ډېوېډ مېلیبند بریتانوی سیاستوال او د نړیوالو چارو کارپوه دی، چې اوسمهال د ژغورنې د نړیوالې کمېټې (International Rescue Committee - IRC) مشر او اجراییوي رئیس دی.
نوموړی له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر هم پاتې شوی او د بریتانیا په سیاست کې یې د یو وتلي ډیپلوماټ په توګه کار کړی دی. مېلیبند له تېرو دوو لسیزو راهیسې په نړیواله کچه د کډوالو د حقونو، د بشري ناورینونو د هواري، د خوړو د خوندیتوب او د نړیوالو مرستو د سیسټم د اصلاح لپاره مبارزه کوي.
ژباړه: عبدالله خلیلي
آن که د متحده ایالاتو امریکا په مرستو کې کمښت نه وای اعلان شوی، بیا هم د دې اړتیا لیدل کېده چې د مرستو سکتور وڅېړل شي. ځکه مالي منابع او شته پروګرامونه په هغه کچه په مؤثره توګه نه دي ترسره شوي، څو له مخې یې د نفوس له هغې لویې برخې سره مرسته وشي چې خوراکي توکو ته شدیده اړتیا لري.
له جنورۍ وروسته د امریکا رول په نړیوالو مرستو کې ښکته خواته روان دی. د مؤسساتو له بندیدو سره پالیسیانې له منځه وړل شوي او بودیجه خورا کمه شوې ده. دا نامعلومه ده، چې د متحده ایالاتو پالیسي او د نړیوالو مرستو سیستم او یا د نړۍ د بېوزلو راتلونکی به څه وي؟ ولې له دې سترګې نشي پټیدی چې د بېوزلۍ یوه لویه تشه موجوده ده.
حالات اضطراري او جدي دي. نړیوال بانک په خپل تیر راپور کې د هغو اشخاصو شمیر ۸۳۱ میلیونه وګړي حساب کړی چې په سخته بېوزلۍ کې ژوند کوي (یا له درې ډالرو کم عاید لري). دا د ټولې نړۍ د نفوس لس (۱۰٪) سلنه جوړوي. د نړۍ د دغو خورا بېوزلو تر نیمایي ډېر بېوزلي په ډېر نازک روغتیايي او جګړه ځپلي حالت کې ژوند کوي او اټکل کېږي، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به دا ارقام ښايي دوه چنده او یا درې چنده شي. د دغو هېوادونو شاوخوا ۴۰ سلنه وګړي له درې ډالرو کم ورځنی عاید لري او په پرمختیایي هیوادونو کې دا فیصدي بیا ۶ سلنه ده.
په دې تناظر کې زما اداره آی آر سي یا د ساتنې نړیواله کمېټه(IRC)، د ارقامو په ارزولو د هغو هېوادونو نوملړ چمتو کړی دی چې مرستو ته تر ټولو ډېره اړتیا لري. په دې لېست کې ۱۳ هېوادونه راغلي، چې په سر کې یې سوډان دی، چېرته چې د نړۍ تر ټولو لوی بشري ناورین روان دی. سره له دې چې د نړۍ ۲۹ سلنه شدید بېوزلي خلک په همدغو زیانمنو هېوادونو کې ژوند کوي، خو د نړیوالو مرستو یوازې ۹ سلنه برخه دغو سیمو ته رسېږي. دا بیا په خپله د ۳۵ ملیارده ډالرو د بودیجې کمښت ښيي.
په ۲۰۲۲ م کال کې په اوکراین باندې د روسیې له حملې وروسته، اوکراین د نړیوالو مرستو تر ټولو لویه برخه ترلاسه کوونکی هېواد دی. تر دې ورهاخوا، اروپایي هیوادونه په زیاته اندازه خپل کومکونه په خپل هیواد کې د میشتو مهاجرو په ځای پر ځای کولو مصرفوي. دغه مصارف د ټولو نړیوالو مرستو ۱۴ سلنه تشکیلوي. دا له هغې اندازې سره برابره ده، کوم چې په بشري مرستو لږول کېږي.
آن د متحده ایالاتو د مرستو له بندیدو ورهاخوا بیا هم ضرورت لیدل کېږي چې د مرستو سکتور حالت وڅېړل شي. لومړی، موږ باید بلاعوضه مرستې (ګرانټونه) – چې د نړیوالو مرستو د بودیجې له ۹۰ سلنې څخه زیاته برخه جوړوي (او پاتې یې رعایتي پورونه دي) – په تر ټولو بې وزلو سیمو کې پر تر ټولو بې وزلو خلکو متمرکزې کړو. پدې معنا چې د مرستو ۵۰ سلنه باید هغو تر ټولو فقیرو هیوادونو ته، چې په ډېر نازک او جنګ ځپلي حالت کې ژوند کوي، ورکړل شي او د نړیوالو مرستو ۲۵ سلنه باید نورو هیوادونو ته ورکړل شي.
دویم؛ مونږ باید خپلې سرچینې په نتایجو ولاړو، تثبیت شویو او کم مصرفه پروګرامونو مصرف کړو لکه: د واکسینونو پروګرامونه؛ چې بنسټ یې د ساتنې نړیوالې ادارې(IRC) لخوا په ختیځه افریقا کې کېښودل شو، چېرته چې ۲۰ میلیونه ډوز واکسین چې هر یو یې ۲ ډالر تمام شوی وه، ترسره شو. مونږ همدارنګه یو ساده پروتوکول د شدیدې او منځنۍ خوارځواکۍ سره د مخ انسانانو په اړه هم وړاندیز کړی دی. زمونږ په یوه څېړنه کې چې په مالي هیواد کې په شدیدې خوارځواکۍ ۲۷۸۰۰ اخته کسانو ترسره شوې، په لګښتونو کې ۲۰ سلنه سپما ترلاسه کړه. ولې دې برخې ته رسیده ګي کول د مرسته کوونکو د ذهنیت بدلون ته ضرورت لري، ترڅو د دوی ټولې هڅې یوه نتیجه ورکړي، نه دا چې د هغوی د کمزوري کولو سبب شي.
درېیم؛ موږ د پروګرامونو، تمویل او رسیده ګۍ برخو کې نویو نوښتونو ته ضرورت لرو. د مثال په ډول: د ساتنې نړیواله اداره هڅه کوي، د منکي پوکس مرض د تشخیص موده د مصنوعي ځېرکتیا په استعمال سره له دوه هفتو، پنځه دقیقو ته راکمه کړي. او مونږ همدارنګه دا هم ثابته کړې، چې ټکنالوژي څنګه په هغو هېوادونو کې د ماشومانو په باسواده کولو کې مرسته کولای شي، چې د ماشومانو زدکړې پکې د خطراتو او جګړو د شتون له وجې له خطر سره مخ دي.
یقینا، دا نوښتونه د پانګې د راجلبولو نویو لارو ته ضرورت لري. له خطر سره مل تمویل لکه پارامټریک بیمه (Parametric insurance) ، چې د وچکالۍ یا سیلاب پرمهال سمدستي د پیسو خوله خلاصوي او مرستې په چټکۍ سره رسوي. ولې د دې اړتیا هم لیدل کېږي، چې د پورونو د معافیت او بدلون (Debt swaps)سیستم هم د بشري مرستو ساحې ته شامل شي. له دغو لارو څخه وار له وړاندې په اووه هیوادونو کې د چاپیریالي پرمختګ لپاره استفاده شوې چې مجموعي ارزښت یې ۱.۷ میلیارد ډالر وو.
څلورم، مونږ په نتایجو ولاړې حساب ورکوونې ته ضرورت لرو. د دې لپاره چې کاغذ پراني کمه کړو، انعطاف پذیري زیاته کړو، د پیسو ارزښت زیات کړو او نوښتونو ته لاره هواره کړو. دولتونه او نړیوالې مؤسسې باید په سویډن کې عملي شوې لار تعقیب کړي، ترڅو د ترلاسه شویو نتایجو حساب ورکړي. هغه څه چې مهم دي؛ هغه علمي لاسته راوړنې دي، نه په زیاته اندازه د ښوونکو روزل او د صحت مندو نویو زیږیدلو ماشومانو شمیر، نه د نویو زیږیدلو ماشومانو لپاره روغتیايي مشورې.
پنځم، مونږ باید د مرستو بوج د نړیوال اقتصاد له جوړښت سره برابر کړو. متحده ایالات چې د نړیوال عاید ۲۵سلنه تشکیلوي، ولې د هغوی په ملي عاید کې د نړیوالو مرستو برخه یوازې ۰.۲۲ سلنه ده، او دا برخه نوره هم د کمېدو خوا ته روانه ده. د فروري په نظر پوښتنه کې، ۸۹ فیصده خلکو وویل؛ چې د فدرال مرستو د بودیجې یو فیصد باید له سمندر ورهاخوا هیوادونو ته ځانګړې شي. لکه څرنګه چې دا حقیقي ارقامو ته نږدې ده، د دې لپاره د تمویل برابرول به د متحده ایالاتو دولت او خلک د دې ماموریت په ترلاسه کولو کې یو موټی کړي.
نن ورځ، په جګړه ځپلو سیمو کې له ۸۰ فیصده د زیاتو په خوارځواکۍ اخته ماشومانو په سمه توګه درملنه نه کېږي. ۶۰ فیصده په ماشوم د مور مړینې پیښې په زیانمنو هیوادونو کې پیښیږي. او ۸۵ میلیونه ماشومان په دې هیوادونو کې زدکړو ته لاسرسی نه لري. د دغه ننګونو حل په مؤثر دؤل د نړیوالو مرستو کول دي.
بشریت د خپلو ستونزو د حل لپاره د تاریخ په وخت او هر زمان کې ډیرې زیاتې منابع لري، دا په مونږ پورې اړه لري چې په سمه توګه ترې استفاده کولای شو او که نه؟ د فدرالي بودیجې یوه سلنه دومره زیاته نه ده. دغه بودیجه په سمه توګه استعمالیدلای شي، او دا د امریکا په متحده ایالاتو پورې اړه لري، چې په سمه توګه یې استعمال کړي. څومره ژر چې دا کار وکړي، هغومره به د ټولې نړۍ لپاره ښه وي.

