امیتاو اچاریه د نړیوالو اړیکو نومیالی پروفیسور دی. هغه د یو شمېر مشهورو کتابونو لیکوال هم دی. د هغه وروستی اثر «راتلونکی او تېر نړیوال نظم: نړیوال تمدن به د لوېدیځ له زواله وروسته ولې ژوندی پاتې شي» (۲۰۲۵) نومېږي. ښاغلی اچاریه په ۲۰۱۴–۱۵ کلونو کې د نړیوالو مطالعاتو د ټولنې (International Studies Association) د رییس په توګه وټاکل شو، او په دا توګه دی لومړنی نالویدیځه و چې د دې ټولنې ریاست یې ترلاسه کړ.
د اچاریه د څېړنې اصلي برخې عبارت دي له: په نړیوال سیاست کې د مفکورو او نورمونو خپرېدل؛ د جوړښتي (Constructivist) نړیوالو اړیکو تیوري؛ د سیمې د پرتلهييزو اړیکو مطالعه، په ځانګړي ډول د آسیان سیمه؛ او د نړیوالو اړیکو په تیوري او عمل کې د نړیوال جنوب (Global South) یا نړیوال آی آر (Global IR) ونډه.
د «نړیوال نظم» اصطلاح د قدرت، مفکورو او بنسټونو هغه پراخ جوړښت ته اشاره کوي چې د تاریخ په یوه ټاکلې دوره کې د نړۍ د تر ټولو لویې برخې ثبات پرې ولاړ وي. له نولسمې پېړۍ راهیسې، که تر هغه مخکې نه وي، نړیوال نظم لومړی د اروپايي استعماري قدرتونو له خوا جوړ او تر واک لاندې و او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د متحده ایالاتو له خوا رهبري شو. متحده ایالات خپله هم یو امپراتور قدرت دی؛ ځکه یې د لوېدیځې اروپا ډېرې کلتوري او سیاسي مفکورې او بنسټونه، چې د نژاد او جیوپولیتیک په اړه مفکورې هم پکې شاملې دي، په میراث واخیستې او ورسره یې د څو اړخیزو بنسټونو یوه شبکه هم ورزیاته کړه؛ خو دا بنسټونه بیا هم په داسې بڼه طرحه شوي وو چې د لوېدیځ هژموني وساتي او مشروعیت ورکړي. هغه نظم چې د لیبرال نړیوال نظم یا د امریکا د نړیوال نظم په نوم پېژندل کېږي، د استعمار د پای ته رسېدو، د غیرلوېدیځو قدرتونو د بیا راژوندي کېدو او د ۲۰۰۸–۲۰۰۹م کلونو د نړیوال مالي بحران له امله له څه مودې راهیسې تر پوښتنې لاندې راغلي وو.
خو په تېرو پنځو کلونو کې ځینو تحولاتو لیبرال نړیوال نظم د سقوط څنډې ته نږدې کړی دی. درې تحولونه په ځانګړې توګه د یادونې وړ دي: د ۲۰۱۶م کال د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ بریا، له ۲۰۱۹م کال راهیسې د کوویډ-۱۹ نړیواله وبا او له ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ راهیسې د روسیې او اوکراین جګړه.
دا لیکنه په ځانګړي ډول دا څېړي چې د روسیې او اوکراین جګړه پر نړیوال نظم څه اغېز لري. په لنډ ډول، زما استدلال دا دی چې دې جګړې د لوېدیځ قدرت او حیثیت د بیا راژوندي کولو پر ځای، د لیبرال نړیوال نظم پای چټک کړی او هغه انتقال یې ګړندی کړی چې ما «مالټيپلېکس نړۍ» بللې ده.
یوه اټکل شوې فاجعه
که څه هم د ناټو ملاتړي دا ډول ادعاوې په کلکه ردوي او د یوه خپلواک هېواد اشغالول له دومره خونړیو پایلو سره، چې ښايي د روسیې لپاره ډېرې پوځي مرګژوبلې او د اوکراین لپاره تر هغه هم زیاتې ملکي مرګژوبلې ولري، هېڅ شی توجیه کولای نه شي؛ خو د روسیې او اوکراین جګړه نه بېدلیله وه او نه هم نااټکل شوې. جورج اف. کېنان، چې د شوروي اتحاد پر ضد د امریکا د «مهار» ستراتیژۍ پلار ګڼل کېږي، په ۱۹۹۷م کال کې په نیویارک ټایمز کې ولیکل چې «د ناټو پراخول به د سړې جګړې له پایه راوروسته د امریکا د پالیسۍ تر ټولو ډېره برخلیک ټاکونکې تېروتنه وي.» خو هغه په دې فکر کې یوازې نه و. د لوېدیځ ګڼو نورو پالیسي جوړونکو او ستراتېژستانو، لکه هېنري کېسنجر، مالکوم فریزر، اډوارډ لوټواک، سام نان، جک مټلاک، پال نېتزه، اوون هاریز، ویلیم پېري او ویلیم برنز، چې اوس د سي آی اې مشر دی، یا په عمومي ډول د ناټو د پراختیا مخالفت کړی و، او یا یې په ځانګړي ډول د اوکراین د ناټو غړیتوب سره مخالفت کړی و، او یا یې د دې کار په اړه د ژورو او خطرناکو پایلو په اړه ګواښ کړی و. د ۲۰۲۲م کال په مې میاشت کې پاپ فرانسس هم هغه وخت بحثونه راوپارول چې په یوه رسنیزه مرکه کې یې وویل چې د روسیې د دروازې تر مخه د ناټو «غپا» ښايي پر اوکراین د پوتین برید یا «تحریک» کړی وي او یا یې ورته زمینه برابره کړې وي.
که څه هم په دې کې څه شک نشته چې پوتین لوېدیځ لیبرال ارزښتونه د خپل رژیم د امنیت لپاره ګواښ ګڼل او د هغه بهرنۍ پالیسي تر یوې کچې د نفوذ د یوې ساحې د جوړولو له غوښتنې سرچینه اخلي، نه دا چې تر شا یې د پخواني شوروي اتحاد د بیا جوړولو انګېزه وي. خو دا به ډېر سادهتوب وي چې همدا بیا پر اوکراین د برید اصلي لاملونه وګڼل شي. روسیې وار له مخکې خپلو پولو ته نږدې په ډېرو سیمو کې د ناټو پراختیا منلې وه. د تاریخ په اوږدو کې د ناټو په څېر ائتلافونه ډېر کله د جګړې د مخنیوي تر څنګ د جګړې د تحریک لامل کېږي هم. د اروپايي ائتلافونو د جګړهزېږو اغېزو له امله ولسمشر جورج واشنګټن دې ته وهڅېده چې یوه داسې بهرنۍ پالیسي غوره کړي چې «له دایمي ائتلافونو ځان وساتي»، او همدې بېباورۍ ولسمشران وډرو ویلسن او فرانکلین ډي. روزوېلټ دې ته وهڅول چې د نړیوال امنیت د یوه عمومي نظام ملاتړ وکړي.
هر څه چې یې لامل وي، خو د روسیې او اوکراین شخړه به د نړیوال نظم لپاره ژورې پایلې ولري. دې جګړې نه یوازې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا فلج کړې او د سترو قدرتونو ترمنځ همکاري یې ډېره محدوده کړې، بلکې دا جګړه د لومړۍ نړیوالې جګړې له سلمې کلیزې لږ وروسته د اروپا په زړه کې رامنځته شوې او اروپا یې بېرته د پېل نکتې ستنه کړې ده.
د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې د پوتین له اقدامه داسې ښکاري چې یو خطرناک او ناسم محاسبه شوی اقدام و. دې کار نه یوازې د اوکراین او روسیې راتلونکی په تورتم کې پټ کړ، بلکې د اروپا راتلونکی یې هم په عمومي ډول په تیاره کې ډوب کړ. د اروپا د خوندي کولو پر ځای د ناټو پراختیا؛ اروپا د «نړۍ تر ټولو خطرناک ځای» ګرځولې ده. ستره جګړه بېرته اروپا ته راغلې ده. د سړې جګړې تر پای وروسته، اروپا ځان د نړۍ د نظم جوړونې د یوې نمونې په توګه وړاندې کاوه. اروپا خپله داسې ښکاره کېده چې د سولې لپاره چمتو ده، لکه څنګه چې د MIT سټیفن وان اېورا په ۱۹۹۱م کال کې ویلي وو. پر دې سربېره، اروپايي مفاهیم لکه «ګډ امنیت»، پان-اروپايي هویت، یا «اروپايي ګډ کور»، چې د ۱۹۸۲م کال د پالمه کمېسیون له خوا بیان شوي او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له خوا ترویج شوي وو، نړیوال پام او ان جذبه یې راجلب کړې وه. خو دا ارمانونه اوس له منځه تللي دي. لکه څنګه چې اکانومېسټ مجلې ولیکل: «که څه هم د جګړې انګازې په ټوله نړۍ کې اورېدل کېږي، خو تر ټولو ډېر په اروپا کې غږېږي. روان یرغل د داسې قارې تصور نسکور کړی چې “یوه، آزاده او په سوله کې” وي؛ هغه شعارونه چې یو وخت نه یوازې اروپايي مشرانو، بلکې د امریکا ولسمشرانو، جورج اېچ. ډبلیو. بوش او بېل کلنټن، هم په لېوالتیا منلي وو.»
د روسیې او اوکراین له جګړې سره اروپايي اتحادیه اړ شوې چې د ستراتیژیکې خپلواکۍ خپل نوی راټوکېدلی ارمان پرېږدي. دا اتحادیه د انرژۍ او وسلو لپاره لا ډېره پر امریکا متکي شوې، په داسې حال کې چې امریکا د اروپا، بلکې د نړۍ د تر ټولو لوی LNG عرضه کوونکي په توګه ګټه اخلي. که څه هم اروپايي اتحادیه یو وخت د جرمني او فرانسې په څېر د خپلو لویو بنسټ اېښودونکو غړو له خوا رهبري کېده، اوس یې امنیت د کوچنیو او ایډیالوژیک پلوه او لا ډېر توندلارو نویو غړو له خوا پر مخ وړل کېږي؛ هغه غړي چې د ناټو له پوځي خوندیتوب، د اروپايي اتحادیې له اقتصادي مرستې او «اروپايي هویت» څخه ګټه اخلي. خو وبه کتل شي چې د اروپايي اتحادیې وګړي به تر کومه د یوې لوړې کچې نیابتي جګړې مخ پر زیاتېدونکي اقتصادي لګښتونه او احتمالي خپرېدونکې اغېزې، چې د دوی د کور په دروازه کې روانې دي، وزغمي.
د جګړې ستراتیژیک بار د امریکا د لیبرال نړیوال نظم د بیا جوړولو پروژې ته هم ننګونکې ده. په سړه جګړه کې د لیبرال نړیوال نظم بریا ځکه ممکنه شوه چې امریکا یوازې پر یوه لوی سیال تمرکز کاوه؛ د امریکا او چین تر نږدې کېدو وروسته د چین ننګونه بېطرفه شوه او پام شوروي اتحاد ته واوښت. اوس پوښتنه دا ده: آیا واشنګټن کولای شي د اروپا او هند-پاسیفیک په دوو مهمو جبهاتو کې د ځواکمنو سیالانو پر ضد لیبرال نړیوال نظم بیا ستر کړي؟
له دې اړخه، هغه لومړنۍ هیلې چې د روسیې پر ضد به د لوېدیځ پراخه بندیزونه به په نړیوالو چارو کې د لوېدیځ یووالی او د امریکا رهبري بیا راژوندۍ کړي، ښايي ډېر خوشبینانه ثابته نه شي. پر اوکراین د پوتین له برید لږ وروسته، د بهرنیو اړیکو شورا سټیوارټ پاتریک ولیکل: «په یوه برخلیک ټاکونکي ګام کې، د روسیې ولسمشر وتوانېد چې لوېدیځه همغږي راژوندۍ کړي، د امریکا نړیوالې رهبرۍ ته انرژي ورکړي، د اروپا یووالی ګړندی کړي، د روسیې کمزوري افشا کړي، د مسکو ائتلاف له بېجینګ سره کمزوری کړي او دغه مستبد [پوتین] احمق ښکاره کړي.» په دې نظر، پوتین د «لوېدیځ» مفکورې ته نوی ژوند ورکړ. لکه څنګه چې د Slate مجلې یوه کالم لیکونکي ولیکل: «اوکراین پلوه احساسات چې د یو تنظیمونکي اصل یا محور په لټه کې دي، د هویت د یوې داسې کټګورۍ په شاوخوا کې راټولیږي چې د ډیر وخت راهیسې یې رښتینی او مشهور نړیوال اهمیت نه درلود: یعنې ‘لوېدیځ’. دا هغه کټګوري (مفهوم) ده چې ولادیمیر پوتین یې له ډیره وخته پر وړاندې سخت غبرګون ښيي، خو پخپله لوېدیځوالو، لږ تر لږه په وروستیو کلونو کې، د هغې په اړه د کومې ډیرې شخصي وابستګۍ یا ایډیالوژیکې وفادارۍ ادعا نه ده کړې.»
خو یوازې د لوېدیځ شنونکو داسې فکر نه کاوه. له چین څخه، هو وې، چې د دولتي شورا د مشاورینو د دفتر د عامه پالیسۍ د څېړنیز مرکز مرستیال دی، تمه لري چې د اوکراین د بحران په پایله کې به «د لوېدیځ ځواک په څرګند ډول زیات شي، ناټو به پراختیا ته دوام ورکړي او په غیر لوېدیځه نړۍ کې به د امریکا نفوذ زیات شي … روسیه چې هر ډول سیاسي بدلون تجربه کړي، په نړۍ کې به د لوېدیځ ضد ځواکونه ډېر کمزوري کړي. … لوېدیځ به هم د پوځي ځواک له اړخه او هم د ارزښتونو او بنسټونو له اړخه لا ډېره “هژموني” ولري او سخت ځواک او نرم ځواک به یې نویو لوړو ته ورسېږي.»
خو د نړیوال سویل په اړه، یوه بشپړه بېله او احتمالي پایله دا کېدای شي چې د نړۍ پر نظم د لوېدیځ د واکمنۍ د بیا راژوندي کولو پر ځای به دا جګړه د دوی د واکمنۍ پای چټک کړي، یا د لوېدیځ او پاتې نړۍ ترمنځ به د لوبې میدان نور هم برابر کړي.
د روسیې او اوکراین جګړې د نړیوال نظم د پایلو په اړه، فرید زکریا وویل: «د نوې دورې له تعریفوونکو ځانګړنو څخه یوه دا ده چې دا له امریکا وروسته دوره ده. زما مطلب دا دی چې د تېرو درې لسیزو Pax Americana پای ته رسېدلې ده.» زکریا لومړی ځل په ۲۰۰۸م کال کې د «له امریکا وروسته نړۍ» نظر وړاندې کړی و. خو هغه وخت یې د امریکا له خوا جوړ شوي نظم د زوال پر ځای یې د امریکا د نسبي ځواک د کمښت خبره کوله، چې د «پاتې نړۍ د راپورته کېدو» پایله وه. هغه تر اوسه له دې ډډه کوي چې لیبرال نړیوال نظم پای ته رسېدلی؛ په داسې حال کې چې نورو شنونکو ډېر مخکې دا منلې وه.
که څه هم نړیوال سویل یوه واحده کتګوري نه ده، خو د دې ډېری هېوادونه، د ډېری آسیایي هېوادونو په ګډون، روسیې ته د ګواښ په سترګه نه ګوري او په رښتیا هم د ناټو او روسیې ترمنځ، یا له یوې خوا د لوېدیځ او له بلې خوا د روسیې او چین ترمنځ په ایډیولوژیکه سیالۍ او پوځي رقابت کې د یوې خوا له نیولو سره علاقه نه لري. دوی د روسیې او اوکراین جګړه د اروپا او ترانس-اتلانټیک ګډوډي ګڼي، خو ځان یې بیا ژور قرباني بولي؛ ځکه دوی د انرژۍ او خوراکي توکو د بیو د لوړېدو او د نړیوالو اکمالاتي ځنځیرونو د ګډوډېدو نامتناسب لګښت پر غاړه اخلي. پر دې سربېره، که څه هم د نړیوال سویل هېوادونه د پوتین یرغل غندي، خو ضروري نه ده چې د امریکا په مشرۍ نظم، یعنې لیبرال نړیوال نظم، د بیا راژوندي کېدو ملاتړ وکړي. د دې ترڅنګ چې چین، هند او سویلي افریقا د ۲۰۲۲م کال د مارچ د دویمې نېټې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له هغه پرېکړهلیک څخه ډډه وکړه چې روسیه یې غندله، ۲۸ افریقایي هېوادونو پرېکړهلیک ته مثبته رایه ورکړه او ۱۷ نورو ترې ډډه وکړه. برازیل او مکسیکو د پرېکړهلیک په حق کې رایه ورکړه، خو پر روسیې یې د لوېدیځ له بندیزونو سره یوځای کېدل رد کړل. په بل عبارت، د نړیوال سویل له نظره، د اصولو له مخې د روسیې یرغل غندل، د امریکا د غچ له وېرې بندیزونه نه ماتول او د لوېدیځ له «نړیوالپالنې» او دوه ګونو معیارونو څخه ناخوښي، یو له بل سره متضاد نه دي.
دا دوهګونی حالت هېڅ د حیرانتیا وړ نه دی. د لوېدیځ بندیزونه د نړیوال سویل هېوادونو ته د لوېدیځ د جبري اقتصادي ځواک یادونه کوي؛ هغه ځواک چې که دوی د لوېدیځ ګټې او تمې وننګوي، نو د دوی پر ضد به وکارول شي. د لوېدیځو پالیسي جوړونکو له خوا پر دوی فشار څو دوی د روسیې پر ضد له بندیزونو سره په یو ځای کېدو یو لوری غوره کړي، او دا چاره د ثانوي بندیزونو له ګواښ سره هم مله وي، دا نو بیا د سړې جګړې پرمهال پر دوی د وارد شوي فشارونو یاد تازه کوي. سربېره پر دې، د افریقا او منځني ختیځ عامه افکار په ختیځه اروپا کې (د اوکراین په ګډون) له دغو سیمو څخه د راغلو کډوالو سخت او ناسم چلند ته هم اشاره کوي. بل پلو، په خپلو ګټو پسې روانه د لوېدیځ د پوځي مداخلو د اوږده تاریخ حافظه (یادښت) هم شتون لري. لکه څنګه چې په سینیګال کې د ‘واټي’ (WATHI) په نوم د یو ‘فکري مرکز’ بنسټ اېښودونکی، ګیلس یابي، یادونه کوي: « په افریقا کې، موږ… د روسیې لخوا د اوکراین پر دغه برید هک پک (حیران) یو. … دا په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دی، دا کټ مټ هماغه څېر ده لکه څنګه چې د متحده ایالاتو او ناټو مداخلې وې، چې په ډیرو هیوادونو کې کله ناکله د درواغو د پلمو لاندې او د نړیوالو قوانینو په ښکاره نقض (سرغړونې) سره ترسره شوې وې.» دا ښیي چې د روسیې او متحده ایالاتو/ناټو د مداخلو ترمنځ د هر ډول اخلاقي انډول (برابرۍ) د ردولو لپاره د لوېدیځو پالیسي جوړونکو او شنونکو هڅې، په غیر لوېدیځه نړۍ کې په بشپړ ډول قانع کوونکې نه دي.
د ناټو له پراختیا او د اروپا دننه او بهر شخړو کې یې د زیاتېدونکو مداخلو له امله، ناټو نور په نړیوال سویل کې د «دفاعي پوځي ائتلاف» په توګه نه لیدل کېږي؛ لکه څنګه یې چې د لوېدیځ پالیسي جوړوونکي او د BBC په څېر رسنۍ یې ډېری وخت وړاندې کوي. “برعکس، ناټو د زړېدونکې لوېدیځ د برلاسۍ (هژموني) وروستی مقاومت دی. د یوې نړیوالې ناټو احمقانه مفکوره، چې د متحده ایالاتو د نفوذ لرونکو فکري مرکزونو او بریتانیا لخوا یې ملاتړ کېږي، د نړۍ د بېنظمۍ پولې لا پسې پراخې کړي؛ ځکه دا به له یوې خوا اروپايي هېوادونه، چې چین ته د یو وجودي ګواښ په سترګه نه ګوري، په اسیا کې د امریکا او چین ترمنځ سیالۍ کې ښکېل کړي، او له بلې خوا به آسیایي هیوادونه، چې روسیې ته د یو ګواښ په سترګه نه ګوري، په اروپا کې به یې د روسیې او ناټو ترمنځ شخړه کې ښکېل کړي. دا د یادونې وړ ده چې پخواني مستعمره هېوادونه د ناټو، د مرکزي تړن سازمان او د سویل ختیځې آسیا د تړون سازمان په څېر د لوېدیځ څو اړخیزو اېتلافونو ته استعماري واکمنۍ ته د بېرته ستنېدو په سترګه ګوري. همدې احساساتو د هند لومړی وزیر جواهر لعل نهرو او د اندونیزیا بنسټګر ولسمشر سوکارنو دې ته وهڅول چې په ځانګړي ډول د ۱۹۵۵م کال د باندونګ د آسیا-افریقا کنفرانس کې د سیټو سازمان وغندي. اوسمهال، د ګلوبل ساوت (نړیوال سویل) هیوادونه د روسیې پر وړاندې په مبارزه کې د شاملیدو لپاره د لوېدیځ له فشاره کرکه او خپله ناخوښي څرګندوي، لکه څنګه یې چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان غبرګون یې څرګندوي کله چې هغه د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د روسیې د غندنې په اړه د لوېدیځو سفیرانو له غوښتنې سره مخ شو او په غوسه یې وویل: ‘ایا موږ ستاسو مریان یو…؟’
د ناټو د پراختیا په اړه د کېنان وړاندوینه چې دا به د امریکا یوه ستره ستراتیژیکه تېروتنه وي، لا تر اوسه خپل انجام ته نه ده رسېدلې. ډیری څه په دې پورې هم اړه لري چې ایا د اوکراین شخړه به د روسیې په یوې ذلیلونکې ماتې پای ته رسیږي او که د اروپا او لوېدیځ د یووالي په پاشل کېدو (سقوط)؟ خو په خپله د اروپا په زړه کې هغه روانه جګړه، چې وار له مخه د ډېرو بشري تلفاتو په قیمت تمامه شوې، د اوکراین او روسیې راتلونکی یې خراب کړی، به د هغه نړیوال نظم لپاره یو روښانه سوداګریز اعلان نه وي چې پخپله لوېدیځ رامنځته کړی و. له دې سره، د سولې او سوکالۍ د یوې نمونې په توګه د اروپا (او لوېدیځ) مفکوره، د نړیوال سویل د سیمو لکه سویل ختیځې آسیا، افریقا او لاتیني امریکا لپاره، مرګونی ګوزار خوړلی دی.
راتلونکی نړیوال نظم: امکانات، خو وړاندوینې نه
د بایډن د ادارې له هڅو سره سره چې غوښتل یې لیبرال نړیوال نظم بېرته ورغوي، د لیبرال نړیوال نظم زوال ګړندی شوی او داسې ښکاري چې بېرته نهراګرځېدونکی دی. خو موږ نه یوې څو قطبي نړۍ ته، لکه څنګه چې په دودیز ډول درک کېږي، نه چینمحوره نړۍ ته او نه هم دوه قطبي، یعنې د امریکا-چین، نړۍ ته داخلېږو. رامنځته کېدونکی نړیوال نظم ډېر احتمال لري چې ‘پست-هژمونيک’ (له برلاسي وروسته) وي؛ په دې مانا چې هلته به هېڅ داسې هېواد یا بلاک نه وي چې په نړیواله کچه برلاسی (واکمن) وي، هېڅ داسې ایډیالوژي به نه وي چې په نړیواله کچه مسلطه وي، او هېڅ داسې یو واحد همکاري رامنځته کوونکی نړیوال بنسټ به شتون ونلري. راتلونکی نړیوال نظم به له کلتوري او سیاسي پلوه رنګارنګ (متنوع) وي. دا نظم به لا هم د اړیکو له لارې نښتی وي، خو هر ډول بیا-نړیوالتوب او اتصال به ښايي د لوېدیځ په څېر، که تر هغه زیات نه وي، د ختیځ له خوا رهبري شي.
دا هم احتمال لري چې یو لا ډېر سیمهییز شوی نړیوال نظم رامنځته شي. سیمهییز نظمونه به نه یوازې د اروپايي اتحادیې یا ASEAN په څېر سیمهییز سازمانونه رانغاړي، بلکې هغه غیررسمي ترتیبات به هم پکې شامل وي چې د سیمهییزو قدرتونو ترمنځ د تعاملاتو له لارې پیدا کېږي او د بهرنیو-سیمهییزو قدرتونو نفوذ محدودوي، که یې له منځه نه وړي. که څه هم ځینې ستر قدرتونه ښايي دا کار د نفوذ د استثنايي سیمهییزو ساحو په تعقیب سره وکړي، چې روسیه او چین ذهن ته راځي، نور، په ځانګړي ډول کوچني او منځني قدرتونه، ښايي د جوړجاړي او ټولنېمحوره سیمهییز نظمونه تعقیب کړي؛ لکه اندونیزیا د ASEAN له لارې.
په څو-قطبي/څو-مرکزي نړۍ کې به نړیواله حکومتولي د سیمهییزو او څو اړخیزو محدودو بنسټونو او د دولتونو او غیر دولتي لوبغاړو لکه شرکتونو، بنسټونو او ټولنیزو خوځښتونو، ترمنځ د پېچلو او هایبريډ ترتیباتو د بېلابېلو بڼو په راڅرګندېدو سره لا ډېره متنوع شي. د «G-plus» حکومتولۍ پر لور دا بهیر به د ملګرو ملتونو په مشرۍ شته دولتمحوره جوړښت، یا G-7 او G-20 په څېر د G ګروپونو ځایناستی نه شي؛ خو یو څه سیالي به ورسره رامنځته کړي.
په ملټيپلېکس نړۍ کې به د «تاریخ پای» نه وي. نړیوال نظم به د چینايي ټولنې، لوېدیځ لیبرالېزم، هندي رنګارنګی او ټولشمولتیا او د اسلام او نورو تمدنونو د نړۍلیدونو د سیالو او همزیستي عناصرو له خوا جوړېږي.
البته، دا ډول نړیوال نظم به له شخړې پاک نه وي؛ هېڅ نړیوال نظم له شخړې پاک نه وي. خو د لیبرال نړیوال نظم د زوال له امله راپیدا کېدونکې شخړه او تاوتریخوالی به هم لوېدیځ او هم پاتې نړۍ اغېزمنه کړي. اروپا ښايي د نړیوالې ګډوډۍ د مرکز په توګه خپل تاریخي ځای ته ستنه شي، چې دا د سړې جګړې له دورې سره تضاد لري؛ هغه مهال چې اروپا او لوېدیځ له سترو شخړو خوندي وو، خو غیرلوېدیځه نړۍ یې دروند بارونه زغمل.
که څه هم زاړه تمدنونه، لکه د چین، هند او اسلام تمدنونه، به د نړیوال نظم په جوړولو کې تر تېرو څو پېړیو ډېر اغېزناک رول ولوبوي، خو بیا هم داسې هېڅ دلیل نشته چې پرې باوري شو چې د بېلابېلو تمدنونو ترمنځ به د شخړو شدت کم شي. شخړې د تمدنونو ترمنځ او د تمدنونو دننه هم کېدای شي. د تمدنونو ترمنځ ګډ ژوند او تفاهم دومره نادر نه دی لکه ډېری وخت چې اټکل کېږي. نن ورځ موږ د تمدنونو ترمنځ د همکارۍ ډېر مثالونه وینو. د بېلګې په توګه، اوکراین، چې یو ارتودوکس تمدن دی، په پرېکنده ډول لوېدیځ ته نږدې شوی، سره له دې چې هانټینګټن مخکې ټینګار کړی و چې یو ارتودوکس تمدن به له ارتودوکسې روسیې سره جګړه ونه کړي، لکه څنګه چې هغه په خپل ۱۹۹۶م کال کتاب کې لیکلي وو: «که تمدن مهم وي، نو د اوکراینیانو او روسانو ترمنځ تاوتریخوالی غېر احتمالي دی.» هند، چې خپله یو څو-تمدني دولت دی، له سیاسي او ټکنالوژیک اړخه لوېدیځپلوه دی، خو په عین حال کې له ایران او چین سره، چې تمدني سیالان یې دي، سره د انرژۍ او اقتصادي اړیکې ساتي.
نړیوال نظمونه، کټ مټ د امپراتوریو او ملتونو په څېر، راپورته کېږي او راپرځېږي. لیبرال نړیوال نظم به هم په بشپړه توګه له منځه ولاړ نه شي. دا نظم ښايي په یو محدود یا پاتېشوني حالت کې ژوندی پاتې شي او او د یو ټولشموله نړیوال چوکاټ پرځای، بېرته د لوېدیځو هیوادونو د یو کلب (ځانګړې کړۍ) په توګه خپل لومړني شکل ته وګرځي. برخلاف د هغه څه چې ملاتړ کونکو یې د سړې جګړې له پای ته رسیدو سره هیله درلوده. خو د نړیوال ثبات په ګټه به دا وي چې لوېدیځ، د هغه نړیوال نظم د له منځه تللو پر ځای چې پخپله یې رامنځته کړی او پاللی و، د ژړا او انګولا کولو او یا د هغه د بېرته ژوندي کولو لپاره د بېځایه او بېګټه هلو ځلو پرځای (ځکه د بیا راژوندي کېدو چانس یې خورا لږ دی)، د نویو رامنځته کېدونکو قدرتونو او د هغو نظمونو سره د روغې جوړې او پخلاینې لاره خپله کړي چې د نورو هیوادونو او سیمو لخوا رامنځته شوي دي.


