افغانستان او د پاکستان پوځي رژيم – احسان الله عمرخیل

احسان الله عمرخېل
احسانالله عمرخېل د چین د جهجیانګ پوهنتون کې د نادودیزه امنیت مدیریت (Non-traditional Security Management – NTSM) په برخه کې د دوکتورا محصل دی. د هغه د څېړنې لېوالتیا امنیت، سوله، شخړې، سیمهیز نښلون، او دولت جوړونه کې دي. عمرخېل خپلې علمي مقالې د Small Wars & Insurgencies Ethnopolitics، World Affairs، او Asian Political Science Journal په څېر ژورنالونو کې خپرې کړې دي. ښاغلی عمرخیل همداراز د کابل په کاردان پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو په پوهنځي کې د استاد په توګه دنده هم ترسره کړې ده.
لیکوال: احسان الله عمرخیل
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استانبول د سولې خبرې اترې پرته له څرګندو پایلو پای ته ورسېدې. د طالبانو د ویاند په وینا، د پاکستان لهخوا “غیرمنطقي غوښتنې مطرح شوې وې.” د پاکستان پلاوي له افغانستانه غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) له خوا د سرحدي بریدونو مخه ونیسي او د TTP ټول هغه غړي چې دا مهال په پاکستان کې، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا کې مېشت دي، بېرته افغانستان ته انتقال کړي. په ځواب کې، د افغانستان پلاوي له پاکستانه غوښتي چې د داعش خراسان څانګې (ISKP) پر ضد په خپل قلمرو، په ځانګړې توګه په بلوچستان کې، عملي اقدام وکړي او د هغو طالب ضد ډلو ملاتړ بند کړي چې په پاکستان کې فعالیت لري. همدارنګه، له پاکستانه غوښتنه شوې چې د افغانستان د فضایي حریم سرغړونه ونه کړي او له خپل قلمرو څخه بېپیلوټه الوتکو ته د افغانستان د خاورې د هدف ګرځولو اجازه ور نه کړي.
پاکستاني لوري په خپله خاوره کې د داعش د خراسان څانګې شتون رد کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان پر ضد د عملیاتو لپاره د خپل فضایي حریم د کارولو اجازه نه ورکوي، خو شته شواهد د بلوچستان د مستونګ په سیمه کې د داعش د فعالیتونو څرګندونه کوي. د پاکستان پوځ، چې له وړاندې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د کنټرول له ستونزو سره مخ دی، له ګڼو کورنیو ګواښونو سره لاس او ګرېوان دی — نه یوازې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او بلوڅ وسلوالو ډلو لهخوا، بلکې د توندلارو مذهبي سازمانونو لکه تحریک لبیک پاکستان (TLP) او هغو مدرسو لهخوا هم چې د طالبانو په څېر ایډیالوژي خپروي.
د پاکستان پوځ لا هم د «مکیاولي» منطق تعقیبوي، یعنې باور لري چې د زور کارول کولای شي ټولې امنیتي ستونزې حل کړي. د دې په ځواب کې، طالبانو د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه کړي دي. خو طالبان دا ردوي چې ګواکې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ملاتړ کوي او وایي چې دا د پاکستان کورنۍ ستونزه ده، چې باید د خبرو او سیاسي تفاهم له لارې حل شي، نه د جګړې او زور له لارې. له بلې خوا، د تحریک طالبان پاکستان ډلې په دوامداره توګه د پاکستان پوځ، په ځانګړې توګه افسران او د سرحدي ځواک (Frontier Corps) هدف ګرځولي دي.
د پاکستان د پوځ تکراري پوځي عملیاتو د قبایلي سیمو ګڼ اوسېدونکي بېځایه کړي، چې ډېری یې افغانستان ته تښتېدلي دي. دغه بېځایه شوې ټولنې له درنو زیانونو سره مخ دي، چې دا کار د کرکې احساس لا پسې ژور کړی او د TTP د غچ اخیستنې لړۍ یې نوره هم پیاوړې کړې ده. افغان طالبان استدلال کوي چې د TTP موضوع نوې نه ده، بلکې دا د ۲۰۰۲ کال ده، کله چې امریکا او پاکستان په ګډه د قبایلي سیمو په اوږدو کې د ترهګرۍ ضد عملیات پیل کړل. له هماغه وخت راهیسې، د تحریک طالبان پاکستان ډلې پر پاکستاني پوځي اډو، سمندري تاسیساتو او لوړو دولتي هدفونو ګڼ بریدونه کړي، چې پکې د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف د وژنې هڅې او په لویو ښارونو لکه اسلاماباد کې خونړۍ چاودنې هم شاملې دي.
افغان طالبان وايي چې دوی یوازې د TTP ستونزه نشي حل کولی. دوی استدلال کوي چې رښتینی پرمختګ د TTP او د پاکستان د پوځي تشکیلاتو ترمنځ مستقیمو خبرو ته اړتیا لري، نه د اسلاماباد د سیاسي مشرۍ لهخوا مخته وړل شویو نوښتونو ته، چې هغوی یې د پوځ تابع ګڼي. پخواني لومړي وزیر عمران خان، د تحریک انصاف (PTI) مشر او اوسنی زنداني، هم ټينګار کړی چې خبرې اترې یوازینۍ عملي لاره ده. لکه څنګه چې عمران خان، چې د ډیورند کرښې سیمو سره اشنا او یو اتنیک پښتون دی، ویلي دي: «یا موږ ټول د TTP غړي، حتی د هغوی کورنۍ ووژنو، یا ورسره خبرې وکړو. لومړی اختیار عملي نه دی، نو خبرې اترې یوازینی حل دی.» نوموړي څو ځله خبرداری ورکړی چې په سیمه کې نور پوځي عملیات به یوازې بېثباتي زیاته کړي او استدلال یې کړی چې سوله د دواړو غاړو د پښتنو استازو په ګډون د دودیزو پښتني جرګو له لارې هم پر مخ وړل کېدای شي.
دویم، داسې ښکاري چې د پاکستان پوځ غواړي د افغانستان پر بهرني سیاست پراخه اغېزه ولري او پر هر افغان حکومت فشار راوړي، څو د هند په اړه هماغه دریځ خپل کړي چې پاکستان یې لري. یعنې د دې منطق پر بنسټ چې «زما دښمن باید ستا دښمن وي، نه دا چې زما دښمن ستا ملګری شي.» دا په اصل کې د پاکستان د امنیتي تشکیلاتو لهخوا د یوه ډول «دیکتې» یا سیاسي زور تمثیل دی. همدغه پوځ له ډېر پخوا راهیسې د پاکستان کورني سیاسي ګوندونه تر فشار لاندې ساتلي او اوس داسې ښکاري چې غواړي پر افغانستان هم ورته فشار د بهرنۍ تګلارې په برخه کې وارد کړي.
خو تاریخي تجربه ښيي چې افغانانو تل د خپلواکۍ دعوه کړې او د بهرني فشار پر وړاندې یې مقاومت کړی دی. د افغانستان کورني واقعیتونه هم دا ښيي چې هر بهرنی تېری کوونکی یا د واک غوښتونکی ملاتړکوونکی د سختې محلي مقابلې سره مخ کېږي. افغانان په عمومي توګه له پاکستاني ټولنې سره د ګډ دین، ژبې، کلتور او توکمیزو اړیکو پر بنسټ نږدې اړیکې خوښوي، خو د خپلواکۍ یا د خپل بهرني سیاست د خپلواکۍ پرېکړې قربانۍ ته تیار نه دي.
د طالبانو حکومت له جدي اقتصادي او بنسټیزو ستونزو سره مخ دی، نو ځکه د عملي سیاست پر بنسټ د ټولو ګاونډیو هېوادونو، په شمول د هند، سره د متوازنو اړیکو اړتیا لري. سره له دې چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال را وروسته نسبي سیمهییز نظم ټینګ کړی، خو لا هم نړیوال مشروعیت نه لري. یوازې یو شمېر هېوادونه، لکه روسیه، له دوی سره د عملپالنې پر بنسټ محدودې اقتصادي اړیکې ساتي.
سره له دې چې د طالبانو د ادارې په پرتله پاکستان پراخ دیپلوماتیک نفوذ، قوي پوځ او استخباراتي وړتیاوې لري، اسلاماباد ونه توانېد چې د کابل په ملامتولو سره په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې دایمي سوله ټینګه کړي. د طالبانو د یوه ویاند په وینا: «د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د راپیدا کېدو لامل د پاکستان د پوځ ناسمې تګلارې وې.» دواړو لورو ته د تبلیغاتي جګړې او یو پر بل د توندو ویناګانو له امله ترینګلتیا زیاته شوې او د کړکېچ د پراخېدو خطر ډېر شوی دی.
دا مهمه ده چې وپېژنو، افغانستان او پاکستان ژورې ټولنیزې او کلتوري اړیکې لري، خو د شخړې د حل بنسټیز شرط د پاکستان هغه چمتووالی دی چې پر زور تکیه پرېږدي او د خبرو له لارې د حل لارې غوره کړي. د کړکېچ دوام نه یوازې افغانستان ته زیان رسوي، بلکې پاکستان ته هم درنه صدمه رسوي او داسې قومي او ټولنیزې کرکې رامنځته کولی شي چې د نسلو په تېرېدو هم نه ورکېږي. نو له همدې امله، د واقعي پرمختګ لپاره اړینه ده چې دواړه خواوې د شخړې د کمولو پر لور ګام واخلي او د خبرو داسې میکانیزمونه رامنځته کړي چې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی ولري او په عین وخت کې د پاکستان د مشروع امنیتي اندېښنو ته هم پام وکړي.