
جیوافغانیکا
ژباړه: جیوافغانیکا
ځای او وخت: واشنګټن، د ۱۹۶۱ کال د جولای ۲۱مه
موضوع: د ولسمشر او په امریکا کې د افغانستان د سفیر میوندوال ترمنځ خبرې اترې
ګډونوال:
- ولسمشر جان کینیډي
- د افغانستان جلالتماب سفیر محمد هاشم میوندوال
- فیلیپس تالبوټ، د نږدې ختیځې او سویلي اسیا لپاره د بهرنیو چارو معین
سفیر میوندوال د ډیورنډ کرښې ختیځ لوري ته د افغانانو او پښتنو د استوګنې او همدارنګه د برېتانیا د هغې پرېکړې په اړه په تاریخي توګه تفصیلي معلومات وړاندې کړل، چې له مخې یې انګریزانو غوښتل افغانستان د یوه وروسته پاتې بفر (حایل) دولت په توګه پاتې شي. هغه وویل کله چې برېتانیا په ۱۸۹۳ کال کې د ډیورنډ کرښه وایستله، دوی پوهېدل چې دا کرښه د پښتنو خاوره پر دوو برخو ویشي. مخکې له دې چې برېتانیا په ۱۹۴۷ کې له هنده ووځي، له دوی سره یې ژمنه وکړه چې له وتلو وروسته به د ډیورنډ کرښې ختیځ لوري پښتانه په دې کې آزاد وي چې خپل راتلونکی پخپله وټاکي. په هر حال، له ۱۹۴۷ کال ټولپوښتنې (ریفرنډم) وروسته، چې د پښتنو ملتپال مشر خان عبدالغفار خان لخوا بایکاټ شوې وه، پاکستان ادعا وکړه چې په نوي پاکستاني دولت کې د پښتنو سیمې د شاملولو قانوني مشروعیت لري. افغانستان دا سیمې د ځان لپاره نه غواړي، خو افغانان دا احساس کوي چې د دوی پښتنو وروڼو ته باید دا فرصت ورکړل شي چې د خپل برخلیک ټاکلو صلاحیت ولري.
د سفیر د دغو څرګندونو په لړ کې ولسمشر د یوې نقشې غوښتنه وکړه. کله چې نقشه راوړل شوه، ولسمشر له سفیره وپوښتل چې د کومې سیمې په اړه خبرې کوي، سفیر خپل لاس د لوېدیځ پاکستان په تقریباً نیمایي برخه تېر کړ.
سفیر وویل، پدې وروستیو کې پاکستان پښتنو ته د امریکایي وسلو په ښودلو او پیغورونو ورکولو لاس پورې کړی دی. د ولسمشر د پوښتنې په ځواب کې سفیر تایید کړه چې هغه لا هم د ډیورنډ کرښې ختیځ لور ته د سیمو په اړه خبرې کوي. دغو کړنو افغانان سخت اندېښمن کړي او هغه ستونزه یې بیرته راپورته کړې چې کله امریکا پاکستان ته پرمختللې وسلې ورکوي، نو دا د افغانستان پرضد استعمالېږي. ولسمشر تبصره وکړه چې هغه اورېدلي دي افغانستان له شوروي اتحاده وسلې ترلاسه کړې دي. د دې خبرې په منلو سره، سفیر وویل چې افغانستان یوازې وروسته له هغې شوروي اتحاد ته مخه کړه چې امریکا پاکستان ته وسلې ورکړې او له امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو څخه د وسلو ترلاسه کولو لپاره د افغانستان غوښتنې رد شوې. هغه زیاته کړه چې له شوروي اتحاد سره د افغانستان پوځي او اقتصادي اړیکې پدې معنی ندي چې افغانستان کمونیست پلوی یا روس پلوی دی. که پاکستانیان شکایت کوي چې د افغانستان سړکونه به شوروي ځواکونه په اسانۍ سره د پاکستان پولې ته ورسوي، د دوی ځواب به دا وي چې دوې به یوازې د افغانانو له مړو جسدونو تېرېدو وروسته هلته ورسېږي.
سفیر په سرحدي سیمو کې د امریکا لخوا د ورکړل شویو پوځي وسایلو د کارولو په اړه د امریکا د پالیسۍ د روښانه کولو غوښتنه وکړه. د ولسمشر په غوښتنه، ښاغلي تالبوټ توضیح کړه چې د پاکستان او امریکا دوه اړخیزه هوکړه لیک د داخلي امنیت موخو لپاره د MAP (پوځي مرستو پروګرام) وسایلو کارولو ته اجازه ورکوي، او څرنګه چې امریکا د ډیورنډ کرښه د پاکستان د رسمي پولې په توګه پیژني، نو په هغې سیمه کې د حیاتي داخلي امنیتي اړتیاوو پوره کولو لپاره د پاکستان لخوا د دغو وسایلو د کارولو په وړاندې کوم قانوني اعتراض شتون نلري. په هر حال، دا پدې معنی نه ده چې امریکا نشي کولی پاکستان ته مشوره ورکړي چې د داسې کارولو څخه ډډه وکړي چې له خپلو ګاونډیانو سره یې اړیکې خړې پړې کوي.
ولسمشر یادونه وکړه چې زموږ د دوستو هیوادونو ترمنځ شخړې د امریکا لپاره ستونزمنې مسلې رامینځته کوي. په ښکاره ډول موږ نشو کولی دا ټولې شخړې حل کړو. خو موږ هیله لرو چې ښکېل لوري وکولی شي دغو ستونزو ته سوله ایز حل ومومي. ولسمشر وویل چې امریکا له افغانستان سره د دوستانه اړیکو غوښتلو ته دوام ورکوي. موږ توانیدلي یو چې د افغانستان د اقتصادي پراختیا په پروګرامونو کې تر یو محدود حده مرسته وکړو او هغه هیله څرګنده کړه چې موږ به وکولی شو نورې مرستې هم وکړو. هغه له سفیره وغوښتل چې کله واشنګټن ته راستون شي نو له ده سره بیا وګوري.

