LOADING CLOSE

چین او د تاریخ پای نظریې پای – ژانګ وی‌وی

ژانګ وی‌وې
لیکوال او مفکر

ژانګ وی‌وې د چین د فودان پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد او د دغه پوهنتون د چین انسټیټیوټ رییس دی. نوموړی د چین د پرمختیايي ماډل یو مخکښ مدافع، د «تمدني دولت» نظريې مطرح کوونکی او د څو مشهورو کتابونو لیکوال هم دی. ښاغلی وی‌وې د چین د پخواني او اصلاح‌خوښوونکي ولسمشر ډینګ شیاوپینګ ژباړونکی هم پاتې شوی او نن د چین د سیاسي او فکري بحثونو یوه اغېزمنه اکادمیکه او رسنیزه څېره ګڼل کېږي.

ژباړه : احمدنشاط کلیوال

د لوېدیځ ډيموکراتیک سیستم ښايي د بشر په اوږده تاریخ کې یوازې یوه لنډمهاله مرحله وي. زه ولې داسې فکر کوم؟ څه باندې ۲۵۰۰ کاله مخکې د یونان ځینې ښاري دولتونو، لکه اتن، د خپلو نارینه اتباعو ترمنځ ډیموکراسي عملي کړه، خو وروسته د سپارټا له لوري مات شول.

له همدې وخت وروسته، نږدې ۲۰۰۰ کاله په اروپا کې د «ډیموکراسۍ» کلمه عملاً منفي مفهوم درلود. ډېری وخت به دا د «ولس‌واکو ګډوډۍ» په معنی کارېده. د لوېدیځ هېوادونو د «یو انسان، یوه رایه» سیستم هغه مهال نافذ کړ چې د دوی د عصري کېدو بهیر بشپړ شوی وو. خو نن ورځ، همدا ډوله ډیموکراتیک سیستم د څو لویو ستونزو د حل وړتیا نه لري.

لومړۍ ستونزه

په دغو سیستمونو کې د وړتیا د لومړیتوب کلتور نه شته. هر څوک چې ټاکل کېږي، کولی شي هېواد اداره کړي. دا کار ډېر لګښت لري، ان تر دې چې د امریکا په څېر یو بډایه هېواد ته هم دروند تمامېږي. د نړیوال ځواک په توګه د امریکا پالیسۍ پراخ نړیوال اغېز لري، نو ځکه د سیاسي مشرۍ او حساب‌ورکونې نه شتوالی له جدي ستونزو ډک دی. جورج بوش خپل هېواد په سمه توګه اداره نه کړ، او د هغه د «ناکامې رهبرۍ» له امله امریکا پرله‌پسې اته کاله شاتګ تجربه کړ. ان دومره لوی هېواد هم د اتو کلونو شاتګ نه شي زغملای.

دوهمه ستونزه

د لوېدیځ د هوساینې دولت منطق داسې دی چې امتیازات یوازې لوړېدای شي، کمېدای نه شي. همدا تمه بنسټیز اقتصادي او ټولنیز اصلاحات سختوي؛ هغه اصلاحات چې چین په خپلو بانکونو او دولتي شرکتونو کې ترسره کړي دي.

درېیمه ستونزه

په لوېدیځو ډیموکراتیکو هېوادونو کې د ټولنیزې اجماع یا ملي توافق رامنځته کول ورځ تر بلې سختېږي. دا ستونزه په ځانګړې توګه په امریکا کې ډېره ژوره ده. پخوا به که یو ګوند اکثریت ګاټه، ټولنه به یې په نسبي ډول یوځای کولای شوه. خو اوس بایللی ګوند د ماتې د منلو پر ځای په دوامداره توګه خنډونه جوړوي. پایله یې دا ده چې امریکایي ټولنه ژوره وېشل شوې او په دوو قطبونو بدله شوې ده.

څلورمه ستونزه

بې‌فکره عوام‌پاله چلند ډېرېږي، چې له امله یې د ټولنې اوږدمهالې ملي ګټې له پامه غورځول کېږي. ان ډېر ځواکمن هېوادونه لکه امریکا هم له دې خطر سره مخ دي. په ۱۷۹۳ کال کې د بریتانیا پاچا جورج درېیم چین ته استازی ولېږه څو دوه اړخیز تجارت پرانیزي، خو امپراتور قیان‌لونګ په دومره غرور کې ډوب و چې ګومان یې کاوه چین د نړۍ تر ټولو غوره هېواد دی. د ده د همدې غرور او سخت دریځ له امله چین د نورو له تجربو زده کړه مهمه ونه ګڼله. همدا هغه وخت و چې چین د «تاریخ پای» په جال کې بند شو او د زوال سفر یې پیل شو.

زه اوس ورته ذهنیت نه یوازې په امریکا، بلکې په ټوله لوېدیځه نړۍ کې وینم. ښایي اړینه وي چې چین ته سفر وشي او په خپلو سترګو وکتل شي چې دغه هېواد په وروستیو درېیو لسیزو کې څنګه ځان بدل کړی دی. چین هر ګام ورو اخلي، خو سفر یې نه درېږي. لوېدیځ لا هم پر خپل سیستم کلک باور لري، خو همدا سیستم ورځ تر بلې له ستونزو ډک کېږي.

یونان، چې د لوېدیځې ډیموکراسۍ زانګو بلل کېږي، نن وران شوی دی. د بریتانیا قرض د دوی د GDP نږدې ۹۰ سلنې ته رسېدلی او د امریکا قرض بیا ۱۰.۱ سلنه ده. چین که څه هم په تېرو ۲۰۰ او ۳۰۰ کلونو کې تر لوېدیځه وروسته پاتې و، خو اوس په چټکۍ ورپسې ور روان دی، په ځانګړي ډول د هېواد په پرمختللو سیمو کې. خو لوېدیځ بیا په یو ډول غرور کې بند پاتې دی او چین ته په پرانیستي ذهن نه ګوري. زما په اند، لوېدیځ، په ځانګړي ډول امریکا، کولی شي له چینه څو مهم درسونه واخلي. ولسمشر اوباما پرله‌پسې ټینګار کاوه چې امریکا باید چټک ریلونه جوړ کړي، بنسټیز تعلیم پیاوړی کړي، مالیاتي کسر کم کړي، سپما ډېره کړي، تولیدي صنعت پیاوړی کړي او صادرات زیات کړي. اوباما ډېر وخت دا خبره تکراروله چې امریکا نه شي منلی د نړۍ دویم قدرت شي. ښکاره ده چې هغه د چین د چټک پرمختګ فشار احساساوه.

په چین کې د زرګونو کلونو دودونه د خلکو پر ذهنیت ژور اغېز لري. زه نه وایم چې دود تل ښه یا تل بد وي؛ زما استدلال دا دی چې له دودونو په بشپړه توګه جلا کېدل ناشوني دي، ځکه د دود نښې تل له موږ سره پاتې کېږي. له همدې امله، که خوښ وئ او که ناخوښه، چينايي ځانګړتیاوې زموږ له فرهنګي جوړښت سره تل ملې وي. موږ باید د خپلو دودونو له ګټو ګټه واخلو او زیانونه یې راکم کړو. د کلتوري انقلاب تجربې ښيي چې له دود سره بشپړه پرېکون کول سخت کار دی. چین ډېر مثبت دودونه هم لري، لکه د وړتیا پر بنسټ د رهبرانو ټاکنه. د رهبرۍ د ټاکلو لپاره د دقیقو پروسو شتون او د ټاکنو یوه محدوده بڼه د چین د راتلونکي پرمختګ نښه ده. چین د زرګونو کلونو د وړتیاپالنې تجربه لري.

چین دا نېت نه لري چې خپل سیستم نورو هېوادونو ته صادر کړي؛ یوازې غواړي خپل هېواد په ښه توګه اداره کړي، هغه هېواد چې د بشریت د پنځمې برخې خلکو خدمت پکې شامل دی. دا په خپله یو ډېر لوی او ارزښتناک کار دی. خو دا هم رښتیا ده چې هر څوک ښه کار وکړي، نور یې هم تقلید کوي. نن ورځ د چین ګاونډیان – له روسیې نیولې تر هند، او له ویتنام، لائوس او کمبودیا تر منځنۍ آسیا پورې – په یوه یا بله بڼه له چیني ماډل څخه زده کړه کوي.

ډېری لوېدیځوال؛ حکومت یو «اړین شر» ګڼي، خو ډېری چینایان بیا حکومت یو «اړین خیر» بولي. د همدې کلتوري میراث له امله د چین منځنۍ طبقه د کورني او نړیوال ثبات قوي ملاتړې ده. د منځنۍ طبقې او دولت اړیکې په چین کې تر ډېره مثبته او متقابله دي، نه تقابلي. دا هغه ټولنیز یووالی رامنځته کوي چې ښايي په لوېدیځو ټولنو کې بې‌ساری وي.

چین له لوېدیځه ډېر څه زده کړي، او لا یې هم زده کوي. ښايي اوس نور د لوېدیځ وار وي چې د ډنګ شیاوپینګ د هغې مشهورې جملې له مخې «ذهنونه آزاد کړي» او د چین له طریقو او نظریو څخه زده کړه وکړي. زه دا وړاندیز یوازې د دې لپاره نه کوم چې د چین په اړه ایډیالوژیکې ناسمې لوستنې کمې شي، بلکې دا د دې لپاره هم کوم چې د نړۍ ګډ عقل پیاوړی شي، څو د بېوزلۍ د ختمولو، د کارموندنې، او د اقلیم د بدلون په څېر له لویو نړیوالو ستونزو سره په ګډه مبارزه وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!