تاجکستان ولې د طالبانو په اړه خپله تګلاره بدلوي؟ – حکمتالله ځلاند

حکمتالله ځلاند
حکمت الله ځلاند، افغان لیکوال او څېړونکی دی چې له تېرو کابو ۱۵ کلونو راهیسې له بېلابېلو څېړنیزو مرکزونو سره همکار پاتې شوی او د نورو برخو ترڅنګ یې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې څارلې دي. نوموړی له کاردان پوهنتونه په نړیوالو اړیکو کې ماستري لري.
سرچینه: دیپلومات مجله
لیکوال: حکمتالله ځلاند
ژباړه: د جیوافغانیکا د ژباړې ډله
یوه لوړپوړي تاجیک پلاوي روانه اوونۍ د لومړي ځل لپاره پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته کابل ته علني سفر وکړ او له لوړپوړو چارواکو سره یې ملاقاتونه وکړل. دغه پلاوي د نومبر په ۱۷مه د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې ډاډ ورکړ چې دوشنبه غواړي خپلې اړیکې له کابل سره لا پیاوړې کړي. دا سفر یوازې څو اوونۍ وروسته له هغه وشو چې د بلخ والي – چې د طالبانو مشرتابه ته نژدې کس ګڼل کېږي – تاجکستان ته سفر کړی و.
دغه تګ راتګ ښيي چې تاجکستان د ۲۰۲۱م کال له اګست راوروسته د لومړي ځل لپاره د طالبانو په اړه په خپله تګلاره کې پاموړ بدلون راوستی دی. د افغانستان په ټولو ګاونډیانو کې، په ځانګړي ډول د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې، یوازینی هېواد تاجکستان و چې کابو څلور کاله یې له طالبانو سره له هر ډول ديپلوماتیک تعامل ډډه کوله. حتی د طالبانو د بیا واکمنېدو په لومړیو میاشتو کې دواړه لوري د توندو غبرګونونو په یوه لفظي جګړه کې هم سره ښکېل وو. نو څه پیښ شول چې تاجکستان – چې د طالبانو د مخالفینو کوربه او ملاتړی و – په بشپړه توګه خپل دریځ تغییر کړ؟
د تاجکستان د نرمېدو لومړۍ نښه هغه مهال څرګنده شوه چې د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې یې په خاروغ کې د افغانستان قونسلګري په خاموش ډول امارت ته وسپارله. ورپسې د تاجکستان د ولسمشر په امر د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر کې د بدخشان-خاروغ سیمه کې ګډ سرحدي بازار بېرته پرانیستل شو. وروسته بیا د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې رئیس، سیدمومن یتیموف، کابل ته یو غیررسمي او غیرعلنی سفر وکړ، او له هغې وروسته دوشنبه کې د طالبانو یو ديپلومات هم ومنل شو. تاجکستان دغه راز د بشرپالنې اړخ هم له پامه ونه غورځاوه او د کونړ زلزلهځپلو ته یې درې زره ټنه بشري مرسته ولېږله. دا ټولې نښې څرګندوي چې د تاجکستان تعامل په تېرو دوو کلونو کې په تدریجي ډول زیات شوی دی.
تاجکستان د څو مهمو عواملو له امله له طالبانو سره ديپلوماتیک تعامل ته مخه کړې ده:
لومړی، په خپل ګاونډ کې د تحولاتو له نږدې څلورو کلونو څارنې وروسته، تاجکستان اړ شوی چې د افغانستان عیني او ځمکني واقعیتونه ومني. په همدې موده کې طالبانو د ځواکمن کنټرول یو داسې انځور وړاندې کړی چې ښيي هېڅ حقیقي او منظم مخالف ځواک نشته چې د هغوی واکمني وننګولی شي.
نږدې دوه کاله د ټول افغانستان په کچه کومه ستره امنیتي پېښه نه ده شوې، او دا ثبات د چا له سترګو پټ نه دی، چې د تاجیک چارواکو د ډاډمنتیا سبب هم شوی. د بېلګې په توګه، د خاروغ – بدخشان ګډ سرحدي بازار بیا پرانیستل په خپله د دې ښکارندوی دي، چې د ګډې پولې د امنیت او د روان وضعیت/ثبات د دوام په اړه د دوشنبې باور زیات شوی دی.
دویم، له کابل سره ښکېلتيا د تاجکستان له لوري په زیاتېدونکې توګه د دې یوه عملي لاره بلل کېږي چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې (ISKP) له لوري د دغه هېواد د امنیت لپاره احتمالي ګواښونه راکم کړي. د د اسلامي دولت د خراسان څانګې (ISKP) راټوکېدو په عملي توګه تاجکستان او طالبانو د یوې ګډې امنیتي جبهې په لیکه کې درولي دي، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو دوو کلونو کې دغه ډله په ټول افغانستان کې په پراخه کچه وځپله.
درېیم، جیوپولیټیک بدلونونه – په ځانګړي ډول د روسیې له لوري اوسنی حکومت د طالبانو په توګه په رسمیت پېژندل – د دغو تحولاتو مهم اړخ جوړوي. که څه هم تاجکستان هڅه کړې چې خپل نړیوال شریکان او ملګري متنوع کړي، خو د بېلابېلو لاملونو له مخې لا هم په ژوره توګه د روسیې د نفوذ تر سیوري لاندې دی. په تاجکستان کې د روسیې ۲۰۱مه پوځي اډه، چې د روسیې له پولو بهر تر ټولو ستر پوځي تاسیسات دي، د تاجکستان د امنیتي وضعیت یوه مرکزي برخه جوړوي. دغه هېواد په پوځي او اقتصادي دواړو برخو کې په ژوره توګه پر روسیه متکي دی. کله چې روسیې له طالبانو سره رسمي تعامل پيل کړ او په پای کې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د طالبانو په توګه په رسمیت وپېژندل، نو د سیمې جیوپولیټیک چاپېریال هم بدل شو. تاجکستان نور نو له کابل سره د پراګماتیک او واقعبینانه تعامل اړوند په منځنۍ آسیا کې د رامنځته کېدونکې عملي اجماع څخه ځان جلا نه شوای ساتلی.
بل مهم محرک هم له طالبانو سره د منځنۍ آسیا هېوادونو ورځ تر بلې زیاتېدونکې ښکېلتیا ده. تاجکستان، سره له دې چې له افغانستان سره د ازبکستان په پرتله اوږده پوله لري، خو د افغانستان اقتصادي فضا یې تر ډېره ازبکستان ته پرې اېښې وه. سره له دې چې تاجکستان له جنوبي او لوېدیځې آسیا سره د نښلېدو لپاره افغانستان ته د ټرانزیټي دهلېز په توګه اړتیا لري، او افغانستان د تاجکستاني توکو لپاره هم یو مهم مصرفي مارکېټ دی. اوسمهال افغانستان د هر بل هېواد په پرتله له تاجکستان څخه ډېره برېښنا واردوي او دغه هېواد ورته یو ګټور بازار په توګه مطرح دی.
پنځم، تاجکستان د خپلې سیمهییزې پراختیا-محوره اجنډا د بریالیتوب لپاره هم له امارت سره عملي تعامل ته اړتیا لري. د دوشنبې لپاره ناممکنه ده چې خپلې ځینې مهمې سیمهییزې پروژې د کابل له همکارۍ پرته مخکې یوسي. تر ټولو څرګند مثال یې د راغون برېښنا لوی بند جوړول دي، چې د دې پروژې د پرمخ وړلو لپاره تاجکستان د اوسني افغان حکومت رسمي رضایت ته اړتیا لري. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په وینا، نړیوال بانک، تاجکستان او افغانستان عملا د دې پروژې په تړاو په لومړنیو بحثونو کې سره بوخت دي او د اوسني حکومت موافقه یې د پرمختګ لپاره بنسټیزه اړتیا ده.
او په پای کې، د طالبانو د مخالفینو د ملاتړ ورځ تر بلې کمېدونکې شونتیا هم د تاجکستان په دریځ کې د بدلون سبب شوې. په لومړیو کې له طالبانو څخه د دوشنبې واټن نیونه تر ډېره د افغانستان له تاجیک پاړکي سره د هغوی تاریخي نژدېوالي، اشتراکاتو او د طالب ضد ځواکونو له اوږدمهالي ملاتړ سره تړلې وه. په ۱۹۹۰ لسیزه کې تاجکستان د طالبانو پرضد د شمالي ټلوالې د جګړې اصلي لوجستیکي مرکز و. کله چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې د “ملي مقاومت جبهه” په نوم وسلهوال مقاومت مات کړ، یو ځل بیا ځینو ګومان کاوه چې ښایي دا ډله به د تاجکستان په ملاتړ بیا راټوله شي.
خو نه یوازې دا کار ونه شو، بلکې پر ځای یې، تاجکستان ورو ورو د طالبانو له مخالفینو څخه واټن واخیست. دوه عوامل په لویه کچه دا بدلون تشریح کولی شي: زبرځواک هېوادونو د طالبانو پر وړاندې ډېر انعطافمنونکی دریځ خپل کړی، او د طالبانو سیاسي مخالفین لا هم په ژوره توګه سره وېشلي دي، د سیالو اجنډاو له امله ټوټه ټوټه دي او له یوې واحدې رهبرۍ بېبرخې دي. په بهر کې د هغوی وخت نا وخت ناستو هم یوازې دا برداشت لا پیاوړی کړی چې هغوی نه شي کولای یو موټی شي او نه هم د کوم ځواکمن هېواد معنا لرونکی ملاتړ ترلاسه کړي.
د پایلې په توګه ویلی شو، چې د طالبانو پر لور د تاجکستان دا نوی بدلون دا څرګندوي چې دوی په تدريجي ډول دا منلې چې د افغانستان سیاسي او امنیتي چاپېریال په بنسټیز ډول بدل شوی دی.
کابو څلور کاله د پولې په اوږدو کې د تحولاتو له څارلو وروسته، دوشنبه دې نتیجې ته رسېدلې چې د طالبانو واکمني په معنا لرونکي ډول ننګول کېدای نه شي؛ دا چې د ګډو امنیتي ګواښونو او اندېښنو لکه داعش خراسان د مهارولو لپاره همکاري اړینه ده؛ او دا چې سیمهییز تحولات، په ځانګړي ډول د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندنه، د دغه حکومت د منزوي کولو لپاره چندان فرصت نه پرېږدي. په ورته وخت کې د تاجکستان اقتصادي اړتیاوې، د سیمهییز اتصال/نښلون اهداف، او سترې پرمختیايي پروژې — لکه راغون بند — ټول له کابل سره د کاري اړیکو اړتیا رامنځته کوي.
له دې سره چې د اوسني نظام مخالفین ورځ تر بلې سره پاشلي دي او بهرنی ملاتړ هم نه لري، له کابل سره د تعامل واټن ساتل نور د تاجکستان په ګټه نه دي. که څه هم دا نوی چلند یې لا هم محتاط او محدود دی، خو دا د واقعبینۍ یا پراګماټېزم په لور د دوی یو څرګند بدلون دی، چې د امنیتي محاسبو، سیمهییزو فشارونو، او د جغرافیې د الزام تر سیوري لاندې راغلی.