احمد بلال خلیل له قائداعظم پوهنتونه د نړیوالو اړیکو په برخه کې ایمفېل کړی او دا مهال د بارسلونا د نړیوالو مطالعاتو په انستیتیوت کې په نړیوالو مطالعاتو کې خپله دویمه ماسټري کوي. نوموړی د «افغانستان او چین؛ دوهاړخیزې اړیکې (۱۹۵۵–۲۰۱۵)» کتاب لیکوال او د «افغانستان په تېره یوه نیمه لسیزه کې» د یو تحلیلي او څېړنیز راپور مخکښ څېړونکی دی. ښاغلي خلیل نږدې پنځه کاله په افغانستان کې له یو شمېر څېړنیزو مرکزونو او د ملګرو ملتونو له ادارو سره د څېړونکي په توګه کار کړی او دمګړې «له جغرافیې سره جګړه؛ افغانستان او سیمهییز اتصال» کتاب لیک
د طالبانو له راتګه وروسته، په یو شمېر اکاډمیکو ځایونو کې دا بحث راپورته شوی، چې افغانستان د سویلي آسیا له نظمه د منځنۍ آسیا یا په پراخه کچه د اوراسیا نظم پر لور روان دی. د دې انتقال لپاره یو شمېر دلایل د توجیه په توګه کارول کېږي، لکه د سویليآسیا پر نظم د همکارۍ پر ځای د کړکېچ غلبه او له اسلاماباد سره د کابل ترېینګلې اړیکې.
خو زما په فکر موږ د اوو لاملونو له مخې، له یو سیمهییز نظم څخه د بل سیمهییز نظم پر لور روان نه یو:
لومړی لامل زموږ جغرافیه ده. موږ د څلورو سیمهییزو نظمونو په تقاطع او څلورلارۍ کې پراته یو، موږ وغواړو او که نه، خو له دې څلورو څخه درې سیمهییز نظمونه تل زموږ پر حالاتو منفي او مثبتې اغېزې کوي او هم موږ پر هغوی یو څه اغېزې کوو. د همدې موقعیت له مخې، موږ نه شو کولی له یوه سیمهییز نظمه ځان وشلوو او په بل کې ځان مدغم کړو. هغه هم په داسې حال کې چې د اوراسیا نظم ځان ته کوم جلا سیاسي هویت نه لري. دا د اوراسیايي اقتصادي اتحادیې، شانګهای همکارۍ سازمان، سيایسټي او، او له روسیې سره په جګړه کې د بوختې اروپايي ټولنې ټاټوبی دی. هدف که د سویلي آسیا له کړکېچه نظمه وتل وي، نو د اوراسیا یو داسې نظم ته ښه راغلاست چې د یوکراین په جګړه کې ښکېل ده، د آرمینیا او آذربایجان ترمنځ د قرهباغ جګړه یې تجربه کړې، او له نړیوالو بندیزونو سره مخ روسیه پکې شامله ده.
د جغرافیې په لامل کې بل اساسي ټکی زموږ په وچه کې ایسار حالت دی، موږ اړ یو د خپلو صادراتو و وارداتو لپاره د پاکستان او یا هم د ایران پر لارې متکي شو. زموږ لپاره د پاکستان لاره تر ټولو ارزانه او اسانه لاره ده، البته دا د خنډ و ځنډ له ننګونو سره تل مله وي. او د ایران لاره بیا له جیوپولیتیکي شخړو او نړیوالو بندیزونو اغېزمنیږي، نو په ستراتيژيک لحاظ، منځنۍ آسیا په خپله سمندر ته مستقیم لاسرسی نه لري او نه هم موږ ته په دې اړه کومه مستقیمه لاره راکولی شي؟ (د لاجوردو لاره او د ټرانس کاسپیین او نورې لارې غیر مستقیمه دي).
دویم لامل؛ له تېرو دوو لسیزو راهیسې، افغانستان چې د سویلي آسیا په نامه په کوم نظم کې وو، هغه په اصل کې هسې تش په نامه نظم و. موږ د سارک یا د سویليآسیا د نظم پر ځای یوازې له پاکستان او هند سره اړیکې درلودې. له دې وراخوا، له ۲۰۱۴ کال راهیسې د دې نظم نه کومه سرمشریزه ناسته ترسره شوې او نه یې هم چارچوبونه او تړونونه عملي کېږي. نو موږ د کوم نظم برخه نه یو. موږ یوازې په خپله جغرافیه کې یو، او زموږ جغرافیه موږ ته راښيي چې باید له ټولو نظمونو سره په اړیکه کې پاتې شو، نه د کوم نظم غړوندی.
درېیم؛ د منځنۍ آسیا نظم هم زموږ لپاره کوم آیډیال او متبادل نظم نه دی. په دې نظم کې پنځه هېوادونه دي، چې درې یې بیا زموږ ګاونډیان دي. زموږ اړیکې له همدغو هېوادونو سره زیاتې دي. او تر ټولو مهمه، دا اړیکې له ۲۰۲۱ کال وروسته نه دي جوړې شوي، بلکې دا له ډېره پخوا شته وې. زموږ اړیکې د اوراسیا له پراخ نظم سره بیا هومره قوي نه دي، او ترڅنګ یې د اوراسیا نظم نه کوم ګډ سیاسي او اقتصادي هویت لري. په دې کې اروپايي ټولنه، د شانګهای سازمان، اوراسیا یونین او نور راځي.
څلورم؛ د سویلياسیا په نظم کې زموږ اړیکې یوازې له پاکستان سره خرابې شوي؛ نه له ټول نظم او یا هم له هند سره. برعکس له ۲۰۲۱ کال راروسته، له هند سره د کابل اړیکې ورځ تر بلې ښې کېږي. خو بیا هم اوسنی وضعیت کوم نوی وضعیت نه دی. موږ تل یا له یوه سره ښې اړیکې درلودې او یا هم له بل سره.
پنځم لامل دا دی چې دا به زموږ د ټرانس افغان پروژو چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې یې په اړه هلې ځلې کېږي، لکه کاسا-۱۰۰۰، ټاپي، ټاپ، رېل پټلۍ، او نورو سره په ټکر کې واقع شي. د دغو پروژو بریا به د پاکستان او د سویلي اسیا له نظمه پرته ناشونې وي.
شپږم؛ په تاریخي توګه اوسنی افغانستان د سیمهییز اتصال په پروژو کې له دغو څلورو سیمو سره تړل شوی و. له چین سره د ورېښمو له لارې تړل شوی و، له هند سره د اوتراپوتا سړک له لارې نښتې و، له ایران او منځني ختیځ او شمالي افریقا سره د فارس شاهي سړک له لارې په اړیکه کې و، له ترکیې او اروپا سره یې د لاجوردو له لارې ارتباط درلود. زموږ لپاره همدا د تاریخ لوست دی، چې سیمهییز نښلون له ټولو لورو سره د اړیکو له لارې رامنځته کېږي، نه یو نظم ته مخه او بل ته شا کول.
اووم او تر ټولو مهم لامل یې دا دی، چې دا به زموږ له مليمرام او ستراتيژيک هدف سره په ټکر کې واقع شي. د امیر عبدالرحمان خان له وخته راهیسې ان د طالبانو تر اوسني حکومته پورې، موږ په متواتر ډول له خنډ و ځنډ پرته سمندر ته آسانه لاسرسی غواړو او ترڅنګ یې په سیمه کې د وچبند یا په وچه کې د ایسار دولت پر ځای د یو نښلیدلي دولت په توګه رامنځته کېدل هم غواړو. موږ که شعوري یا غیر شعوري، ارادي او یا له مجبورۍ له یو سیمهییز نظم بل ته ولاړ هم شو، نو وغواړو او که نه، نو زموږ دا هدف به تل له ستونزې او ننګونې سره مخ کېږي.
د پایلې په توګه ویلی شو چې افغانستان له سویلي آسیايي نظم څخه د منځنۍ آسیا یا اوراسیايي نظم پر لور نه دی روان؛ بلکې د څو نیمګړو، سیالو او یو له بل سره تړلو سیمهییزو نظمونو ترمنځ د تعامل او یا د کړکېچ سیمه ده. د پاکستان له لارې د افغان ترانزیټ اړتیا، له هند سره مخ پر زیاتېدونکی تعامل، له منځنۍ آسیا سره د انرژۍ او رېلپټلۍ ګډې پروژې، او له روسیې/چین محور سره امنیتي تماسونه ټول د څو محوره نښلونې نښې دي، نه د نظم د بدلون نښې. افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله نه شي کولی له یوه نظم څخه ځان وشلوي او په بل کې بشپړ مدغم شي؛ د افغانستان ستراتیژیک هدف باید د بدیل نظم لټول نه، بلکې د نښلونې د ظرفیت، ترانزیټي تنوع، او سیمهییز توازن مدیریت وي.


