د دیموکراتیکې سولې تیورۍ پاتا – سټیفن والټ

سټیفن والټ
منبع: د فارن پالیسي مجله
ژباړه: د جیوافغانیکا د ژباړې ډله
ځینې ټولنیزې ـ ساینسي نظریې د بقاء او دوام حیرانوونکې وړتیا لري، خو ځینې نورې بیا ډېر لنډ عمر لري. کله کله داسې هم پېښېږي چې یوه پرتمینه او هیلهبښونکې نظریه هېڅ منزل ته نه رسېږي. د تالکټ پارسنز د ټولنپوهنې جوړښتي تګلاره د دې یوه ښه بېلګه ده او له همدې ځایه، ډېری پوهان له داسې نظریو تېرېږي او په خپله مخه وړاندې ځي او یا هم ځینې مهال په پیل کې یو نوی تیوریکي استدلال ډېر قانعکوونکی برېښي، خو وروسته یې څېړنې منطقي او یا تجربوي محدودیتونه بربنډې کړي. په ځینو نورو حالاتو کې، د نړۍ واقعي او اصلي پېښې یوه بېباکه تیوري ننګوي. ایا د تاریخ پای نظریه مو یاد ده؟ خو له دې سره بیا هم یو شمېر رد شوې نظریې د زومبي په څېر ژوندۍ پاتې کېږي، ځکه قوي سیاسي او ټولنیز جوړښتونه یې په ژوندي ساتلو کې خپلې ګټې ویني.
پوښتنه دا ده چې زه ولې په دې موضوع لیکل کوم؟ زه په دې وروستیو کې دې ته ډېر حیران یم چې په ريښتیا هم د دیموکراتیکې سولې له نظریې سره اخر څه وشول. د نړیوالو اړیکو زده کوونکي په دې ډېر ښه پوهېږي، چې د دیموکراتیکې سولې نظریه د ۱۹۸۰ لسیزې له نیمایي تر ۲۱مې پېړۍ پورې، د پوهانو ترمنځ د بحث یوه توده موضوع وه. د بحثونو دا لړۍ د مایکل ډویل له لیکنو (چې د امانویل کانټ لومړني بحثونه یې نور هم پاخه کړل) او له دې فکر سره چې «دیموکراسۍ له یو بل سره جګړې نه کوي» پېل شوه، دې د څېړنیزو مقالو، کتابونو او ګڼو نیوکو پر لور کړکۍ پرانیسته.
دا تیوري، په معاصره بڼه کې، پر دې مشاهدې ولاړه وه چې ټینګ او باثباته دیموکراتیک دولتونه له یو بل سره جګړې نه کوي. دا بیا یوه داسې پایله وه چې یو نامتو عالم دا د نړیوالو اړیکو په برخه کې «د تجربوي قانون ته تر ټولو نږدې» وګڼله. د دې نظریې ملاتړو، د دې جالبې مشاهدې بېلابېل خو سیال تفسیرونه وکړل او کله کله یې له نورو عواملو، لکه اقتصادي تړلتیا، سره یو ځای دا تیوري تشرېح کوله. د ډېرو نورو ټولنیزو نظریو برعکس، دا نظریه ډېر ژر له اکاډمیکو بحثونو ووتله او سیاستوالو په خپل ګرو کې ونیوله، څو د امریکا د دیموکراسۍ خپرولو هڅې او د ناټو په څېر بنسټونو پراختیا توجیه کړي. د دې نظریې زړه راښکونکی جذابیت څرګند و، ځکه دې تیورۍ داسې انګېرله که په ټوله نړۍ کې لیبراله دولتونه جوړ شي، نو له یوې داسې نړۍ به جګړې ورکې شي. دا بیا هغه څه و، چې د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش د خپلې واکمنۍ په پیل کې وویل: «زموږ موخه دا ده چې د امریکا د نفوذ په روانه دوره کې د دیموکراتیکې سوله تر څو نسلونو وغځوو.»
طبیعي ده، چې دا نظریه هم د نورو په څېر له نیوکو سره مخ شوه. ځینو پوهانو ټینګار وکړ چې د دې تیورۍ تر شا یاد شوي علتونه له یو بل سره همغږي نه دي او نه هم قانع کوونکي دي. نورو بیا ویل چې د ډیموکراسیو ترمنځ کمې جګړې ښايي احصایوي نیمګړتیا وي، ځکه تر ۱۹۴۵ کاله مخکې، په ریښتینې معنی ډېرې کمې ډیموکراسۍ وې. یو شمېر نورو دا استدلال هم وکړ چې د دیموکراسیو ترمنځ د جګړې نشتوالی د ځواک د سیاست پایله ده، ځکه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، ډېری دیموکراسۍ د امریکا د سړې جګړې په ایتلافي شبکه کې شاملې شوې او یا دا چې دا تیوري یوازې د احصایوي کوډګذارۍ او د «دیموکراسۍ» د بدلېدونکو تعریفونو له امله رامنځته شوې ده. ځینو نورو دا هم روښانه کړه چې که څه هم ښايي پخو او باثباتو دیموکراسیو تر اوسه له یو بل سره جګړې نه وي کړې، خو نوي ډيموکرات کېدونکي هېوادونه بیا تر ټولو جګړه مار ښکاري. دا بیا دا معنی لري، چې د ډیموکراسۍ خپرول ښايي په اوږدمهال کې ګټه وکړي، خو تر هغې رسېدا بیا یو ستونزمن پړاو دی.
د ډیموکراسۍ د تیورۍ د ملاتړو او مخالفینو ترمنځ دا فکري جګړه په علمي مجلو او څېړنیزو کتابونو کې روانه وه، خو اوس دا بحث ورو ورو یو بنبست ته رسېدلی، ځکه د سترو احصایوي څېړنو پایلې تر ډېره پر هغو اټکلونو او ماډلونو تکیه دي چې څېړونکو خپل کړي وو. زما نظر دا دی چې د دیموکراتیکې سولې ډېری افراطي ادعاوې مبالغهآمیزه وې، خو کېدای شي د دیموکراسیو ترمنځ د جګړې کم احتمال له دې امله هم وي چې په داسې نظامونو کې د حکومتونو لپاره ډېر ستونزمن وي، که څه هم ناشونې نه دي، چې ولسونه د جګړې لپاره چمتو کړای شي.
زما په اند تر دې هم مهمه دا ده چې د دیموکراتیکې سولې نظریې موږ ته دا په ښه توګه نه روښانوله چې که ټوله نړۍ یوازې له دیموکراسیو جوړه وي، نو دا نړۍ به اخر څرنګه وي، ځکه یوه داسې نړۍ هېڅکله هم موجوده نه وه او د دیموکراسیو تر منځ د جګړې نشتوالی په دوامداره توګه د هغو غیر دیموکراتیکو سیالانو له شتون سره تړل شوی و چې تل یې ډیموکراسیو ته احتمالي ګواښ پېښوه. خو که ټول استبدادي رژیمونه پر دیموکراسۍ هم بدل شي، امکان دا دی چې ان د کانټ جمهوریتونه به هم پر یو بل شکونه وکړي او د یو بل پر وړاندې به د توپير کرښې راکاږي. که هېوادونه له یو بل سره په دیموکراتیکو اصولو کې هم شریک شي، نو د دوی ترمنځ د ګټو ټولې شخړې له منځه نه ځي، نو ایا په داسې حال کې ممکنه ده چې پارلماني او ولسمشریزه جمهوري نظامونه له یو بله ځانونه بېل وګڼي او ان کېدای شي یو بل خطرناک هم معرفي کړي؟! که همداسې وي، نو د دیموکراسۍ خپرول ښايي هغه درمل نه وي چې د دې نظریې تر ټولو توندلارو ملاتړو یې تصور کاوه او د ځینو نورو پوهانو په څېر، زه هم دې ته اندېښمن یم چې دا نظریه به پیاوړې دیموکراسۍ وهڅوي څو د سولې په نامه پر نالېبرالو دولتونو جګړې وتپي او دا به په تدریجي توګه د دغو لېبرالو دولتونو دننه ازادۍ او لېبرال ارزښتونه وخوري. هغه څه چې په رښتیا هم وشول.
اوس پوښتنه دا ده چې دا نظریه د اوسنۍ نړۍ په چوکاټ کې کوم ځای لري؟ که څه هم دا د ډیموکراتیکې سولې تیورۍ برخه نه ده، خو د دې تیورۍ ډېری ملاتړي او سیاستوال، چې پر دې تیورۍ یې تکیه کوله، دا باور درلود چې لېبراله دیموکراسۍ د راتلونکې یوه څپه ده او دا به د شوروي بلاک له ناکامۍ سره همداسې خپرېږي. خو دا وړاندوینه هم ناسمه راوختله. نږدې شل کاله کېږي چې په ټوله نړۍ کې دیموکراسي په شا تګ کوي او ان په متحده ایالاتو کې هم — چې تر ډېرو کلونو پورې د دې تیورۍ تر ټولو لوی ملاتړی و — په چټکۍ سره کمرنګه کېږي. د نړۍ تر ټولو ګڼ میشته دیموکراسي — هندوستان — ورځ تر بلې له لېبرالتوب سره واټن نیسي. برازیل له خپلو وروستۍ ټاکنو وروسته، په ډېر کم تفاوت له استبدادي حالته ځان وژغوره او اروپايي دیموکراسۍ بیا د مشروعیت له بحران سره مخ دي.
له همدې امله، دا بلکل ممکنه ده چې د نړۍ لوی قدرتونه — او ان ډېر منځني او کوچني قدرتونه هم — ډېر ژر نه لېبرال پاتې شي او نه هم په اصلي معنا دیموکراتیک. اوس پوښتنه دا ده، د دیموکراتیکې سولې نظریه په دې اړه څه وایي؟
په دې تړاو تر ټولو مهمه خبره دا ده که د دیموکراتیکې سولې نظریه په رښتیا هم صحیح وي، نو په اوسنۍ نړۍ کې به یې بیا هم ارزښت ډېر کم وي. د دې نظریې د علت میکانېزمونه نه د نالېبرالو دولتونو تر منځ کار ورکوي او نه هم د نالېبرالو او لېبرالو تر منځ. له همدې امله، په یوه داسې نړۍ کې چې لویې دیموکراسۍ پکې نه وي، د دې نظریې له ساحې بهر ده. ښايي د دې نظریې یو افراطي ملاتړی ووايي چې په دا ډول نړۍ کې به شخړې نورې هم زیاتې وي، ځکه د دیموکراتیکې سولې «ټاپوګان» به کم وي او د نادیموکراتیکو دولتونو ترمنځ به د شخړې ډېر فرصتونه رامنځته شي. خو د ډیموکراتیکې سولې نظریه بیا د نادیموکراتیکو دولتونو ترمنځ د جګړو د څپو په اړه ډېر څه نه وايي او له همدې امله هېڅ څرګند دلیل نه شته چې ووایو نالېبرال دولتونه به د تېر په پرتله د ډیموکراسیو په نه شتون کې ډېرې جګړې وکړي.
سربېره پر دې، په یوې داسې نړۍ کې ښايي یوه کوچنۍ هیلهمندي هم وي. که د دیموکراسیو او استبداد تر منځ ایډیالوژیکه سیالي لرې کړو، نو د دوی تر منځ به امنیتي اندېښنې راکمې شي او هغه «صلیبي» هڅې به هم راکمې شي چې له امله یې پیاوړو لېبرالو دولتونو جګړې پیل کړې وې او استبدادي رژیمونه یې د خپل نظامساتنې لپاره جګړو ته اړ کړي وو. که څه هم له دې سره به د لویو قدرتونو ترمنځ سیالۍ پای ته و نه رسېږي، خو په ایډیالوژیکي توګه به یې ماهیت کم شي او د جوړ جاړي احتمال به یې زیات شي. په زړه پورې دا ده، ښايي په هغه نړۍ کې چې دا نظریه پکې د سیاست جوړوونکو لپاره لارښود نه وي، نو هغه به نوره هم ارامه شي.
ما غلط مه درک کوئ، زه دا نه وایم چې داسې یوه نړۍ به غوره وي. د دې برعکس، په هغه نړۍ کې چې ټول ستر قدرتونه پکې نالېبراله وي، ډېر زیانونه به ولري. بشري حقونه به په جدي توګه له ګواښ سره مخ شي، فساد به ډېر شي او بېمهاره واکمنان به د داسې ناورینونو د پیلولو ازادي ولري لکه د ماو زېډونګ «ستر ټوپ» یا د جوزف سټالین «ستر وحشت» او یا د نازي رژیم قتلِ عام. ځکه زه لا هم په دې باوري یم چې دیموکراسي د نورو ټولو نظامونو په پرتله کم بد نظام دی او زه هېڅکله په استبداد کې د اوسېدو هیله نه لرم، نو له همدې امله، د استبداد پر لور روانو نړیوالو تمایلاتو، په ځانګړي ډول په امریکا کې، په ژوره توګه اندېښمن کړی یم.
په ایډیال کې، زه غواړم امریکا له اوسني تیتپرک بهیر څخه راوګرځي او یوه پیاوړې او سالمه لېبراله ډیموکراسي پاتې شي. یو داسې ځای چې ټول سیاستوال په کې دیموکراتیک اصول، او د قانون حاکمیت ومني او که ترې سرغړونه وکړي، نو محاسبه شي. زه دا هم غواړم چې یوه ځواکمنه امریکا د ښې، عادلانه او اغېزمنې حکومتولۍ د یوې مخبېلګې په جوړېدو سره دغو ارزښتونو ته وده ورکړي څو نورې ټولنې یې په خپله طریقه او په خپل سرعت تقلید کړي. که د دیموکراتیکې سولې نظریې څنګ ته کول، یوې ډېرې معتدلې او واقعي تګلارې ته لاره هواروي او د ټوپک د شپیلۍ په زور د ډيموکراسۍ تحمیلول ستونزمنوي، نو دا زما لپاره په بشپړه توګه د منلو وړ ده.