سټیفن والټ یو امریکایی سیاسي عالم دی چې د نړیوالو اړیکو په برخه کې د ځانګړې پوهې خاوند دی. ښاغلی والټ دا مهال د هارورډ په پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو پروفیسور دی. والټ د نړیوالو اړیکو د ریالیزم مکتب له مهمو څېرو څخه ګڼل کېږي، او په تېره بیا د «ګواښ د توازن» نظریې له امله نومیالی دی. د والټ مشهوره کتابونه په دا ډول دي: د ائتلافونو سرچینې (Origins of Alliances)، انقلاب او جګړه (Revolution and War)، او د اسرایلو لابي او د امریکا بهرنی سیاست (The Israel Lobby and U.S. Foreign Policy).
ژباړه: د جیوافغانیکا د ژباړې ډله
ایا موږ بلاخره د دې نښې وینو چې پروني ملګري دولتونه د یوې سرغړونکې امریکا پر وړاندې د توازن د رامنځته کولو پر لور مخه کوي؟
که چېرې دا بدلون په رښتیا هم رامنځته شي، نو دا به د نړیوالو اړیکو په بهیر کې یو ژور او بنسټیز بدلون راولي. او که چېرې همداسې وشي، نو د دې مسؤلیت به په بشپړه توګه د ټرمپ د ادارې پر ستراتېژیکې لنډپارۍ او ورځ تر بلې د بېثباته ولسمشر پر اوږو بار وي.
د شاوخوا تېرو سلو کلونو په موده کې، د امریکا نړیواله برلاسي په نسبي توګه د دودیزې د ځواک توازن تیورۍ پر وړاندې یوه استثنا بلل کېده؛ ځکه د امریکا ځواکمن موقعیت نور دولتونه دې ته ونه هڅول چې په ګډه د واشنګټن د مهارولو لپاره ائتلافونه جوړ کړي. که څه هم د سړې جګړې پر مهال متحده ایالات له شورويپلوه ائتلاف سره مخامخ شو، خو د نړۍ ډېری لویو او منځني قدرتونو امریکا یو ارزښتناک متحد باله، ان که کله ناکله به یې د امریکا له ځانګړو تګلارو سره اختلاف هم درلود.
خو لکه څنګه چې د کاناډا لومړي وزیر، مارک کارني، د سوېس د داووس په نړیوال اقتصادي فورم کې ګډونوالو ته وویل، هغه نړۍ نوره د تېر کیسه ده. د هغه په وینا: «په داسې یوه نړۍ کې چې د سترو قدرتونو سیالي پکې روانه ده، منځني هېوادونه دوه لارې لري: یا له یو بل سره سیالي وکړي او یا یوځای شي څو درېیمه اغېزمنه لاره رامنځته کړي.»
بښنه غواړم که دلته د خپلې څېړنې یادونه وکړم، خو زه له څه باندې څلوېښتو کلونو راهیسې—له هغه وخته راهیسې چې ما خپله د دکتورا مقاله او لومړی کتاب ولیکه—پر همدې موضوع فکر او لیکنې کوم: دا چې ائتلافونه څنګه رامنځته کېږي او دولتونه ولې د توازن سیاست غوره کوي. زما استدلال دا و چې دولتونه تر ډېره د ګواښونو په غبرګون کې اتحادونه جوړوي، نه یوازې د ځواک پر وړاندې د توازن د رامنځته کولو له کبله. ځواک بېشکه د ګواښ یو عنصر دی (یعنې، که نور شرایط برابر وي، ځواکمن دولتونه له کمزورو ډېر خطرناک وي)، خو جغرافیه او د نیتونو درک هم مهم دي. نږدې دولتونه د لرې دولتونو په پرتله ډېر اندېښمن وي، او هغه دولتونه چې د بدلونغوښتنې (revisionist) موخې لري، په ځانګړي ډول هغه چې د نورو خاورې نیولو یا د نورو هېوادونو د حکومتونو د کنټرول هڅه کوي—تر ټولو خطرناک ګڼل کېږي. که څه هم کمزوري او یا منزوي دولتونه کله ناکله هڅه کوي چې له ګواښونکو قدرتونو سره د «ملګرتیا» یا bandwagoning له لارې ځان عیار کړي، خو تر ټولو عام او دودیز غبرګون دا دی چې د ګواښ پر وړاندې توازن جوړ شي او په دې برخه کې غوره دا ده چې دا کار د نورو دولتونو په ملګرتیا ترسره شي.
له نورو فکتورونو سره یو ځای، دا چوکاټ، چې ما ورته د «د ګواښ د توازن تیوري» (balance-of-threat theory) نوم ورکړی، دا هم روښانه کوي چې د سړې جګړې پر مهال د امریکا د اتحادونو سیستم د وارسا تړون او د شوروي اتحاد د بېلابېلو ناپېیلو ملګرو په پرتله ولې ډېر پراخ او پیاوړی و. که څه هم متحده ایالاتو په مجموع کې ډېر ځواک درلود، خو شوروي اتحاد د اروپا او اسیا د ګڼو منځنیو قدرتونو ګاونډی و، لوی پوځ یې درلود چې د ځمکې نیونې لپاره جوړ شوی و او مشران یې هم په ښکاره د کمونیزم د خپرولو په تړاو ژمن وو. برعکس، امریکا له اروپا او اسیا د دوو سترو سمندرونو له لارې جلا وه او هلته یې هېڅ ځمکنۍ دعوې هم نه لرلې. د ګواښ د توازن تیوري کولای شي د ۱۹۹۱ کال هغه نابرابره ائتلاف هم تشریح کړي چې عراق یې له کویټه وویست. په دې پېښه کې، د داسې دولتونو یوه غیرمترقبه ډله سره یوځای شوه، چې ګډ پوځي او سیاسي ځواک یې د عراق له وسې ډېر پورته و، ځکه ټولو د عراق کړنې د سیمې د ثبات لپاره یو جدي ګواښ باله.
همدا تیوري له موږ سره مرسته کوي چې د «یوقطبي شېبې» د قاعدې خلاف بېلګه هم درک کړو؛ هغه وخت چې امریکا یوازې د ځواک په لوړه څوکه ناسته وه، خو په ښکاره د توازن هڅې یوازې د یو څو کمزورو او سرغړونکو دولتونو لهخوا ترسره کېدې. د امریکا د سړې جګړې پخواني متحدین د څو دلیلونو له امله له امریکا سره تړلي پاتې شول: لومړی؛ «که ناټو ماته شوې نه ده نو ولې یې اصلاح کړو؟»؛دویم؛ د ناڅرګنده راتلونکي پر وړاندې احتیاط غوښتنه؛ درېیم؛ دا درک چې د امریکا پر امنیتي چتر تکیه کول یوه ښه معامله ده؛ او وروستی دا حقیقت چې د واشنګټن تر ټولو ناوړه تمایلات تر ډېره د نورو سیمو پر لوري متوجه وو. اروپايي مشرانو په ګڼو مواردو کې د امریکا پر قضاوت شکونه هم څرګند کړل. دوی پر ځای وېره درلوده چې د ۲۰۰۳ کال د عراق د یرغل په څېر تېروتنې به پر دوی هم منفي اغېزې ولري؛ خو دوی ځانونه د «نرم توازن» (soft balancing) تر کچې محدود کړل او د بیاتنظیم یا بشپړې خپلواکۍ هڅې یې ونه کړې. دا پرېکړه ځکه اسانه وه چې امریکا لا هم له خپلو متحدینو سره له زغمه کار اخیست، د هغوی پر خاوره یې هېڅ ادعا نه لرله، او تر ډېره یې هڅه کوله له هغوی سره رغنده همکاري وکړي. برعکس، روسیې، چین، شمالي کوریا او ایران د امریکا د ځواک پر وړاندې د توازن لپاره ډېر فعال ګامونه واخیستل، ځکه هغوی د امریکا له لوري د احتمالي ګواښونو په اړه د اندېښنې لپاره جدي دلایل لرل.
هغه وخت تېر شو؛ خو اوس، اوس دی. له هغه وخت راهیسې چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره پېل شوې، ده نږدې هر هغه کار کړی چې د ګواښ د توازن تیوري یې د نه کولو سپارښتنه کوي—او له همدې ځایه پایلې یې هم د تمې وړ منفي دي. ټرمپ په ښکاره او بیا بیا د کاناډا، ګرینلنډ/ډنمارک او پاناما پر وړاندې د پراختیا غوښتنې څرګندونې کړي او ښايي دا ډول تمایلات همدلته پای ته ونه رسېږي. هغه او نږدې سلاکاران یې داسې ښکاري چې نړیوال قانون—د ملي حاکمیت د اصل په ګډون—بېمعنا بولي او باور لري چې ځواکمن کولی شي هر څه چې وغواړي، تر لاسه کولی یې شي. هغه په پرلهپسې ډول د تعرفو ګواښ کارولی یا یې عملي کړی، څو نور هېوادونه اقتصادي او سیاسي امتیاز ورکوونې ته اړ کړي. په ډېرو کمزورو دلایلو یې د نیم درجن هېوادونو پر وړاندې پوځي ځواک کارولی او ان د ډنمارک په څېر د ژمنو متحدینو پر وړاندې یې هم د زور ګواښ کړی دی. له نورو بهرنیو مشرانو سره یې په ښکاره سپکاوی کړی او د قانوني بهیر له مراعات پرته یې د سلګونو بهرنیو ملکي وګړو د وژلو اجازه ورکړې—چې دا هم د نړیوال قانون بله ښکاره سرغړونه ده. سربېره پر دې، د حکومتي سرغړوونکو ډلو (لکه د کډوالۍ او ګمرکاتو اداره – ICE) په امریکايي ښارونو کې په خوشې کولو سره، هغه دا ناشونې کړې چې نورې ټولنې متحده ایالات د یو باثباته او منظم دولت په توګه وویني، یا دا فکر وکړي چې د هغه بهرنۍ تګلارې یوازې یو استثنايي انحراف دی. په لنډه توګه، د هېواد دننه وي او که بهر، د امریکا حکومت د یوه خطرناک سرزوري او د نه په څټ کېدونکي ښکاري په څېر چلند کوي.
له یوې مخې، دا چلند عجیب و غریب ښکاري. هوښیار ښکاري هڅه کوي تر ډېره وخته خپلې اصلي موخې پټې وساتي—لکه څنګه چې ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کې او د خپلې لومړۍ دورې په ډېری موده کې یې وکړل، ځکه تر یوه بریده د «کوټې دننه د بالغانو» لهخوا مهار شوی و. خو کله چې دی د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د ۶مې له پېښو پرته له حسابورکولو تېر شو، بیا وټاکل شو او خپله اداره یې له خپلوانو، وفادار کسانو، چاپلوسانو او بېاصوله فرصتغوښتونکو ډکه کړه، نو د خپلو ناوړه تمایلاتو لپاره یې بشپړه ازادي ترلاسه کړه. او نړۍ اوس دا هر څه په دقت څاري.
اوس پوښتنه دا ده: نړۍ د ټرمپ پر وړاندې څنګه غبرګون وښيي؟ بېشکه، د امریکا تر ټولو نږدې متحدین د ټرمپ د جګړهغوښتونکي چلند پر وړاندې د غبرګون په برخه کې سست پاتې شوي دي او په دې برخه کې څو څرګند دلایل هم شته. له امریکا سره د اړیکو کموالی او پر وړاندې یې صفبندي ډېر لګښت لري، او دومره هېوادونه سره رایو ځای کول چې یو واقعي متوازن ځواک جوړ کړي، د ګډ اقدام له دودیزو ستونزو سره مخ کېږي. له همدې امله، دا د درک وړ ده چې د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر، د ناټو مشر مارک روټه او د سویلي کوریا ولسمشر لي جې-میونګ په څېر مشرانو دا لاره وازمویله چې ښايي د چاپلوسۍ، سمبولیکې تابعیتښودنې، ډالیو ورکولو او کوچنیو امتیازونو یو ترکیب به له واشنګټن سره د نږدې ملګرتیا ډېری ګټې خوندي وساتي.
ښايي دا هڅه د ازموینې وړ وه، خو دا قمار په ښکاره ډول ناکام شوی دی. د ټرمپ خپلې خبرې او کړنې د دې تګلارې بېمعناوالی افشا کوي: ته نه شې کولای له یو داسې ښکاري سره جوړجاړی وکړې چې باور لري ټول پخواني تړونونه هر وخت د بیا خبرو وړ دي او هر امتیاز د نورو ډېرو غوښتنو لپاره یوه بلنه ګڼي.
نو، لکه څنګه چې د ګواښ د توازن تیوري وړاندوینه کوي، موږ اوس وینو چې پخواني دوستان له امریکا واټن نیسي، پر یوې بېباوره او په احتمالي توګه پر یوې دښمنې امریکا خپله اتکا راکموي، او له یو بل سره—او ان له ځینو امریکايي سیالانو سره—نوي ترتیبات جوړوي. کله چې د کاناډا لومړی وزیر—هغه هېواد چې له اوږدې مودې راهیسې د امریکا تر ټولو غوره ګاونډی بلل کېږي—بېجینګ ته سفر کوي او د «نوي ستراتېژیکې مشارکت ستنې» تشریح کوي، نو پوهېږو چې د نړیوال سیاست تاداوونه جړقېږي. اروپايي مشران هم، د لسیزو له تذبذب وروسته، داسې ښکاري چې یو ځل بیا پر ځان اتکا زیاته کړي، ځکه بل بدیل نه لري. د فایننشل ټایمز اېډ لوس دا خبره په روښانه توګه بیانوي: «د ټرمپ پر وړاندې درېدا د بریا ضامن نه دی؛ خو ورته تسلیمېدل، برعکس، یقیني ناکامي ده.»
ایا اوس هم ناوخته نه ده چې د امریکا د بېساري نړیوالو مشارکتونو زوال ودرول شي او داسې نوي ترتیبات جوړ شي چې د راټوکېدونکې نړۍ له واقعیتونو سره برابره وي؟ هو، شونې ده؛ خو یوازې هغه مهال چې د ټرمپ اداره خپل ښکاریز چلند پرېږدي او وښيي چې امریکا چمتو ده د ګډ خیر لپاره له نورو سره کار کول غواړي، نه یوازې د یوطرفه ګټې لپاره. ایا څوک شته چې په دې احتمال شرط وتړي؟

