړل شوې — دا هر څه د دواړو هېوادونو د خلکو پر اړیکو منفي اغېزې کړې. تر یوې اندازې، ملي احساسات، د استعماري میراث پر وړاندې کرکه، او سیاسي محاسبې د افغانستان په دریځ کې رول لري، ځکه کابل د دې کرښې د رسمي سرحد په توګه له منلو ډډه کوي؛ خو پاکستان دا د نړېوال سرحد په توګه مني او په وروستیو کلونو کې یې د کټارو په درولو سره هڅه کړې چې دا پوله ټینګه کړي.
سره له دې، دا تحمیلي کرښه لا هم د کړکېچ، دیپلماتیکو خنډونو او بېباورۍ اصلي محور پاتې شوې ده. د دې پر سر اختلاف د امنیتي، اقتصادي، او د مهاجرینو د میشتېدو په برخو کې ګډ کار ستونزمن کړی. سربېره پر دې، تکراري تاوتریخوالی، ورکېدنې، ترهګریز بریدونه او سیاسي ترینګلتیا د ډیورند کرښې دوامدار رول د یوې جیوپولیټیکي کړکېچ په توګه روښانه کړی، چې له بشري فاجعې او بېباورۍ سره یوځای شوې ده. د باور جوړونې اقدامات کولای شي د دې شخړې د نرمېدو یوه لاره وي، څو د دواړو خواوو حساسیتونه راکم شي. دا بهیر باید په پړاوونو کې، د خلکو پر ملاتړ، ښه حکومتولۍ، د بنسټیزو حقونو درناوي (لکه د اوبو د حقوقو، د تګ راتګ حق، د ترانزیټ حق)، او د ځایي فرهنګي او قومي واقعیتونو پر بنسټ پرمخ ولاړ شي.
۳. ملکي تلفات او د پولو تړل
وروستي هوایي بریدونه او متقابل توغندېز بریدونه د دواړو خواوو په سلګونه کسان وژلي او ټپیان کړي دي. اټکل کېږي چې شاوخوا ۲۵۰ تر ۳۰۰ پورې پوځیان او ملیشه ځواکونه د دواړو خواوو په نښتو کې وژل شوي، خو د ملکي تلفاتو شمېر په ځانګړي ډول د افغانستان په لوري ډېر زیات دی. د کابل پر ښار دوه هوایي بریدونه، چې د ۱۹۱۹ م د درېیم افغان-انګلیس جګړې راهیسې لومړی ځل دي چې مرکز ښار بمبار کېږي (د بېپیلوټه الوتکو ځانګړي بریدونه پرته) او د ښار ملکي سیمې یې په نښه کړې.
د افغانستان او پاکستان د اوسني تاوتریخوالي زیاتوالی داسې ښکاري چې د پاکستان د امنیتي تګلارې له بدلون سره تړاو لري؛ یوه تګلاره چې د “ مخنوي سیاست او تګلارې” پر مفکوره ولاړه ده. دا پالیسي داسې انګیري چې هر هغه برید چې د تحریک طالبان پاکستان یا بلوڅ یاغیانو له لوري د پاکستان دننه وشي، باید پوځي ځواب یې د افغانستان په خاوره کې ورکړل شي. که څه هم دا مفکوره ناسمه ده، خو هدف یې دا دی چې کورني بریدونه مهار کړي او پړه یې پر ګاونډي واچوي. دا طرز فکر د دوامدارو خبرو، همکارۍ، د معلوماتو د شریکولو او د شواهدو د راټولولو پر اړتیا ټینګار کوي، څو د بحران د لا پراخېدو مخه ونیول شي.
د تورخم او چمن په څېر د تګ راتګ مهمو لارو تړل د سوداګرۍ او بشري مرستو بهیر ګډوډ کړی. د مؤثرو اړیکو نشتوالی ستونزې لا پسې زیاتې کړې، او د پوځي یا دیپلماتیکو ادارو ترمنځ د مستقیمې، باور وړ او دایمي اړیکې نشتون د دې لامل شوی چې هره ناسم درک په چټکۍ سره په بحران بدله شي.
۴. اقتصادي لګښتونه
که څه هم د اقتصادي زیان کره اندازه کول ګران دي، خو څرګنده ده چې د تورخم او چمن د بندېدو له امله دواړو هېوادونو ته درانه زیانونه اوښتي دي. زرګونه باروړونکي موټر، چې ځینې یې ژر خرابیدونکې توکي لېږدول، د لارو تر پرانیستو پورې بند پاتې شول. د اکمالاتو د زنځیر بشپړه پرېکون د دواړو خواوو سوداګرۍ زیانمن کړل، او مالي تاوانونه دومره درانه دي چې “تباه کوونکې” بلل کېږي. د افغانستان اقتصادي ستونزې، چې لا له مخکې د نړیوالو بندیزونو لاندې دي، د خوراکي موادو، تېلو، درملو او کرنیزو توکو کمښت لا پسې زیات کړی. د دې حالت بشري او اقتصادي پایلې له مالي زیانونو سره یوځای پراخې امنیتي ترینګلتیاوې هم د ځانه سره لري، کومه چې یوازې په جګړه نه محدودېږي، بلکې د خلکو پر ورځني ژوند هم اغېز کوي
د بحث لپاره عاجلې اندېښنې
۱. د اوربند ټینګښت
اړینه ده هغه نازک اوربند، چې د قطر په منځګړیتوب په دوحه کې ټینګ شوی، لا نور هم پیاوړی او رسمي شي، څو د اغېزمن څارنې لپاره عملي ګامونه پورته شي. د جګړې بیا تازه کېدل کولی شي بېلابېل یاغي ډلې، په ځانګړې توګه د «داعش خراسان» (ISKP) څانګه، لا پسې زړوره کړي — دا ډله هڅه کوي په بېقانونو سیمو کې، په ځانګړي ډول بلوچستان کې، د پټنځای موندلو فرصت ترلاسه کړي.
۲. بشري مرستو لاسرسي ته لاره
د لارو بیا پرانیستل د خلکو، سوداګرو او مرستندویو بنسټونو لپاره یو حیاتي اړتیا ده، څو له لا زیات اقتصادي او ټولنیزو زیانونو مخنیوی وشي. باید پر افغان کډوالو د پاکستان د وتلو فشار، په سختو شرایطو کې، کم کړل شي. له کډوالو څخه د سیاسي فشار یا د برمتی hostage په توګه کار اخیستل باید بند شي.
۳. ګډې پلټنې او د حقایق موندنې میکانېزم
یو بېطرفه نهاد باید رامنځته شي، څو د وروستیو پېښو څېړنه وکړي او د مسوولیت ټاکنه وکړي، تر څو ورته پېښې بیا تکرار نه شي. دا میکانېزم کولای شي د دواړو هېوادونو د باور جوړونې د تړونونو یوه برخه وي.
۴. د عامه پیغامونو همغږي
اړینه ده چې دواړه خواوې د رسمي اعلامیو او عامه څرګندونو په خپرولو کې همغږي وکړي، تر څو له پاروونکو ویناوو او غلطو معلوماتو مخنیوی وشي په ځانګړې توګه په هغو موضوعاتو کې چې د خلکو احساسات راپاروي. د ټولنیزو شبکو رول او د ناپېژاندو حسابونو فعالیتونه د وروستیو ترینګلتیاوو پر مهال خورا زیانمن ثابت شول، چې باید په هوښیارۍ سره مدیریت شي.
واقعبینانه او دوامداره میکانېزم
د بحران له مدیریت څخه د بنسټیزې سولې پر لور د تګ لپاره، د ترکیې ناستې کولای شي لاندې وړاندیزونه د عمل د چوکاټ په توګه وړاندې کړي:
۱. د ګډې امنیتي کمېټې جوړول
د یوه دایمي جوړښت رامنځته کول چې دواړه هېوادونه پکې استازي ولري، د ترکیې او/یا قطر په منځګړیتوب، د دې دندو لپاره:
- د استخباراتي معلوماتو تبادله د یاغي ډلو د خوځښتونو په اړه؛
- د پولو د ګډو ګزمېو همغږي؛
- د پېښو سمدستي څېړنه او د ګډو راپورونو وړاندې کول.
۲. د دریمګړي څارنه
د بېطرفه څارونکو (لکه ترکیه، قطر، د اسلامي همکاریو سازمان یا د ملګرو ملتونو سازمان) ګډون، د اوربند او سرحدي فعالیتونو د څارنې لپاره. که څه هم دا کار اوس ممکن ستونزمن وي، خو د راتلونکي لپاره د باور جوړونې مهم ګام کېدای شي.
۳. د دوهمې کچې خبرې او د مدني ټولنې ونډه
د غیر دولتي او ټولنیزو تعاملاتو هڅول، څو متقابل باور رامنځته شي، په ځانګړې توګه د سرحدي ټولنو ترمنځ چې له تاوتریخوالي اغېزمنې شوې دي.
د حکومت او ځایي یاغي ډلو ترمنځ د تماس رامنځته کول د دودیزو او سیمهییزو منځګړیتوبونو له لارې، څو د یاغيتوب فکري او ټولنیزې ریښې وڅېړل شي.
۴. اقتصادي باور جوړوونکي ګامونه
د سوداګرۍ، بنسټیزو پروژو او ترانزیټي تړونونو بیا پیل او پراختیا، څو د دواړو هېوادونو لپاره د سولې ګډې ګټې رامنځته شي.
د ترانسپورټ اسانتیاوې او د سمندري بندرونو ته د لاسرسي پراخوالی باید د باور جوړونې د تدابیرو (CBMs) برخه وي.
تجارت او ترانزیټ باید له سیاسي ملاحظاتو جلا وساتل شي، څو د سیمې ثبات او اقتصادي وده تضمین کړي.
۵. د دیورند کرښې د بحث لاره
که څه هم دا حساسه سیاسي موضوع ده، خو د اسلامي همکاریو سازمان (OIC)، قطر یا ترکیې تر چتر لاندې کولای شو یو اوږدمهاله دیپلوماتیک بهیر پیل کړو، چې د دیورند پر سر د اختلافات په تدریجي او غیرتقابلي ډول وڅېړي.
۶. منځګړیتوب او اسانتیا برابوونکي هېوادونه
ترکیه او قطر د دواړو هېوادونو سره د نږدې اړیکو له امله د باور وړ منځګړي کېدای شي. د منځګړیتوب دا چوکاټ باید لاندې موارد ولري:
- د خبرو اترو نهادینه کول په یوه ستراتیژیک چوکاټ کې؛
- د پارلماني او مدني ټولنو د تبادلو هڅونه؛
- د سرحدي امنیت د مدیریت لپاره تخنیکي ملاتړ وړاندې کول.
نور هېوادونه لکه سعودي عربستان، متحده عربي امارات، چین، هند، روسیه، ایران او د منځنۍ آسیا هېوادونه د دوحې د اکتوبر د ۱۹مې د اوربند هرکلی کړی. دوی د دواړو هېوادونو د زغم غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د خبرو له لارې دې د سیمې ثبات ټینګ شي. هند د ترهګرۍ د له منځه وړلو او د افغانستان د حاکمیت او تمامیت د ملاتړ غوښتنه کړې. د ملګرو ملتونو سازمان د تاوتریخوالي د کمېدو او د امنیت د پیاوړتیا لپاره د خبرو ملاتړ کړی. امریکا هم د منځګړیتوب په برخه کې د احتمالي همکارۍ او مشورې چمتووالی اعلان کړی.
د ترینګلتیا د کمېدو او تعامل د زیاتېدو لاره
د روانې ترینګلتیا د حل لپاره یوازې موقتي زغم بسنه نه کوي؛ بلکې د دواړو هېوادونو په سیاسي فکر او ستراتیژیک لید کې د بدلون اړتیا ده. د بېباورۍ میراث او د امنیتي برداشتونو توپیر لا هم د اغېزمنو دوه اړخیزو او څو اړخیزو تعاملاتو مخه نیسي. د اغېزمن منځګړیتوب لپاره دواړه خواوې باید د باور جوړونې په عملي ګامونو کې پانګونه وکړي، نه یوازې په سمبولیکو څرګندونو. د یوه بېطرفه تخنیکي کمېټې جوړول، غوره به دا وي چې د یو معتبر نړیوال منځګړي تر مشرۍ لاندې وي کولی شي د شخړو غیرسیاسي کول او واقعبینانه خبرې اسانه کړي. د سیمې لوبغاړي باید فعاله او دوامداره ونډه واخلي، څو دا بهیر د سیمهییز ثبات او امنیت د یوې پراخې اجنډا برخه شي.که دا ګامونه وانخیستل شي، د نښتو د بیا راګرځېدو خطر خورا زیات دی.که اوسني مذاکرات ناکام شي، نو ښايي یو څوسطحي تګلاره اړینه شي، یوه د عاجلو امنیتي اندېښنو د حل لپاره، او بله د ژورو تاریخي اختلافاتو د هوارولو لپاره، چې د حل لپاره یې سیاسي زړورتیا او ملي اجماع ته اړتیا ده. په دوحه کې بحران تر یوې کچې مهار شو؛ اوس استانبول ته دا فرصت برابر شوی چې نه یوازې د ترینګلتیا د مدیریت لپاره، بلکې د سولې او دوامدارې همکارۍ لپاره یو نوی میکانېزم طرحه کړي.