توماس روټېګ د افغانستان د چارو وتلی آلمانی څېړونکی او شنونکی دی او د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې بنسټايښودونکی دی. هغه له ۱۹۸۵ کال راهیسې د افغانستان پېژندنې په برخه کې کار کوي او د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د جرمني د سفارت لپاره یې مهمې دندې پر مخ وړلي دي. روټېګ له ۱۳ کلونو ډېر په افغانستان کې تېر کړي او په پښتو او دري ژبو روانې خبرې کوي. د هغه څېړنې تر ډېره د جګړې او سولې، سیاست، ټاکنو، ډیموکراسۍ او د افغانستان په معاصر تاریخ راڅرخي.
ژباړه: حفیظالله معروف
منبع: د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه
د جرمنۍ څېړونکې کاتجامایلک په څېر ځینې سرچینې په دې باور دي چې د افغانستان په ډېرو برخو کې کوکنار په دې هدف کرل کېږي چې د ځان د استعمال لپاره خام اپین تولید کړي او دا کار له ډېرې مودې راهیسې دود دی. هغه په شمال ختیځ کې په ځانګړي ډول د بدخشان یادونه کوي او وايي په دغه ځای کې یې له ډېرو پخوانیو زمانو راهیسې خلک د درد او د مار چیچلو د درمنلې او دارنګه له لوږې سره دمبارزې لپاره کاروي. خو هغې او نورو سرچینو موږ ته دا روښانه نه کړه چې په مشخص ډول له څومره وخت راهیسې یې کاروي.
د ختیځې اسیا د څيړنو پوهنتون څیړونکی جنتن ګوډهېنډ وايي بدخشان ته د کوکنارو کښت له چین او بخارا نه د ورېښمو له لارې لېږدول شوی دی(۳). خو د ختیځې مدیترانې او فارس له لارې افغانستان ته د کوکنارو دکښت لېږد ډېر ممکن ښکاري. په دې اړه له ۱۲ پېړۍ نه تر ۱۴ پېړۍ پورې فارسي ادبیاتو ته مراجعه کولای شئ. ابن سينا چې له ۹۸۰ نه تر ۱۰۳۲ کلونو پورې یې په بخارا او همدان کې ژوند کړی، کوکنار یې هغه جوس ته ورته بللي چې لمر د مصر له تور اپین څخه را ایستلي دي. دلته زموږ هدف د درملو پرقانون دی او دا په ډاګه کوي چې اوس د افغانستان په ګډون په سیمه کې کوکنار ظاهرا په منظم ډول نه کرل کېږي.
په چین کې د منظم استعمال لپاره دکوکنارو کښت په پنځلسمه پیړۍ کې پيل شو چې ډېر ناوخته و. دا کار هغه مهال وشو چې اپین له عادي درملو په یوه فیشنې توکي واوښتل(۴). یو بل څه چې افغانستان ته د کوکنارو کښت د ناوخته راتګ ښکارندویي پري کوي دادي چې د دغه بوټې لپاره دلته د خپلې ژبې ټکی نه شته. په افغانستان کې د دغه بوټي لپاره د (کوکنارKoknar) ترکي کلمه کارول کېږي.kok د شنه (زرغون) مانا لري او Nar د انارو مانا ورکوي چې د اپینو د ډېډۍ د شکل مانا ترې واخېستل شي.
اپینو ته په سیمه ییز ډول تاریاک ویل کېږي چې دغه توری له یوناني کلمې تیوریاک نه اخیستل شوی. په منځني ختیځ او جنوبي اسیا کې دغه کلمه د تریاکو له مفهوم ورهاخوا د نورو ډېرو شیانو لپاره هم کارول کېږي. دغه کلمه د یوه داسې څیز یا مادې مفهوم رسوي چې د درد، زخم او د مار چیچلو د درملنې لپاره کاریږي. دا رنګه د هغو منرالونو او بیلا بېلو بوټو لپاره هم کارېږي چې په خټه کې یې اپین موجود وي. د فارسي ژبې یوه وتلي کلاسیک شاعر سعدي په ۱۳ پېړۍ کې په خپل کتاب ګلستان کې لیکلي:
څو تیوریاک (تاریاک) را ورسېږي مو له فارسه
مار چیچلي به وي مخکې پور پرې کړی
د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو اداري په خپل یوه رپورټ کی
چې « د کوکنارو کښت په افغانستان کې دودیز فصل نه دی. افغانستان هم د سیمې د نورو هېوادونو په څېر د کوکنارو د کلتور اوږده سابقه نه لري». په ۱۹۴۹ کې د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو ادارې رپوټ وايي د افغانستان د حکومت (پر ۱۹۳۷) د وروستیو مالوماتو له مخې پر ۱۹۳۲ کال پر کوکنارو ټوله کرل شوې ځمکه ۳۸۴۶ هکتاره وه. [ دا د ۲۰۱۴ کال د کرل شویو کوکنار یو عشاره اووه سلنه جوړوي]. د اپینو ټول اټکل شوی تولید ۷۴.۵ ټنه و. په دغه رپوټ کې له دویمې نړېوالې جګړې مخکې حالاتو په اړه هم ویل شوې دي. رپوټ وايي چې د افغانستان اپین به شوروي اتحاد، جرمني، امریکا او فرانسې واردول- او دا یو حقیقت دی چې افغانستان په ۱۹۴۵ کې د کوکنارو کښت بند کړی و. که څه هم د ملګرو ملتونو په دغه رپوټ کې د کوکنار کښت دبندیز په اړه مالومات نه و، خو په ۱۹۴۹ کال کې د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو ادارې رپوټ کاږي چې [ د هندوستان د ۱۹۴۶ کال کلنی رپوټ له افغانستانه د قاچاق د دوام یادونه کړې ده].
په ۱۹۵۶ کال کې د افغانستان د اپینو تولیدات ۱۲ ټنو ته را ولوېدل. د ۱۹۴۹ کال په رپوټ کې له جګړو مخکې دهغو دوو سیمو یادونه شوې چې کوکنار پکې کرل کېدل. یوه سیمه د افغانستان په لوېدېځ کې چې د ایران له خراسان سره نښتې، بلل شوې. [ښايي هرات او یا فراه به وي] دویمه سيمه د افغانستان په ختیځ کې له کشمیر سره نژدې ياده شوې [ښايي ننګرهار او بدخشان وي]
که څه هم د ۲۰۰۳ کال د رپوټ له مخې « د افغانستان په ډېرو برخو کې تر ۱۹۹۰ لسیزې پورې کوکنار نه کرل کېدل» خو له دې سره سره، د ۱۹۷۱ کال په رپوټ کې ملګرو ملتونو اندېښنه ښوولې وه چې د افغانستان حکومت په دغه هېواد کې د ادعاوو له مخې د اپینو د ناقانونه د تولید د لوړېدو په مخنیوي کې فعال نه دی. په رپوټ کې دا هم ویل شوي و چې د کوکنارو پر کښت د ۱۹۴۵ کال له بندیز سره سره، بیا هم حکومت په دې کې پاتې راغلی چې د ډېرېدونکي تولید مخه ونیسي. دوه کاله وروسته، په ۱۹۷۳ کې د جرمني شپیګل مجلې یو رپوټ خپور کړ چې «د هیرویینو په بیو کې پنځه ځله لوړوالي د افغانستان په جنوب لویدیځ کې بزګر دې ته په تمه کړي چې د اپینو له فصل نه به دومره ګټه اخلي چې په ژوند کې یې نه ده کړې- د امریکايي مرستندویو کارګرو مننه کوو چې د اوبو نوی سیستم یې فعال کړی دی» امریکا د اپینو د تولید پر لوړوالي اعتراض وکړ چې ولې یې د افعان حکومت مخه ډب نه کړه. وروسته امریکاییانو د پراختیایي بسپنو د پرې کېدو ګوتڅنډنه هم وکړه. له هغه مهال راهیسې کندهار او هلمند په افغانستان کې د اپینو د تولید تر ګردو لویې تولیدوونکې سیمې پاتې شوې دي. په افغانستان کې د اپینو د تولید لوړېدل دوه دلیلونه لري. لومړی هغسې چې د ملګرو ملتونو یو رپوټ کاږي « د ۱۹۷۲ او د ۱۹۸۰ لسېزې د لومړیو کلونو ترمنځ، د اپینو د تولید دريو مهمو سرچینو ایران، پاکستان او ترکیې د مخدره توکو د کنټرول لپاره ټینګ بندیزونه او قوانین وضع کړل. دې کار په جنوب ختیځه اسیا کې نورو سرچینو ته زمینه برابره کړه… لکه په ۱۹۷۲ کال کې چې افغانستان له وړاندې د اپینو د تولید لپاره بل بدیل و».[ که څه هم لا دغه مهال نه و شوی]
د ۱۹۷۰ لسیزې په وروستیو او د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې د اپینو اصلي تولیدوونکی هېواد پاکستان و او په ۱۹۸۰ لسیزه کې د اپینو تولید افغانستان- په ځانګړي ډول یې ختیځو ولایتونو ته ولیږدېده. دارنګه، کله چې په ۱۹۷۹ کال کې د پخواني شوروي اتحاد یرغل وشو، مرکزي حکومت د افغانستان پرډېرئ لرې پرتو سیمو واک وبایله. مجاهدین چې د حکومت مخالفین وو او دغه سیمې یې تر ولکې لاندې وې، د اپینو تولید ته يې پکې لار جوړه کړه. افغان لیکواله، فریبا نوا په ۲۰۱۲ کال کې «د اپینو ملت» په نامه خپل کتاب کې لیکي:
( دا د امریکا حکومت وو چې په مرسته یې په ۱۹۸۰ لسیزه کې افغانستان د اپینو ستر تولیدوونکی هېواد شو. هغه مهال چې مجاهدینو بزګز د کوکنارو کښت ته هڅول چې په پیسو یې له روسانو سره د جګړې لپاره وسلې وپېري، د رونالډ رېګن حکومت نورې لارې چارې لټولې).
یادونه؛ د افغانستان د تحلیلګرانو له شبکې څخه په درنښت واخیستل شو.

