LOADING CLOSE

کورونا او له لوېديځه ختیځ ته د مشال لېږدېدنه – کېشور محبوباني

کېشور محبوباني
مفکر او ډيپلومات

کېشور محبوباني د سېنګاپور ډیپلومات، مفکر او لیکوال دی. ښاغلی محبوباني نږدې درې لسیزې د سنګاپور په بهرنیو چارو وزارت کې کار کړی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري یې هم کړې ده. دغه راز دی د لوېدیځ او اسیا ترمنځ د ځواک بدلون، نړیوال نظم او د نړیوال سیاست د راتلونکي په اړه لیکنې کوي، او په دې اړه د یو شمېر مشهورو او مهمو کتابونو لیکوال هم دی.

ژباړه: د جیوافغانیکا د ژباړې ډله

کووېډ–۱۹ بشریت ته یو ژور پیغام ورساوه؛ خو موږ هغه په سمه توګه درک نه کړ.

پیغام څه و؟ پخوا، چې انسانان په ۱۹۳ هېوادونو کې اوسېدل، دا داسې وه لکه هر هېواد چې په جلا بېړۍ کې سپور وي. که به وبا په هره بېړۍ کې خپره شوې وای، نو نورې به خوندي پاتې وې. ځکه هغه مهال فزیکي واټن موجود و. خو کووېډ–۱۹ بې له کوم خنډه ټولو ۱۹۳ هېوادونو ته ورسېد او بې له شکه یې دا ثابته کړه چې بشریت نور په ۱۹۳ بېلا بېلو بېړو کې نه، بلکې په یوې لویې بېړۍ کې — په ۱۹۳ جلا کوټو کې — ژوند کوي.

تصور وکړئ، یوه ستره بېړۍ په سمندر کې روانه ده. ناڅاپه اوازه خپرېږي چې په ځینو کوټو کې یوه خطرناکه ساري ناروغي راپیدا شوې او ښايي د هوا له لارې خپره شي. ایا یو څوک کولای شي خپله کوټه پرېږدي او له بېړۍ وتښتي؟ د کووېډ پر مهال دا ډول چاره هېڅ هېواد ونه شو کولای. کله چې بشریت په یوه بېړۍ کې سپور وي، نو له دې بله چاره نه لري، چې باید په ګډه کار وکړي څو په هره برخه کې — که لومړۍ درجه وي که درېیمه — ناروغي مهار کړي.

په داسې نړۍ کې چې بشپړه خپلمنځي تړلتیا لري، دا ریښتیا هم د حېرانتیا وړ ده چې تر ټولو شتمن او ځواکمن هېواد (متحده ایالات) پرېکړه وکړه چې له نړیوال روغتیايي سازمانه (WHO) ووځي. دا هغه یوازینی نړیوال جوړښت دی چې د ساري ناروغیو د مخنیوي او مدیریت په برخه کې کار کوي. له دې هم حېرانوونکې دا وه چې د امریکا په سیاسي چاپېریال کې هېڅ جدي غبرګون ونه لیدل شو؛ سره له دې چې دغه پرېکړه د امریکایانو لپاره هم هومره خطرناکه وه لکه د نړۍ د نورو خلکو لپاره. دا کار او ورسره د واکسین د نه وېشلو پر لور تمایل، سویلي نړۍ ته دا پیغام ورساوه چې په بحراني شېبو کې نور په لوېدیځ تکیه نه شي کولای. 

ایا کومه هیله شته؟

هو — اوس هم هیله شته.

د واکسینونو تر راوتلو وروسته، د لوېدیځ هېوادونه له بې‌وزلو هېوادونو سره د واکسین د شریکولو په برخه کې ټکنی او بې‌میله وو. د ملګرو ملتونو په وینا: «هلته چې بډایه هېوادونو له واکسین جوړولو وروسته ژوند ته سترګې په لار وو، ټیټ عاید لرونکي هېوادونه لا هم په تیارو کې وو.»

په همدې وخت کې چین او هند رامخته شول او په سخاوتمندانه توګه یې واکسینونه توزیع کړل. د ۲۰۲۱ کال د جون تر میاشتې مخکې، چې G7 د ۸۷۰ میلیونه ډوزونو د وېشلو ژمنه وکړه، په نړیواله کچه د نړۍ ډېری واکسین چین، اروپايي ټولنې هند او روسیې برابر کړي وو. خو د اروپايي ټولنې واکسین تر ډېره د کاناډا، جاپان او بریتانیا په څېر پرمختللو هېوادونو ته ولاړل؛ په داسې حال کې چې د چین، هند او روسیې واکسین زیاتره پرمختیايي هېوادونو ته ورسېدل. د همدې هڅو او پر وخت د واکسینونو له رسېدو له امله د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ته ګڼو افریقایي او کارېبیایي هېوادونو لوړ ویاړونه ورکړل.

د نړیوالې روغتیا نوي مشران؟

چین او هند اوس کولای شي د نړیوال روغتیا په برخه کې د نړیوالې مشرتابه مشال له لوېدیځه واخلي. لکه څنګه چې موږ ورو ورو «اسییايي پېړۍ» ته دننه کېږو، طبیعي ده چې نړۍ به له اسیا څخه د زیات مشرتوب تمه ولري. روغتیا تر ټولو اسانه هغه ساحه ده چې ټول انسانیت پرې راټولېدای شي — ځکه هر انسان روغ ژوند غواړي. درې نور دلایل هم شته چې ولې چین او هند باید په نړیوال روغتیايي مشرتابه کې ډېر رول ولوبوي:

لومړی: د لوېدیځ طب د بې‌ساري بریالیتوب له امله موږ هېره کړې چې چین او هند زرګونه کاله پخواني طبي دودونه لري — د چین «دودیز طب» او د هند د «ایوروېدا». دا دودونه تر منځنۍ اسیا او سوېلی ختیځې اسیا پورې رسېدلي دي. آن دا چې په منځنیو پېړیو کې د اسلامي تمدن له لارې دغه پوهه اروپا ته ولاړه او د رېنېسانس پر مهال یې د لوېدیځ عصري طب پر پرمختګ اغېز وکړ. اوس چې دواړه تمدنونه فرهنګي بیا راژوندي کېدو ته داخلېږي، کولای شي دا لرغونی میراث د عصري ساینس له لارې وڅېړي او له نړۍ سره یې شریکه کړي.

دویم: چین او هند دواړه د درمل جوړولو ځواکونه دي او ارزانه، نوښتګرې عامه روغتیايي لارې رامنځته کوي. د ډیجیټلي ټکنالوژۍ او «لویو معلوماتو» کارول کولای شي لرې پرتو، کلیوالو سیمو ته معیاري او ارزانه روغتیا ورسوي — بې له دې چې دودیزو لویو مرکزونو ته اړتیا ولري.

درېیم: که څه هم د چین او هند ترمنځ په ظاهري توګه اړیکې ښې دي، خو له ۲۰۲۰م کال د ګلوان له پېښې وروسته، د دواړو ترمنځ بې‌باوري زیاته شوې ده. ګډې نړیوالې روغتیايي پروژې کولای شي د دواړو تمدنونو تر منځ د باور پُلونه بېرته ورغوي.

د چین او هند بېرته راڅرګندېدل طبیعي دي؛ دوی له لومړۍ میلادي پېړۍ څخه تر ۱۸۲۰ کال پورې د نړۍ تر ټولو ستر اقتصادونه وو. خو له ځواک سره مسؤلیت هم راځي. که دواړه هېوادونه په ګډه د نړیوالې روغتیا مشري وکړي، بشریت به په سکون ساه واخلي چې نوي مشران راښکاره شول، او د همدې ګډې بېړۍ لپاره به نوې لارښوونه وشي.

او داسې به مشال ورو ـ ورو له لوېدیځه ختیځ ته ولېږدول شي.

Visited 4 times, 1 visit(s) today

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!