په پاکستان کې د افغان کډوالو د مسئلې امنیتي کول – دکتور مصباح الله عبدالباقي

دکتور مصباح الله عبدالباقي
دکتور مصباح الله عبدالباقي د اسلام آباد له اسلامي پوهنتونه دکتورا لري او دمګړې په کابل کې د سلام پوهنتون رییس دی. ښاغلی مصباح له دې وړاندې په کابل کې د سیمهییزو او ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز رییس هم پاتې شوی و. دی په نړیوالو مجلو او ورځپاڼو کې د افغانستان په تړاو لیکنې خپروي او ترڅنګ یې د ګڼشمېرو کتابونو لیکوال هم دی.
لیکنه: دکتور مصباح الله عبدالباقي
(یادونه؛ دا لیکنه د ښاغلي دکتور مصباح الله عبدالباقي له یوې لیکنې څخه اقتباس ده، چې د افغانستان د اکاډمي علومو د سیمهییزو مطالعاتو په مجله کې خپره شوې)
افغان کډوال له څو لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي، کله چې د پاکستان وجود د پخواني شوروي اتحاد له پلوه له ګواښ سره مخ و؛ نو هغه مهال دا کډوال د دوی لپاره له ملي اتلانو څخه کم نه وو، دوی پر دې اعتراف کاوه چې په افغانستان کې د همدې خلکو قربانۍ د دې ترڅنګ چې د شوروي اتحاد له ظالمانه تسلط څخه د افغانستان د ازادۍ لامل وګرځېدلې؛ د خپل وخت د همدې خونخوار نظام کمونیزم له تسلط څخه د پاکستان د ژغورنې لامل هم وګرځېدې، له هغه وخت راهیسې دا کډوال هلته ژوند کوي، بیا په نورو بېلابېلو تاریخي پړاوونو او حوادثو کې پخپله د همدې پاکستان د نظامي استخباراتو او پوځ له لورې د افغانستان په چارو کې د بې ځایه لاسوهنو، داخلي جنګونو، اقتصادي ستونزو او نورو لاملونو په پایله کې نور افغانان دې هېواد ته په کډه کولو اړ شوي او هلته ژوند کوي.
افغان کډوال کله هم په حقیقي توګه د پاکستان د امنیت لپاره ګواښ نه دي ګرځېدلي، یوازې په هغو وختونو کې د پاکستان د امنیت لپاره د پاکستان د نظامي استخباراتو له پلوه ګواښ ګڼل شوي چې دې استخباراتو غوښتي دي چې په افغانستان کې پر حاکم نظام او حکومت له دې لارې فشار راوړي او دوی د فشار د وسیلې په توګه وکاروي، د وسیلې په توګه د دې کډوالو کارونه همېشه د دوی د بشري حقونو د تر پښو لاندې کېدلو لامل هم ګرځېدلي. اوس هم په حقیقت کې دا کډوال د چا د امنیت لپاره ګواښ نه دي، بلکې د افغان کډوالو مسئله د پاکستاني نظامي استخباراتو او د هغوی د همغږو سیاسي چارواکو له پلوه امنیتي (Securitize) شوې ده، تر څو په افغانستان کې پر حاکم نظام فشار راوړي او خپلو ځینو موخو ته ورسېږي او د ځینو مسئلو په اړه هغه څه تر لاسه کړي چې دوی یې غواړي.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو په اجباري توګه د را شړلو لپاره د زمینه سازۍ په پار پاکستاني چارواکو د «کوپن هاګن د امنیتي څېړنو د مکتب» (Copenhagen School of Security Studies) د امنیتي کولو (Securitization) له نظریې څخه استفاده وکړه، د دې معنی دا ده چې کله د یو هېواد حکومت، سیاستوال او ادارې وغواړي د یوې مسئلې په اړه فوق العاده، ناروا او ناقانونه ګامونه پورته کړي او یا د کوم اړخ د ځپلو او په اړه یې له قانوني چوکاټونو پرته نظامي ګام پورته کول وغواړي، نو هغه مسئله او هغه اړخ د هېواد د وجود او امنیت لپاره یو حیاتي ګواښ معرفي کوي او کله چې ټول اړوند اړخونه په ځانګړي ډول ټولنه او په ټولنه کې اغېزمن شخصیتونه او اړخونه هغه د ګواښ د مصدر په توګه ومني، نو بیا ورته د ناقانونه کړنو فرصت برابرېږي او څوک پرې اعتراض هم نه شي کولی.
د دې نظریې اساسي اصول دا دي چې دوی دا نظر لري چې امنیت یو حقیقي مفهوم نه دی، بلکې دا (Constructed Socially) د ټولنې له لورې رامنځته شوی او جوړ شوی مفهوم دی، په دې معنی چې یوه عادي مسئله هغه وخت پر امنیتي ګواښ بدلېږي چې کله یې سیاستوال، د ټولنې اغیزمن شخصیتونه او رسنۍ د «ناورین» په توګه معرفي کړي.
د امنیتي کولو درې پړاوونه
د کوپن هاګن د امنیتي کولو د نظریې د ډېر ساده لنډیز سره سم د یوې مسئلې امنیتي کول درې پړاونه لري:
لومړی پړاو: امنیتي بیان (Speech Act)، د چارواکو او مسؤولینو له لورې یوه مسئله باید د امنیتي ګواښ په توګه معرفي شي.
دویم پړاو: د ټولنې او عامو خلکو له لورې د دې ادعاء منل (Audience Acceptance) او هغه مسئلې ته د امنیتي ګواښ په سترګه کتل.
درېم پړاو: غیر عادي کړنې (Extraordinary Measures) او د هغه ګواښ د له منځه وړلو لپاره غیر عادي ګامونه اوچتول.
د افغان کډوالو د مسئلې د امنیتي کولو درې پړاوونه
لکه مخکې مو چې وویل د یوې مسئلې امنیتي کول په درې پړاوونو کې سر ته رسېږي، په پاکستان کې د افغان کډوالو مسئله هم د امنیتي کولو لپاره له همدې درې مرحلو څخه تېره شوې.
لومړی پړاو:
امنیتي بیان (Speech Act): یو مسؤول اړخ/ اړخونه مسئله د حیاتي ګواښ په توګه معرفي کوي، د افغانو کډوالو په مسئله کې دا کار د پاکستان موقت صدراعظم انوار الحق کاکړ وکړ، هغه په خپل وخت کې افغان کډوال په دې تورن کړل چې دوی د پاکستان لپاره امنیتي ګواښونه متوجه کوي او وه یې ویل چې د ترهګرۍ په پېښو کې افغان ځوانان ښکیل دي. چې له دې وروسته په دې اړه نور پړاوونه پیل شول.
دویم پړاو:
د ټولنې او عامو خلکو له لورې د دې ادعاء منل (Audience Acceptance): کله چې یوه مسئله د چارواکو او مسؤولینو له لورې د امنیتي ګواښ په توګه معرفي شي، نو دلته بیا رسنۍ او د ټولنې اغېزمن خلک چې په هر ډګر کې وي په دې کې بنسټیز رول لوبوي چې ټولنه د دې په منلو قانع کړي، ځکه دا څرګنده خبره ده چې په دې اړه د عامه نظر له جوړولو پرته د امنیتي کولو پروسه نه شي کامیابېدلای، د افغان کډوالو د مسئلې په امنیتي کولو کې پاکستاني رسنیو او د پاکستاني ټولنې زیاتو مؤثرو شخصیتونو رول درلود، چې د دوی له ډلې څخه یو هم د بېلګې په توګه مفتي عبدالرحيم دی چې د جامعة الرشيد په څېر د یوې مهمې مدرسې مهتمم او مدیر هم دی چې یو لړ څرګندونې یې دلته را اخلو، دا مفتي صاحب د خپلو شاګردانو سره په څو نشر شوو مرکو کې ډېر په څرګندو کلماتو وايي چې د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان لپاره د ګواښونو مرکز ګرځېدلی او په دې لړ کې په افغانستان کې حاکم نظام په پاکستان کې د موجودو افغان کډوالو څخه استفاده کوي.
د یوې مرکې عنوان یې دی «افغانستان او ایران په پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په مرکزونو څرنګه بدل شول» د یوې بلې مرکې عنوان یې دی (د افغانستان او پاکستان سرحدي ستونزې: راتلونکې خطره هند نه، بلکې افغانستان دی). همدا راز یې دا په تفصیل سره څېړلي دي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو شتون څرنګه د پاکستان د امنیت لپاره د ګواښونو مصدر ګرځي، تصور دا وړاندې کوي چې په پاکستان کې ټولې موجودې ستونزې د افغانستان د پخوانیو حکومتونو له پلوه رامنځته شوي او د اسلامي امارت له راتګ سره دا ستونزې نورې هم زیاتې شوي او د اسلامي امارت په لاس کې د پاکستان لپاره د دې ستونزو د را ولاړولو تر ټولو مهمه وسیله په پاکستان کې د بې شمېره افغان کډوالو شتون دی. په یو ځای کې وايي: چې اوس (د اسلامي امارت په موجودیت کې) هم پر افغانستان د امریکايي او اروپايي او هندي استخباراتو دومره اثرات دي چې د له منځه وړلو لپاره یې یوه پېړۍ په کار ده، له همدې امله زموږ استخباراتي ادارو د دې سرحد د تړلو او د کډوالو د بېرته لېږلو فیصله وکړه» بیا وايي: د افغانستان سرحد د ډالرو د قاچاق، انساني قاچاق، د غلو د تګ راتګ او همدا راز د نشه یي توکو د قاچاق لپاره استعماليږي. بیا وايي: له افغانستان څخه وسله هم پاکستان ته قاچاقېږي، امریکامتحده ايالات په افغانستان کې د اوو ميلیاردو ډالرو وسله پرايښې ده او دا د همدې لپاره چې شا و خوا هېوادونو ته قاچاق شي او دا سیمه ناامنه کړي، له افغانستان څخه د سوداګريزو مالونو قاچاق هم کېږي، د افغانستان حکومت په قبايلي سیمو کې خانانو او علماوو ته پیسې ورکوي او د پاکستان حکومت دا لاسوهنه بندول غواړي او کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت رامنځته شو، یعنې موجوده اسلامي امارت واک ته ورسېده، نو پاکستان ته ډېر زیات اقتصادي او ټولنیز زيانونه ورسېدل، دومره زيانونه چې تاسې یې تصور هم نه شې کولای، اوس چې څومره جنګونه په پاکستان کې روان دي دا ټول له افغانستان څخه اداره کېږي، له افغانستان څخه جنګیالي دلته رالېږل کېږي، له پاکستان څخه خلک د نظامي زده کړو لپاره وړل کېږي او هلته ورته زده کړه ورکول کېږي، له دې امله څومره سختي چې موږ د هند سره په سرحد باندې کوو باید د هغې لس چنده سختي له افغانستان سره پر سرحد باندې هم وکړو، ځکه له افغانستان څخه چې کوم خطر پاکستان ته متوجې دی هغه له هغه خطر څخه لس چنده زیات دی چې له هند څخه پاکستان ته متوجې دی.
په دې منځ کې د پاکستان له اردو څخه ډېره کلکه دفاع کوي، بیا چې کله ترې د کډوالو د اجباري شړلو په اړه پوښتنه وشي، نو وايي: افغانستان له پاکستان سره په پروکسي او نیابتي جنګ کې ښکېل دی او د دوی له پلوه په هر ډول زموږ هېواد ته د زیان اړولو هڅې روانې دي، د هغوی رسنۍ د پاکستان پر ضد دومره زهرجن تبلیغات کوي چې د هند رسنۍ یې هم نه کوي، نو په دې حالاتو کې چې افغانستان موږ سره د جنګ په حالت کې دی او بیا په دومره ګڼ شمېر کې افغانان دلته اوسېږي چې موږ ته یې پوره او کره معلومات هم نشته او د پاکستان پر ضد ډېر دښمنانه احساسات هم له ځان سره لري او د هغوی اصلي دښمنانه احساسات هغه وخت ډېر په ډاګه څرګندېږي چې کله د پاکستان او هند ترمنځ او یا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کرکت لوبه وي، نو په داسې حال کې چې پاکستان له افغانستان سره د جنګ په حالت کې دی او د هغوی دومره خلک په پاکستان کې اوسېږي او ټول نظامي زده کړې هم لري او د وسلې له استعمال سره هم بلد دي، نو د دومره خلکو په موجودیت کې څنګه ممکن دی چې پاکستان خپله دفاع وکړی شي. لنډه خبره یې دا ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو موجودیت د پاکستان د اقتصادي، نظامي او ټولنیز امنیت لپاره جدي ګواښ دی. دا د کډوالو پر ضد د ناروا کړنو لپاره د ذهنیت جوړونې پیل و، په دې توګه د یو مفتي صاحب په خوله هغه څه وویل شول چې د پاکستان د نظامي استخباراتو خبره وه، تر څو ټولنه پرې باور وکړي.
ځینو نورو مؤثرو شخصیتونو چې د دې حالت په سمولو کې یې رول درلودلای شو د سلبي دریځ په غوره کولو سره یې په دې ټولنیز ذهنیت جوړونه کې خپله ونډه درلوده، په دې معنی چې هغوی د امنیتي کولو دا کړنه نقد کولای شوه، خو هغوی پټه خوله پاتې شول، ټولنې ته ددې پټه خوله پاتې کېدلو دا پیغام درلود چې که دا خبره غلطه وی، نو دا شخصیتونه به پټه خوله نه پاتې کېدل، پاکستاني رسنیو او د دې رسنیو له لارې ځینو اغېزمنو شخصیتونو داسې فضاء را جوړه کړه چې له څلوېښت پنځه څلوېښت کالو راهیسې هلته پراته امن خوښوونکي افغان کډوال یو ناڅاپه د پاکستان د ټولنیز امنیت لپاره تر ټولو ستر ګواښ وګرځېدل.
درېیم پړاو:
غیر عادي کړنې (Extraordinary Measures): د کوپن هاګن د مکتب د امنیتي کولو د نظریې درېیم پړاو غیر عادي کړنې او استثنایي تدابیر دي، د دې معنی دا ده چې کله یوه قضیه د امنیتي ګواښ په توګه وړاندې کړی شوه او ټولنې هغه مسئله د امنیتي ګواښ په توګه ومنله، نو بیا حکومت او نظام د هغې په اړه غیر عادي تدابیر نیسي او په اړه یې استثنایي ګامونه پورته کوي، د افغان کډوالو په مسئله کې هم د درېیم پړاو په توګه د پاکستان حکومت داسې ګامونه واخیستل چې له هیڅ قانون سره برابر نه وو او نه د هغه ګاونډیتوب غوښتنه وه چې د پاکستان حکومت به یې ادعا کوله، پولیس د خلکو کورونو ته په زور ننوتل، کډوال یې بندیان کړل، د افغانانو تور سرې ووهل شوې، له افغان کډوالو څخه د هغوی مالونه او خپل ملکیتونه په زور ستانه کړای شول، بلکې چور کړای شول، پولیسو ترې هر څه واخیستل او په ډېر بد وضعیت یې را وشړل چې دې کړنو د بشر د حقونو د نړیوالو سازمانونو غبرګونونه هم له ځان سره درلودل.
د پاکستان د حکومت له پلوه چې کله افغان کډوال د هغه هېواد د امنیت لپاره د ګواښ په توګه معرفي کېږي، نو دوی یوازې نظامي امنیت په نظر کې نه لري، بلکې دوی هم د کوپن هاګن د امنیتي مکتب له نظریې سره سم افغان کډوال د سیاسي امنیت، نظامي امنیت، اقتصادي امنیت، ټولنیز امنیت او چاپېریالي امنیت ته د ګواښ په توګه معرفي کړل، کله وايي چې د دوی په سیاسي چارو کې لاس وهنې کوي، د یو ګوند په تايید په مظاهرو کې برخه اخلي، کله وايي چې په قاچاق، غلا او نشه یي توکو په خپرولو او عامولو کې لاس لري او په دې توګه ټولنیز امنیت له ګواښ سره مخ کوي او کله وايي چې د ټي ټي پي او (BLA) (د بلوڅانو د ازادۍ پوځ) له پلوه په سرته رسېدلو بريدونو کې لاس لري او د دوی نظامي امنیت ته ګواښ متوجې کوي، دا په داسې حال کې ده چې دې کډوالو هلته څلوېښت کاله تیر کړل، خو دا ګواښونه یې اوس، د هغه هېواد امنیت ته متوجې کړل.
له دې څرګندېږي چې د افغان کډوالو مسئله په حقیقت کې د پاکستان د امنیت لپاره نه ګواښ وه او نه به په راتلونکې کې شي، بلکې په حقیقت کې د هغه هېواد د ادارو او په ځانګړې توګه د هغه هېواد د نظامي استخباراتو له پلوه دا مسئله امنیتي شوه، د دې څرګند دلیل دا دی چې دا قضیه په لومړي ځل د هغه هېواد د لنډمهاله لومړي وزير انوار الحق کاکړ له لورې مطرح شوه چې د پاکستان ټول خلک یې په دې پېژني چې هغه د همدې نظامي استخباراتو او د ترشا حکومت (Establishment) سړی دی.
(یادونه؛ دا چې په پاکستان کې د افغان کډوالو قضیه ولې امنیتي شوه به په راتلونکې لیکنه کې خپره شي.)