پر ډیپلوماسۍ د مصنوعي ځیرکتیا (AI) اغېزې: د نړیوالې ښکېلتیا یوه نوې دوره – شهزاد آریوبي
لیکوال: شهزاد آریوبي*
په نننۍ چټک بدلون موندونکې نړۍ کې، مصنوعي ځیرکتیا (AI) یوازې د ټېکنالوژیکو شرکتونو وسیله نه ده، بلکې اوسمهال د معاصرې ډیپلوماسۍ یو اساسي جز ګرځېدلی دی. د اړیکو او بحران د مدیریت له ساده کولو نیولې تر نړیوالو مذاکراتو، پر مصنوعي ځیرکتیا ولاړې ټېکنالوژۍ د ډیپلوماسۍ کړنچارې په بې ساري سرعت سره تنظیموي.
د دې بدلون په سر کې د OpenAI پرمختللې ژبې ماډل دی او دا په دې تړاو یوه پیاوړې بیلګه ده چې مصنوعي ځیرکتیا به څرنګه وکولی شي د ډیپلوماتیکو هڅو د ملاتړ ترڅنګ دغه هڅې پیاوړې هم کړي، په تېره بیا د پرمختلونکو هیوادونو لپاره، چې غواړي له نړیوالې ټولنې سره د انتقالي او بیارغونې دورو پرمهال بیا ښکېل شي.
په ډیپلوماسۍ کې د AI پراخېدونکی رول
ډیپلوماسي پر ارتباطاتو، مذاکراتو او کلتوري تفاهم ولاړه ده. دا ټول اوس هغه څه دي چې مصنوعي ځیرکتیا ورته په ډراماتیکه توګه وده ورکولای شي. سمدستي ژباړې، د احساساتو تحلیل، د معلوماتو ترکیب او د پالیسۍ جوړولو په څېر وړتیاوې ډیپلوماتانو ته دا توان ورکوي چې:
-
-
- د بېلابېلو کلتورونو ترمنځ کوچني توپیرونه سمدستي او په اغېزناکه توګه تحلیل کړي.
- په عامه افکارو یا نړیوالو احساساتو کې بدلونونه کشف کړي.
- نړیوالې رسنۍ په بېلابېلو ژبو او پلاټفورمونو کې وڅاري.
- پالیسۍ او ډیپلوماټیک اسناد په چټکه توګه ولیکي، وارزوي او اصلاح یې کړي.
-
د ChatGPT په څېر ژبني ماډلونه کولای شي ډیالوګونه رامنځته کړي، تاریخي او کلتوري زمینه ورته برابره کړي او له چټکو څېړنو ملاتړ وکړي، چې دا ټول بیا د ډیپلوماټیک تعامل کیفیت او سرعت لوړوي.
د راتلونکي نسل ډیپلوماټان
د دې پرمختګونو په پېژندلو سره، د نړۍ بېلابېلو ادارو داسې روزنیز پروګرامونه پیل کړي، لکه: “پر مصنوعي ځیرکتیا ولاړې ټېکنالوژۍ څرنګه ډيپلوماسي بدلوي”. دا ډول پروګرامونه نور یو ډول تجملي انتخاب نه دی، بلکې د تجربه لرونکو ډیپلوماټانو او نویو ګمارل شویو کسانو لپاره یوه ضروري اړتیا ګرځېدلې.
د زده کړې مهمې برخې عبارت دي له:
-
-
- د مصنوعي ځیرکتیا د قوت ټکي پېژندل او له محدودیتونو یې خبرېدل.
- د ډيپلوماسۍ دننه د مصنوعي ځیرکتیا د کارولو اخلاقي اړخونو ته پام کول.
- د AI واقعي کارونې: مذاکرات، د شخړو مخنیوی، د رسنیو څارنه او پر معلوماتو ولاړه پالیسي جوړونه.
- په سفارتونو او څو اړخیزو سازمانونو کې د مصنوعي ځیرکتیا د ادغام د قضیې مطالعات.
-
لکه څنګه چې نړیواله ډیپلوماسي ځان له دې نوي بدلون سره عیاروي، د مصنوعي ځیرکتیا پر وسایلو تسلط به د اړونده او اغېزمن پاتې کېدو لپاره یو اساسي مهارت وي.
په تېره بیا د پرمختللو هېوادونو لپاره دا ولې مهمه موضوع ده؟
په یوه داسې نړۍ کې چې مخ پر وېشل کېدو روانه ده، جیوپولیتیکي کړکېچونه پکې مخ پر زیاتېدو دي او ډيپلوماسۍ پکې له نویو ننګونو سره مخ دي، له همدې ځایه هېوادونه باید د خپلې بهرنۍ پالیسۍ زیربناوې عصري کړي. د مخ پر ودې هېوادونو لپاره، چې غواړي خپل نړیوال شتون بیا ثابت کړي، دا عصري کول ورته یوه بېړنۍ او حیاتي اړتیا ده.
AI ټکنالوژۍ لاندې ستراتیژیکې ګټې وړاندې کوي:
-
-
- پر محدودو امکاناتو سمبال سفارتونو ته ارزانه او اغېزمن وسایل په لاس ورکوي.
- د لرې پرتو همکاریو پلاټفورمونه چې سیاسي او جغرافیایي واټنونه لنډوي.
- د معلوماتو پر بنسټ وړاندوینې چې په نازکو شرایطو کې د باخبره او مخ پر ودې بهرنۍ پالیسۍ ملاتړ کوي.
-
که چیرې د یوه هېواد ډیپلوماټان پر AI ولاړو ټکنالوژیو کې وروزل شي، نو دا کولای شي د ډيپلوماتانو یو داسې نوی نسل رامنځته کړي، چې له نړیوالو ژبو سره بلد، له تخنیکي پلوه مجهز او په کلتوري لحاظ متمرکز وي. دا هر څه به د نړیوالو اړیکو پېچلتیاوې د دوی لپاره اسانه کړي.
په ډیپلوماسۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) اخلاقي کارونه
سره له دې چې مصنوعي ځیرکتیا ستر پوتانسیل لري، خو د دې کارول باید له اخلاقي څارنې سره مل وي. د الگوریتميک تعصب، د معلوماتو امنیت، محرمیت او ناسمو معلوماتو خپرېدا په څېر مسایل جدي پاملرنې، معقولو قوانینو، او مسؤولانه مشرتابه ته اړتیا لري.
مصنوعي ځیرکتیا د انساني بصیرت ځای ناستی نه دی؛ خو بشپړونکی یې دی. یو ښه روزل شوی ډیپلوماټ، چې تجربهلرونکی وي، له کلتوري حساسیتونو سره بلد وي، کولای شي له مصنوعي ځیرکتیا څخه د غوره پرېکړو، نړیوالو مذاکراتو او ډیالوګونو او له خپل هېواده په سمه توګه د دفاع په برخه کې ګټه پورته کړي.
راځئ د مصنوعي ځيرکتیا دا نوې دوره ومنو او خپله کړو!
لکه څنګه چې ډیپلوماسي یوې ډیجیټلي دورې ته دننه کېږي، هغه هېوادونه چې په مصنوعي ځیرکتیا کې پانګونه کوي، به په نړیوال نفوذ او نوښت کې مخکښ وي. د پرمختلونکو هېوادونو لپاره دا یوازې یو روان رجحان نه دی، بلکې دا یو ځانګړی فرصت هم دی، چې له مخې یې دوی د نورو د تقلید پرته او د مصنوعي ځیرکتیا پرمټ بېرته خپل نړیوال مقام ترلاسه کړي.
په یوه داسې نړۍ کې چې ټېکنالوژۍ جیوپولیتیک ته بڼه ورکوي، له مصنوعي ذهانت سره بلد ډیپلوماتان به د سولې، ملګرتیا او پرمختګ معماران وي. دغه راز هغه مخ پر وده هیوادونه چې نوښت، د مهارتونو پانګونې او ډیجیټل تطبیق له پامه وغورځوي ښایي وروسته پاتې شي؛ خو هغه هېوادونه چې دا بدلونونه ومني، خپل راتلونکی به جوړ کړي.
*شهزاد آریوبي د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر له ۲۶مې راهیسې په چک جمهوریت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د فوق العاده او بشپړ واک لرونکي سفیر په توګه دنده ترسره کوي. ښاغلي آریوبي د ۲۰۱۷ کال د اګست څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر هم و.