د نرم ځواک کتاب پښتو ژباړه چاپ شوه – د جیوافغانیکا ټیم

جیوافغانیکا
لیکنه؛ د جیوافغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز د څیړونکو ډله
د مشهور امریکايي سیاستپوه، مفکر، او پروفیسور جوزف نای شهکار کتاب “نرم ځواک” پښتو ژباړه په کابل کې د اکسوس خپرندویې ټولنې له خوا چاپ شوه.
یاد کتاب د لیکوال احمد بلال خلیل له لوري له انګلیسي ژبې پښتو ته ژباړل شوی دی.
دا کتاب له نظامي او اقتصادي ځواک وروسته، د ځواک درېیم ډول یعنې نرم ځواک راپېژني. په کتاب کې د نړیوال سیاست په ډګر کې د نرم ځواک پر کارولو بحث شوی او دا د موخو د لاسته راوړلو یوه مهمه وسیله ګڼل شوې ده. ځکه نرم ځواک هغه ځواک دی چې د زور یا اجبار پر ځای د جاذبې، راښکون، اعتبار او ارزښتونو له لارې پر نورو هېوادونو اغېزه کوي.
کتاب د پنځو فصلونو ترڅنګ د لیکوال او ژباړن سریزې هم لري. د لومړي فصل موضوع د ځواک بدلېدونکی ماهیت دی او پکې د نرم ځواک اصطلاح په ژوره توګه معرفي شوې ده. دویم او درېیم فصل د امریکا د نرم ځواک سرچینو او نورو هېوادونو د نرم ځواک (روسیه، چین، هند، اروپايي ټولنه او نادولتي سازمانونو) په اړه دی. څلورم فصل د نرم ځواک کارونه بحثوي او وروستی فصل بیا د امریکا نرم ځواک او بهرنی سیاست په تفصیلي توګه څېړي.
لیکوال کلتور، سیاسي ارزښتونه او بهرنی سیاست د نرم ځواک درې اساسي سرچینې یادوي. د هغه په اند دا درې سرچینې باید یو له بل سره په ټکر کې نه وي، ځکه په هغه صورت کې به مطلوبه پایلې ور نه کړي.
پروفیسور نای نه یوازې د نړیوالو اړیکو یو مشهور تیوریسن او مفکر دی، بلکې د امریکا د پخواني ولسمشر بیل کلنټن په حکومت کې د دفاع وزارت مرستیال هم پاتې شوی او نورې لوړې حکومتي او غیر حکومتي دندې یې هم ترسره کړې دي. ښاغلي نای چې دېرش کلونه وړاندې د لرې آسیا په تړاو کوم راپور لیکلی و، د جو بایډن د ولسمشرۍ پرمهال د متحده ایالاتو امریکا د ستراتيژۍ یوه عمده برخه وګرځېدله. دغه راز په هارورډ پوهنتون کې د سیاسي علومو د ډیپارتمنت د مشر په توګه او د یاد ډیپارتمنت په پرمختګ کې یې رول او د نای پورته یادې شوې ځانګړتیاوې د کتاب ارزښت نور هم زیاتوي.
د دې ترڅنګ، د جوزف نای د نرم ځواک کتاب په څه باندې ۲۰ زرو علمي مقالو او کتابونو کې د حوالې په توګه کارول شوی دی. همدا لامل دی چې د دې کتاب له خپرېدو وروسته ډېرو څېړونکو د نرم ځواک پر بنسټ د بېلابېلو هېوادونو د نرم ځواک په اړه ګڼې مقالې او کتابونه ولیکل. دمګړې د هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او نادولتي لوبغاړو نرم ځواک څېړل د څېړنې پر یوه پېژندل شوي فعال تخصصي ډګر بدلون موندلی دی. له همدې ځایه دا کتاب د نړیوالو او داخلي سیاستونو په ګډون د هېوادونو د ډيپلوماسۍ لپاره ګټور بلل کېږي.
د کتاب ژباړن (احمد بلال خلیل) په خپله سریزه کې دا کتاب د درېیو لاملونو له کبله ارزښتمن ګڼي:
لومړی دا چې دا کتاب د نرم ځواک اصطلاح په کارولو د ځواک پر درېیم ډول بحث کوي. له دې وړاندې، په سیاسي علومو، تاریخ او نړیوالو اړیکو کې د ځواک دوه ډولونه وو: سخت ځواک چې اصلن نظامي ځواک دی او اقتصادي ځواک. دا یوه نوې او نوښتګره اصطلاح او پدیده ده، چې نه یوازې دا چې د ځواک فلسفې ته یې بدلون ورکړ، بلکې د ځواک یوه کاملاً نوې بڼه یې هم رامنځته کړه. د ښاغلي خلیل په وینا له دې وړاندې چا د ځواک دې اړخ ته پام نه و کړی. نای لومړنی کس و چې دا چاره یې ترسره کړه.
دویم؛ د نرم ځواک اصطلاح واړه هېوادونه هیلهمن کوي، ځکه دوی هم کولای شي چې د کمو نظامي او اقتصادي سرچینو باوجود، د راښکون او جذابیت له لارې هغه څه ترلاسه کړي چې یې زړه وي. له همدې ځایه د ښاغلي احمد بلال خلیل په ګمان د دې کتاب ژباړه د هېواد د ډيپلوماسۍ لپاره هم ګټوره ده.
او وروستی دا چې د څېړنې او پالیسۍ جوړولو په برخو کې، نرم ځواک د نفوذ د یوې مهمې وسیلې په توګه کارول کېږي. ځکه دا له یوې خوا نظامي ځواک نه کاروي او له بلې خوا د هېواد نرم انځور نړۍ ته ښيي. همدا لامل دی، چې اوسمهال هېوادونه د مطبوعاتو، تعلیم، سیاحت او ډيپلوماسۍ له لارې خپل نفوذ زیاتوي.
د نړیوالو اړیکو استاد او لیکوال ښاغلی احمدالله ارچیوال د نرم ځواک په تړاو وايي اوس هیوادونه د نورو هیوادونو د چلند د تغییر لپاره د زور پر ځای ځینې وختونه له نالمس کېدونکو پدېدو هم ګټه اخلي. دی دا د نرم ځواک په نامه یادوي. ښاغلی ارچیوال زیاتوي، هیوادونه د دې پر ځای چې پر نورو هیوادونو فشار راوړي، هغوی سیاستونو بدلولو ته هڅوي او په دې تړاو هغوی قانع کوي هم. دا چې د نرم ځواک رامنځته کېدل د ځواک رواجي کارونه له منځه وړې، ښاغلی ارچیوال له دې نظر سره همغږی نه دی، بلکې دی وايي نرم ځواک د ځواک د اوزارو په لیست کې یوه نوې خو مهمه وسیله ور اضافه کړې ده.
د لیکوال مشتاق رحیم په آند نرم ځواک د افغانستان په څېر هېوادونو لپاره د بقاء لاره ده. دی زیاتوي، د نرم ځواک کارول د افغانستان په څېر کمزورو او بېوزلو هېوادونو لپاره خورا مهم او اړین دی. د ده په ګمان د نرم ځواک تر ټولو څرګند اهمیت دا دی چې بېوزله هېوادونه له مالي اړخه دا وړتیا نه لري چې خپل کلک ځواک یعني پوځي ځواک پیاوړی کړي، له همدې ځایه اړینه ده چې د کممصرفه نرم ځواک د پیاوړي کولو هڅې وکړي او له دې لارې له ورپېښو ګواښونو سره د مقابلې وړتیا پیدا کړي.
د سیاست او نړیوالو اړیکو د مطالعې لېوال کسان کولی شي چې یاد کتاب د اکسوس خپرنویه ټولنې په ګډون په کابل، لوګر، ننګرهار، غزني، کندهار، خوست، او مزار شریف کې له بېلابېلو کتابپلورنځیو ترلاسه کړي.