LOADING CLOSE

د نړیوالو اړیکو د لیبرالیزم تیوري – احمدالله ارچیوال

احمدالله ارچیوال
لیکوال او څېړونکی

احمدالله ارچیوال په ۲۰۰۴ کال کې له پېښور پوهنتونه په ژورنالېزم او په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له نیو‌سکول پوهنتونه د نړیوالو چارو په برخه کې ماسټرۍ ترلاسه کړي. دا راز، نوموړی «د خدایې خدمتګار کلتوري اغېزې» او «ولسي مبارزې (عدم تشدد)» کتابونو لیکوال هم دی.‌ ښاغلی ارچیوال له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د امریکا د سولې په انستیتوت، یوناما، د افغانستان ټاکنو کمیسیون کې د عامه پوهاوي د رییس او کارډان پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د استاد په توګه دندې ترسره کړي دي.‌

لیکنه: احمدالله ارچیوال

د نړیوالو اړیکو د لیبرالیزم تیورۍ له مخې، د هېوادونو ترمنځ سوداګري، نړیوالې ادارې، او د هېوادونو دننه ولسواکي، د نړیوال ثبات او د هېوادونو ترمنځ د شخړو د مخنیوي لامل ګرځي. دا تیوري له روڼ انده (لیبراله ) افکارو را ټوکېدلې ده. که څه هم د دې تیورۍ فرعي برخې کېدای شي یو له بله سره لږ توپیر ولري، خو په عمومي ډول روڼ انده افکار یو له بل سره ډېر ورته والی لري. 

د فوکویاما (۲۰۲۲) په وینا، لیبرالیزم یو پراخه مفهوم دی چې بېلابېل ډولونه لري، خو د فردیت، مساوات، او افقي جوړښت پر اصولو ټینګار د لیبرالیزم په ټولو بڼو کې شریک دي. پارمر (۲۰۱۸) لیکي، چې محدود حکومت، فردي ازادي، د شخصي ملکیت حق، د نظرونو د تنوع منل (پلورالیزم)، د سولې لپاره همکاري، ولسواکه ارزښتونه، د ستونزو د حل لپاره له نړیوالو چوکاټونو کار اخیستنه، او د پرمختګ لپاره ګډ کار د لیبرالو افکارو بنسټیز اصول ګڼل کېږي.

دا لیکنه په څلورو برخو وېشل شوې ده: په لومړۍ برخه کې د لیبرالیزم د تیورۍ شالید ته کتنه شوې ده. په دویمه برخه کې د لیبرالیزم پر بېلابېلو ډولونو رڼا اچول شوې ده. درېیمه برخه د لیبرالیزم او ریالیزم ترمنځ ورته‌والی او توپيرونه په ګوته کوي، او وروستۍ برخه د لیبرالیزم نیوکو ته ځانګړې شوې ده.

لومړۍ برخه؛ د لیبرالیزم تیورۍ شالید

لیبرالیزم له اروپايي روڼ اندۍ سره ژوره اړیکه لري. دا تیوري د اروپا له فکري روڼوالي راټوکېدلې ده (پولاني، ۲۰۰۱). لیبرالیزم استدلال کوي چې په اروپا کې د هېوادونو دننه د سیاسي نظامونو بدلون (د ډيموکراسۍ پر لور تګ)، په نړیوال ډګر کې د جګړو مخه نیولې. دا تیوري په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې هغه فکر ته دوام ورکړ، چې له مخې یې د فیوډالي نظامونو د له منځه وړلو او د ولسواکۍ د رامنځته کولو له لارې، د هېوادونو ترمنځ جګړې ختمېدای شي (برچل، ۲۰۰۹).

پولاني، په اروپا کې له ۱۸۱۵ تر ۱۹۱۴ پورې د سلو کلونو حاکمه سوله او د لویو جګړو نه شتون د دې تیورۍ عملي مظهر بولي. د دې دورې په ترڅ کې، څلورو فکتورونو مهم رول ولوباوه. دا څلور فکتورونه د هېوادونو ترمنځ د ځواک توازن (بیلانس)، د سرو زرو معیار (د اسعارو لپاره سره‌زر د پشتوانې په توګه منل)، له دولتي لاسوهنې پرته د ازاد بازار اقتصاد، او لیبرال دولتونه وو. د پولاني په باور، د نړیوالو اسعارو د ثبات لپاره د سرو زرو د معیار منل د اروپايي ثبات په تړاو تر ټولو مهم فکتور و. 

که څه هم د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د ځواک بېلانس په دغه مهال کې د جګړې د مخنیوي یو لوی لامل و، خو د پوهانو په وینا، په اروپا کې له نولسمې تر شلمې پېړۍ پورې د جګړو د مخنیوي اصلي لامل د سرو زرو معیار و.

پولاني د دې مودې پر مهال د سولې د هڅو بریا له یوه بې‌نومه فکتور سره تړي، چې “لوړ مالي سیستم” یا “نړیوال مالي سیستم” بلل کېږي. دې سیستم له یو ځانګړي هیواد سره تړاو نه درلود، خو بیا یې هم له ټولو سره راکړه ورکړه لرله. د روتچایلډ د کورنۍ تر کنټرول لاندې یاد سیستم وکولای شول، مالي چارې له ډیپلوماسۍ او نړیوالو چارو سره وتړي. له دې سیستم سره تړلي د اروپا په لسګونو بانکونو سولې ته لومړیتوب ورکړ.

په هغه وخت کې سره زر د نړیوال پولي سیستم بنسټ و. یو شمېر نور پوهان بیا د پولاني له دې نظر سره موافق نه دي. د هغوی په اند، یاد سیستم د بریتانیې تر سیوري لاندې وده وکړه، ځکه بریتانیه یوه ځواکمنه امپراتوري وه او ۶۰ سلنه سره زر یې په واک کې درلودل (پالمر، ۲۰۱۹).

د روتچایلډ د کورنۍ تر مشرۍ لاندې دا نړیوال مالي سیستم په هیوادونو کې اغېزمن رول ولوباوه. هغوی په حکومتونو کې دومره ژور نفوذ درلود، چې د کوچنیو هیوادونو پرېکړو لوری یې بدلولی شو، او ان ځینې وختونه یې د ځواکمنو هیوادونو استازولي هم کوله (پولاني، ۲۰۰۱). د هغوی ګټې په سولې او امنیت کې خوندي کېدې. دا مهال Power Finance دومره اغېزمن و، چې د مالي سیستم غړو ځینې وختونه د خپلواکو هیوادونو استازولي کوله.

سره له دې چې دوی د جګړو د تمویل لپاره هیوادونو ته پورونه ورکول، خو د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره یې د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د جګړې مخه هم نیوله.

په نولسمه پېړۍ کې شاهانو، وسله‌والو ډلو، او فیوډالانو، چې کورنی واک یې له ګواښ سره مخ و، جګړه غوښتله. همدا لامل و، چې ان د سولې د دغې پېړۍ پر مهال، د مقدس ایتلاف تر چتر لاندې پوځیانو په اروپا کې ګډوډي رامنځته کړې وه. د ځواک د بېلانس یوه بېلګه د ترکیې او روسیې ترمنځ جګړه وه، چې پکې جرمني له ترکیې ملاتړ وکړ تر څو د روسیې پر وړاندې توازن وساتي.

که څه هم په دغو سلو کلونو کې د روسیې، بریتانیې، فرانسې، هنګري، پروشیا، او ایټالیا  له کرایمیا پرته په خپلو منځونو او له نورو سره یوازې اتلس میاشتې جګړې وکړې، د اروپا په یو شمېر نورو برخو کې هم کله ناکله شخړې رامنځته کېدې، او ترڅنګ یې هېوادونو د یو بل پر وړاندې د ځواک د توازن رامنځته کولو لپاره ائتلافونه هم جوړول. خو بیا هم، په عمومي ډول د اروپا په لویه وچه کې سوله حاکمه وه، او ان د جګړو پر مهال هم سوداګریزو اصولو ته درناوی موجود و. اروپايي هېوادونه دې ته هڅېدل چې د سوداګرۍ د دوام لپاره، سوله ټينګه وساتي (پولاني، ۲۰۰۱).

خو په نړیوال مالي سیستم کې د سرو زرو د اصل له ماتېدو سره، نړیوال اقتصاد هم وځپل شو. دا اصل چې هغه مهال د نړیوال اقتصاد یوازینۍ ستنه وه، د شلمې پېړۍ له پیله کمزوری شو، او له هغې وروسته لومړۍ نړیوالې جګړې دا پولي سیستم لا پسې وځپه. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، یو ځل بیا د نړیوال نظم د ټينګښت لپاره هڅې پېل شوې. د امریکا ولسمشر ووډرو ویلسن د نوي نړیوال نظم په رامنځته کولو کې مهم رول ولوباوه.

د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته،  یو ځل بیا هیلې پيدا شوې، چې نړیوال سازمانونه او ادارې به د یوې بلې نړیوالې جګړې مخه ونیسي. د همدې لپاره، د لیګ اف نېشن په نوم یوه نړیواله اداره جوړه شوه، چې  د نړۍ ډېری هېوادونه یې غړي وو. دغه مهال اخلاقیات او ارزښتونه د نړیوال ثبات لپاره ضروري ګڼل کېدل. ایډوارډ هالېټ کار د شلو کلونو ناورین (۱۹۱۹–۱۹۳۹) په نامه کتاب کې د لیبرالیزم او ایډیالیزم دغه نظرونه او افکار وننګول.  دویمې نړیوالې جګړې رامنځته کېدنې هم لیبراله افکار تر پوښتنې لاندې رواستل.

خو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته لیبرالیزم بیا پیاوړی شو. ملګري ملتونه جوړ شول، د بریټن ووډ تړون د اسعارو د ثبات لپاره عملي شو، نړیوال بانک او نړیوال وجهي صندوق رامنځته شول، او نور نړیوال بنسټونه جوړ شول، چې دې یو ځل بیا د لیبرال نړیوال نظم استازیتوب کاوه. سره له دې، د سړې جګړې پر مهال ریالیزم یو ځل بیا پیاوړی شو.

دغه مهال نړیوالې ادرې لکه ملګري ملتونه فعال و. نړیوال بانک، نړیوال وجه صندوق او نورو نړیوالو ادرو په نړیواله کچه خپلو ماموریتونو ته دوام ورکولو.د هیوادونو ترمنځ سوداګري پراخه شوه، او د دوه نړیوالو زبر ځواکونو، امریکا او شوروي ترمنځ کوم مخامخ ټکر رامنځته نشو. که راخلاصه یې کړو، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شوې نړیوال نظم دوام وموند.

خو دا وضعیت هغه وخت بدل شو، چې شوروي اتحاد ړنګ شو او سړه جګړه پای ته ورسېده. د امریکا او اروپايي متحدینو ترمنځ دوستانه اړیکو دوام پیدا کړ. دې چارې  ریالیزم د دوو دلایلو له مخې له پوښتنې لاندې راوست.یادې تیورۍ د شوروي اتحاد د ماتې وړاندوینه  نه وه کړې ، او نه یې هم د امریکا او متحدینو ترمنځ د اوږدې مودې ائتلاف د دوام وړاندوینه کړې وه (ایکنبري، ۱۹۹۹).

د نیو ریالیزم له مخې، هېوادونه د یوه زبر ځواک پر وړاندې د ځواک توازن د رامنځته کولو په موخه له بل زبر ځواک سره ائتلاف کوي. د همدې منطق او اړتیا له مخې،‌ د امریکا او متحدینو ترمنځ اېتلاف رامنځته شو. خو دلته پوښتنه دا ده چې له سړې جګړې وروسته، چې شوروي اتحاد له منځه ولاړ  اوځایناستې،  روسیه ، هم کمزورې وه. لکه څرنګه چې ریالیزم وايي، د امریکا د مشرۍ لاندې لویدیځ ایتلاف سره لدې چې  د ایتلاف د جوړېدو علت یې له منځه ولاړ خو یاد اېتلاف او ملګرتیا دوام پيدا کړ.  ریالیزم دې معما ته بې ځوابه وه او له همدې امله یې تشریحي ځواک راکم شو. خو د دې برعکس لیبرالیزم یادې معما ته ځواب پيدا کړ. د دې تیورۍ له مخې، لوېدیځې نړۍ؛ د بهرنیو ګواښونو له امله نه، بلکې د قانوني ځانګړتیاوو، جوړښتونو او خلاصو سیستمونو له امله له یو بل سره تړلي پاتې شول (ایکنبري، ۱۹۹۹). 

له همدې ځایه، له سړې جګړې وروسته، د لیبرالیزم تیوري یو ځل بیا حاکمه شوه. ان تر دې، چې فوکویاما د “د تاریخ پای” (The End of History) تر عنوان لاندې کتاب کې، د لیبرالیزم ارزښتونه لکه ولسواکي او ازاد بازار، په نړیواله کچه یوازیني بریالي او منل شوي  ارزښتونه وبلل، او د کمونیزم او ورته نورو افکارو پای یې اعلان کړ. که څه هم د فوکویاما نظریه د بحث وړ ده، خو دا به بل وخت ته پرېږدو. دلته دومره ویلای شو، چې د ۲۱مې پېړۍ له پیله، په افغانستان کې د امریکا جګړه او نور نړیوال پرمختګونو د لیبرالیزم ځواکمنتیا ننګولې ده. دا چې د نړۍ په ډېرو برخو کې لیبراله اصول له شا تګ سره مخ شول، نړیوالو ادارو نشو کړای چې په ځنې ځایونو کې سوله رامنځته کړي، د خبرو له لارو ستونزې اوارې کړي،د یادې تیورۍ اغېزمنتیا له پوښتنو سره مخ شوې.

دویمه برخه؛ د لیبرالیزم تیوري یانې څه؟

لیبرالیزم د هېوادونو ترمنځ اړیکو په اړه پر هیله مندۍ ولاړه تیوري ده. د لیبرالیستانو لپاره سوله یو عادي یا طبیعي حالت دی. د کانټ په وینا، سوله یو بیا-بیا راتلونکی حالت دی، او جګړه د انساني فطرت زیږنده نه ده (هافمن، ۱۹۹۵). د هافمن له نظره، د لیبرالیزم پیروان پر انساني منطق او د انسانانو پر وړتیا باور لري، چې د جګړې مخنیوی ممکنولی شي. لیبرالیزم په نړیوال ډګر کې د هېوادونو اړیکې د هغوی د کورنیو شرایطو له څرنګوالي سره تړلې بولي.

دا تیوري د هېوادونو چلند او اړیکو د ارزونې په موخه، د نړیوال ډګر د حالاتو له بند صندوقه راوباسي او دا اړیکې یوازې تر ځواک پورې نه محدودوي. لیبرالیزم پر کورنیو شرایطو ولاړه تیوري ده او نړیوال بعد له پامه غورځوي (مورچیک، ۱۹۹۷). لیبرالیزم باور لري، چې د دولتونو بهرنی سیاست د نورو دولتونو، نړیوالو سازمانونو، سوداګریزو شرکتونو، مالي ادارو، نادولتي ادارو او نورو لوبغاړو تر اغېزو لاندې وي. دا تیوري هغه نظر ردوي چې ګواکې کورنی سیاست د دولتونو پر بهرني سیاست اغېز نه لري (ګنګولي او اوډونیل، ۲۰۲۲).

لیبرالیزم په دې باور لري، چې دولتونه بېلابېلې موخې لري، او د دوی موخې او لومړیتوبونه په کور دننه ټاکل کېږي (جرویس، ۱۹۹۹). له همدې امله لیبرالیزم نه یوازې ریالیزم، بلکې د نړیوالو اړیکو ساختاري تیورۍ هم ردوي (سلاټر، ۱۹۹۵). د لیبرالیزم د ښه درک لپاره، اړینه ده چې د دې تیورۍ بېلابېل ډولونه وپېژنو. ایډیالیسټیک لیبرالیزم دا خبره، چې کله د ټولنې د وګړو لومړیتوبونه له دغو ارزښتونو سره هم‌غږي وي  څنګه د ټولنې له‌خوا د یو شمېر ټولیزو ارزښتونو ترلاسه کول او ساتل ، ممکنوي  روښانه کوي(مورچیک).

جان لاک، ایمانویل کانټ، ادم سمیت، او ډیویډ ریکارډو د دې تیورۍ کلاسیک مخکښان دي. د سنایډر (۲۰۰۴) په وینا، ووډرو ویلسن، مایکل ډویل، رابرټ کوهن، جان ایکن‌بیري، فوکویاما، امریتا سین، او نور د دې تیورۍ معاصر لارویان دي.

سوداګریز لیبرالان

د لیبرال باور له مخې، د هېوادونو ترمنځ اقتصادي تړاو د زور کارونې مخه ونیسي، ځکه چې جګړه د هیوادونو پرمخ‌تګ ته زیان رسوي (والټ، ۱۹۹۸). د عصري صنعتي شبکو وده، په ځانګړي ډول هغه شبکې چې له صنعتي دورې وروسته د معلوماتو پر تبادلې ولاړې دي، د پوځي یرغل او د هېوادونو له‌خوا د صنعتونو په زوره ملي کولو لګښت ډېر لوړ کړی دی (مورچیک). د لیبرالانو له نظره، کله چې د هېوادونو ګټې له یو بل سره وتړل شي، بېا دوی د دغو ګټو د خوندیتوب لپاره د سولې او ټیکاو هڅې کوي، او له یو بل سره  جګړه نه کوي (والټ، ۱۹۸۸).

لکه څنګه چې مورچیک وايي، له ادم سمیته نیولې تر معاصرو سوداګریزو لیبرالانو، ټول د «پرتلیزو ګټو)) (comparative advantage) پسې دي. د هغه په وینا، د جګړې په پرتله، د سوداګرۍ له لارې خپلو موخو ته رسېدل اسانه دي.

جمهوري لیبرالان

جمهوري لیبرالیزم پر دې بحث کوي، چې څرنګه کورنۍ ادارې او کړنلارې د خلکو غوښتنې د دولتونو په پالیسیو بدلوي. دا ډول لیبرالیزم، چې ووډرو ویلسن یې مخکښ و، باور لري چې د ولسواکۍ خپریدا، د نړیوال امنیت کیلي ده. د دې نظر له مخې، ولسواکه هېوادونه په بنسټیز ډول له نا‌ولسواکو هېوادونو ډېر سوله‌‌ییز دي (والټ، ۱۹۹۸).

دا ډول لیبرالیزم د شلمې پېړۍ په پیل او له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته مطرح شو. دلیبرالیزم د تیوري د دې بڼې له مخې، د دولتونو خپلواکۍ ته د درناوي حکم کوي، او د دولتونو لخوا د  یو بل په چارو کې د نه لاسوهنې اصل ته پر ژمتیا ټینګار کوي (بایلیس او ملګري یې، ۲۰۱۴). دا لیدلوری د ګډې دفاع له هغه فکره سرچینه اخلي، چې له مخې یې «لیګ اف نیشنز» جوړ شو. له ولسواکۍ سره تړلې «د ډیموکراتیکې سولې تیوري» (Democratic Peace Theory) د لیبرالیزم له همدې ډول سره تړاو لري.

د ډیموکراتیکې سولې تیورۍ له مخې، ولسواکه هېوادونه یو له بل سره جګړې نه کوي. ډوایل باور لري، چې کورنی لیبرالیزم د هېوادونو پر بهرني سیاست اغېزه لري. د کانټ په وینا، لیبراله دولتونه له یو بل سره په سوله کې ژوند کوي. شومپیټر هم ورته نظر لري او پانګوالي او ولسواکي د استعمار ضد بولي.

دا چې ولې ولسواکه دولتونه یو له بل سره جګړې نه کوي، او یا دا چې آیا ریښتیا هم همداسې ده؟ دا لږ بحث ته اړتیا لري. په لیبراله هېوادونو کې د خلکو لخوا ټاکل شوي استازي عموماً له جګړې سره مخالف وي (ډوایل). د ډوایل په وینا، جمهوري دولتونه نه یوازې دا چې د سوله‌ییزو اړیکو د رامنځته کولو وړتیا لري، بلکې ورسره علاقه هم لري.

روسو، کانټ، کوبډېن، شومپیټر او ډوایل ټول په دې باور دي، چې غیر ولسواکه او پوځي رژیمونه جګړې د خپلو ګټو لپاره رامنځته کوي. خو همدغه جګړې بیا د یادو هېوادونو دننه یواځې یوه ځانګړې «جګړه‌پاله طبقه» یا نخبه ډله را منځ ته کوي (برچل، ۲۰۰۹).

د روسو، کانټ، کوبډین، شومپیټر او ډوایل په څېر مفکرین ټول په دې باوري دي، چې ناولسواکه او پوځي رژیمونه جګړې د خپلو ګټو لپاره جګړې رامنځته کوي. خو دا جګړې بیا د یادو هېوادونو دننه د یوې ځانګړې (جګړه‌خوښونکې طبقې) یا نخبه ډلې له‌خوا رامنځته کېږي (برچیل، ۲۰۰۹). په نولسمه پېړۍ کې شاهانو او وسله والو ډلو او فېوډالانو چې کورني واکونه یې په خطر کې و،هغوي جګړه غوښته. همدا لامل و، چې ان دغه د سولې د پېړۍ پر مهال د مقدس ایتلاف د چتر لاندې پوځیانو په اروپا کې غوبل جوړ کړی و

خو اصلي پوښتنه دا ده: که دا خبره سمه وي، نو ولسواکي د دې ستونزې د حل لپاره کومه حللاره وړاندې کوي؟له اتلسمې پېړۍ راپدېخوا لیبرالیزم د دې ستونزې د حل لپاره ولسواکي او ازاده سوداګري د حل لارو په توګه وړاندې کوي. د برچل په وینا، ولسواکه پروسې او ادارې د حاکمو نخبه ګانو ځواک کمزوری کوي او تاوتریخوالي ته د هغوی میلان له مهاروي. ازاده سوداګري په بېلابېلو ځایونو کې د خلکو ترمنځ موجودې پولې له منځه وړي، او خلک یو له بله سره نږدې کوي.

ځینې لیبراله پوهان استدلال کوي، چې په لیبراله هېوادونو کې اداري خنډونه – لکه د رایې عامه فشار، د قانون حاکمیت، ټاکل شوي حکومتونه، د حکومت د بېلابېلو څانګو ترمنځ متقابل نظارت (Checks and Balances)، د واک ویش، او نور لیبراله ارزښتونه – د دې لامل کېږي چې دغه ډول حکومتونه جګړو ته لږ زړه ښه کړي (برچل، ۲۰۰۹).

که دا بحث لنډ کړو، نو دا ویلای شو چې  په ولسواکه ټولنو کې د فردي ازادۍ، حقونو، د ولس پر وړاندې د چارواکو د مسؤلیتونو او نورو ولسواکه ارزښتونو له امله، واکمن که څه هم له نورو هېوادونو سره د جګړې هوډ ولري، خو د ولس له مخالفت سره مخامخېږي. دا حالت کېدای شي د دې سبب شي، چې ولسواکه هېوادونه جګړو ته زړه ښه نه کړي.

کانټ (۱۹۷۰) د دې ستونزې د حل لپاره یو بل میکانېزم وړاندې کړی دی. د هغه په اند، جمهوري حکومتونه چې خلکو ته مسؤل وي او د خلکو فردي حقونو ته درناوی لري، جګړه نه کوي؛ ځکه د جګړې په اړه وروستۍ پرېکړه د خلکو  د استازو په لاس کې وي، نه د جګړه‌پالو نخبه ګانو په واک کې.

بلخوا ریالیستان د «ډیموکراټیکې سولې تیورۍ» له دوو اړخونو سره ستونزه لري: یو، د ولسواکۍ د تعریف مسأله؛ بل، د پټو پوځي عملیاتو موضوع (برچل، ۲۰۰۹). خو که موږ نړیوال وضعیت ته وګورو، نو وینو چې ولسواکه نظامونه له غیر لیبراله هېوادونو سره ناندرۍ لري. ریالیستان وايي، همدا حالت ښيي چې د ولسواکۍ د سولې تیوري یو «قانون» نه، بلکې د احصایې په ژبه یوه «اړیکه» (relation) ده، نه «سببي قانون» (ماوز او روسیټ، ۱۹۹۳).

دلته ښايي د ډوایل وضاحت مرسته وکړي. د هغه له انده، د لیبراله هېوادونو بهرنی سیاست د غیر لیبراله هېوادونو له سیاست سره توپیر لري، او لیبراله هېوادونه په خپل منځ کې یو ځانګړی امنیتي نظم رامنځته کوي.

سوسیالوجیکي لیبرالیزم

د ټولنې مفکوره او پر یو بل تکیه‌کول د دې ډول لیبرالیزم مهم عناصر ګڼل کېږي (بایلیس، ۲۰۱۴). د لیبرالیزم د دې ډول له مخې، هر څومره چې د بېلابېلو هېوادونو خلک پر یو بل ډېر متکي کېږي، په هماغه اندازه د دوی ترمنځ نږدېوالی هم رامنځته کېږي، او ترڅنګ یې د دوی د اړوندو هېوادونو ترمنځ دوه‌اړخیزه اتکا هم زیاتېږي. په دې شرایطو کې، هېوادونه نه شي کولای په یو اړخیز ډول د یو بل پر ضد اقدامات وکړي. دا موضوع له ګلوبلایزېشن (نړیوالتوب) سره نږدې تړاو لري.

نیو لیبرالیزم(ساختاري لیبرالیزم)

د لیبرالیزم څلورمه او نسبتاً نوې بڼه، چې “نیو لیبرالیزم” یا “ساختاري لیبرالیزم” بلل کېږي، د ریالیزم او نیو ریالیزم پر وړاندې تر ټولو قانع کوونکي دلایل وړاندې کوي (بایلیس او ملګري یې، ۲۰۱۴). د بایلیس او همکارانو له نظره، د لیبرالیزم دا بڼه ټینګار کوي چې نننۍ نړۍ زیات لوبغاړي لري، او دا لوبغاړي (لکه دولتونه، نړیوال سازمانونه، او غیردولتي ادارې) پر یو بل زیات متکي دي.

نیو لیبرالیزم استدلال کوي، چې نړیوالې ادارې لکه نړیوال بانک، نړیوال وجهي صندوق او ورته نور بنسټونه، د دولتونو د ځان‌غوښتنې  چلند مهاروي. دا ادارې هېوادونه هڅوي، چې د لنډمهاله لاسته راوړنو پر ځای، اوږدمهالې ګډې همکارۍ ته لومړیتوب ورکړي (والټ، ۱۹۹۸).

درېیمه برخه؛ د لیبرالیزم او ریالیزم ترمنځ توپیرونه او مشترکات

ریالیزم او لیبرالیزم دوه متضادې تیوریانې ګڼل کېږي، خو سره له دې، د دوی ترمنځ کله ناکله پولې نرمېږي او د پدېدو په اړه ورته نظرونه لري. په دې اړه بله ستونزه دا ده، چې دواړه تیوریانې بېلابېل ډولونه لري. کله چې خبره د دې تیوریو د فرعي ډولونو ترمنځ پرتلې ته راشي، نو شاید د دوی ترمنځ د توپیرونو او مشابهتونو بحث هم تغییر شي.

زه دلته هڅه کوم چې تر خپلې وسې د دواړو تیوریانو ترمنځ توپیرونه او مشابهتونه روښانه کړم. ریالیزم یوه داسې تیوري ده چې زیات تمرکز یې پر نړیوال بُعد وي، خو لیبرالیزم بیا پر کورنیو حالاتو ولاړه تیوري ده، چې نړیوال اړخ تر ډېره له نظره غورځوي (موراچیک، ۱۹۹۷؛ ګنګولي او اوډونیل، ۲۰۲۲).

ریالیزم انساني فطرت په طبیعي توګه ځان‌خوښی او له نورو سره پر سیالۍ ولاړ ګڼي، خو لیبرالیزم انساني فطرت په طبیعي‌ توګه ښه بولي. لیبرالیزم د دولتونو خپلواکۍ ته په درناوي ټینګار کوي، خو ریالیزم پر ملي ګټو ټینګار کوي. نیو لیبرالیستان په نړیوالو اړیکو کې د رژیمونو پر ډول او د ادارو پر ارزښت تمرکز لري، خو نیو ریالیستان بیا نیو لیبرالیستان د یادو متغیراتو د ارزښت په اړه له مبالغې سره تورنوي (بالډوین، ۱۹۹۳).

نیو لیبرالان په نړیوالو اړیکو کې د رژیمونو پر ډول او د ادارو پر ارزښت تمرکز کوي، خو نیو ریالیستان بیا دوی د یادو متغیراتو د ارزښت په اړه په مبالغې کولو تورنوي (بالډوین، ۱۹۹۳).

د ستونزو د حل لپاره، لیبرالیزم خبرو اترو، همکارۍ او ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکوي؛ خو ریالیزم بیا د زور د کارولو سپارښتنه کوي. نیو ریالیستان د دولتونو رول ته لومړیتوب ورکوي او د دوي ترمنځ د همکارۍ د رامنځته کېدو لپاره دولتونو رول بنسټیز بولي؛ په داسې حال کې چې نیو لیبرالیستان په نړیوالې همکارۍ کې  دولتونو ترڅنګ د هیوادونو پر یو بل تکیه،د رژيم ډول،او نړیوالتوب ته ارزښت ورکوي (بالډوین، ۱۹۹۳).

لیبرالیزم د هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې پر اخلاقياتو (مورالټي) ټینګار کوي، خو ریالیزم د هیوادونو پر بقا او ژوندي پاتې کېدو اړه تمرکز کوي. ریالیزم د هېوادونو چلند او اړیکې یوازې تر ځواک پورې محدودوي، خو لیبرالان بیا په انساني منطق باور لري او فکر کوي چې انسانان کولای شي د جګړو مخنیوی وکړي (هافمن).

په ټوله کې لیبرالیزم د “پاور پالیټیکس” (یعنې دا چې سیاست د ځواک محصول دی) ردوي (هافمن). د دې تیورۍ پلویان وايي چې پخپله “پاور پالیټیکس” هم د نظریاتو محصول دی. نیوریالیزم او نیو لیبرالیزم دواړه د انارشۍ موجودیت مني. نیوریالیزم باور لري چې انارشي د دولتونو بهرنیو تګلارو پر وړاندې محدودیتونه جوړوي، خو نیو لیبرالان د نړیوالتوب، همکارۍ او ادارو له لارې دا محدودیتونه د راکمولو وړ بولي (بالډوین، ۱۹۹۳).

سره له دې توپیرونو، دواړه تیوریانې ځینې مشترکات لري. تر ټولو مهم دوه یې دا دي: لومړی، دواړه تیورۍ په نړیوالو اړیکو کې دولت ته د یو تر ټولو مهم لوبغاړي په سترګه ګوري؛ دویم، دواړه انارشي ته؛ د نړیوال سیستم یوه مهمه ځانګړنه ګڼي. خو دلته هم یو مهم توپیر لیدل کېږي.

د جرویس (۱۹۹۹) له مخې، نیو ریالیستان نړیوال سیاست ته د بقا، ګټو او برلاسۍ د نه ستړي کېدونکې هڅې په توګه ګوري، خو نیو لیبرالان سره له دې چې په نړیوال سیاست کې د لانجو له موجودیت سترګې نه پټوي؛ خو دوی دا معضلې د ګډ کار او همکارۍ له لارې حلېدونکي ګڼي.

وروستۍ برخه؛ د لیبرالیزم پر تیورۍ نېوکې

د نړیوالو اړیکو ریالیستان او د ځینو نورو تیوریو پلویان، لیبرالیزم ته د یوې جامع تیورۍ په سترګه نه ګوري. د سلاټر په وینا، لیبرالیزم یوه ډېره پېچلې، خو کم‌روښانه او ضعیف منطق لرونکې تیوري ده. نور ریالیستان بیا په نړیوالو اړیکو کې نړیوالو ادارو ته دومره ارزښت نه ورکوي. میر شایمر (۱۹۹۴) استدلال کوي، چې نړیوالې ادارې د شخړو د له منځه وړلو او د هېوادونو پر چلند لږه اغېزه لري.

پر لیبرالیزم یوه بله نیوکه دا ده، چې ډېری خلک دا تیوري لویدیځ-محوره بولي، او باور لري چې د دې تیورۍ ځینې نظریات ممکن په نورو کلتورونو کې د پلي کېدو کم ظرفیت او کم فرصت ولري. همداراز، د ځینو نړیوالو شخړو په حل کې د ملګرو ملتونو ناکامي، د لیبرالیزم پر اعتبار  ناوړه اغېزه کړې ده.

پردې تیوري یو ه بله نیوکه دا ده ، چې دا تیوري ځنو خلکو ته غیر عملي ښکاري، او ځینې پوهان یې یوټوپیايي یا ایډیالیسټي تیوري بولي (کار، ۱۹۳۹). البته د دې تیورۍ پلویان دغه ادعا ردوي.

له بلې خوا، لیبرالیزم پدې اړه چې که چیرې په خپله لویدیځه نړۍ کې د ولسواکۍ بنسټونه کمزوري شي، نو دا به د نړیوال لیبراله نظم لپاره څه مانا ولري؟  په تړاو څه نه وايي. د راتلونکي په اړه د وړاندوینې نشتون د یوې تیورۍ ضعف ګڼل کېږي.

پخپلو فعالیتونو کې  د سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو ناکامي پر دې تیورۍ بله نیوکه ده. د دې ښه بېلګه د جنوبي آسیا د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ سیمه‌ییز سازمان – سارک – دی. سره له دې چې د دې سازمان موخه موخه یې د باور جوړونه، اقتصادي همکاري او سیمه‌ییز ثبات دی چې تر اوسه نه‌دی توانېدلی د هند او پاکستان ترمنځ شخړې حل کړي (سارک، ۲۰۲۰؛ ګنګولي او اوډونیل، ۲۰۲۲).  

که څه هم د سارک اغېز له ستونزو سره مخ دی، خو دا  خبره دا مانا نه لري چې دا ډول ادارې بې‌ګټې دي. اروپايي ټولنه یې یوه ښه بېلګه ده، چې د اروپا متخاصم هېوادونه یې له اوږدو جګړو وروسته د همکارۍ، آزادې سوداګرۍ او ګډو ادارو له لارې سره یو ځای کړل (پولاني، ۲۰۰۱). نو ځکه، که سارک یا نورې سیمه‌ییزې ادارې د هیوادونو ترمنځ د بشپړې سولې په راوستو کې بریالي نه دي،‌ نو دا د دې مانا نه لري‌ چې دا ټولې ادارې له یوه مخه بې ارزښته دي. 

ځینې پوهان د لیبرالیزم دننه داخلي تضادونو ته اشاره کوي. د دوی په باور، د کانټ لیبرالیزم، د شومپیټر پاسیفیزم، او نور لیدلوري د انسان، دولت او نړیوالو اړیکو په اړه متضاد نظریات لري. خو ډوایل دا ادعا ردوي، او وایي چې دا لیدلوري د لیبرالیزم بیلابیل اړخونه روښانه کوي، او ټوله تیوري یو منسجم جوړښت لري.

سره له دې چې لیبرالیزم لا هم په بېلا بېو ټولنو کې د مېشو انسانانو ترمنځ  د تنابونو را لنډولو، نږدې‌والي او نړیوالې همکارۍ سپارښتنه کوي.پر لیبرالیزم یوه بله وروستۍ نیوکه دا ده، چې دولتونه د یو بنسټیز جوړښت په توګه لا هم پر خپل ځای پاتې دي – .

خو له بلې خوا، د نړیوال اقتصادي ثبات لپاره رامنځته شوې ادارې لکه د بریټون ووډ له تړون وروسته جوړ شوي نړیوال بانک، نړیوال وجهي صندوق، ملګري ملتونه، اروپايي اتحادیه، اروپايي پارلمان او نړیوال سوداګریز سازمان لا هم فعال او مهم نړیوال لوبغاړي دي. که څه هم وخت نا وخت له ننګونو سره مخ دي، خو د نړیوالو چارو په مدیریت کې  د یادو ادارو  له  ځواک او مثبت رول انکار نه‌شي کېدای.

ماخذونه

Baldwin, D. (Ed.). (1993). Neo realism and neoliberalism: The contemporary debate. Columbia University Press.

Baylis, J., Smith, S., & Owens, P. (Eds.). (2014). The globalization of world politics: An introduction to international relations (6th ed.). Oxford University Press.

Burchill, S., Linklater, A., Devetak, R., Donnelly, J., Nardin, T., Paterson, M., Reus-Smit, C., & True, J. (2009). Theories of international relations (4th ed.). Palgrave Macmillan.

Carr, E. H. (1939). The twenty years’ crisis: 1919–1939: An introduction to the study of international relations. Palgrave Macmillan.

Fukuyama, F. (2022). Liberalism and its discontents. Farrar, Straus and Giroux.

Ganguly, S., & O’Donnell, F. (Eds.). (2022). Routledge handbook of the international relations of South Asia (1st ed.). Routledge. https://doi.org/10.4324/9781003246626

Hoffmann, S. (1990). International society. In J. D. B. Miller & R. J. Vincent (Eds.), International relations theory (pp. xx-xx). [Publisher not specified].

Ikenberry, G. J. (1998). Institutions, strategic restraint, and the persistence of American postwar order. International Security, 23(3), 43-78.

Jervis, R. (1999). Realism, neoliberalism and cooperation: Understanding the debate. International Security, 24(1), 42-63.

Kant, I. (1970). Kant’s political writings (H. Reiss, Ed.; H. Nisbet, Trans.). Cambridge University Press.

Mearsheimer, J. J. (1994/1995). The false promise of international institutions. International Security, 19(3), 5-49.

Moravcsik, A. (1997). Taking preferences seriously: A liberal theory of international politics. International Organization, 51(4), 513-553.

Norwich University. (n.d.). 7 components of liberalism. Norwich University Online. https://online.norwich.edu/online/about/resource-library/7-components-liberalism

Palmer, I. (2019, August 7). Haute finance and baseline stability: The requirement of a hegemon in the contemporary international political economic system. SIR Journal of International Relations and Politics. http://www.sirjournal.org/research/2019/8/6/haute-finance-and-baseline-stability-the-requirement-of-a-hegemon-in-the-contemporary-international-political-economic-system

 

Rawls, J. (1971). A theory of justice. Harvard University Press.

Slaughter, A.-M. (1995). Liberalism and international law. In C. Reus-Smit (Ed.), The Politics of International Law (pp. 187-205). Cambridge University Press.

error: Content is protected !!