LOADING CLOSE

فرعونیان، مهاراجاګان، او د څو قطبي نړۍ جوړېدنه – امیتاو اچاریه

امیتاو اچاریا
تیوریسن او مفکر

امیتاو اچاریا د نړیوالو اړیکو یو نومیالی پروفیسور دی. هغه د یو شمېر مشهورو کتابونو لیکوال دی. د هغه وروستی اثر «راتلونکی او تېر نړیوال نظم: نړیوال تمدن به د لوېدیځ له زواله وروسته ولې ژوندی پاتې شي» (۲۰۲۵) نومېږي. ښاغلی اچاریا په ۲۰۱۴–۱۵ کلونو کې د نړیوالو مطالعاتو د ټولنې (International Studies Association) د رییس په توګه وټاکل شو، او په دا توګه دی لومړنی نالویدیځه و چې د دې ټولنې ریاست یې ترلاسه کړ.

د اچاریا د څېړنې اصلي برخې عبارت دي له: په نړیوال سیاست کې د مفکورو او نورمونو خپرېدل؛ د جوړښتي (Constructivist) نړیوالو اړیکو تیوري؛ د سیمې د پرتله‌ييزو اړیکو مطالعه، په ځانګړي ډول د آسیان سیمه؛ او د نړیوالو اړیکو په تیوري او عمل کې د نړیوال جنوب (Global South) یا نړیوال آی آر (Global IR) ونډه.

لیکوال: امیتاو اچاریه

ژباړه: د جیو افغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز

لکه څنګه چې د امریکا د برلاسۍ دوره پای ته رسېږي، پوهان او پالیسي جوړوونکي په طبیعي توګه دا بحثوي چې له دې وروسته به څه پېښېږي. ایا د څو قطبي نړۍ راټوکېدنه به په خپله د بې‌ثباتۍ لامل وګرځي؟ او ایا د سولې او هوساینې لپاره د یوه ځواکمن او یوازیني زبر ځواک برلاسي اړینه ده؟

په لوېدیځ کې ورځ تر بلې دا نظر پیاوړی کېږي چې څو قطبي توب، یا د یو هژمون (د برلاسي واکمن ځواک) نه شتون، به په اسانۍ ګډوډي وزېږوي. خو دا پایله د امریکا او اروپا د وروستیو تجربو پر شواهدو ولاړه ده. کینیت والتز، د بېلګې په توګه، د څو قطبي سیستمونو د بې‌ثباتۍ په اړه خپل تاریخي او بنسټیز استدلال د اروپا د وچې د حالاتو د پرتله کولو پر بنسټ کوي. په همدې ډول، دا باور چې یوازې یو برلاسی ځواک کولای شي بازارونو ته لاسرسی او د امنیت ټینګښت یقیني کړي، چې یو شمېر پوهانو ورته د چارلس کېنډلبرګر د څېړنې پر بنسټ د «هژمونیک ثبات تیوري» نوم هم ورکړی، او دا بیا تر ډېره د برېتانیا د لومړۍ نړیوالې جګړې تر دمخه او د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا پر تجربو ولاړ ده.

خو د نړیوال نظم راتلونکی ښايي هغه مهال لا ډېر هیله‌بښونکی شي که د شلمې پېړۍ د لوېدیځ له چوکاټه بهر په یو شمېر نورو بیلګو کې ولټول شي. لرغونی تاریخ ځینې داسې ډراماتیکه مثالونه وړاندې کوي چې څو قطبي سیستمونه څرنګه د سولې په ساتلو کې بریالي شوي دي. که څه هم نننۍ نړۍ له هغو ستونزو سره توپیر لري چې د لرغوني منځني ختیځ ستر پاچاهان او فرعونیان ورسره مخ وو، او هم له هغو ننګونو سره چې د لرغوني سمندري هند سوداګرو او مهاراجاګانو تجربه کړې وو. خو بیا هم سره له دې، د دغو دواړو قضیو څېړنه کولای شي د ۲۱مې پېړۍ لپاره د څو قطبي توب د بریا ځینې تلپاتې درسونه وړاندې کړي.

د آشور پاچا اشور-اوبالط له لوري د مصر پاچا ته لیک (۱۳۵۳–۱۳۳۶ ق.م). دا لیک د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د امارنه په ښار کې وموندل شو، چې د فرعون اخناتون پلازمېنه وه.
د آشور پاچا اشور-اوبالط له لوري د مصر پاچا ته لیک (۱۳۵۳–۱۳۳۶ ق.م). دا لیک د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د امارنه په ښار کې وموندل شو، چې د فرعون اخناتون پلازمېنه وه.

له میلاده وړاندې د دویمې زریزې په نیمايي کې، منځنی ختیځ د یو شمېر امپراتوریو تر واک لاندې و، چې په دې کې د مصر، حتي (د هیتیانو امپراتوري)، میتاني، اشور، او بابل امپراتورۍ شاملې وې. مصر، د تر ټولو زوړ، شتمن او تر ټولو ډېر متمرکز حکومت په توګه، لوړ مقام درلود، خو هېڅکله یې هم د یو هژمون حیثیت نه درلود. د شمال لور ته حتي (د هیتیانو امپراتوري) پرته وه، چې د اناتولیې یو ځواک و او د شام سیمو ته یې لاسرسی درلود. ورپسې، د دجلې او فرات سیندونو پر غاړه ختیځ ته، د میتاني غیرمتمرکزه امپراتورۍ وه، او څنګ ته یې اشور ځای درلود، او بیا ورپسې د کاسیانو بابل. دغه پنځه ځواکونه په اصل کې یو څو قطبي نظام جوړاوه، خو دوی د برابرۍ او متقابل عمل پر اصولو ولاړه باثباته اړیکې رامنځته کړې وې.

د دې سیستم د څرنګوالي بنسټیز شواهد له ۳۵۰ لرغونو مکتوبونو ترلاسه شوي دي، چې په ۱۸۸۷ میلادي کال کې په مصر کې د «تل‌العماره» په سیمه کې وموندل شول. که څه هم هغه سیستم چې دغه مکتوبونه یې منعکسوي له دې وړاندې پیل شوی و، خو دا لیکونه له میلاده ۱۳۶۰ کاله څخه تر ۱۳۳۲ کلونو پورې اړه لري. دا لیکونه د اکاډي ژبې په میخي خط لیکل شوي وو، چې د لرغوني میسوپوتامیا د اړیکو نړیواله ژبه وه، او د فرعون اخناتون (چې په امین‌حوتپ څلورم هم مشهور دی) په ماڼۍ کې ساتل شوي وو.

هغو سیاسي عالمانو چې دا اسناد یې څېړلي، استدلال کوي چې دا د «لومړي نړیوال سیسټم» پر لور یوه روښانه کړکۍ پرانیزي. د ریمنډ کوهن او ریمنډ وېسټبروک په وینا، دا اسناد ښيي چې «د ټول نږدې ختیځ ستر ځواکونه، له مدیترانې تر فارس خلیجه، له یو بل سره په منظمه توګه په سیاسي، سوداګریزو او ستراتیژیکو اړیکو کې بوخت وو.» د کوهن او وېسټبروک په وینا، دغه تعاملاتو «یو دیپلوماتیک رژیم» رامنځته کړ، چې له قواعدو، کنوانسیونونو، کړنلارو او بنسټونو څخه جوړ و، او د لویو پاچاهانو ترمنځ یې د استازیتوب، اړیکو او خبرو اترو څرنګوالی تنظیماوه.

له میلاده دوه نیم زره کلونه وړاندې د منځني ختیځ په زړه کې ګڼو امپراتوریو واکمنۍ درلودې.
له میلاده دوه نیم زره کلونه وړاندې د منځني ختیځ په زړه کې ګڼو امپراتوریو واکمنۍ درلودې.

د ډیپلوماتیکو تبادلو له لارې ښکاري چې دا رژیم د قناعت او فشار فکتورونه هم یو ځای کارول. په ژبه کې ډېر سمبولیک تعبیرونه – لکه د یو بل واکمن ته د ورور په توګه خطاب کول – په حقیقت کې د سیاسي محاسبې پرده وه. لیدنې، ډالۍ ورکول، او کلتوري درناوی ټول د دې لپاره کارېدل چې د خبرو دوام یقیني کړي، معلومات راټول کړي، او د هر پاچا د خپلواکۍ پر ساتلو ټینګار وکړي.

په دې لیکونو کې هغه ټول عناصر لیدل کېږي چې وروسته یې د نړیوالو نظامونو بڼه غوره کړه. د خپلو تعاملاتو پر مهال، سترو پاچاهانو تل د مساوي مقام لپاره هڅې کولې. یو لیک، چې اوس د نیویارک په مېتروپولیتن میوزیم کې دی، ښيي چې اشور، د یو نوي راڅرګندېدونکي ځواک په توګه، هڅه کوله د موجودو ځواکونو د ورورولۍ برخه شي. د هغه پاچا، اشور-اوبالیت، د مصر فرعون ته یو لیک واستاوه – چې ډېر احتمال لري اخناتون وي – او ترڅنګ یې هغه ته ډالۍ هم ولېږلې او هم یې ورڅخه د چټک ځواب غوښتنه وکړه او د مصر او د هغه د واکمنۍ په اړه یې ترې معلومات وغوښتل. په بل لیک کې، د بابل پاچا بورنا-بوریاش د مصر فرعون ته ولیکل، چې د متقابل عمل ارزښت ښيي. هغه ولیکل: «که څه هم زه او ته ملګري یو، ستاسو استازي دلته درې ځله راغلل، خو تاسو راته یوه ښکلې ډالۍ هم راونه لېږله. نو له همدې ځایه زه هم درته یوه ښکلې ډالۍ نه درلېږم.»

دغه لیکنې د یوه سیسټم برخه وې چې ډیپلوماتیک مصؤنیت او د دوامداره اړیکو چوکاټ یې برابر کړی و. دا کار د رسمي ټاپوګانو او د واکمنانو له خوا د الهي شاهدانو په حضور کې د اسنادو د تصویب له لارې ترسره کېده. د حاکمیت د برابرۍ تصور هم موجود و. که څه هم د مصر فرعون یو څه لوړ مقام درلود، خو له ده تمه کېده چې نور ستر پاچاهان د ځان برابر وګڼي او ورته ډالۍ ولېږي. له همدې کبله، کله چې د اشور پاچا اشور-اوبالیت د مصر له لوري تر میتاني پاچا لږ زر ترلاسه کړل، نو هغه ګیله وکړه او ویې ویل چې هغه زر دومره لږ دي چې «زما د استازو د سفر د لګښت لپاره هم بسنه نه کوي.»

د منځني ختیځ د سترو پاچاهانو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو یوه بله مهمه پایله د نړۍ د سولې لومړنی تړون و، چې د مصر فرعون رامسس دویم او د حتي پاچا حتوسلي درېیم ترمنځ په ۱۲۵۹ قبل میلاد کې لاسلیک شو. دا تړون، چې هم په مصري او هم په اکاډي ژبه لیکل شوی و، ګڼ شمېر مادې درلودې چې د دواړو پیاوړو دولتونو ترمنځ د شخړو د مدیریت لپاره جوړې شوې وې.

د خټې یوه تخته چې د قادش د سولې تړون پرې لیکل شوی، د مصریانو او حیتیانو ترمنځ لاسلیک شوی و. دا اوس د استانبول په لرغونپوهنو موزیمونو کې نندارې ته ایښودل کېږي.
د خټې یوه تخته چې د قادش د سولې تړون پرې لیکل شوی، د مصریانو او حیتیانو ترمنځ لاسلیک شوی و. دا اوس د استانبول په لرغونپوهنو موزیمونو کې نندارې ته ایښودل کېږي.

یوې مادې د متقابل نه‌تیري اصل تضمیناوه: «د حتي ستر شهزاده به هېڅکله هم د مصر پر خاوره یرغل ونه کړي څو له هغوی څه واخلي. او … د مصر ستر واکمن به هم هېڅکله د حتي پر خاوره یرغل نه کوي چې څه ترې واخلي.» بله ماده د ګډ امنیت اصل بیانوي: «که د مصر پر خاوره کوم بل دښمن یرغل وکړي او [د مصر واکمن] د حتي ستر شهزاده ته د مرستې بلنه واستوي او ورته ووایي: ‘راشه او زما د دښمن پر وړاندې له ما سره ودرېږه’، نو د حتي ستر شهزاده به له هغه سره مرستې ته راودانګي او … د هغه دښمن به ووژني.» په ورته ډول، «که کوم بل دښمن د حتي پر ستر شهزاده یرغل یوسي … نو د مصر ستر واکمن به د هغه مرستې ته راشي څو د هغه دښمن ووژني.» په دې کې د استرداد یوه ماده هم وه: «که یو ستر سړی د مصر له خاورې وتښتي او حتي ته راشي … نو د حتي ستر شهزاده به هغه ونه مني، [بلکې] … هغه به بېرته د مصر ستر واکمن ته وسپاري.»

په ټولیز ډول، دغه لیکونه هغه مشهوره انګېرنه ننګوي چې د سترو قدرتونو سیالي تل د ویجاړوونکو جګړو لامل ګرځي. بې‌شکه، لرغونی منځنی ختیځ له کړکېچونو خالي نه و، او لوی قدرتونه به کله ناکله د خپلو وړو ګاونډیانو پر وړاندې پوځي جګړې کولې. خو دوی هېڅکله هم د یو بل پر وړاندې جګړې ونه کړې. د کوهن او ویستبروک په وینا، دغه پنځه امپراتورۍ «د جګړو پر ځای خبرې کولې» او «په نادرو استثناوو کې» یې «د یو بل اړتیاوې او هیلې په متقابل ډول منلې او ورته یې ځای ورکاوه.»

البته، څو قطبي نظامونه هم په خپله ذاتي ډول تلپاتې نه وي. د «امارنا لیکنې» دا هم ښيي چې د کومو شرایطو لاندې دا ډول نظام په سوله ییزه توګه پاتې کېدای شي. هغه مهال منظمې اړیکې ساتل او د متقابل عمل پر اصولو درناوی کول، د مؤثرې ډیپلوماسۍ لپاره حیاتي وو.

خو له دې سره، د لرغوني منځني ختیځ پر نظم ډېر کم بحث شوی او لا هم کېږي. د دې برعکس د اروپا د قدرتونو کنسرت ته ډېره پاملرنه شوې، چې ۲۳۰۰ کاله وروسته د ناپلیون له ماتې وروسته رامنځته شو. د اروپا کنسرت، چې هینري کسینجر او نورو ډېر وستایه، له ځینو ځنډونو سره نږدې یوه پېړۍ دوام وکړ. خو د منځني ختیځ لرغونی مخکښ نظم، چې پکې د متقابل درناوي او برابرۍ کچه لوړه وه، د اروپا د کنسرت په پرتله لږ تر لږه دوه برابره اوږده، یعنې شاوخوا ۲۰۰ کاله ثبات وساته.

د ملاکا د مالايي سلطنت د قوانینو مجموعه – د نولسمې پېړۍ لومړنی لاسي نسخه، د اچهني ژبې په بڼه. د برېتانوي کتابتون زېرمه

له څو قطبي کېدو له وېرې سره تړلې بله پراخه انګېرنه دا ده چې ثبات او هوساینه د یوه واحد ستر ځواک شتون ته اړتیا لري. خو تاریخ داسې بدیل ماډلونه هم وړاندې کوي چې ښيي په څو قطبي نظام کې هم د آزادې سوداګرۍ ساتنه ممکنه ده. تر ټولو ښه بېلګه یې د هند سمندر دی. د اروپایي استعماري ځواکونو تر راتګ وړاندې، تر پېړیو پورې، د هند سمندر د نړۍ تر ټولو لوی پرانیستی سمندري سوداګریز نظام درلود. د دې سمندري سوداګرۍ اداره د ښار-ایالتونو یوې لړۍ اداره کوله، چې د مالینډي او ممباسا  او له ختیځه افریقا نیولې، په لویدیځه آسیا کې تر هرمز او عدن، او بیا په ننۍ سویلي ختیځه آسیا کې تر کالیکوت، ملاکا او مکاسر پورې غځېدلې وه.

موږ د دې سوداګریزې شبکې د فعالیت په اړه ډېر څه د «اندنګ اندنګ لاوت ملاکا» (د ملاکا د سمندري قوانینو) له لارې پوهېږو. دا یو حقوقي کوډ دی چې په ۱۵مه پېړۍ کې د سمندري کپتانانو یوې ډلې ترتیب کړی و. په دې قوانینو کې د کښتۍ د کپتان واک، د کښتۍ د عملې مسؤلیتونه، د سمندري تړونونو او پورونو د هوارولو لارې چارې مشخصې شوې وې. همداراز، د ګټې وېش، د ټکر تاوان، او د بندر د مالیې په غلا کولو د درغلۍ سزاګانې هم په کې ټاکل شوې وې.

ملاکا پخپله ستر ځواک نه و. خو د یوه ساحلي ښار په توګه یې یو داسې سوداګریز نظام رامنځته کړی و چې آزاد، عادلانه او شفاف و. په ۱۵مه پېړۍ کې د ملاکا نفوس شاوخوا ۱۰۰ زره تنه و، چې ډېری یې بهرني تجاران وو او له ۸۰ څخه ډېرې ژبې پکې ویل کېدې. سوداګري د هر ملت لپاره پرانیستې وه او دا له څلورو تر شپږو سلنې پورې د یوې روښانه ګمرکي مالیې تابع وه. سوداګري هېڅ ډول ګډوډي نه درلوده، بلکې برعکس په «ښه توګه تنظیم شوې» وه یا که د نننۍ زمانې اصطلاح وکاروو، نو «قانون-محوره» وه.

ځایي واکمنانو د بهرنیو سوداګرو په چارو کې لاسوهنه نه کوله؛ بیې به ټاکل کېدې او شخړې به د بهرنیو سوداګریزو ټولنو استازو، لکه عربانو، هندیانو، چینایانو او جاويانو حل کولې. ملاکا داسې یو نظام درلود چې د کښتۍ کپتان یا مالک کولای شوای خپل ټول بار پر یوې ټاکلې بیې پر لسو یا شلو ځایي سوداګرو وپلوري، او هغوی بیا د بار وېش په خپلو کې کاوه. دغه نظام د دې لامل کېده چې کښتۍ په چټکۍ سره خپل بار خالي کړي او د انفرادي خریدارانو د موندلو اړتیا له منځه ولاړه شي. دا په ځانګړي ډول هغه مهال ځکه مهم و چې د بادونو د موسمي بدلونونو له مخې د سفر دقیق وختونه تعقیبېدل. دا نظام دې ته هم لاره هواره کړه چې د بهرنیو توکو بیې په ملاکا کې د وړاندوینې وړ شي.

د هندي سمندر سوداګریزه شبکه.

مهمه دا ده چې د دې سوداګریز نظام بقا د هېڅ سیمه‌ییز ستر ځواک پر هژمونۍ ولاړ نه و. که څه هم ځینې معاصر تاریخپوهان غواړي بل ډول وانګیري، خو د هند سمندر هېڅکله هم د چین د نفوذ ساحه نه وه. که څه هم د سوېل ختیځې اسیا ډېری هېوادونه—لکه سریویجا، ملاکا او سیام—له چین سره د خراج اړيکې لرلې، خو سوداګري نه د چین تر واک لاندې وه او نه هم د چین له خوا اداره کېده. همدارنګه، که څه هم چینایانو د ۱۵مې پېړۍ په لومړیو کې د ادمیرال ژنګ هی تر مشرۍ لاندې دې سیمې ته اووه ځله ستره بیړۍ واستوله، خو د دې موخه هېڅکله هم د هند په سمندر کې د یوې امپراتورۍ جوړول نه وو.

په ورته ډول، هند په هندي سمندر کې په کلتوري او اقتصادي ډګر کې پیاوړی رول درلود، خو دې هېڅکله هم د ستراتیژیکې برلاسۍ معنا نه لرله. په دې تړاو د هند له خاورې یوازې دوه سمندري لښکرې راجستر شوې دي او هغه هم په ۱۱مه پېړۍ کې د سویلي هند د چولا د پاچاهۍ له خوا. که څه هم دغو لښکرو ویجاړۍ رامنځته کړې، خو د هندي سمندر پر سر یې د چولا امپراتورۍ جوړه نه کړه. ان سترې مغولي امپراتورۍ هم له دې ډډه کوله چې د سمندرونو د کنټرول په کاروبار کې ورښکېله شي. په داسې حال کې چې د وینس په څېر ځواکونه د سمندري قلمرو د پراختیا هڅې کولې، مغولو د سیمه‌ییزو دودونو درناوی کاوه، چې پر سمندر د ولکې پیدا کولو مخه یې نیوله. د مدیترانې په څېر، چې سمندر یې په څو برخو ویشل شوی و، او یا د اروپا د هنسیټیک لیګ په څېر، چې د آزادې سوداګرۍ حق یوازې د لیګ غړو ته ځانګړی شوی و، د هند په سمندر کې سوداګري د ټولو ملیتونو پر لور پرانیستې وه.

هلته چې د ملاکا په څېر ښارونو دا آزاد او د قوانینو پر بنسټ نظام رامنځته کړی و، د لوېدیځ لیکوالان ډېری وخت د سمندرونو د آزادۍ مفکوره د هالنډي حقوقي عالم هوګو ګروشیس ته منسوبوي. خو ګروشیس خپل مهم اثر ماره لیبیروم د هالنډ ختیځ هند د شرکت د اقتصادي مرستې پر مټ ولیکه. دا په اصل کې د یوې قانوني رسالې برخه وه چې د یوې پرتګالي بېړۍ د نیولو د توجیه لپاره جوړه شوې وه، چې له ختیځ هندونو راستنېدله—او دا عمل د ګروشیس د تره‌زوی له خوا ترسره شوی و. پرتګالیانو، د لومړني اروپایي ځواک په توګه چې هندي سمندر ته ورسېدل، پر دې سمندر انحصار ټینګ کړ، نه یوازې د آسیایي سلطنتونو، بلکې د سیال اروپایي قدرتونو د مساوي سوداګریز لاسرسي مخه یې هم ونیوله. ګروشیس استدلال وکړ چې د هغه تره‌زوی د پرتګالي انحصار پر ضد ګوذار کړی او د هالنډ د آزادې سوداګرۍ له حقه یې دفاع کړې ده. خو بالاخره، د پرتګالیانو تر ماتې وروسته، هالنډي ختیځ هند شرکت خپله پر اوسني اندونیزیا پراخ ټاپووزمه سیمو کې خپل انحصار ټینګ کړ. د وخت په تېرېدو سره، د ګروشیس سپانسر کوونکو د سیمې قانون محوره نظام ته د پای ټکی کېښود، ځایي واکمنان یې اړ کړل چې یوازې د هالنډ له لارې سوداګري وکړي او له یو بل سره یې ورته د سوداګرۍ اجازه ور نه کړه.

د ۱۷مې پېړۍ په لومړیو کې، هالنډیانو د سولاوسي په سوېل کې د ګوا ښار د مکاسر سوداګر منع کړل چې په مالوکو ټاپوګانو کې د لونګ، هندي جوز او د هندي جوز پوستکي وپلوري. د آزادې سوداګرۍ د دې تېري پر وړاندې، د ګوا واکمن سلطان علاءالدین اعلان وکړ: «خدای ځمکه او سمندر جوړ کړ؛ ځمکه یې د انسانانو ترمنځ وویشله، او سمندر یې ټولو ته په شریکه ورکړ. موږ هېڅکله نه دي اورېدلي چې څوک دې د سمندرونو له سفره منع شي.» د دې اصولي ټینګار په ځواب کې، هالنډیانو خپله زور زیاتی زیات کړ او په پای کې یې د مکاسر اصلي پوځي کلا ونیوله او ویجاړه یې کړه، او پر ځای یې د «فورټ رټرډام» په نوم بېرته جوړه کړه.

دا دوه بېلګې—د لرغوني منځني ختیځ د څو قدرتونو نظم او د هند سمندر د وړو بندري ښارونو اداره شوې سوداګریز شبکه—ښيي چې د نړۍ څو قطبي کېدل د پراخو تاریخي لیدونو له مخې څرنګه بل ډول ښکاري. د یو زبرځواک برلاسي تل د سولې یا آزادې سوداګرۍ لپاره اړین نه و. د پالیسي جوړوونکو او شنونکو لپاره اړینه نه ده چې هغه تاریخ ومني چې د څو پېړیو یا د محدودو جغرافیاوي تجربو پر بنسټ د تلپاتې او نړیوالو ادعاوو هڅه وکړي. له دویمې نړیوالې جګړې وړاندې د اروپا تجربه اړینه نه ده چې په ۲۱مه پېړۍ کې بیا تکرار شي.

error: Content is protected !!