“امنیتي معضله” یعنې څه؟ – سټیفن والټ

سټیفن والټ
لیکوال: سټیفن والټ
ژباړه: عنایت عازم
امنیتي معضله یا امنیتي ستونزه د نړیوال سیاست او بهرنۍ پالیسۍ په علمي څېړنو کې یو بنسټیز مفهوم بلل کېږي. دا اصطلاح په لومړي ځل جان هرز په ۱۹۵۰ کال کې وکاروله، او وروسته نورو لیکوالانو لکه روبرټ جرویس، چارلس ګلیسر او نورو په تفصیل سره وڅېړله.
امنیتي معضله (Security Dilemma) دا ښيي چې څنګه د یو دولت لهخوا د خپل امنیت د خوندي کولو په تړاو هڅې—لکه د وسلو زیاتول، د پوځ چمتو ساتل، یا له نویو متحدینو سره تړونونه کول—نور دولتونه اندېښمنوي. دا اندېښنه هغوی هم دې ته اړ باسي چې ورته اقدامات وکړي. پایله دا وي چې دواړه خواوې له یوه بله وېره لري، وسلې زیاتوي، او فضا د دښمنۍ یا جګړې لور ته ځي، داسې چې هېڅ لوری ځان خوندي نه احساسوي.
که تاسو د نړیوالو اړیکو کوم ساده کورس اخیستی وي او د امنیتي معضلې نظریه مو نه وي زده کړې، ښایي ښه وي چې د پوهنتون له ادارې سره اړیکه ونیسئ او د فیس بېرته اخیستنې غوښتنه وکړئ! دا ځکه چې دا نظریه، سره له دې چې ساده ده، خورا مهمه هم ده. زه تل حیران یم چې ان هغه کسان چې د بهرنۍ پالیسۍ او ملي امنیت د چارو مسؤلیت لري، هم ترې ناخبره وي—نه یوازې په امریکا کې، بلکې په ډېرو نورو هېوادونو کې هم.
په دې وروستیو کې د ناټو له مرکزي دفتره یوه تبلیغاتي ویډیو خپره شوه چې د روسیې لهخوا خپرو شویو “افسانو” یا تبلیغاتو ته ځواب ورکوي. په دې ویډیو کې ویل کېږي چې ناټو یو بشپړ دفاعي ائتلاف دی او پر روسیې هېڅ یرغلیز هدف نه لري. دا خبره ممکن له واقعیت سره برابره وي، خو د امنیتي معضلې نظریه موږ ته ښيي چې روسیه به دا خبره دومره ساده ونه مني. برعکس، ښایي دا هېواد د ناټو ختیځ ته پراخېدونکي ګامونه د ځان لپاره ګواښ وګڼي—او دا دریځ یې له منطقي پلوه توجیهپذیر هم دی.
ناټو چې کله نوو هېوادونو ته غړیتوب ورکوي، دا کار ښایي هغو هېوادونو ته د زیات امنیت احساس ورکړي (ځکه خو یې دغه هېوادونه غړیتوب ترلاسه کول غواړي). خو باید روښانه وي چې روسیه دا چاره بل ډول درک کوي. ښایي روسیه په غبرګون کې داسې اقدامات وکړي چې ډېر خلک یې وغندي—لکه د کریمیا نیول یا پر اوکراین برید کول. د ناټو چارواکي ښایي د روسیې اندېښنې بېاساسه یا “افسانې” وبولي، خو دا د دې معنا نه لري چې دا اندېښنې بېځایه دي، یا دا چې روسان یې په ریښتیا نه مني.
حیرانوونکې دا ده چې ډېری هوښیار، لوستې لوېدیځوال، ان ځینې مشهور پخواني دیپلوماتان دا نهشي درککولای چې د دوی نیک نیتونه د نورو لپاره دومره ناڅرګند او مبهم وي.
که د ایران، امریکا او د دوی د منځني ختیځ د متحدینو ترمنځ کړکېچنو اړیکو ته فکر وکړو، نو امریکایي چارواکي ښايي داسې وانګیري چې پر ایران سخت بندیزونه لګول، د نظام بدلون ګواښ، د دې هېواد د اتومي تاسیساتو پر ضد سایبیري بریدونه ترسره کول، او په سیمه کې ایران ضدي ائتلافونه جوړول، به د امریکا او د هغې د سیمهییزو متحدینو امنیت خوندي کړي. له بلې خوا، اسرائیل باور لري چې د ایراني ساینسپوهانو ترور د دوی امنیت تضمینوي، او یا سعودي عربستان فکر کوي چې په یمن کې لاسوهنه د ریاض له امنیت سره مرسته کوي.
د نړیوالو اړیکو د بنسټیزې تیورۍ له مخې، ایران بیا دا ډول اقدامات یو جدي ګواښ ګڼي او د خپلې دفاع لپاره غبرګون ښيي: د حزبالله ملاتړ، په یمن کې د حوثیانو ملاتړ، د نفتو پر تأسیساتو او انتقالاتو بریدونه، او تر ټولو مهمه دا چې د اتومي وسلې د ترلاسه کولو لپاره پټه تخنیکي وړتیا رامنځته کول. خو دا ډول ځوابونه، که څه هم د ایران له نظره دفاعي دي، بیا هم د سیمې ګاونډیان اندېښمنوي او د دوی د امنیت احساس کموي. دا وضعیت امنیتي معضله لا سختوي، د کړکېچ کړۍ نوره هم ژوروي، او د جګړې خطر لا زیاتوي.
همدغه وضعیت اوس په آسیا کې هم روان دی. دا د حیرانتیا وړ نه ده چې چین د امریکا اوږدمهاله سیمهییز نفوذ—په ځانګړي ډول د واشنګټن د پوځي اډو جال او سمندري او هوایي حضور—یو احتمالي ګواښ ګڼي. چین، چې ورځ تر بلې په اقتصادي توګه ځواکمن شوی، طبیعي ده چې له خپلې یوې برخې شتمنۍ یې د خپلو پوځي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره استفاده کړې، څو د امریکا برلاسي وننګوي. (په زړه پورې دا ده چې د جورج ډبلیو بوش حکومت یو وخت هڅه وکړه چین ته ووايي چې د پوځ پیاوړتیا تعقیبول یوه «کلیشه يي» لاره ده، چې د چین د ملي عظمت د ترلاسه کولو په مخ کې خنډ واقع کېږي، خو هماغه مهال امریکا بیا خپله پوځي بودیجه زیاتوله.)
په تېرو څو کلونو کې چین هڅه کړې چې په یو شمېر برخو کې موجود وضعیت بدل کړي. له تمې سره سم، د چین دا ډول کړنو ځینې ګاونډیان ناامنه کړي، او هغوی هم په غبرګون کې یو له بله سره سیاسي اړیکې ټینګې کړي، له متحده ایالاتو سره یې اړیکې نوې کړي او خپل پوځي ځواکونه پیاوړي کوي. په مقابل کې، بیجنګ؛ واشنګټن تورنوي چې د یوې منظمې هڅې له لارې غواړي چین محدود کړي او تل یې په یوه نازک او ګواښمن وضعیت کې وساتي.
په دغو ټولو قضیو کې، هر لوری هڅه کوي له هغه څه سره مقابله وکړي چې دی یې احتمالي امنیتي ستونزه ګڼي؛ خو دا هڅې د مقابل لوري امنیتي اندېښنې لا زیاتوي. دا بیا مقابل لوری اړ باسي چې خپل امنیتي اقدامات پراخ کړي، او دا کار د لومړي لوري اندېښنې لا پسې پیاوړې کوي. هر لوری خپل عمل دفاعي ګڼي، یعني فکر کوي چې یوازې د مقابل لوري د چلند پر وړاندې غبرګون ښيي. په دې حالت کې دا معلومول چې «لومړی چا پیل کړه؟» ډېر ستونزمن، بلکې تقریباً ناممکن شي.
اصلي خبره دا ده چې تېری کوونکی یا ظاهراً یرغلیز چلند، لکه د زور کارول، تل د بد نیت، ظلم، یا د شتمنۍ، شهرت او قدرت د مینې له امله نه وي. دا ډول چلند ډېر ځله ځکه ترسره کېږي چې یو لوری فکر کوي خپل امنیت باید خوندي کړي. خو کله چې مشران باور ولري چې د دوی نیتونه یوازې دفاعي دي، او دا خبره باید نورو ته هم واضحه وي (لکه څنګه چې د ناټو له لوري په خپاره شوي پیغام کې څرګنده شوې)، نو د مقابل لوري سخت غبرګون دوی د حرص، جګړه غوښتنې، یا د یوه شر خوښي مشر له خطرناک پلان سره تړي، یا یې د هغه د نهتعقیبېدونکو ارمانونو پایله بولي. په دې حالت کې د یو بل د احساساتو درک له منځه ځي، او دیپلوماسي د سپکاوي، تورونو او الزام لګونې بڼه خپلوي.
بې له شکه، یو شمېر نړیوالو مشرانو دا ستونزه درک کړې او داسې پالیسۍ یې غوره کړې چې د امنیتي معضلې د زیان وړ اغېزې کمې کړي. د بېلګې په توګه، د کیوبا د توغندیو له کړکېچ وروسته، د امریکا ولسمشر جان ایف کینیډي او د شوروي مشر نیکیتا خروشچف د راتلونکو شخړو د خطر کمولو لپاره یو جدي او بریالی ګام واخیست. هغوی یو مشهور مستقیم مخابراتي لاین (Hotline) فعال کړ او د اټومي وسلو د کنټرول لپاره یې جدي هڅې پیل کړې. دا بېلګه ښيي چې که دواړه خواوې د تعامل، تفاهم او شفافو اړیکو لپاره ریښتینی عزم ولري، نو د امنیتي تاوتریخوالي د کمولو لپاره رغنده ګامونه اخیستل کېدای شي.
کله چې امریکا له ایران سره د دې هېواد د اتومي پروګرام پر سر خبرې کولې، د اوباما حکومت هم ورته یو ګام پورته کړ. دوی دا یوه ابتدایي مرحله بلله، چې د ایران د اتومي بم جوړولو مخه به ونیسي او د وخت په تېرېدو سره به د اړیکو د ښه کېدو زمینه هم برابره شي. د هوکړې لومړۍ برخه اغېزمنه وه، خو وروسته چې د ټرمپ ادارې دا تړون لغوه کړ، دا یو ستره تېروتنه وه چې ټول لوري یې له ناوړه وضعیت سره مخ کړل. لکه څرنګه چې د اسراییلو د استخباراتو (موساد) پخواني مشر، تمیر پاردو ویلي: اسراییلو د دې لپاره ډېرې هڅې وکړې چې ټرمپ له هوکړې ووځي، او دا کار یې د اسراییلو له جوړېدو راهیسې تر ټولو ستره ستراتیژیکه تېروتنه وبلله.
لیکوال رابرت رایت وایي: کله چې په ۲۰۱۴ کال کې روسیې کریمیا ونیوله، اوباما پرېکړه وکړه چې اوکراین ته وسلې ونه لېږي. دا پرېکړه د امنیتي معضلې د منطق له درک سره سمون درلود. اوباما درک کړې وه چې که اوکراین ته وسلې واستوي، دا به د روسیې وېره زیاته کړي. او که اوکراین ځان دا وړ وبولي چې د روسیې پخواني پرمختګونه شاته وتمبوي، نو پایله به یې یوه لا پراخه جګړه وي.
خو له بدهمرغه همداسې وشول. کله چې د ټرمپ او بایډن ادارو کیف ته د وسلو بهیر چټک او پراخ کړ، او دا وېره پیدا شوه چې اوکراین په چټکۍ سره د لوېدیځ تر نفوذ لاندې ورځي، نو همدا اندېښنه د روسیې د غبرګون لامل شوه. پوتین یې دې ته وهڅاوه چې یوه غیرقانوني، ډېره لګښتلرونکې او اوږده جګړه پیل کړي. که څه هم دا منطقي وه چې اوکراین ته د دفاعي توان د لوړولو لپاره مرسته وشي، خو دا کار د مسکو له ډاډمنولو پرته ترسره شو، چې جګړې ته یې نوره زمینه هم برابره کړه.
نو آیا د امنیتي معضلې منطق دا معنا لري چې هېوادونه باید تل امتیاز ورکړي او مخامخ لوري ته غاړه کېږدي؟ بدبختانه، نه. لکه څنګه چې له نومه یې ښکاري، امنیتي معضله یوه ریښتینې معضله ده؛ یعنې داسې یو حالت چې واضحه او ساده حللاره نه لري. هېڅ هېواد نه شي کولای یوازې د وسلو له ایښودو یا مخالف لوري ته د پرلپسې امتیاز ورکولو له لارې خپل امنیت تضمین کړي.
که څه هم ډېری دښمنۍ د دواړو خواوو د ناامنۍ له امله رامنځته کېږي، خو که یو هېواد ډېر امتیاز ورکړي، ښايي مقابل لوری دا یو فرصت وګڼي، پرلپسې یرغل وکړي او هڅه وکړي چې د تل لپاره یو برلاسی دریځ خپل کړي. له بده مرغه، د نړیوال نظام په بېنظمۍ کې نه اسانه حللار شته، نه ژر تر لاسه کېدونکي، او نه هم سل په سلو کې باوري لارې.
د امتیاز ورکولو پر ځای، دا ډول ستونزې باید د هوښیارو او سمو سیاسي تګلارو، د مقابل لوري د احساساتو د درکولو، او سنجول شويو پوځي سیاستونو له لارې مدیریت شي. لکه څنګه چې رابرت جرویس د ۱۹۷۸ کال په خپل مشهور لیکنه کې روښانه کړې، چې په ځینو شرایطو کې امنیتي معضلې هغه وخت کمېږي چې هېوادونه دفاعي-پوځي دریځ غوره کړي، په ځانګړې توګه د اتومي وسلو په برخه کې. د دې نظر له مخې، هغه وسلې یا ځواکونه چې د “دویم برید” (second-strike) وړتیا لري، د ثبات سبب ګرځي. دا ځکه چې دا ځواکونه د ګواښ پر بنسټ ډيټرینس یا مخنیوي رامنځته کوي، خو د مقابل لوري د ورته غبرګون وړتیا ته مستقیم ګواښ نه پېښوي. د بېلګې په توګه، اتومي وسله لرونکي ابدوزونه د ثبات لامل کېږي، ځکه دا وسلې د دویم برید لپاره باوري ظرفیت برابروي، خو د مقابل لوري ورته وسایلو ته ګواښ نه پېښوي.
برعکس، ځینې وسلې د بېثباتۍ لامل ګرځي. لکه هغه چې د دښمن پوځي زیرمې په مستقیمه توګه په نښه کوي، یا د ابدوزونو ضد پرمختللي وسایل او یا هم د توغندیو دفاعي سیسټمونه. ځکه دا ټول د مقابل لوري د مخنیوي یا ډيټرینس وړتیا له خطر سره مخ کوي او د دوی امنیتي وېره نوره هم زیاتوي.
لکه څنګه چې منتقدین وایي، د یرغلګر او مدافع ځواک ترمنځ توپیر کول، په ځانګړې توګه د دودیزو پوځونو په برخه کې، ډېر ستونزمن وي. د امنیتي معضلې شتون دا معنا لري چې هېوادونه باید داسې لارې ومومي چې دواړه خواوې وکولای شي پر یو بل اعتماد وکړي، بې له دې چې خپله ناامنۍ زیاتې کړي.
یوه اغېزناکه لاره دا ده چې داسې ادارې یا میکانیزمونه جوړ شي چې د یو بل چلند څارنه وکړي او دا معلومه کړي چې کوم هېواد د هوکړې خلاف عمل کوي. همداراز، دا منطق دا هم وړاندیز کوي چې هغه هېوادونه چې د ثبات غوښتونکي دي، باید د موجود وضعیت (status quo) درناوی وکړي او د تېرو تړونونو مطابق عمل وکړي. ښکاره سرغړونې اعتماد له منځه وړي، او هغه اعتماد چې له منځه ولاړ شي، بېرته تر لاسه کول یې خورا سخت کار وي.
په پای کې، د امنیتي معضلې منطق (او د غلطفهمۍ اړوند نور نظریات) دا وړاندیزوي چې دولتونه باید خپلې اندېښنې روښانه کړي او څرګنده کړي چې ولې داسې چلند کوي. ډېری خلک (او حکومتونه) دا انګیري چې نور خلک او حکومتونه به یې کړنې په اسانۍ سره درک کړي، خو دا تل داسې نه وي. دوی ډېری مهال نه شي کولای خپل چلند په داسې ژبه تشریح کړي چې مقابل لوری یې هم درک، هم ومني او هم پرې باور وکړي.
دا ستونزه اوس د روسیې او لوېدیځ ترمنځ په اړیکو کې ډېرې څرګندې شوې دي، چیرې چې دواړه خواوې داسې ښکاري لکه یو بل ته یې چې خبرې نه رسیږي. بیا د یو بل غبرګونونو ته حیران پاتې وي. دا ډېر زیانمن حالت دی، کله چې یو هېواد د خپلو اعمالو لپاره دروغجن یا جعلي دلایل وړاندې کوي. طبیعي ده چې نور هېوادونه به دا پایله اخلي چې د دغه هېواد خبرې جدي نه دي.
یوه مهمه تګلاره دا ده: دښمنان به تل ستا د کړنو او نیتونو په تړاو تر ټولو بد تعبیر وکړي. نو ته باید هر ممکن کوښښ وکړې چې هغوی قانع کړې چې دا تعبیرونه ناسم دي.
که بل څه نه وي، نو دا تګلاره حکومتونه دې ته هڅوي چې له مقابل لوري سره د همدردۍ احساس پیدا کړي. یعنې کوښښ وکړي چې وګوري دا ستونزه د دښمن له لیدلوري څنګه ښکاري. دا کار تل ارزښت لري، ان که د مقابل لوري نظر ناسم هم وي. خو بدبختانه، دا ټولې هڅې نه شي کولای نړیوال سیاست ته ورپېښې ټولې ناڅرګندتیاوې له منځه یوسي، او نه هم امنیتي معضلې بېاهمیته کړي.
د نړۍ امنیت او سوله به هغه وخت لا زیاته شي، چې مشران دې ته پام وکړي چې دوی چې کوم سیاست بېضرره ګڼي، ښايي نور ترې ووېرېږي. که دوی دا درک وکړي، نو باید فکر وکړي چې ایا د دوی کړنې د مقابل لوري وېره کمولی شي؟
دا تګلاره ممکن هر ځل کار ورنه کړي، خو خو څه نا څه کار اخیستل ترې لازم دي.