د هند او امریکا ترمنځ ټکان ورکونکی درز – هپيمون جېکب

هپيمون جېکب
هپيمون جېکب د هند په جواهر لال نهرو پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو پروفیسور دی. ښاغلی جېکب د ستراتیژیکو او دفاعي څېړنو شورا بنسټايښودونکی او مشر دی، او ترڅنګ یې د “د هند نړۍ” مجلې مسوول مدیر هم دی. هپيمون جېکب د هند، افغانستان او پاکستان په تړاو یو شمېر کتابونه هم لیکلي او معتبرو خپرندویه ټولنو خپاره کړي دي.
لیکوال: هپيمون جېکب
منبع: د فارن آفیرز مجله
ژباړه: د جیو افغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز
په تېرو ۲۵ کلونو کې هند او امریکا یو بل ته ډېر نږدې شوي وو او د اقتصاد او ستراتیژۍ په کچه یې له یو بل سره ژورې اړیکې جوړې کړې وې. دواړه هېوادونه د نړۍ تر ټولو لویې ولسواکۍ دي، د پلورالیستیکي ټولنو کوربه دي او د چین د راپورته کېدونکي ځواک په اړه شریکې اندېښنې لري. خو په وروستېو څلورو میاشتو کې د ډیلي او واشنګټن ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې زیانمنې شوې دي او د ټرمپ بېرته واک ته رسېدا د روانې پېړې د یوې ربعې لاسته راوړنې ګواښي.
ټرمپ د هند په تړاو د بهرنۍ تګلارې حساسې کرښې ماتې کړې دي. دا بیا هغه کرښې وې چې تېرو امریکایي حکومتونو ورته درناوی درلود. اوس مهال هند د امریکا له تر ټولو لوړې ګمرکي مالیې سره مخ دی (۵۰ سلنه)، چې له روسیې د تېلو د پیرودلو له امله پرې لګول شوي دي. دلته په زړه پورې دا ده چې د هغه چین په پرتله پر هند ډېره لوړه مالیه لګېدلې، چې واشنګټن غوښتل د هند پر مټ یې مهار کړي. دا هر څه په داسې مهال کې پېښېږي، چې ټرمپ د هند له رقیب یعنې له پاکستان سره د تېلو د سرچینو د موندلو په تړاو د یو تړون اعلان هم کړی دی.
په مۍ میاشت کې ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ د یوې جګړې پر مهال د اوربند د منځګړتوب ادعا وکړه. نوي ډیلي په دې تړاو سخت غبرګون وښود، ځکه هند هېڅکله هم د پاکستان او هند په قضیه کې د درېیمګړي منځګړتوب نه مني. خو ټرمپ پر خپلې خبرې ټینګ ودرېد، په داسې حال کې چې پاکستان له ټرمپه هرکلی وکړ او د سولې د نوبل جایزې لپاره یې هم نوماند کړ.
هندي چارواکي د روان وضعیت په تړاو په غوسه دي، خو ترڅنګ یې دوی په دې هم ښه پوهېږي چې یوازې غبرګون ښودل کومه ګټه نه لري. له همدې ځایه دوی د وخت تېرولو ستراتیژي غوره کړې ده، څو د ټرمپ غوسه نوره ونه پاروي، خو د کور دننه خپلو خلکو ته داسې ښيي چې امریکا یې بې ځوابه هم نه ده پرېښې. د ټرمپ دغه چلند د هند ستراتیژیکې محاسبې ګډې وډې کړي او د ملګرتیا بنسټونه یې ور لړزولي دي.
هند د «ملټيلېټرال یعنې څو اړخیزتوب» سیاست غوره کړی دی، څو له ټولو سره خپلې اړیکې وساتي خو په ښکاره د کوم اتحاد غړی نه دی. خو اوس روښانه شوې ده چې دا تګلاره کمزورې ده. سره له دې به هند بیا هم خپله لاره پرې نه ږدي. او پر ځای به یې لا هڅې وکړي چې له ټولو لوریو سره خپلې اړیکې پراخې کړي، څو د ټرمپ د بېثباته سیاستونو پر وړاندې ځان خوندي کړي.
په ځان راوستی حالت؟
له خپلواکۍ راهیسې، هند تر ډېره د ناپېیلتوب سیاست تعقیب کړی دی. یعنې له رسمي اېتلافونو یې ځان لرې ساتلی او هڅه یې کړې چې د سیالو بلاکونو برخه ونه ګرځي. دغه دریځ د سړې جګړې پر مهال د هند د ډیپلوماسۍ بنسټ جوړاوه، خو دې چلند بیا د شوروي اتحاد له سقوطه وروسته بدلون وموند. هند خپل اقتصاد پرانیست او د امریکا له متحده ایالاتو سره یې د ښو اړیکو جوړولو هڅه وکړه. نن د هند بهرنی سیاست د څو اړخیز تړاو یا multi-alignment پر تګلارې ټینګار کوي. د دې تګلارې له مخې، هند اېتلافونه نه مني، د څو قطبي نړیوال نظم ملاتړ کوي، د کوم ځواکمن هېواد برلاسي نه مني او له بېلابېلو لوبغاړو سره د موضوعاتو پر اساس همکاري کوي.
دغه تګلاره نه دا چې له عملي اړخه پرمخ وړل شوې، بلکې د دې هیلې له مخې هم پلي کېږي څو هند وکولای شي په راتلونکي نړیوال نظم کې د یو مهم قطب په توګه رول ولوبوي. د هند سیاسیونو باور درلود چې د هېواد اقتصادي، ستراتیژیکې او پوځي اړتیاوې یوازې د یوه شریک یا یوه اېتلاف له لارې نه شي پوره کېدای. دوی ګومان کاوه چې هند کولی شي له ایران او روسیې سره اړیکې وساتي، خو په عین حال کې له اسراییلو او امریکا سره هم نږدې پاتې شي او په نړیوال جنوبي بلاک کې له برازیل او سویلي افریقا سره هم ملګرتیا ولري. د نوي ډیلي محاسبه دا وه چې واشنګټن به د نوي ډیلي دا ډول چلند وزغمي، ځکه امریکا به هند تل د چین د مهارولو لپاره یو حیاتي شریک وګڼي.
سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ ستنېدا د هند د دې ستراتیژۍ بنسټونه ولړزول او د نوي ډیلي پخواني اټکلونه یې وننګول. د امریکا لوړې تعرفې چې پر هند لګېدلي، به په جدي توګه د هند پر اقتصادي ودې منفي اغېزه وکړي. له پاکستان سره د امریکا تازه اړیکې د مۍ میاشتې له پوځي نښتې وروسته لا پیاوړې شوي دي. هند اوس په یو داسې جیوپولټیکي چاپېریال کې ځان یوازې احساسوي او ډېر ورته ناپېژندلی ښکاري او د سیمې د اساسي لوبغاړي په توګه یې حیثیت کمزوری شوی دی.
د هند د ستراتیژۍ ځینې اساسي شرایط هم د ټرمپ پر لاس ګډوډ شول. هند فکر کاوه چې دا هېواد به د سترو قدرتونو د سیالۍ په ډګر کې مهم رول ولوبوي، په داسې حال کې چې امریکا او متحدین یې په یوه بلاک کې او چین او روسیه په بل بلاک کې ولاړ دي. پاکستان ورته په دې ستره لوبه کې د څنډې هېواد ښکاره کېده، ځکه په افغانستان کې د طالبانو واک ته له ستنېدو وروسته یې نړیوال حیثیت کمزوری شوی و. که څه هم هند پر یوکراین د روسیې له یرغل وروسته پر مسکو هېڅ انتقاد ونه کړ، خو لا یې هم ځان د امریکا او اروپا لپاره د یو مهم ملګري په توګه ګاڼه. ځکه په وګمان یې واشنګټن به تل د چین پر وړاندې پر هند حساب وکړي.
د روسیې-اوکراین جګړې هند ته فرصت ورکړ چې خپله د multi-alignment تګلاره ښکاره کړي او په نړیواله کچه خپله ونډه زیاته کړي. د جګړې اړخونه—روسیه، اوکراین، امریکا او اروپا—ټول د هند د ملاتړ غوښتونکي شول. په دې توګه، هند وتوانېد چې له امریکا او اروپا سره اړیکې وساتي او په عین وخت کې له روسیې د ارزانه تېلو له رانیولو ګټه پورته کړي. که څه هم کله ناکله د امریکا چلند په سیمه کې د هند د خوښې خلاف و، لکه په ۲۰۲۴ کال کې په بنګلهدېش کې د هند-پلوه مشر د لرې کولو پر مهال بېپروايي، خو بیا هم هندي چارواکو د امریکا دا ډول ښکېلتیا د سیمې لپاره ګټوره بلله. د هند په نظر د امریکا داسې ښکېلتیا غوره وه چې ان کله ناکله ستړې کوونکې هم وي، خو بیا هم د ګاونډي چین په پرتله ډېره ښه بلل کېده.
لړزېدونکې بنسټونه او بدلېدونکې موخې
سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ بېرته ستنېدل د نوي ډیلي ټولې اټکل شوې فرضیې ګډې وډې کړې. پر ځای د دې چې امریکا ځان د سترو قدرتونو د سیالۍ لپاره چمتو کړي، سپینه ماڼۍ اوس په ټوله نړۍ کې یوازې د لنډمهاله ګټو په لټه کې ده. د همدې لید له مخې، واشنګټن له چینه ډېر څه ترلاسه کولی شي. د اوکراین جګړه باید ختمه شي ځکه د دې جګړې ملاتړ د امریکایي مالیه ورکوونکو پر اوږو بار ده، او له روسیې سره د اروپا ستونزې د اروپا ستونزې دي، نه د امریکا. په داسې یوه نړۍ لید کې، د هند جیوپولټیکي پروفایل په اوتومات ډول رالویږي.
په دې تړاو د یوې ښې بېلګې په توګه، د تعرفو موضوع در واخلئ. هندي حکومتونه تل د کورني تولید او کرنې د ساتنې په موخه لوړې تعرفې لګولې دي، څو عاید ترلاسه کړي او د سوداګرۍ توازن کنټرول کړي. هند دا تعرفې د خپل اقتصاد د ودې لپاره ضروري بولي، خو امریکا د هند د سوداګرۍ د دوامدار کسر، د کرنې سبسایډي او د هند د جیوپولټیکي مانورونو له امله ناخوښه وه، په ځانګړي ډول د BRICS غړیتوب او د روسیې پر تېلو او وسلو تکیه. د امریکا پخوانیو حکومتونو دا مسایل دومره جدي نه نیول او غوښتل ېې هند په ورو ورو خپل اقتصاد ازاد کړي او له روسیې لرې شي. خو د ټرمپ اداره بیا داسې حوصله نه لري.
د سترو قدرتونو د سیالۍ په اړه د واشنګټن نوې تګلاره یوازې د امریکا د هند پر تګلارې اغېزمنه شوې نه ده، بلکې د نورو لویو لوبغاړو پرېکړې یې هم بدلې کړې دي چې دا بیا د هند لپاره لویې پایلې لري. د بېلګې په توګه، روسیه احساس کوي چې ټرمپ د بایډن په څېر د اوکراین ملاتړ ته ژمن نه دی. د چین له لوري د نړیوال نظم پر وړاندې ننګونې ته دومره اهمیت نه ورکوي او په اروپا او اسیا کې د خپلو متحدینو د امنیت تضمین ته زړه نه ښه کوي. د همدې لپاره، ټرمپ غواړي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره غونډه وکړي او په ورته وخت کې هند د روسيې د تېلو د اخیستلو له امله مجازات کړي. دا بیا هغه څه دي چې امریکا مخکې خپله هند همدې ته هڅاوه.
د دې په نتیجه کې، روسیه نور ځان هند ته کم اړ ګڼي او له هند سره د د لا زیات ملاتړ کولو لپاره لېوالتیا نه لري. د همدې دلیل له مخې، د هند او پاکستان د وروستۍ نښتې پر مهال د روسیې ملاتړ نیمګړی او مبهم و. مسکو نه د پاکستان نوم واخیست، او نه یې هم د هند پوځي غبرګون تایید کړ، یوازې یې د شخړې د دیپلوماتیک حل غوښتنه وکړه. دې د هند تحلیلګران حیران کړل، ځکه دوی تمه لرله چې روسیه به په ښکاره د هند تر شا ودرېږي، لکه څنګه چې اسراییلو په ښکاره د هند ملاتړ وکړ. د هند شنونکي شک لري چې روسیه د چین د خپګان له وېرې غلې پاتې شوه، ځکه چین د پاکستان ستراتیژیک ملګری دی او اسلام آباد ته نوې وسلې ورکوي.
راتلونکي ته په کتو، ښاييروسیه د هند پر ځای له چین سره خپلو نږدې اړیکو ته لومړیتوب ورکړي. ځکه مسکو اوس د هغو شریکانو په لټه کې دی چې کولی شي امریکا او اروپا وننګوي، نه یوازې دا چې له دوی سره سوداګریزې اړیکې وپالي. چین دا کار کولی شي، خو هند یوازې په سوداګرۍ متمرکز دی. په دې حساب، د پاکستان پر وړاندې د یوې راتلونکې جګړې پر مهال د روسیې ملاتړ ډېر کم باوري ښکاري او د چین پر وړاندې د احتمالي جګړې پر مهال به روسیه له نوي ډيلي سره هېڅ مرسته ونه کړي.
د جنوبي اسیا په تړاو د ټرمپ ډېره کمه پاملرنه به د چین لپاره لاره هواره کړي، څو په سیمه کې د ځواک توازن په خپله ګټه واړوي. چین به د پورونو له لارې، د پوځي تړونونو او سیاسي ـ دیپلوماتیکو اړیکو په پراختیا سره په سیمه کې خپله ونډه نوره هم پیاوړې کړي. د پاکستان د پوځ وسایل او وړتیاوې هم د چین په مرسته زیاتې شوې دي او د هند و پاکستان د وروستي کړکېچ پرمهال یې د هند پر دفاعي لیکو فشار راووړ. نن سبا چین د جنوبي اسیا په چارو کې تر بل هر وخت ډېر ښکېل دی او د دوی پوځي صنعت به په راتلونکو جګړو کې لا مهم رول ولوبوي. که چین وکولی شي په سیمه کې خپلې ریښې نورې هم وغځوي، دا به د ټرمپ د تګلارې په برکت وي. د امریکا ولسمشر غواړي له چین سره د سوداګرۍ معامله وکړي، هند تر فشار لاندې ونیسي او همدا راز د هندي ـ ارام سمندر د برخلیک په اړه ډېره لږه لیوالتیا ښيي. دا ځانګړې تګلاره به چین ته اجازه ورکړي چې په سیمه کې خپله ونډه پراخه کړي، هغه هم د هند په زیان.
پر پخوانیو پلونو دې کېږده قدمونه
د وروستیو میاشتو د بهرني سیاست شاتګونه ښيي چې د هند د “ملټي الاینمنټ” یا څو اړخیزه اړیکو تګلاره له جدي محدودیتونو سره مخ ده. په مۍ میاشت کې له پاکستان سره د نښتو پر مهال، د هند ډېری نړیوال ملګري د یوې احتمالي اټومي جګړې په اړه ډېر اندېښمن وو؛ ان که دا ډول امکان ډېر لږ هم و خو دوی بیا هم د هند د ملاتړ پر ځای، بېطرفه پاتې شول. د دوی دا چلند د هند له هغه دریځ سره ورته و، چې د روسیې-اوکراین کړکېچ پر وړاندې یې نیولی و: هند د روسیې او اوکراین په جګړه کې طرف نه شو، خو دې پرېکړې بیا دواړه اړخونه ناراضه کړل، نو ځکه، کله چې هند خپله کړکېچ تجربه کړ، هېڅ یو لوری یې د ملاتړ لپاره مخې ته رانغی.
هند داسې انګیرله چې د لویو قدرتونو تر منځ له سیالۍ به ګټه پورته کړي او د امریکا، روسیې او چین تر منځ د توازن په لوبه کې به ځان مرکزي کړي. دا محاسبه تر هغې پورې ښه روانه وه چې نړیواله سیالي بدله شوه. خو ټرمپ د هند سیاستوالو ته په ډاګه کړه چې واشنګټن دوی د اسیا؛ مرکزي لوبغاړي نه ګڼي. د تعرفو لوړې کچې پرېکړې، چې د هند چارواکي یې له خبراوي پرته وځپل، د دوی دا تمه شنډه کړه چې امریکا به تل د هند ګټې په پام کې نیسي. ټرمپ له چین او روسیې سره معاملې غواړي، پر خپلو متحدینو فشار راوړي او داسې ښکاري چې د امریکا او چین تر منځ د نړۍ وېشلو ته لیواله دی. په داسې معادله کې د هند اهمیت په ډېره لوړه کچه راکمېږي.
خو دا یوازې د هند ستونزه نه ده. اروپا او د امریکا نور متحدین په اسیا کې هم ورته ناهیلۍ تجربه کوي. له همدې ګډو شکونو څخه هند کولی شي یو نوی فرصت هم ومومي: له اروپایي هیوادونو، جاپان او سویلي کوریا سره خپلې اړیکې پراخه کړي، ځکه دوی هم د ټرمپ د ادارې د بېباورۍ له امله د توازن په لټه کې دي. همدارنګه، نوي ډیلي کولی شي له چین او روسیې سره خپلې اړیکې نږدې کړي. د مثال په توګه، لومړي وزیر نریندرا مودي تایید کړې ده چې ولادیمیر پوتین به سږ کال هند ته سفر وکړي.
په هر حال، هند د چین په وړاندې د امریکا نرم دریځ په جدي توګه اندېښمن کړی دی. نوي ډیلي له دې وړاندې د دفاعي وړتیاوو د پياوړي کولو لپاره ګامونه اخیستي، د وسلو رانیولو سرچینې او عرضه کوونکي یې متنوع کړي او په دې برخه کې یې د باور وړ ملګري یې هم پیدا کړي. هند به د دې جیوپولټیکي توپان پر وړاندې له دیپلوماتیک مهارت او صبره کار واخلي، خو اوږدمهاله اغېزې به یې د هند د بهرني سیاست پر لید او ستراتیژۍ زیاتې وي. له همدې ځایه، د هند او امریکا دوه اړخیزې اړیکې به سخت زیان وویني. هغه کورني عوامل چې په امریکا کې تل د هند ملاتړ کوونکي ګڼل کېدل لکه د هند لویه ډایاسپورا، دوه ګوندي اجماع او د هند پلوو سیاستوالو ملاتړ؛ اوس ټول چوپ دي. د دې له امله، د هند د بهرني سیاست په حلقو کې د امریکا ضد نظرونه یو ځل بیا وده کوي.
په متضاده توګه به د هند ځواب “هماغه پخوانۍ تګلاره” وي. د څو اړخیزه تړاو یا ملټي الایمنټ نیمګړتیاوې به هند دې ته ونه هڅوي چې دا تګلاره پرېږدي، بلکې دا به لا پسې پیاوړې کړي. که واشنګټن د هند لپاره د باور وړ نه وي، نوي ډیلي به د نورو شریکانو په لټه کې شي. له چین او روسیې سره د ټرمپ د نږدې کېدو هڅې به هند هم دې ته اړ کړي چې له دغو هیوادونو سره خپل واټن راکم کړي. په دې توګه، د هند د څو اړخیزه تړاو یا ملټيالایمنټ سیاست له یوې سختې جیوپولیټیکي ازموینې تېر شو، خو د دې پایله دا نه ده چې هند به دغه تګلاره پرېږدي؛ برعکس، نوی ډيلي به دا تګلاره لا پسې ټینګه وساتي.