د روسیې لهخوا د طالبانو رسمیت پېژندنه څه معنی لري؟ – مایکل کوګلمن

مایکل کوګلمن
مایکل کوګلمن
ژباړه: جیوافغانیکا د آی آر مرکز
روسیه د طالبانو د واکمنۍ له بیا راتګ شاوخوا څلور کاله وروسته لومړنی بهرنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمي توګه په رسمیت وپېژاند. دا پرېکړه طالبانو ته هغه نړیوال مشروعیت ورکوي چې دوی یې غواړي او د سویلي اسیا په کچه یې د یو نسبتاً باثباته واکمن حکومت په توګه دریځ نور هم ټینګوي.
طالب چارواکو له ۲۰۲۱ کال راهیسې هڅه کړې چې ځان د ۱۹۹۶ – ۲۰۰۱ کلونو د سختدریځه رژیم د یوې معتدلې نسخې په توګه معرفي کړي، خو د ښځو او اقلیتونو پر وړاندې د ظالمانه چلند مستند راپورونه او د نجونو پر زده کړو بندیز دا ادعاوې ردوي.
سره له دې هم ډېری هېوادونه د طالبانو له حکومت سره د تعامل لپاره چمتو ښکاري. یو شمېر ګاونډیو هېوادونو په کابل کې خپلې سفارتخانې بېرته پرانیستې او طالبانو ته یې په بهرنیو سفارتونو کې د کار کولو اجازه ورکړې ده.
د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو د طالبانو له استازو سره د لوړې کچې لیدنې کړې دي. د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې د امریکا د بندي شویو کسانو ځانګړي استازي ادم بوهلر د طالبانو د واکمنۍ له بیا راتګ وروسته لومړنی امریکايي چارواکی و چې کابل ته لاړ. همدارنګه، تېر کال د ملګرو ملتونو په کلنۍ اقلیمي غونډه کې طالبانو ته اجازه ورکړل شوه چې په رسمي توګه د افغانستان استازولي وکړي.
تر دې میاشتې پورې دا ډول تعاملات له طالبانو سره د رسمي اړیکو په عادي کېدو نه وو بدل شوي. د روسیې پرېکړه یوازې د طالبانو د مشروعیت پیاوړتیا نه ده، بلکې د داسې سیاستونو د رامنځته کېدو امکان زیاتوي چې د طالبانو واک نور هم ټینګ کړي. دا ګام ښايي چین او د مرکزي اسیا یو شمېر هېوادونه وهڅوي چې ورته پرېکړه وکړي.
له طالبانو سره رسمي اړیکې کولی شي اقتصادي همکاري نوره هم پراخه کړي. اوس هم د افغانستان او د مرکزي اسیا د ګڼو ګاونډیانو ترمنځ سوداګري روانه ده او افغانستان د برېښنا د وارداتو لپاره پر همدې هېوادونو او ایران متکي دی. د اړیکو عادي کېدل کولی شي دغې همکارۍ ته نوي ابعاد ورکړي او ښايي د افغانستان د اقتصاد لپاره مثبتې پایلې ولري.
همدارنګه، له طالبانو سره رسمي اړیکې کولی شي د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډو هڅو کې مرسته وکړي، په ځانګړي ډول د استخباراتي معلوماتو په تبادله کې، څو د افغانستان د تر ټولو خطرناک وسلهوال ګروپ داعش خراسان (IS-K) پر وړاندې مبارزه وشي. دا ډله یوازې د طالبانو لپاره نه، بلکې د روسیې او د سیمې د هېوادونو لپاره هم یو لوی ګواښ دی.
که د روسیې له دې پرېکړې او نورو احتمالي هېوادونو له ورته ګامونو وروسته د افغانستان اقتصاد ښه شي او امنیتي ګواښونه راکم شي، طالبان به هڅه وکړي چې دا لاسته راوړنې د خپل واک د مشروعیت د پیاوړتیا لپاره وکاروي.
ډېری افغانان به د طالبانو واکمني ونه مني، خو د روسیې رسمي پېژندنه طالبانو ته یو سیاسي امتیاز ورکوي. د طالبانو استبدادي واک د سیاسي مخالفینو لپاره ځای نه پرېږدي. له داعش خراسان پرته هېڅ وسلهوال مخالف ګروپ دومره ځواک نه لري چې طالبان له واکه وغورځوي.
د تېرو وختو په خلاف، چې د افغانستان یو شمېر ګاونډیانو او امریکا (په ځانګړي ډول د ۹/۱۱ له پېښو وروسته) د طالبانو ضد ملېشو ته وسلې او مالي ملاتړ ورکاوه، اوس نړیوالې ټولنې عملاً د طالبانو شتون منلی دی. د روسیې پرېکړه د دې دریځ تر ټولو څرګند ثبوت دی.
اوسني نړیوال ګامونه د طالبانو پر وړاندې یوازې سمبولیک ارزښت لري. تېره اوونۍ د جزاء نړیوالې محکمې (ICC) د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني پر وړاندې د ښځو او نجونو د ځپلو له امله د نیولو امرونه صادر کړل، خو ډېره تمه نه شته چې دوی به هغو هېوادونو ته سفر وکړي چې ICC ته یې وسپاري.
تر هغه چې د طالبانو دننه یو ناڅاپي بحران رامنځته نه شي، دا ډله به د نږدې راتلونکي لپاره په واک کې پاتې شي. د انتخاباتو نشتوالی، استبدادي واکمني او د بدیل نشتوالی طالبان په واک کې ساتي. د روسیې رسمي پېژندنه د طالبانو د اوږدمهاله واک امکان نور هم زیاتوي.