دکتور محمد عاصم مایار د اقلیمي بدلون او اوبو مدیریت یو پېژندل شوی متخصص دی. نوموړي له جاپانه ماستري او له جرمني دوکتورا ترلاسه کړې. ډاکټر مایار پخوا د کابل پولیتخنیک پوهنتون استاد پاتې شوی، او د افغانستان د طبیعي منابعو او پایدار پرمختګ په برخه کې یې مهمې علمي او مسلکي مقالې خپرې کړې دي.
ایران، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان ته د بهېدونکو لویو سیندونو په سر کې پروت افغانستان د منځنۍ او سویلي آسیا د اوبو قطب ګڼل کېږي. خو د څو لسیزو جګړو د دې هیواد پرمختګ درولی و. د بندونو، کانالونو او د اوبو لګونې عصري شبکو جوړونې د ناتوانۍ له کبله، افغانستان د خپلې مشروع برخې څخه ډیرې لږې اوبه کارولې. له همدې کبله لاندېني هیوادونه د افغانستان د اوبو په طبیعي او بې کنټروله بهیر په جوړښتي ډول عادت شوي او دا حالت تلپاتې ګڼي.
دا تاریخي نا انډولي اوس افغانستان ته د اوبو په سیاسي دام اوښتې او له دوه مخالفو لورو یې تر فشار لاندې راوستی. یوه اړخ ته په دغو اوبو د لاندېنیو هېوادونو اتکا ده چې د افغانستان د سیندونو طبیعي او بې کنټروله بهیر ته محتاج دي او له کبله یې د افغانستان هر ډول یوه اړخیزه هڅه، چې د اوبو زیربنا ورغوي، سملاسي ګواښ بلل کیږي او د سیمې د بې ثباتۍ خطر ورسره تړل کیږي. بلې خوا ته د افغانستان کورنۍ مالي او تخنیکي یعنې پانګونه، پرمختللي انجینري مهارتونو او د لوړ کیفیت جوړولو ظرفیت نشتون تشه ده چې هیواد یې له داسې خطر سره مخامخ کړی چې غیر معیاري سیسټمونه جوړ کړي او د اوبو د ضایعاتو او اوږدمهاله چاپیریالي زیانو لامل کېږي.
هیڅ نه کول ناشونی دي ځکه دا کار میلیونونه افغانان د تلپاتې بیوزلۍ او د خوړو ناامنۍ سره مخامخوي. او یو څه ترسره کول، خاصتا یو اړخیز کار، کولی شي سیمه ییز غبرګون راپاروي.
یوه اړخیزه هڅه — او احتمالي غبرګون
د اقتصادي انزوا او د اقلیمي بدلون د ډېرېدونکي فشار سربېره د طالبانو واکمني دوام کوي. د دوی د اوبو لګونې مهمه پروژه یعنې د قوشتیپې کانال د آمو سیند څخه تر ۱۵ سلنې پورې اوبه اړوي څو د افغانستان په شمال کې سلګونه زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي. خو د اوبو په سیاست کې د یوه هیواد خړوبونه د بل لپاره دوچکالۍ په معنی ده.
په ازبکستان او ترکمنستان کې د آمو سیند د اوبو لږېدل د پنبې، غنمو او خواړو د پروسس صنعتونو ته ګواښ ګڼل کیږي. لویدیځ کې د پولې اوښتونکو اوبو پر سر لانجو له ایران سره سیاسي ترېنګلتیا رامنځته کړې ده. همدارنګه پاکستان هم د کابل سیند په اوبو باندې د افغانستان پلان شویو بندونو مخالفت کړی. دا وضعیت د افغانستان د ظالمانه انزوا یو دوه اړخیزه دام څرګندوي: ګاونډیان د خپلو بنیادي ګټو لپاره افغانستان کمزوری ساتي څو خپله زېربنا جوړه نه کړي. دا انزوا او سیاسي رسمیت نه پیژندنه افغانستان د پراختیایي مرستو او بهرنۍ پانګونې څخه راګرځوي، چې د اغیزمنو، لږو ضایعاتو او اقلیمي بدلون ته مقاومو اوبو سیسټمونو جوړولو لپاره اړینې دي.
افغانستان اوس مهال د خپل کورني تولید تشې د پوره کولو لپاره د ازبکستان پر لار د غنمو پر واردتو متکي دی. د قوشتیپې کانال پر سر احتمالي ترېنګلتیا کولای شي دا مهمه سوداګریزه لاره مختله کړي. د اوبو د مدیریت لپاره له یو بل سره د محوري همکارۍ پرته، سیمه د سرچینو پر سر د اقلیمي بدلون څخه رامنځته شوي ترېنګلتیا لور ته ورنغاړل کیدای شي.
د دغه دام ماتول
د دې بحران حل د “زما اوبه د تا د اوبو پر وړاندې” بې پایلې منطق پریښودو او د سیمه ییزو ګټو غوراوي لور ته د حرکت اړتیا لري. دا چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندل شوی، د اوبو نړیوالې معاهدې اوس په بحث کې نشته. پرمختګ باید د تخنیکي مرستو، ګډو اقتصادي هڅونو او د اقلیمي بدلون سره د تطابق لپاره د میکانیزمو په جوړولو وشي. درې بنسټیزې کړنې کولی شي دا ناوړه حالت او دام مات کړي:
لومړی؛ د اوبو له ویشه د ګټو ویش ته اوښتل
یوازې د اوبو په ویش تمرکز د لانجو رامنځته کېدل حتمي کوي. سیمه باید هغه بېلابېلې ګټې سره شریکې کړي چې اوبه یې تولیدوي.
-
- د انرژۍ په بدل کې اوبه: افغانستان بریښنا ته ډېره اړتیا لري او د ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه یې په نسبتاً لوړه بیه واردوي. یو لوی تړون کیدای شي داسې هم وي چې لاندېني هیوادونه به افغانستان ته ارزانه او ډاډمنه بریښنا ورکوي، او په بدل کې به افغانستان د خپلو بندونو بهیر داسې تنظیموي چې دلاندېنیو هېوادونو د کرنیز موسم پر مهال اوبه ور ورسېږي.
-
- بهرنۍ پانګونې ته زمینه برابرول: په وروستیو کې ازبکستان، قزاقستان او قرغیزستان د قمبرآته -۱ برېښنایي بند جوړولو پر سر داسې موافقه لاسلیککړه چې د اوړي بریښنا تولید کړي څو د لاندېنیو هېوادو کرنې ته اوبه وبهېږي. دا بېلګه کولی شي له افغانستان سره مرسته وکړي چې د لاندېنیو هیوادونو موافقه ترلاسه کړي او د آمو سیند او کابل سیند حوزو کې د خپلو پروژو لپاره بهرنۍ پانګه جلب کړي. په ۲۰۱۷ کې چین په کونړ سیند د بند داسې جوړولو ته لېوالتیا وښوده چې افغانستان او پاکستان به یې په ګډه کاروي. دا لېوالتیا باید راژوندۍ او تر پلي کېدا تعقیب شي.
-
- د اوبو مجازي تجارت: د ترکمنستان په څېر لاندېني هیوادونه هرکال د میلیونو ډالرو په ارزښت ترکاري واردوي. که د دغو توکو د وارداتو لپاره افغانستان ته لومړیتوب ورکړل شي، افغان بزګران به وهڅي څو د ډېرو اوبو مصرفونکو کښتونو پر ځای، هغو سبزیو ته ولاړ شي چې لږ اوبه مصرفوي او په متفاوتو فصلونو کې زرغونیږي. په دې توګه لاندې حوزې ته اوبه سپمېږي. با ثباته او ښه سوداګري باور جوړوي او د راتلونکې همکارۍ لپاره بنسټ ګرځي.
دویم؛ د پولې په دواړو خواو کې د خړوبونې عصري کول
لاندېني هیوادونه دومره مالي توان نه لري چې په خپل مصرف د افغانستان د کرنیز سکتور په عصري کولو پانګونه وکړي. خو دوی کولی شي داسې حقوقي او دیپلوماتیک میکانیزمونه رامنځته کړي څو د اقلیمي بدلون صندوقونو په ګډون، درېیمګړي پانګوال د افغانستان کرنه د اوبو په سپمونکو تکنالوژیو تجهیز کړي. مهمه دا ده چې د دغه تطابق بار باید یوازې پر افغانستان نه وي. لاندېني هېوادونه هم باید د خپلو پولو دننه د اوبو ډېر ضایعات ودروي. که څه هم ازبکستان د اوبو سپمونکو تکنالوژیو کارول پیل کړي خو ترکمنستان او پاکستان تراوسه په سیلابي خړوبونه، چې د تبخیر له امله ډېرې اوبه د لاسه ورکوي، متکي دي. که لاندېني هیوادونه د څاڅکو خړوبونې، په پیپونو کې لیږد او عصري کانال جوړولو تکنالوژي وکاروي، دوی به وکړی شي د اوبو بهیر کې هغه ۳۵ سلنه کمښت جبران کړي چې د اقلیمي بدلون او افغان اوبو ګرځولو څخه رامنځته کېږي.
درېیم؛ د ګډ معلوماتي سیسټم جوړول
که څه هم اوسمهال د معلوماتو مستقیم او دوه اړخیزه شریکول له سیاسي پلوه ستونزمن دي، خو د لرې څخه اندازه کوونکي بې پرې سېسټمونه کولی شي دا تشه ډکه کړي. د ګوګل د سېل دمخه خبردارۍ سیسټم (Flood Hub) او د قحطۍ څخه وړاندې خبردارۍ سیسټمونو شبکه (FEWS NET)چې د اوبو بدلونونه څاري، کولی شي یو غیر منازع او عیني بنسټ چمتو کړي څو سیمه ییزه همکاري پیل شي.
پایله دا ده چې له افغانستانه دا تمه ناشونې ده څو خپل وګړي د ګاونډیانو کرنې د نه زیانمنېدا لپاره وږي وساتي. او که خپله د اوبو زیربنا ضعیفه او یو اړخیز ډول جوړوي، چاپیریالي او جیوپولیتیکي خطر رامنځته کوي. یوازینۍ تلپاتې لار دا ده څو د پولې اوښتونکي سیندونه یوازې ملي ملکیت ګڼل کېدا پر ځای د ګډو ایکوسیستمونو په څېر چې ګډه ساتنه غواړي، وبلل شي. افغانستان د انزوا پر ځای، حمایوي مرستو ته اړټیا لري څو د خپلو خلکو د خوړو او اوبو د تامین لپاره یې هڅې د سیمه ییزې ترېنګلتیا لامل نه شي.

