بولا احمد ټینوبو د نایجیریا اوسنی ولسمشر دی. نوموړی په افریقا کې د زده کړو د ودې او د ښوونې او روزنې لپاره د نړیوال مشارکت (GPE) د مالي تمویل د کمپاین یو له اصلي ملاتړو او کوربنو څخه دی.
جاکایا کیکویتي د ټانزانیا د متحده جمهوریت پخوانی ولسمشر او د ښوونې او روزنې لپاره د نړیوال مشارکت (GPE) د بورډ اوسنی مشر دی. نوموړی په نړیواله کچه د تعلیمي سیسټمونو د پیاوړتیا لپاره کار کوي.
ژباړه: عبدالله خلیلي
منبع: د پراجیکټ سنډیکیټ مجله
د زده کړو لپاره د نړیوال مالي ملاتړ د بیا رغولو او پیاوړتیا ترڅنګ، پرمختیایي هېوادونه د داسې پر ځان بسیا تعلیمي سیسټمونو د رامنځته کولو لپاره یوې نوې ستراتیژۍ ته اړتیا لري ترڅو کوچنیان باکیفیته زدهکړې وکړي. نو په همدې اساس دا مسله باید د ټولو ملي پلانونو په سر کې وي.
خبرونو ته په کتو په آسانۍ سره دا نتیجه اخیستلی شو، چې د یوې ارامې او د ټولو لپاره مساوي امکاناتو لرونکې نړۍ هیله له لاسه وتونکې ده. شته شخړې، د اقلیم بدلون، د انسانانو بیځایه کیدل او اقتصادي ټکانونه واقعا یو تیاره انځور ترسیموي. ولې مونږ نه شو کولای چې نا هیلۍ ته تسلیم شو. له دې او نورو فرامرزي ننګونو سره د مخامخ کیدلو لپاره باید هر څوک پکې برخه واخلي، د هغه ۲۷۰ میلیونه کوچنیانو په ګډون چې په اوس وخت کې له زدهکړو بې برخې دي.
زده کړې ټولشموله ودې ته ځواک وربښي، د مقاومت او انعطاف پذیرۍ لامل کېږي او آرامۍ او صعود لپاره اساس جوړوي. دا یوازې شته نسل ته د فرصتونو د رامنځته کیدو لامل نه کېږي، بلکې راتلونکو نسلونو لپاره هم فرصتونه ایجادوي. له همدې امله، د افریقایي هیوادونو مخکني او اوسني لوړ پوړي چارواکي د زده کړو لپاره د ۲۰۲۶-۲۰۳۰ کلونو د مالي تمویل د کمپاین کوربتوب کوي، چې موخه یې ۷۵۰میلیونه ماشومانو ته د غوره زده کړو د چمتو کولو په لپاره د ۵ میلیارد ډالرو راټولول دي. په دې هڅه کې له موږ سره د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا میلوني هم ملګرې ده، هغه وایي: چې د نړیوال پرمختګ او مصؤنیت لپاره زده کړې یوه اساسي اړتیا ده.
د GPE نړیوال کمپاین په داسې حساس پړاو کې پیل شوی، چې د پوهنې سکتور له جدي ننګونو سره مخ دی، تعلیمي سیستم تر سخت فشار لاندې، د منابعو نشتون او د جګړو، لویو اقلیمي بدلونونو او اقتصادي بې ثباتۍ له وجې تر فشار لاندې دی. کم عاید لرونکي هیوادونه د خپلو ښوونځیو د تمویل لپاره په کلني ډول سل میلیارده ډالرو ته ضرورت لري او په کمو او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې اویا فیصدهکوچنیان، چې عمرونه یې له لسو کلونو کم وي، ساده عبارت نه شي لوستلی. د اوسنیو کوچنیانو مهارتونه او نظریې کولای شي نړۍ ښه لوري ته رهنمایي کړي، خو دا په هغه صورت کې ممکنه ده، چې زده کړې د نړیوالو ننګونو د لمنځه وړلو لپاره د ترسره کېدونکو هڅو په سر کې قرار ولري.
مونږ د نړۍ پر ټولو مشرانو غږ کوو، چې د GPE د ۵ میلیارد ډالري هدف په ترلاسه کولو کې له موږ سره یوځای شي. د زدهکړو مالي تمویل باید د نن ورځې له خطرونو او حقایقو سره سم بدلون ومومي. د ډونرانو په هېوادونو کې د محدودو منابعو له وجې څو ډوله بحرانونه له یو بل سره په رقابت کې دي. په داسې حال کې چې د عامه پورونو خدمت (د پورونو قسطونه او سود ورکول) د ټیټ عاید لرونکو هېوادونو د بودیجو مخ په زیاتېدونکې برخه مصرفوي. په حقیقت کې د ټیټ عاید لرونکو هیوادونو له درېیو یو یې د انساني پرمختګ پر ځای، لکه د زده کړو پرمختګ، د بودیجې ډېره برخه د پور د خدماتو په وړاندې کولو مصرفوي. د زده کړو دوامداره تمویل یو بنسټیز نوي چلند ته اړتیا لري؛ هغه چلند چې بېلابېل شریکان او مالي سرچینې د یوې ګډې ملي موخې ترشا همغږې کړي. موږ داسې پر ځان بسیا تعلیمي سیسټمونو ته اړتیا لرو چې د ټولو ماشومانو لپاره په دوامداره توګه باکیفیته زده کړې وړاندې کړای شي. د پاشلو او لنډمهالو پروژو پر ځای، موږ د پانګونې همغږو او اوږدمهالو ستراتیژیو ته اړتیا لرو چې د حکومتونو لخوا رهبري او په ملي بودیجو کې شامله شي.
ډېر کله د مرستو بهیر او شخصي پانګې د عامه سیسټمونو له څنګ څخه تېرېږي، چې دا کار لومړیتوبونه ګډوډوي او اداري ځواک کمزوری کوي. د ښو پایلو لپاره ټولې مالي مرستې، که هغه داخلي، نړیوالې، خیریه او یا شخصي مرستې دي، باید د یو ملي پلان له مخې د تعلیمي نظام د بدلون لپاره وکارول شي. دغه ډول پانګونې د سیسټمونو د موازي ادارو د رامنځته کولو او تکرارولو پر ځای، هغوی پیاوړي کوي. او دا احتمال زیاتوي چې اصلاحات به پیاوړي او پر بهرنیو مرستو لږ تکیه کوونکي وي.
دوامداره پرمختګ یوازې هغه وخت رامنځته کېږي کله چې هېوادونه دغه پروسه په خپله رهبري کړي. ولې دا د ذهنیت بدلون ته ضرورت لري. تعلیم ته باید د یوې اقتصادي زیربنا په توګه وکتل شي او سرچینې یې باید هغو پروګرامونو ته لار ومومي چې په لویه کچه د مهارتونو د لوړولو لامل ګرځي. دا چاره به په پای کې د عایداتو د زیاتوالي، د مالیاتو پراخوالي او د هراړخیزې پیاوړې اقتصادي ودې لامل شي.
موږ پر ټولو حکومتونو غږ کوو چې کورنی تمویل زیات کړي او زده کړې د خپلو ملي بودیجو او پالیسیو په سر کې ځای پر ځای کړي. یوازې د هېواد په داخلي لومړیتوبونو کې د زده کړو له شاملولو سره کولای شو اوږدمهاله اغېز لرونکې لاسته راوړنې ولرو. همدا فلسفه د GPE د کار بنسټ هم جوړوي. د یو مالي میکانیزم او د همغږۍ د یو پلتفورم په توګه، دا اداره له ملګرو هېوادونو سره د یوې ګډې اصلاحي اجنډا په شاوخوا کې د حکومتونو، تمویل کوونکو، پرمختیایي بانکونو، خیریه بنسټونو، خصوصي پانګه والو او مدني ټولنې په راغونډولو سره، د هغوی د ملي تعلیمي لومړیتوبونو په ټاکلو او تمویل کې مرسته کوي.
کله چې دولتونه د یوې واحدې ستراتیژۍ لاندې خپل تعلیمي نظام جوړ کړي، هر کوچنی به د زده کړو فرصت ولري. او فردي کامیابي به د جامعې د کامیابۍ په معنی وي. ټولنې به خوشحاله وي، ځکه چې اقتصاد یې له بنسټ څخه بیارغول کېږي. له ۱۹۸۰ کاله راهیسې، تعلیم د نړیوالې اقتصادي ودې نیمایي برخه تشکیلوله. اویا فیصده ترلاسه شوي عواید په غریبو هیوادونو کې، چې د بشر یو پر پنځمه برخه جوړوي، په عایداتو کې یې ۷۰ سلنه زیاتوالی راوړی او د شدیدې بېوزلۍ په کمولو کې یې لږ تر لږه ۴۰ سلنه ونډه لرلې ده.
دا ارقام ثابتوي، چې ترټولو غوره پانګه اچونه په تعلیم پانګه اچونه ده، هر راتلونکی کال د معاشاتو د زیاتوالي، د مالي عوایدو د منابعو د زیاتوالي او عامه بودیجې د قوت لامل کېږي، ترڅو د زده کوونکو شمیر زیات شي. لکه څرنګه چې صنعتونه پراخیږي او د دولت تمویل زیاتیږي، هغه ابتدائي پانګه اچونه د اقتصادي ودې محرک ګرځي، چې د دوامدارې ودې بهیر چټکوي.
د داسې یوې نړۍ د رامنځته کولو لپاره چې باسواده وګړي یې د پرمختګ چلوونکي وي او له دننه څخه مقاومت لرونکې ټولنې جوړې کړي، موږ باید ټولې شته سرچینې لکه داخلي، نړیوالې، عامه او خصوصي منابع؛ د دولت پورې تړلي سیستم په لاس کې ورکړو. یوازې په دې صورت کې مونږ کولای شو، څو ډاډه شو، چې ماشومان هر چېرته او هر کال د خپلې اړتیا وړ زده کړې ترلاسه کړي.

