پر ډیموکراسۍ د باور بحران – فرید ذکریا

فرید ذکریا
منبع: د واشنګټن پوسټ
ژباړه: د جیوافغانیکا د ژباړې ډله
که نن د خبرونو سرلیکونو ته وګورئ، نو داسې احساس به وکړئ چې د ورځنۍ ګډوډۍ تر شا یو څه په ژوره توګه خراب روان دي. تاسو یوازې نه یاست چې دا ډول انګیرئ. د پیو (PEW) څېړنیز مرکز یوې نوې سروې، چې په ۲۳ هېوادونو کې شوې، ښيي چې په منځنۍ توګه ۵۸ سلنه خلک له دې ناخوښه دي چې ډیموکراسي یې څرنګه کار کوي. په متحده ایالاتو کې تر ۶۰ سلنه ډېر خلک داسې فکر کوي او په ایټالیا او فرانسه کې نږدې اووه په لسو کې، خو بیا هم له دې سره خلک تر اوسه ډیموکراسي تر استبداده غوره ګڼي، خو ناهیلي او خپګان ډېر شوی دی.
کله چې زه دا موضوع له یو شمېر مشرانو نسلونو سره شریکه کړم، هغوی ډېری وخت د ۱۹۷۰مو لسیزو یادونه کوي. هغه وخت هم لوېدیځې ډیموکراسۍ ستړې ښکارېدې. په امریکا کې انفلاسیون، د ویتنام جګړه او واټرګېټ د خلکو باور کمزوری کړی و. سامویل هنټینګټن له دې وېره لرله چې ښايي ډیموکراسي «نه اداره کېدونکې» شي. ډانیل بله اندېښنه لرله چې سرمایهداري به هغه ارزښتونه له داخله وخوري چې بنیاد یې ورجوړ کړی.
خو په ۱۹۸۰مو کلونو کې حالت بدل شو. اقتصادي اصلاحاتو او ټکنالوژیک پرمختګ هیلې بېرته راژوندۍ کړې. په لږه موده کې کمونیزم ونړېد او لیبراله ډیموکراسي بریالۍ ښکاره شوه. د ۱۹۷۰مو کلونو بحران، د بیا احیاء ترمخه یو فصل و.
خو د نن ورځې خپګان توپیر لري — او دا ژور هم دی. هغه وخت ستونزه اداري وه: حکومتونو ښه کار نه کاوه، خو خلکو بیا هم پر سیستم باور درلود. سترې محکمې ته درناوی کېده، کانګرس کار کاوه، مطبوعات معتبر ګڼل کېدل. خلکو غوښتل قوانین تطبیق شي؛ اوس خو خلک پر قوانینو پخپله هم باور نه کوي.
نن په امریکا کې مهم بنسټونه — محکمې، رسنۍ، پوهنتونونه، ان ټاکنې — ډېر وخت د خلکو په نظر مغرضې بلل کېږي. پر حکومت د خلکو باور شاوخوا ۲۰ سلنه راټیټ شوی. د کانګرس تایید ډېر کله تر ۱۵ سلنې هم ښکته وي. له درېیو څخه یو کس پر رسنیو باور لري، حال دا چې په ۱۹۷۰مو کلونو کې دا باور نږدې درې پر څلور و. دلته موضوع د وړتیا نه ده، بلکې د «باور او انسجام» ده.
هغې ادارې چې یو وخت یې د خپلې بېطرفۍ له امله درناوی کېده، نن ورځ د سیاسي لوبې برخه ګڼل کېږي.
په دې اړه د مایکل لویس مشهور پوډکاسټ «د قواعدو پر وړاندې» یوه ښه بېلګه وړاندې کوي. دی وايي: کله کله په ورزش کې لیدونکي چیغې وهي: «ریفري، خراب دی!» — سره له دې چې قضاوت تر بل هر وخت دقیق شوی وي. ستونزه پرفارمنس (کارنامه) نه وي، بلکې ادراک دی. کله چې خلک په دې باور وکړي چې ریفري بېغرضه نه دی، نو بیا هېڅ اندازه دقت نه شي کولی باور بېرته راژوندی کړي. همدا کیسه په قانون، ژورنالیزم او سیاست کې هم تکراریږي. کله چې قاضیان او څارونکي مبهمه او بې باوره شي، ټوله لوبه نامشروع ښکاري.
د لویس خبره دا هم څرګندوي چې یوازې حساب ورکوونه ډیموکراسي نه شي رغولی. ډېر «شفافیت» کله ناکله پلویتوب یا یو اړخیز قضاوت نور هم بربنډوي او له همدې امله بدبیني نوره هم زیاتوي.
همدا وضعیت د ډونلډ ټرمپ ځانګړی جذابیت روښانه کوي. هغه د ولسمشر په توګه د بې طرفۍ ادعا په بشپړه توګه پریښې. هغه په شخصي، سیاسي او ان په جزايي توګه عمل کوي – او دا کار ښه په ښکاره کوي. د ده ملاتړي وایي: له تعصب او کینې پاکوالی؛ سړی خلعسلاح کوي. که ټولې ادارې بېطرفه نه دي، نو د یو منافق بېپرې متقاضي په پرتله یو څرګند متعصب غوره دی.
د سونګ ان کېم او پیټر ای. هېل یوې څېړنې (۲۰۲۳) دا دود تایید کړی: کله چې وګړي نظام ناعادلانه او جانبدار وګڼي، نو خپله ترجیح له بېطرفه پروسې څخه مستقیمې، شخصي واکمنۍ پر لور اړوي. هغه مشران چې ځانونه د منصفو پر ځای جنګیالي معرفي کوي، پر محکمو، رسنیو او ادارو باندې بریدونه کوي او په همدې دلیل باور تر لاسه کوي، چې ګواکې د خراب سېستم پر وړاندې جګړه کوي.
همدا رنګه، د ټرمپ راپورته کېدل، د چپلورو او ښيلورو پوپولیستانو ترمنځ لوی توپير څرګندوي. کېم او هېل مومي چې کله خلک بېعدالتي شخصي وګڼي — یعنې زما کار، زما عاید، زما راتلونکی ناعادلانه دی — نو ښيلاسي پوپولېستانو ته مخه کوي؛ ځکه د دوی په وینا نخبهګان او بهرنیان د دې هر څه مسوول دي. خو کله چې بېعدالتي ټولنیزه وبولي — یعنې ټولنه له نورو سره ناعادلانه چلند کوي — نو چپلوري پوپولېستانو ته ورنږدې کېږي؛ دوی بیا د شتمنۍ د بیا وېش ژمنه کوي.
په وروستېو کلونو کې هغه ټکان ورکوونکي بدلونونه — بېصنعتي کېدل، اتومات کېدل، کډوالي، او سېکولر کېدل — د ټولنیزې بې عدالتۍ پر ځای د شخصي بېعدالتۍ احساس زېږوي. کارګر یوازې له دې وېره لري چې دوی به د نورو لهخوا عوض شي، نه دا چې نور خلک بېوزله دي. همدا وېره غوسه زېږوي او په طبیعي ډول د ښيلوري له روایت سره سمون خوري — هغه روایت چې پر مهاجرینو برید کوي او له خوندیتابه، سرحدونو او په ملي کچه له بیا احیا ملاتړ کوي. چپلوري پوپولېستان د همبستګۍ غږ کوي؛ خو ښيلوري بیا د غچ اخیستنې ژمنې کوي. په اندېښمنو ټولنو کې، د غچ اخیستنې شعار ډېر ژر منل کېږي. د دې ترڅنګ، د ښيلورو د لسیزو اوږدمهاله کمپاین چې د امریکا د بنسټیزو ادارو له بیوروکراسۍ نیولې تر رسنیو پورې، یې د بدنامولو هڅه کړې، په امریکايي ټولنه کې باور هماغسې له منځه بوت لکه څنګه یې چې پلان کړی و.
د ۱۹۷۰مو کلونو پرمهال بحران هغه مهال پای ته ورسېد کله چې مشرانو د ډیموکراسۍ د بریا لپاره هڅې پیل کړې. هغه مهال خلکو یوازې د حکومت پر وړتیا شک درلود، خو پر مشروعیت یې نه. د نن ورځې ستونزه نه اداري او مدیریتي ده، بلکې اخلاقي ده. ادارې لا هم فعالې دي، خو د عدالت فضا یې له لاسه ورکړې ده. کله چې خلک نور پر ریفریانو باور ونه کړي، نو دوی له قوانینو سرغړونه کوي. هرې ټاکنې په یو عبارت پر کورنۍ جګړې بدلېږي. حقیقت قومي-قبیلوي بڼه خپلوي.
موږ د دیموکراسۍ د پوسټ-ریفري دورې ته دننه شوي یو. یوه داسې نړۍ چې په ادارو باور نه کېږي، په بېطرفۍ مسخرې کېږي، او وګړي د تګلارې له مخې نه، بلکې د هویت له مخې اړخونه او لوري غوره کوي.
د ۱۹۷۰مو کړکېچ هغه مهال حل شو کله چې خلکو پرېکړه وکړه چې ډیموکراسي د ترمیم وړ ده. خو زموږ اوسنی بحران به هغه مهال پای ته ورسېږي چې کله پر ډیموکراسۍ باور بیا ارزښتناک وګڼو.
پنځوس کاله مخکې خلکو پر خپلو حکومتونو شکمن وو؛ خو نن ورځ پر یو بل شکمن دي. په راتلونکي کې د ډيموکراسۍ بیا احیاء به نه د هوښیارو مدیرانو یا تخنیکي اصلاحاتو له لارې راځي. دا به هغه وخت راشي چې موږ یو ځل بیا پر ډیموکراسۍ باور پيدا کړو. دا نو بیا هغه ناپېژندل شوې قاعده ده چې نور ټول قواعد «ممکن» ګرځوي. تر هغې چې موږ بېرته پر دې باور ونه کړو چې ریفري خپله هڅه کوي څو عادلانه وي، تر هغې به موږ پر خپلې دیموکراسۍ باندې همدا چېغه وهو: «ریفري، ته خراب یې!» — او بیا به حیران یو چې ولې لوبه نور خوند نه راکوي.